د اسلام په خلاف د مغرب جنگ

د اسلام په خلاف د مغرب جنگ

 

امريکا د حقيقى اسلام په ځاې لبرل اسلام او د قران کريم په ځاې نقلى قران غواړى. د اسلامى فکر خلاف د مغرب جنګ داسې مرحلې ته رسيدلے دے. چې د دنيا امن ئې په رنګا رنګ کږليچونو کښې راګير کړے دے. خو دې سره سره مغربى معاشره هم چې  اول د اندرونى ګډوډۍ سره مخ وه،

اوس د نورې غټې تباهۍ په طرف روانه ده. دا يو خيال نۀ دے بلکې حقيقت دے چې په اخلاقى سطح د مغرب نمر ډير په تيزۍ سره ډوبيدونکے دے او بل طرف ته اسلامى معاشره د هر رنګ مخالفتونو باوجود لګيا ده ښۀ مضبوطيږى بلکې دغه اخلاق او اقدار د مغرب سره تړلى خلق لګيا دى په تيزۍ سره قبلوى. په دې ضمن کښې دا هم وئيلے شى چې په مغربى معاشره کښې کوم غارونه جوړيږى د دې علاج صرف او صرف اسلامى فکر کولے شى. په حقيقت کښې دا هغه ويره ده د څۀ په وجه چې مغرب په اسلام او مسلمانانو  هر قسمه جنګونه ورتپلى دى.  دمعاملاتو دې اړخ ته د روس  پارليمنټ يو مسلمان غړى چې د عالمى سياست ماهر بللے شى سلطانوف ډيره په ډوبه کتنه اشاره کړې ده.

د روس پارليمنټ سلطانوف دا تحقيقى افکار د يو رپورټ په شکل کښې دکويت نه شائع کيدونکې يوه عربى رساله کښې شائع کړى دى، چې ددغې حقيقت په رڼا کښې او د مغربى معاشرې د ګډوډۍ او د اسلامى فکر راوچتيدو موجوده حالاتو جائزه ئې اخستې ده.

د تيرې صدۍ په نيمايۍ کښې په امريکا او مغربى يورپ کښې جنسى انقلاب راپورته شو، دې د بدو عملونو نه ډک انقلاب د مغرب اخلاقى، معاشرتى، ثقافتى او فکرى جرړې د ويخه پرې کړې. دا انقلاب په يو داسې معاشره کښې خور شو چې کوم د صنعتى انقلاب کوشش شروع کړو خو دا د بدکارۍ نه ډک افکار صرف او صرف د امريکې او يورپ تر لويو ښارونو محدود پاتې شو.

د تيرو يو نيمو سلو کالو نه دې غربى جنسى انقلاب عيسائى مذهب له داسې ديکه ورکړه د څۀ په وجه چې  د مغرب په دينى سطح د ټولو نه لويه بدنمائى شروع شوه. ددې ټولو خبرو سره سره مونږ له دا تاريخى حقيقت هم په نظر کښې ساتل پکار دى چې مغرب د شروع نه د عيسائى مذهب ځانګونه وه. بلکې د عيسائيت نه اول دا يو پرانستې د تباهۍ جنسى معاشره وه. چې د بت پرستۍ په بياستو تړلې وه. او د ١٩٦٠ د نيمايۍ نه دغه بت پرستى بيا په  جوبن کښې شوه. خو دا ځل دې له د ګلوبلائزيشن د تباهۍ نه د ډک تهذيب نوم ورکړے شو.

