د معاشرت د خرابيدو اسباب

د معاشرت د خرابيدو اسباب

 

دوه مسلمانانو او دوه انسانان چې کله يو بل سره دوستي او ملګرتيا وکړي نو ضروري ده چې د يو بل د شخصيت له ځينې څيزونو په پرهيز سره وساتي لکه: مکر او چل ول، د بل پټې خبرې وړل، غيبت، تومت او بد ګمان، دوه مخيتوب او منافقت، د بدۍ بدله اخستل، بد ناستې، کينه او بد بحث کول.

1 ـ مكر او چل ول کول

له هغه څيزونو چې پيغمبر (صلى الله عليه وآله) له هغې منعه کړې ده ويې فرمايل:

«مَنْ غَشَّ مُسْلِماً فِى شِرَاء أوْ بَيْع فَلَيْسَ مِنَّا وَيُحْشَرُ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ اليَهُود لأنَّهُمْ أغَشُّ الخَلْقِ لِلْمُسْلِمِينَ».

کوم کس چې په اخستلو او خرڅولو کښې بل مسلمان سره چل ول وکړي له مونږه نه دے اود قيامت په ورځ به يهوديانو سره پاڅي ځکه چې يهوديان د مسلمانانو په نسبت له ټولو زيات چلولونه کوي.

او همدارنګ يې وفرمايل:

«مَن بَاتَ وَفِى قَلْبِهِ غِشٌّ لاِخِيهِ المُسْلِمِ بَاتَ فِى سَخَطِ اللهِ وَأصْبَحَ كَذَلِكَ حَتّى يَتُوبَ».

چا چې شپه په داسې حال کښې تيره کړه په زړه کښې د بل مسلمان لپاره دهوکه او فريب و، نو د خدای په غضب کښې شپه تيره کړې ده او همدارنګ دی که چرې په دې حال کښې شپه تيره کړي تر دې چې توبه وکړي.

2 ـ سخن چيني

امام صادق (عليه السلام) منصور دوانيقي ته وفرمايل:

«لاَ تَقْبَلْ فِى ذِى رَحِمِكَ وَأهْلِ الرّعَايَةِ مِنْ أهْلِ بَيْتِكَ قَوْلَ مَنْ حَرَّمَ اللهَ عَلَيْهِ الجَنَّةَ وَجَعَلَ مَأوَاهُ النّارُ ، فَإنَّ النَّمَّامَ شَاهِدُ زُور وَشَرِيكُ إبليسَ فِى الإغراءِ بَيْنَ النّاسِ…».

دخپلو خپلوانو او دهغه چا په هکله چې ته يې مشر يې او ستا کورنۍ ده،  د هغه چا خبره مه قبلوه چې خدای ورباندې جنت حرام کړی دی او ځای ورله اور ټاکلی دی ځکه چې د سخن چين د دوو کسانو د جنګولو دروغجن ګواه او د شيطان شريک دے.

دخدای رسول (صلى الله عليه وآله) په يو ډېر مهم حديث کښې وفرمايل:

«إنَّ شَرَّ النّاسِ يَوْمَ القِيَامَةِ المُثَلَّثُ ، قِيْلَ وَمَا المُثَلَّثُ يَا رَسُولَ اللهِ ؟ قَالَ : الرَّجُلُ يَسعى بِأخِيهِ إلى امَامِهِ فَيَقتُلُهُ ، فَيُهْلِكُ نَفْسَهُ وَأخَاهُ وَإمَامَهُ».

بې شکه د قېامت په ورځ درې واړه تر ټولو بد خلک دی، پوښتنه وشوه ېا رسول الله درې واړه څوک دی؟ وئی فرمائل: هغه کس چی حاکم ته د خپل دېنی ورور سخن چېنی  او جاسوسی وکړی او حاکم هغه قتل کړی نو هغه درې کسان هلاک کړل، ېو خپل ځان ، بل خپل دېنی ورور او حاکم.

 

3 ـ غيبت

د خدای ګران رسول (صلی الله علېه وآله وسلم) و فرمائل:

 

« واللهِ الَّذِى لاَ إلهَ إلاّ هُو مَا أُعطِىَ مُؤمِنٌ قَطُّ خَيْرَ الدُّنيَا وَالآخِرَةِ إلاّ بِحُسْنِ ظَنِّهِ بِالله عَزّوَجَلَّ وَالكَفِّ عَن اغتِيَابِ الْمُؤْمِنِينَ ، واللهِ الَّذِى لاَ إلهَ إلاّ هُوَ لاَ يُعَذِّبُ اللهُ عَزَّوَجَلَّ مُؤْمِناً بِعَذَاب بَعْدَ التَّوْبَةِ وَالاْسْتِغْفَارِ لَهُ إلاّ بِسُوءِ ظَنِّهِ بِاللهِ عَزّوَجَلَّ وَاغْتِيَابِهِ لِلْمُؤمِنِينَ ».

