د قرآن كريم د آياتونو د تکراريدو حکمت

د قرآن كريم د آياتونو د تکراريدو حکمت

پوښتنه

په قران کريم کښې ځينې ايتونه او جملې او ځينې کيسې بيا بيا راغلي دي که قران بې له تکراره ليکلې شوې وې او د انسان لاس ته راغلې وې نو دا به غوره نه وه؟

په قران مجيد کښې تکراري عبارتونه او ټکي او د هغو د تکراريدو څرنګوالې، له قراني بحثونو دے چې د قران څيړونکيو پام ځانته راړوي. د قران مجيد تلاوت کوونکي هم يوشان جملې او عبارتونه په بيله توګه په ځينې سورتونو کښې په روښانه توګه ويني.

د قران کريم د تکرار او د دې دې تکرار د سببه په هکله بيلا بيل بحثونه شوي دي چې په دې لنډه ليکنه کښې، د هغو تکراري ايتونو د ډولونو او د هغو د سبب په هکله راوړلي شوي بحثونو ته اشاره کوو:

د تکرار ډولونه

د قران کريم څيړونکيو په قران مجيد کښې تکرار په دوه ډوله ويشلے دے:

لفظي تكرار: يعنې يو لفظ د مفرد يا مرکب په شکل له يوه ځله زيات راغلے وي.

معنوي تكرار: د دې ډول تکرار مطلب، د يو مضمون يا مفهوم تکرار دے، لکه د ابراهيم يا موسی يا ځينې امتونو کيسې چې په ډېرو ځايونو کښې بيلا بيلو جملو او عبارتونو سره تکرار شوې دے يا يې له بيلا بيلو ځايونو هغه کيسه شورو کړې ده.

لفظي تکرار يې هم  په لاندينيو ډولونو ويشلے دے:

الف) کله کله په يو سورت کښې يوه جمله ټوله تکرار شوې ده؛ لکه {وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يظْلِمُونَ}[1] دا ايت په سوره اعراف کښې 160 آيت هکښې هم تکرار شوې ده او همدارنګ دا جمله {كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً} په سوره روم کښې، په 9  آيت او سوره فاطر، 44 آيت او سوره غافر کښې، 21 آيت کښې  تكرار شوې ده.

ج) کله کله تکراري جملې يو بل سره راغلي دي، لکه: {وَأَصْحَابُ الْيمِينِ مَا أَصْحَابُ اليمِينِ}[2] او {فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يسْرًا * إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يسْرًا}[3] همدا حال يې په سوره‏ حاقه، 17 او 18 آياتونو او سوره تكاثر کښې په  3 او 4 آياتونو کښې هم دے.

د) کله کله د يو سورت په لږه فاصله کښې يوه جمله تکرار شوې ده لکه: {فَبِأَی آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ} چې په سوره الرحمن 31 ځله تكرار شوې ده. {وَيلٌ يوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ} هم په سوره مرسلات کښې لس ځله راغلې ده.

له بل اړخه، په فصيح کلام کښې په څو طريقو راځي: يو له هغو هغه تکرار دے چې د ستاينې لپاره راغلے دے؛ لکه: {وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ * أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ}[4]. بل تکرار د ښې يا بدې وعدې لپاره دے لکه: {الْحَاقَّةُ مَا الْحَاقَّةُ}[5] او{وَمَا أَدْرَاكَ مَا يوْمُ الدِّينِ ثُمَّ مَا أَدرَاكَ مَا يومُ الدِّينِ}[6] دريم تکرار د استبعاد او لري والي لپاره راځي لکه: {هَيهَاتَ هَيهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ}.[7]

د تکرار فلسفه او حكمت

په دې هکله مفسران دوه نظريې لري:

لومړۍ نظريه: ځينې اسلامي مفسران او متفکران باوري دي چې په قران کښې تکرار نشته؛ بلکې په دې کښې ځينې ټکي د لفظ له مخې تکرار شوي دي، خو په حقيقت کښې په معنې کښې تکرار نشته. په دې طريقه چې مونږ چې کوم ځای هم وګورو لکه «فَبِأَي آلاَءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ» يا «و يقولون متی هذا الوعد» نو هغه مونږ له وړاندې او وروسته سره ګورو او په دې طريقه مونږ ته يوه نوې معنا راکوي. په يو ايت فرمايي: “تاسو به د خدای کوم کوم نعمتونه دروغ وګڼئ؟” او مثلا اسمان او ځمکې ته اشاره کوي او په بل ځای کښې انسان ته اشاره کوي او دا تکرار په حقيقت کښې يو نوې پوښتنه او نوې مطلب دے.