دا انقلاب چا روان کړے دے او ددې اغراض و مقاصد څۀ دى اودې له ئې د شلمې صدۍ د نيمايۍ وخت ولې مقرر کړو. دا هغه پوښتنې دى چې ددې نه اول هډو چرې شوې نۀ دى. په دې حقله روسى مفکر سلطانوف وائى چې په تيره صدۍ کښې د ١٩٧٠ په نيمايۍ کښې داسې تحقيقات او کتابونه شائع کيدل شروع شوى وو، چې اسلام ئې پکښې د مستقبل د راتلونکې خطرې په شکل کښې څرګند کړى وو د ٧٣ او ٧٥ په ورځو کښې په اسلامى دنيا د تيلو په حواله سره سياسى، اقتصادى، ثقافتى، فکرى اوعسکرى رنګ کښې دا وبائى په ټوله اسلامى دنيا ورواچوله. د روسى پارليمنټيرين او سياسى تجزيه نګار سلطانوف وائى چې داسې نجم الدين اربکان سره شوې وه، چې هغۀ پکښې دا خبره ښکاره کړې وه چې د تيرې صدۍ د ٩٠ په نيمايۍ کښې د نيټو په يو د اوچتې پائې اجلاس کښې د مغرب له اړخه  د سويت يونين د ويجاړيدو په اخرى ورځو کښې د مغرب د فکر مندانو په حواله سره دا خبره روانه وه چې ناګهانه دهغې وخت د برطانيې د وزيراعظمې مارګريټ تهيچر چې (ائرن ليډى) په نوم مشهوره وه، هغې په خوا کښې ناست نجم الدين اربکان ئې مخاطب کړو او ورته ئې ووئيل چې “اوس ستا وار دے” يعنې د اسلامى نړۍ ځکه چې نجم الدين اربکان د پين اسلام علمبردار تصور کيدو.

١٩٩٢ء کښې چې مغرب د اسلام پسندو په انتخابونو کښې کاميابۍ ته وکتل، ددې نتيجې ئې په  مخ مسترد کړې اګر چې دا يو غير جمهورى او غير قانونى قدم ؤ. چې الجزائر د خانه جنګۍ ښکار شو. هغلته هم دمغربى جمع دارانو يعنې فرانس او امريکې منظور نظر فوځى امريت د ملک په څټ سور کړے شو.

کۀ په ډوبه کتنه ورته وکتلے شى نو مغرب صرف په دې وجه د اسلام خلاف نۀ دے چې په دې کښې انتهاپسندى ده، يا په دې کښې شدت پسند ګروپونه جوړ شوى دى او زما په خيال دا ګروپونه هم د مغرب د زيات زور ظلم نتيجه ده چې فوځى زور نۀ لرى. هغه شان الوتکې او توغندى نۀ لرى نو د ځان قربانى خو کولے شى.

دا شدت پسندى د دوى د ظلم جواب دے. خو ددغې نه دوى نۀ ويريږى، د دوى ويره بله ده هغه دا ده چې دا خو حقيقت دے او ښکاره خبره ده چې اسلام خو “السما” يو سماوى دين دے ددې مثال د سيمويل هسټنکن متنازعه کتاب د تهذيبونو ډغره  دے چې مصنف پکښې ليکلى دى چې د مغرب دپاره بنيادپرست اسلام هيڅ مسئله نۀ ده بلکې اصلى مسئله دا ده چې اسلام بذات خود يو تهذيب دے. ددې قسم د فکر اظهار په يو بل کتاب “اقتصاديات  اور اسلام او دجديديت کشمکش” کښې کړے شوے دے. د تهذيبونو په منځ کښې د کشمکش  دا معامله لا روانه وه چې د امريکې ورلډ ټريډ سنټر سره جهازونه وجنګيدل او صرف د قياس په بنياد امريکې  د مغرب مشرى په سر واخسته او په اسلامى نړۍ باندې ئې يلغار وکړو. په افغانستان او عراق ئې قبضه وکړه او شام او ايران باندې ئې د حملو کولو دړکې شروع کړې. او هم ددې فکر د اثر لاندې بش د مغربى ملکونو نمائنده شو او بيان ئې ورکړو چې د دهشتګردۍ د زور ماتولو دپاره دا جنګ په ډيرو محاذونو خوريدے شى.