په هغه خدای قسم چی له هغه پرته بل معبود نشته کوم مومن ته هېچکله د دنېا او آخرت خېر نه دے عناېت شوے لاکن خدای ته د هغه د خوش ګمانۍ او د ايمان د خاوندانو له غيبته د ځان د ساتلو په خاطر، قسم په هغه خدای چې له هغه پرته بل معبود نشته خدای مومن له توبې او استغفار نه پس له کوم عذاب سره نه مخامخوی مګر خدای جل جلاله ته د هغه د بد ګمانۍ او د ايمان د خاوندانو د غيبت په وجه.

او لدې نه علاوه هغه حضرت په يوه ډيره ارزښتناکه وينا کښي فرمائی:

 

« إيّاكُمْ وَالظَّنَّ فَإنَّ الظَّنَّ أكْذَبُ الكَذِبِ وَكُونُوا إخْوَاناً فِى اللهِ كَمَا أمَرَكُمُ اللهُ وَلاَ تَتَنَافَرُوا وَلاَ تَجَسَّسُوا وَلاَ تَتَفَاحَشُوا وَلاَ يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً وَلاَ تَتَبَاغَوْا وَلاَ تَتَبَاغَضُوا وَلاَ تَتَدابَرُوا وَلاَ تَتَحَاسَدُوا فَإنَّ الحَسَدَ يَأكُلُ الايمَانَ كَمَا تَأكُلُ النّارُ الحَطَبَ اليَابِسَ ».

د نورو په هکله له بد ګمان څخه ډډه وکړئ ځکه چی تر ټولو سخت دروغ بد ګمان دے، د خدای په لار کښی لکه څنګه چی حکم ورکړے شوے د يو او بل وروڼه شئ او له يو بل نه کرکه مه کوئ او د يو بل د رازونو او پټو عادتونو په لټه کښی مه اوسئ او يو بل ته سپکې سپورې مه واېئ او ديو بل غيبت مه کوئ او په يو بل باندی ظلم مه کوئ او پخپلو کښی دښمنی مه کوئ او له يو بله مه بيليږئ او ليرې کيږئ مه، او له يو او بل سره حسد مه کوئ ځکه چې حسد ايمان خوری لکه څنګه چی اور وچ خشاک او لرګی خوری.

 

4 ـ تهمت او بهتان

له هغو ګناهونو څخه چی انسان يئ کوی تهمت تر ټولو سخته ګناه ده. يو پاک لمنے او بی عيبه کس په ناپاکۍ او عيب باندی تورنول څومره سخته ګناه او پليد کار او څومره ستر شيطانی عمل دے.  قرآنی آيتونو او رواياتو په دې اړه يو لړ داسې مطالب بيان کړی دی چی د باور کونکی لپاره ډير زيات ويره لرونکی دی.

د خدای له ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وآله نه روايت شوی دی:

 

« مَنْ بَهَتَ مُؤْمِناً أوْ مُؤمِنَةً أوْ قَالَ فِيْهِ مَا لَيْسَ فِيهِ أقَامَهُ اللهُ تَعَالى يَوْمَ القِيَامَةِ عَلى تَلٍّ مِنْ نَار حَتّى يَخْرُجَ مِمّا قَالَهُ فِيهِ ».

کوم کس چی په يو مومن سړی يا مومنې ښځې باندی بهتان او تور ولګوی يا د هغه په هکله څه داسې ووائی چه په هغه کښی نه وی نو خدای تعالی (ج) به هغه د قيامت په ورځ د اور په يوه سروټکه باندې ودروی تر څو د هغه غاړه له هغه څه نه چی وئيلی ئی دی، خلاصه او آزاده کړی.

امام صادق عليه السلا م فرمائی:

 

« من بَاهَتَ مُؤمِناً أوْ مُؤمِنَةً بِمَا لَيْسَ فِيهِمَا حَبَسَهُ اللهُ عَزّوَجَلَّ يَوْمَ القِيَامَةِ فِى طِينَةِ خَبَال حَتّى يَخْرُجَ مِمّا قَالَ ، قُلْتُ : وَمَا طِينَةُ خَبَال ؟ قَالَ : صَدِيدٌ يَخْرُجُ مِنْ فُرُوجِ المُومِسَاتِ يعنى الزَّوانِىَ ».

کوم کس چی يو مومن سړے يا مومنه ښځه په هغه څه چې په هغو کښی نه وی تورن کړی نو خدای تعالی (ج) د قيامت په ورځ هغه د خبال په   ……. کښی بندوی څو هغه څه چی ئی وئيلی دی، ثابت کړی. راوی وائی: له هغه حضرت نه مې پوښتنه وکړه: د خبال …. څه شے دے؟ وئی فرمائل: هغه ګندګي او وينه چی د زنا کارو ښځو له فرج نه راوځی.