د آدم او موسي× اونورو نبيانو کيسې تکرار شوي  دي او په هر ځل ورته له يوه خاص اړخه دې کيسې ته کتل شوي دي او لوستونکيو ته يو نوې مطلب ورکوي. نو دې ته په پام که څه هم داسې ښکاري چې کله کله لفظ تکرار شوے دے خو معنې يې تکراري نه دي.

دويمه نظريه: ځينې باوري دي: په قران کښې تکرار شته، ځکه چې قران د تربيت کتاب دے. د تربيت او هدايت په کتاب کښې د هغه کس لپاره چې تربيت يې کيږي کله کله تربيتي مسلې بايد تکرار شي. هر يو روزونکې او استاد، ځينې مطلبونه د تربيت شوونکي لپاره تکراروي، چې د هغه لپاره ملکه شي او د هغه په ذهن کښې کښيني او په ذهن کښې ثابت شي. نو دا تکرار خير دے. په اوسني تعليمي نظام کښې هم تکرار منعه نه دے شوے. خو تکرار بايد ستړې کوونکے نه وي؛ بلکې بايد د ضرورت په حد کښې وي. قران هم له دې سببه چې تربيتي کتاب دے، نو له دې طريقې يې ګټه اخستې ده. نو دې ته په پام د تکرار حکمت لاندې بيانوو:

اول: تکرار په فصاحت کښې خلل رانه ولي؛ځکه چې په معاني او بيان او بديع علم کښې دا نه دي راغلي چې فصيح کلام هغه دے چې په هغه تکرار نه وي؛ بلکې کله کله د کلام غوښتو ته په پام د خبرې تکرارول ضرورت پيدا کوي.

دويم: د قران مجيد تکرار تربيتي ګټې لري او هر يو تکرار ناخوښ نه دے. آية‌الله جوادي آملي په خپل کتاب “قرآن در قرآن” کښې فرمايي: خدای حکيم دے او قران هم حکيم معرفي کوي[8] نو دې ته په پام، قران له فضولو ويناو لرے دے او هدف او مقصد لرونکے دے د له ټولو لوی غرض يې د انسان عاقل جوړل دي[9] چې د عقل په رڼا کښې خپل اخرني غرض (د انسان هدايت) ته ورسي. قران دې ته د رسيدو لپاره له بيلا بيلو طريقو لکه تکرار او نورو… ګټه اخستې ده.[10]

په يو بل ځای کښې فرمايي:

په قران مجيد کښې تکرار ځکه دے چې قران د هدايت او نور کتاب دے او د هدايت په وخت ضروري ده چې يو مطلب په هر مناسبت سره په خپلې خاص طريقې بيان شي، چې د نصيحت او پند بيلګه ولري؛ د علمي کتابونو په خلاف چې هر يو مطلب يوازې په يو ځای کښې بيانيږي او په کښې تکرار ګټه نه لري. په کتاب کښې د تکرار راز، هدايت دے چې شيطان او نفس اماره چې د ګمراهۍ او عذاب نښې دي، تل د انسان په ګمراهۍ لګيا دے او د هغوي کار که څه هم کله کله کميږي خو ختميږي نه. له همدې سببه د قران تکرار هم د هدايت لپاره ضروري دے.[11]

د روان جاويد تفسير ليکوال د قران د ايتونو د تکرار په هکله وايي: د قران د ايتونو د تکرار حکمت دا دے چې نفسونه د پند او نصيحت په اوريدو نفرت لري او تر څو چې تکرار نه شي نو د هغوي په ذهن کښې نه کښيني.[12]

قرائتي استاد په خپل تفسير نور کښې ليکي:

  1. د تکرار مطلبونه بايد ډول ډول او زړه راکښونکي وي؛ ځکه چې تل يو انداز ستړې کوونکے وي.
  2. انسان تل د تذکر او يادونې محتاج دے او کيدې شي هر ځل تکرار سره يوه ډله هدايت شي.
  3. تكرار د قران په ايتونو کښې د يادونې او پند اخستنې لپاره دے: «لِيَذَّكَّرُوا».
  4. تكرار د ملګرو لپاره زړه راکښونکے او د لجوجو لپاره نفرت راوستونکے دے: «ما يَزِيدُهُمْ إِلَّا نُفُوراً».[13]

دريم: د دې تکرار په هر برخه کښې له يوه خاص نظره مطلب ته کتل شوي دي؛ مثلا د ابراهيم عليه السلام د ميلمستيا په هکله په سوره هور 69 ايت کښې راغلي دي او همدارنګ بيا په سوره عنكبوت 31آيه  هم دا مطلب وينو. خو په سوره هود، کښې د حضرت ابراهيم عليه السلام د ميلمستيا په ادابو باندې ټينګار کيږي او په عنکبوت کښې د حضرت ابراهيم د ميلمستيا خبره باندې بحث نه کيږي بلکې يو بلې برخې ته يې پام شوے دے او هغه دا چې دا پرښتې د ابراهيم عليه السلام کور ته راغلې او څه يې وکړل.