په يوويشتمه صدۍ د اسلام خلاف جنګ به تر کومه جارى وى. دا به څومره موده وى ددې سوال جواب په دې وخت کښې ډير مشکل دے خو په دې سلسله کښې دا وس نه د اسلام خلاف عملى قدم لګيا دے اوچتيږى. په شرق الاوسط کښې د امريکې منصوبه “ګريټ مډل ايسټ” دے مغرب وائى چې حقيقى اسلام “جهګړمار” دے چې خپل مخالف ختمول غواړى. ددې په ځاې يو بې جګړې ليبرل اسلام راوستل پکار دى. او  دغسې د قران پاک په طرف هم باطل قدمونه اخستل شروع شوى دى. مغرب غواړى چې د حقيقى قران پاک په ځاې يو نسل پرست  د امريکې يونيورسټۍ تيار شوے قران دې راواخستے شى چې د تيل او ګيس نه دا ډکه زمکه يو ليبرل حکمران جماعت ته حواله کړے شى. او د نورې اسلامى دنيا نه رابيله کړے شى. دغسې به دا سيمه د مغربى تهذيب زيراثر وى او هم ددې مغربى سيمې مفادات او خدمات به سر ته رسوى. دغسې خيالات په يو رپورټ کښې ورکړے شوى دى چې نوم ئې دے “عالم اسلام د يوولسم ستمبر ٢٠٠١ء نه پس”.
١٩٦٠ء کښې د مغربى ملکونو ابادى ٧٥٠ ملين نفوس وه چې د مادى دنيا د متمدن صنعتى علاقى سره د تعلق لرونکې ابادۍ کښې شميرلے شى په دغه ورځو کښې مغرب د جنسى انقلاب په سيلاب ورګډ شو. په دې وجه د دې ځاې په خلقو کښې د ابادۍ د زياتوالى رجحان په کميدو شو او ددې براعظم د اصلى اوسيدونکو شميره په تيزۍ سره په کميدو شوه. په ٣٨ مغربى ملکونو کښې صرف يو مسلمان ملک البانيه پخپل ځاې محفوظ پاتې شو. په ٢٠٠٠ کښې په يو شائع شوى رپورټ کښې د البانوى نسل د خلقو نه علاوه د يورپ په نورو ملکونو کښې ابادى د زيات کمى په طرف روانه شوه.
په ١٩٦٠ء کښې د يورپ د اصلى اوسيدونکو شميره د دنيا د کل ابادۍ څلورمه حصه وه. خو په ٢٠٠٠ کښې د کل ابادۍ شپږمه برخه شوه. او داسې ښکارى چې په ٢٠٥٠ کښې به صرف لسمه برخه پاتې شى. د يوويشتمې صدۍ په اخره کښې به د يورپ د اصلى  اوسيدونکو شمير صرف ٢٠٧ ملين پاتې شى. مثلاً دجرمنى ابادى چې ٨٢ ملين ده تر ٢٠٥٠ به دا ابادى ٥٠ ملينو ته ورسى. د ٢١٠٠ پورې به ددې ځاې  ابادى ٥، ٣٧ ملين ته ورسى. دغسې د اټلى ابادى به د يوويشتمې صدۍ اخره کښې ٤١ ملين شى. د  جنوبى يورپ ملک سپين ابادى به څلورمه حصه کمه شى، يعنې په مجموعى طور به د ټول يورپ ابادى درې فيصدى کمه شى. يعنې په راتلونکى شل يا ٢٣ کالو کښې به د بوډاګانو تناسب د موجوده ابادۍ نه څو چنده زيات شى نو دا به ديورپ د اقتصادياتو دپاره غټ نقصان وى.

ددې ټولو خبرو باوجود په مغرب کښې د مسلمانانو دپاره د اوسيدو لارې ګودرې ډيرې سختې دى خو بيا هم هغلته د دوى په ابادۍ کښې ورځ په ورځ لګيا ده زياتے کيږى. په فرانس کښې دې وخت کښې د مسلمانانو ابادى ٧، ٥ ملين ده. او په برطانيه  کښې ٥،١ ملين يعنې دغسې په يورپى يونين کښې د مسلمانانو شمير تقريباً د ١٥ ملين نه زيات دے. په دې سلسله کښې د يورپ يونين يو بنده د دې خبرې اعتراف کړے دے چې د يورپ د ترقۍ راز ددې ملک په لاسونو کښې دے چې په هغې کښې زيات تر مسلمانان دى.