 

5 ـ دوه ژبې توب

امام باقر عليه اسلام د دوه ژبی توب او نفاق په هکله فرمائی:

 

« بِئْسَ العَبْدُ عَبْدٌ يَكُونُ ذَا وَجْهَيْنِ وَذَا لِسَانَيْنِ يُطْرِى أخَاهُ شَاهِداً وَيَأكُلُهُ غَائِباً إنْ أُعطِىَ حَسَدَهُ وَإنِ ابْتُلِىَ خَذَلَهُ ».

دوه ژبې او دوه ډوله انسان ډير بد انسان دے.د خپل دينی ورور په شتون کښی ډير صفت کوی او په دې کار کښی مبالغه کوی او د هغه په نشتوالی کښی د هغه غيبت کول داسې دی لکه چې د هغه د مړ بدن غوښې خوری، که د هغه ورور ته کوم څيز عطا شی نو له هغه سره حسد کوی او که چرته په کوم مصيبت کښې راګير شی نو د هغه د ملګرتيا نه ډډه کوی.

او له حضرت امام جعفر صادق عليه السلام څخه روايت شوے دے:

 

« مَنْ لَقِىَ المُسْلِمِينَ بِوَجْهَيْنِ وِلِسَانَيْنِ جَاءَ يَوْمَ القِيَامَةِ وَلَهُ لِسَانَانِ مِنْ نَار ».

هر کس چې له مسلمانانو سره په دوه مخي توب او دوه ژبې توب سره برخورد وکړي نو د قيامت په ورځ به په داسې حال کښي راځي چې د هغه لپاره به د اور دوه ژبې وی.

 

6 ـ د بدۍ تلافی

اسلام له خلکو غواړي چې که چيرې يو کس د خپلې کورنۍ، خپل خپلوانو يا دوستانو لخواد زوريدو، ستم او بدۍ وړ ګرځيدلے وي او د دغه کار د تلافۍ اراده لري نو له هغه څه نه زيات چې ده ته رسيدلي دي مقابلې خواوې ته ونه رسوي او په دې زمينه کښې دې زغم او سوله له تلافۍ نه زياته خوښه کړي.

 

وَجَزاءُ سَيِّئَة سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللهَ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ.

د قتل، زخمي کولو او د مال د لوټلو بدله د همهغې بدۍ په شان ده، خو هر څوک چې له بدلې اخستو څخه تير شي او له مقابل لوري سره روغه وکړي نو د هغه بدله او انعام له خدای تعالی سره دے، يقينا چې خدای (ج) ظالمان نه خوښوي.

اميرالمؤمنين حضرت امام على عليه السلا م فرمائي:

 

« ثَلاَثَةٌ لاَ يَنْتَصِفُونَ مِنْ ثَلاَثَة : شَرِيفٌ مِنْ وَضِيْع وَحَلِيمٌ مِنْ سَفِيْه وَمُؤمِنٌ مِنْ فَاجِر ».

دريو کسانو له نه دي پکار چې له دريو کسانو نه بدله واخلي: شريف او عزتمن کس له سپک کس نه، حليم او برد باره کس له کم عقل نه او مومن له بد کار او ګناهګار کس نه.

 

7 ـ كينه او مشاجره

د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وآله  وفرمايل:

 

« مَنْ كَثُرَ هَمُّهُ سَقِمَ بَدَنُهُ وَمَنْ سَاءَ خُلُقُهُ عَذَّبَ نَفْسَهُ وَمَنْ لاَحَى الرِّجَالَ سَقَطَتْ مُرُوَّتُهُ وَذَهَبَتْ كَرَامَتُهُ . ثُمّ قَالَ رسول الله : لَمْ يَزَلْ جَبْرَئِيْلُ يَنْهَانِى عَن مُلاَحَاةِ الرِّجَالِ كَمَا يَنْهَانِى عَنْ شُرْبِ الْخَمْرِ وَعِبَادَةِ الاْوْثَانِ ».

د کوم کس فکر چې په غوصه کونکو او غم راوړونکو چارو کښی ډير مشغول وي، په ناروغۍ او بيمارۍ اخته کيږي او کوم کس چې بد اخلاقه وي، ځان په رنځ او سختۍ او عذاب اخته کوي او کوم کس چې له خلکو سره هيڅ بې هيڅه دښمني لري نو د هغه ځوانمردي نابوديږي او کرامت او احترام يې له مينځه ځي. بيا يې وفرمايل: زه به جبرائيل (ع) پرله پسې له هيڅ بې هيڅه دښمنۍ نه منعې کولم لکه څنګه به ئې چې له شراب خورۍ او بت پرستۍ نه منعه کولم.