آية‌الله معرفت فرمايي: په قران کښې تکرار د هغې بيلا بيلو غرضونو ته په پام دے؛ د قران کيسې او مطلبونه په هر ځای کښې د يو خاص غرض لپاره تکرار شوي دي.[14]

د مغنيه له نظره تکرار داسې دے لکه چې د يو کس دې زيات خدمتونه کړې وي او بيا ورته ووايې: “ته مې له دښمنه خلاص کړې او ډېر مال مې درکړ؛ نو د کوم کوم انکار کوئ؟! ستا د بچيو روزنه مې وکړه او کور مې درله جوړ کړ، نو د کوم يو يې انکار کوې؟! او…” چې دا په حقيقت کښې د يو څيز تاکيد او تکرار نه دے، بلکې هر يو يې يو تازه پيغام لري.[15]

د تکرار او تاکيد نتيجه، تلقين ده چې اثر يې په انسان باندې د انکار وړ نه دے او کيدې شي چې له همدې سببه په اسلام کښې د عبادتونو او دعاګانو په تکرارونو باندې تاکيد شوې وي. د ځينې ايتونو د تکرار سبب معصومينو عليهم السلام په خپله بيان کړے دے. چې په هغو کښې يو د امام صادق عليه السلام دے چې د “سود” د ايتونو د تکرار سبب د شته منو د خير خيګړې د کارونو لپاره چمتو کول دي او فرمايي: له دې سببه چې له يوې خوا “سود” حرام دے او له بلې خوا د دولت او خزانو جمع کول هم حرام دي، نو د شته منو لپاره بله لاره نه پاتې کيږي مګر دا چې د خدای په لاره کښې يې وکړي يا يې د ګټه ورو څيزونو د جوړښت په چارو کښې ولګوي.[16]

څلورم: د ځينې کيسو تکرار دا ښيي چې دا کيسه ډېره مهمه ده او بايد ورته ډېر پام وشي؛ لکه چې  «الحاقة ما الحاقه» او د ېد په شان نورې.

پينځم: ځينې تکرارونه په مطلب او کلام باندې د ټينګار لپاره وي؛ لکه چې يو پلار خپل خطاکار زوي ته مخاطب شي او ووايي: هغه دې هېر کړل چې په وړوکوالي بې توانه وې او د ستا د روزنې لپاره مې څومره د زړه وينې توی کړې؟! هغه دې هېر کړل چې ستا لپاره مې مناسبه ښځه ولټوله؟! هغه دې هېر دې کړل چې ستا لپاره مې کور واخسته؟! قران څيړونکيو ويلي دي چې په سوره الرحمن او مرسلات کښې تکرار له همدې غوندې دے.

په تفسير نمونه کښې داسې راغلي دي: د يو ايت تکرار د مبالغې لپاره کيدې شي.  ځېنې مفسران دا باور لري چې يو ايت په هر ځل تکرار سره يوه خاص معنی ورکوي.

خو دا چې يو ايت په يو سورت کښې تکرار شوے دے او په نورو سورتونو کښې نه دے تکرار شوے. دا د دوو سببو له مخې دے: اول دا چې د يو سورت مفهومونه کله کله د زياد تاکيد غوښته لري او کله کله داسې تاکيد نه غواړي. د مثال په توګه د اخبار او ساده جملې په نسبت د تقريري او اقرار اخستلو د استفهام او پوښتنې په وخت زياد تاکيد غواړي. له همدې سببه په سوره رحمن کښې ډېر تاکيد ے. دويم احتمال د شان نزول او د وخت او ځای حالاتو ته په پام او کله کله د خلکو حال ته په پام، د قران د ايتونو د نازليدو په وخت ، وعده، بده وعده، مبالغه، تمثيل، تکرار او نورې بلاغي طريقې په کښې استعماليږي او په نتيجه کښې يې ممکنه ده چې د ايتونو تکراريدل بيان شوي مطلب سره بې ربطه نه وي.[17]

په اسان تفسير کښې راغلي دي: د قران د ايتونو د تکرار غرض مبالغه او تاکيد دے.[18]

تفتازاني وايي: تکرار د فصاحت له فنونو يو فن دے[19] او لوی غرض يې تاکيد دے.

مرحوم مغنيه ليکي: مفسران په دې خبره يوه خوله دي چې له تکرار غرض تاکيد دے.