د يورپ نه پس چې امريکې ته راشو نو دلته د مسلمانانو شمير د اتيالکه خواؤشا ښودلے شى. په دې کښې د غټو غټو کاروبارى خلقو سره سره سرکارى عهده دار هم شامل دى د غرب او غير عرب شميره تقريباً يو هومره ده.
د کولمبيا پروفيسر جوزف اى کيلفانوانيپا په يو رپورټ کښې ښودلى دى چې امريکا په کوم اخلاقى او معاشرتى مرضونو کښې نن راګيره ده ددې مثال تر ننه د نړۍ په مخ نۀ شى موندے. د څۀ په وجه چې امريکا په تيزۍ سره لګيا ده ډډيږى. او دا ويره پيدا شوې ده چې دا سپر طاقت به هم دخپل ا خلاقى معيار د پريوتو په وجه تباهۍ سره مخ کيږى.
په يو بل رپورټ کښې پروفيسر کيلفانو ليکى چې د امريکې په تباهۍ کښې د کوم عمل زيات لاس دے هغه د شرابو څښل او د نشه ايز شيانو بې اندازې استعمال دے هم دغه د اصلى بدۍ بنياد دے. ( په اسلام کښې د نن نه يو نيم زر کاله اګاهو دې ته ام الخبائث وئيلے شوى دى) د کيلفانو د وينا مطابق چې هغه د خپلو ملګرو په مدد د اوږدې مودې د محنت نه پس کومه شميره په لاس راوړې ده. ددې مطابق په امريکا کښې ٦٧ ملين امريکنيان باقاعده په خاندانى مجلسونو کښې شراب څښى. ١١ ملين امريکنيان په ورځ کښې د پنځو ځلو نه زيات شراب څښى. ٦١ ملينه امريکنيان د سګريټو سره سره نورې نشې هم استعمالوى او د ٧ ملين نه زيات امريکنيان د ولږې نه بغير سګريټ څښى.  په دې کښې سخت موذى د نشې توکى شامل وى. ٣ ملينه امريکنيان د نشې ګولۍ په زيات شمير کښې استعمالوى. په دې خلقو کښې اول دا عادت ؤ چې د داسې دوايانو په استعمال د نفسياتى مرضونو علاج ممکن وى، خو د وخت د تيريدو سره دا معلومه شوه چې دوى په يو بل مرض کښې مبتلا شوى دى.

په امريکا کښې ډير خلق چې شميره ئې څومره ملينونو ته رسيدلې ده باقاعده د کوکين نشه کوى. لا د يو ملين نه څۀ کم امريکنيان په پوزه د راښکلو د نشې نشيه يان دى، دې نشې ته په امريکا کښې (LSD,PCP) وائى او د يورپ مطابق ١٢ ملينه امريکايان د (ماراجونا) په نشه کښې مبتلا دى. د يو اندازې مطابق په نشه کښې د راګيرو امريکنيانو تعداد ٧٠ ملين دے. او د دوى عمرونه د دولسو کالو نه کم ښودلے شى. او ٣، ١ ملين امريکايان د کوکين هغه ممنوعه قسم استعمالوى چې هغه  انسانى ژوند ښۀ په تيزۍ سره ختموى. د ١٩٨٣ د يو رپورټ مطابق په دې وخت کښې ٣، ٥ ملينه امريکنيان د داسې ضرورى نشې استعمالونکى دى نو ددې نه دا خبره صفا ښکاره کيږى چې سالانه د يو لک نه زيات  امريکنيان صرف دنشو په وجه مړۀ کيږى.

په امريکا کښې ٤٠ فيصده مرګونه د نشې په حالت کښې په سرکونو باندې کيږى او امريکا د هلاکت خيز نشو په بنياد خپل اقتصاديات لګيا ده مضبوطوى. په ١٩٩٥ء کښې امريکې صرف په الکوحل ١٥٠ ملينه ډالره ګټه کړې ده. او په ١٩٩٢ء کښې په نورو نشه ايزو توکو باندې تقريباً ٥٠ ملينه ډالره ګټلى دى. دا منافع صرف په کوکين حاصله شوې ده د يوې اندازې مطابق په تيرو دولسو کالو کښې د نشې په مد کښې امريکې ٢٧٦ ملينه ډالره ګټه کړې ده. چې په دې کښې څۀ رقم د نشې د بنديز په سکيمونو خرچ کړے شوے د. يوه دعوى دا هم کيږى چې د نشې په وجه د تباه کيدونکو صحتونو په علاج باندې د يو پروګرام مطابق د ګټلے شوى رقم ٥٥ فيصده رقم خرچ کولے شى.

دا صرف د نشې معامله ده ددې نه پس د امريکې د دماغى مرضونو تفصيل راځى. د تيرو شلو کالو د تحقيق له مخه په موجوده دور کښې چې کومه شميره مخې ته راغلې ده نو د دې له مخه د ١٧ ملينه امريکنيانو په دې مد کښې زياتے شوے دے چې په علاج ئې تقريباً ٦، ٤٦ ملينه ډالره خرچ شوے دے. د (شيزو فرينيا) په مريضانو ٥، ٣٢ ملينه ډالره خرڅ شوى دى ددې کال اخر ته به تقريباً ٢، ٣٨ ملينه ډالره خرڅ کيږى. په حاضر وخت کښې ٢٧ ملينه امريکنيان پخپله د علاج دپاره ډاکټرانو له ځى چې په دوى سالانه ٩، ٢٣ ملينه ډالره خرڅ کيږى. او ٢٨ ملينه امريکنيان داسې دى چې د ډاکټرانو د علاج پيسې نۀ شى ورکولے په دوى د علاج د خرڅ اندازه ١٨ ملينه ډالره ده.

ددې شميرې نه پس په امريکا کښې د ځان وژنې عادت ورځ په ورځ په زياتيدو د ے د کومې په نتيجه کښې چې دا قام د تباهۍ د سمندر په غاړه ولاړ دے د يو رپورټ له مخه هر ١٧ منټه پس په امريکا کښې د خودکشۍ کوشش کيږى، د کال دوه لکه امريکنيان د خودکشۍ کوشش کوى چې پکښې  تقريباً ٣٠ زره د مرګ نمړۍ شى اګر چې په نوره مغربى معاشره کښې دا شميره د نيمې برابر ده. د يو رپورټ له مخه په هنګرى، ډنمارک، فن لينډ اوسويډن کښې د امريکې په مقابله کښې د خودکشۍ رجحان په نيمه هم نۀ دے، په امريکا کښې د زيات ځان وژنې وجه نشه ايز دارو او دنشه اى توکى او ورسره ورسره عائلى زندګۍ کښې ناکامى غټه وجه ده. اودا بې معنې ازادى دا ملک په تيزۍ سره د دننه نه لګيا دے ختموى.
تشدد او مرګ ژوبله کښې د امريکې د معاشرې مقابله څوک نۀ شى کولے. ځکه چې دا بنيادى توګه يو دهشت ګرد قام دے. ددې ماضى دلوټ مار نه ډک دے. ددې اندازه ددې خبرې نه لګيدے شى چې دلته روزانه ٢٥ کسان قتلولے شى. او شپږ زره د امريکې اوسيدونکى هره ورځ زخميان کيږى په کال کښې د قتل اندازه ٣٧٢٥ ده او د زخميانو اندازه ١٩٠٠٠٠ ده.
د اسقاط حمله په حقله چې کوم رپورټ مخې ته راغلے دې ددې مطابق د ضائع حمل د کل اسانو باوجود هر کال په امريکا کښې يو ملين جينکۍ حاملې  کيږى، په دوى کښې ٣ لکه داسې جينکۍ دى چې عمر ئې پنځلس کالو ته لګ بګ وى څلور لکه جينکۍ د حمل د ضائع کولو په وخت په بې شميره مرضونو کښې مبتلا شى.