گوستاولوبون په خپل كتاب آراء و معتقدات کښې ليکي: هر کس چې يو لفظ يا يو د لفظونو يو جوړښت بيا بيا تکراروي، نو هغه په عقيدې بدلوي. دې نتيجې ته د رسيدو لپاره، قران يوه معنی په يوې بلې طريقې حکمت ته په پام تکراروي.[20]

فراء، د عربو د ادبياتو يو لوی استاد، په دې هکله وايي: “قران د عربو په ژبه د هغوي د خبرو په طريقې نازل شوے دے او د عربو عادت دا و چې خبره به يې د تاکيد لپاره تکراروله چې مطلب يې ښه ورسوي. د مثال په توګه د نورو د مطالبو د تاييد لپاره وايي: هو! هو! او په درد کښې يې وايي: نه! نه![21]  نو دې ته په پام چې قران د هدايت کتاب دے، نه د قانون، او عام هدايت چې له دې په لاس نه راځي چې مطلبونه په کښې تکرار شي او بيلا بيلو بيانونو سره راوړې شي، نو له دې سببه په قران کښې هم تکرار دے.[22]

شپږم: تکرار د دې لپاره دے چې د موضوع او محمول يا مبتدا او خبر تر مينځ ډېر وټ راشي چې په داسې حال کښې د موضوع يا مبتدا تکرار د يادونې لپاره ګټه ورکوي.

نتيجه

په قران کښې تکرار، نه يوازې دا چې د قران په فصاحت کښې خلل نه راولي، بلکې کله کله دا ضرورت پيدا کوي. له دې نه علاوه، د قران تکرار تربيتي فايدې لري؛ ځکه چې د خلک د نصيحت او پند اوريدلو نفرت لري او تر څو چې مطلب تکرار نه شي، نو سړي په هغه مطلب کښې نه ځير کيږي. د ځينې کيسو تکرارول هم د يو غرض له مخې دي چې يا دا کيسه ډېره مهمه ده چې خدای ورته خاص پاملرنه کړې ده او يا ځينې تکرارونه د مطلب د تاکيد لپاره دي. نو په قران کښې د ځينې ايتونو تکرارول ضرورت لري.

د لا زياتې مطالعې لپاره سرچينې

  1. تفسير آسان، محمد جواد نجفي خميني، ‏1ټوک.
  2. تفسير روان جاويد، محمد ثقفي تهراني، تهران، ‏4ټوک.
  3. تفسير موضوعي قرآن کريم، قرآن در قرآن، له 203 مخه وروسته.
  4. تفسير نمونه، آيه الله مكارم شيرازي و ديگران، 25ټوک، له431 مخه وروسته.
  5. تفسير نور، حجت الاسلام محسن قرائتي، 7ټوک‏، 66 ـ 206مخونه.

د پای حديث: پيغمبر(ص): د قران زيات تلاوت کوه او خدای ډېر يادوه؛ ځکه چې دا په اسمان کښې ستا لپاره نامه (مشهورتيا) ده او په ځمکه نور دے.[23]

[1]. بقره، آيه57.

[2]. واقعه، آيه27.

[3]. انشراح، آيات 6 و 7.

[4]. واقعه، آيات 10 و 11.

[5]. حاقه، آيات 1 و 2.

[6]. انفطار، آيه17.

[7]. مؤمنون، آيه36.

[8]. يس، آيه1.

[9]. عبدالله جوادي آملي، تفسير موضوعي قرآن کريم، قرآن در قرآن، 1378، ص230.

[10]. عبدالله جوادي آملي، تفسير تسنيم، ج1، ص44 ـ 52.

[11]. همان، ص51 و52.

[12]. محمد ثقفي تهراني، تفسير روان جاويد، ج‏4، ص492.

[13]. محسن قرائتي، تفسير نور، ج‏7، ص66.

[14]. سيد محمدباقر حكيم، علوم القرآن، ص367.

[15]. محمد جواد مغنيه، التفسير الكاشف، ج7، ص207.

[16]. وسائل الشيعة، ج12، ص423.

[17]. آية‌الله مكارم شيرازي وديگران، تفسير نمونه، ج25، ص431.

[18]. محمد جواد نجفي خميني،  تفسير آسان، ج‏1، ص304.

[19]. سعدالدين تفتازاني، شرح المختصر، قم، ج1، ص282.

[20]. محمدجواد مغنيه، التفسير الكاشف، ج1، ص96 ـ 97.

[21]. محمد هادي معرفت، التمهيد، ج5، ص106.

[22]. محمد جواد مغنيه، پيشين، ج2، ص440.

[23]. منتخب ميزان الحکمة، ص215، حديث شماره2325.