په جنسى بې راه روۍ کښې امريکا د نورو شعبو په شان د هر چا نه په سر کښې روانه ده. چې په هغې دلته هيڅ پابندى نشته په دې وجه د انسان خرڅون هم دلته جارى دے په دې سلسله کښې زيات شمير د جينکو دے. دا شميره د دنيا د هغو خلقو دپاره دحيرانتيا سوب ګرځى چا ته چې دا د اخلاقى تباهۍ نه ډکه معاشره ښکارى.

هم جنس پرستۍ خو ددې ملک نه د هغې لږ ډير انسانيت هم جنازه وويسته درې مشهورو امريکى ماهرينو کنترى، جانسن او ماټير د تحقيق له مخه تقريباً ٥٠ فيصده  امريکنيان پخپل ژوند کښې کم نه کم يو ځل د طوالت د عمل نه تيريږى. په دې شميره کښې لګيا دے ډير په تيزۍ سره زياتے کيږى. چې داسې لوبې اوس عامې په سرکونو ليدے شى. ددې ذريعو له مخه د سړو نه علاوه ١٥٠ ملين امريکنيانې جينکۍ او ښځې په دې بد کار کښې راګير دى.
ددې مقصد دپاره د امريکې په سرکونو بې شميره خلق د تشدد په ذريعه اغوا کولے شى. په دې کښې ښځې سړى يو شان شامل دى، چې دا بدکار ورسره کولے شى. د يو رپورټ له مخه ددې شميره ٢١، ٢٣ فيصده ده، دحيرانتيا خبره ده چې جرمونه د کلى والو لاقو نه زيات په ښارونو کښې کيږى.

دې جنسى بې راه روۍ چې د انسانيت قاتل دے، په دې معاشره کښې بې شميره مرضونه راپيدا کړى دى چې بل ځاې کښې د هغې تصور قدر ته هم څوک نۀ شى کولے. د څۀ له مخه چې ١٧، ٢٤ ملينه امريکنيان دماغى مرضونو کښې راګير دى. د دوى په علاج په ١٩٩٠ء کښې تقريباً ٨، ١٤٧ ملينه ډالر خرڅ شوى وو بلکې ددې لعنت په وجه چې کومې جنسى ناجوړتياګانې چې په دې ملک کښې راپيدا شوې په هغې مرضونو کښې د راګيرو خلقو تعداد ٥٦ ملينه نه هم زيات شو په ١٩٩٣ء کښې ددې جنسى ناجوړتيا شمير داسې مرضونو ته ورسيدو چې د طب په دنيا کښې به ددې نوې بيمارو په تحقيق ٤، ٨ ملينه ډالره لګى.

په امريکا کښې د ابادۍ دريمه برخه د داسې هلکانو او جينکو ده د چا عمر چې د پنځلس کالو نه زيات نۀ دے. په دوى کښې ٣٠٦٣٢ داسې دى چې د ١٩٩٠ء په اخره کښې د ايډز په مرض کښې مبتلا وو په دې وخت کښې دا وائرس زياتره په ٤٥، ٤٤ کالو دعمر خلقو کښې موندے شو.

ددې مقابله کښې د مسلمانانو شميره تخميناً پنځۀ لکه ته نزدې لګيدلې ده په ډنمارک کښې پاکستانيان يا ٣٥ يا ٤٠ زره دى. فرانس کښې مسلمانان د ټولې ابادۍ ١٦ فيصده دى په عرب مسلمانانو کښې زيات تر مراکشى،  الجزائرى، ليبين او د مصريانو  ابادى زياته ده. د دوى تناسب ٩ فيصده دے. او غير عرب مسلمانان تقريباً ٥ فيصده جوړيږى. ٣٥ فيصده مسلمانان د تجارت يا د هوټلونو کار کوى. د ټولو مسلمانانو ٦٥ فيصدى په مخختلفو شعبو کښې نوکرۍ کوى. ددې نه علاوه د فرانس يو بيل فوځ دے چې هغې ته “الجيش المتکزة” وئيلے شى، يعنې د کرايۍ فوځ، په دې فوځ کښې د مسلمانانو شمير ٣٠ فيصده ښودلے شى، دا زياتر هغه مسلمانانو دى چې فرانسيسى شهريت دپاره فوځ کښې بهرتى شوى دى. په هالينډ کښې د مسلمانانو ابادى ٩ فيصدى ده. ٣ فيصده عرب دى او ٦ فيصده غير عرب. په دوى کښې د ترکو او مراکش د مسلمانانو شميره زياته ده. د مسلمانانو د ټولې ابادۍ ٤٠ فيصده په هوټلونو، تجارت او نورو لويو وړو کاروبارونو کښې لګيا دى. ٦٠ فيصده مسلمانان په کارخانو او داسې نورو شعبو کښې کار کوى د دويم جنګ عظيم نه پس د جرمنى معيشت ته د ټولو نه زياته اوږه د ترکو مسلمانانو ورکړه.

ددې اوږد بيان نه زما مقصد دا دے چې کۀ مغرب په مختلفو امتحانونو کښې راګير دے.او غواړى چې د مسلمان قوت ارادى په څۀ طريقه مفلوج کړى. نو دا نن هغه د امتحان ګړۍ ده. کۀ نن مونږه د اتفاق رسۍ راټينګه نۀ کړه او  تش د يو بل د تباهۍ تماش ګير ثابت شو نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې زمونږ نوم به د د نيا د صفحې نه داسې مټاؤ شى چې څۀ نخښه  به مو پاتې نۀ شى. لکه په څۀ وخت کښې چې اقبال د پاک و هند مسلمان او خاص کر اوسيدونکو ته وئيلى وو چې کۀ:

نه سمجهوګے تو مټ جاؤګے اے هندوستان والو

تمهارى داستان تک بهى نه هوګى داستانو مين

هم دغه طاقتونه چې نن مونږ ته ډير زوراور ښکارى داسې خلقو زغلولى دى چې هغوى سره دومره مادى طاقت نۀ ؤ خو قوت  ارادى ورسره وو او ځکه دغه دے ويت نام نن د دنيا په مخ يو طاقتور ملک راولاړيدوکے دے.؛روس غوندې طاقت له مسلمان او خاص کر پښتون مسلمان داسې ډغره ورکړه چې تس نس ئې کړو او لا اوسه پورې ئې مازغۀ ځاې له نۀ دى راغلى. عراق هم په مغرب کۀ خير وى سر چورولى دى. او ډير زر به ډانډه لکۍ زغلى. نن کۀ مسلمان يو شو او هغه ګټه چې الله تعالى ورله د تيلو او ګيس په شکل کښې ورکړې ده، هغه ئې د ملک او رعايا په ابادۍ او ټيکنالوجۍ کښې په کار راوسته نو يو طاقت هم بيا د دوى د ډغرې د نړۍ په مخ نشته.

الله پاک وائى چې زۀ د هغې چا مدد کؤم چې کوم خلق خپل مدد پخپله وکړى. د اودو نر کټى زيږوى، کۀ مونږ هم دغسې پيسه پرست پاتې شو او د عيش ژوند مو خپل نصب العين ګڼلے وى، نو د قدرت د قانون مطابق زمونږ دژوندى پاتې کيدو هيڅ حق نشته. دا هر څۀ ممکن دى خنوچې اتفاق وى:

ز اتفاق مګس شهيد مې شود پيدا

خدا چې لذت شيرين در اتفاق نهاد

(د وحدت ورځپاڼې په مننه)