حضرت امام علی النقي علیه سلام لارښونکی او روښانونکی

لیکوال: انور شاهین

دوستانوداسلام دګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی یو ګران لمسی او دامامت د لړۍ لسم ځلانده ستوری حضرت امام علی النقّي علیه سلام د الهي رحمت او مهربانۍ یوداسې بیلګه ده چې خداوند متعال هغه پر خپلو بندګانو حجت ګرځولی دی۔ د هدایت هغه مشال چې د انسان د بشپړتیا په خټه کې ایښودل شوی دی څو په لاره کې پاتې کسانو ته د هدایت لاره وښئ . د هغه برګوارد ژوند او سیرت روده هم کمال ته د رسیدونکو او لاره موندونکو لپاره یوه بیلګه ده۔
هغه بزرګواردپیغمبر اکرم یو لمسی دی چې دهغه خبرې او چلند د هغه بزرګوارد پآک ژوند او وجودانځورنکی او د پاکو الهي ارزښتونو ورائښت دی . حضرت امام علی نقی چې په هادي هم مشهور دی ،پخپله د پیغمبر اکرم د اهل بیت علیهم سلام په معرفۍ کې فرمائي ؛، امامان د رحمت معدن ، د پوهې د خزانه دارو، د تواضع او نرمښت څوکې ،د کرامت بنسټونه د پیغمبرانو غوره کړۍ ،د تورتمونو مشالونه او پر نړیوالو د خداي پاک حجتونه دي ؛۔
حضرت امام هادي علیه سلام ډیره غوړیدلي او مینه ناکه څيره درلوده . په شنډو به ئې تل د خداي پاک ذکر او مسکا وه د تلو په وخت ئې خاص وقار او عظمت درلوده . تل به د خداي پاک په عبادت لګیا ؤ ساده جامې به ئې اغوستې او مزرینه مصله به ورسره وه چې د شپې پر مهال به ئې پرې د خدآي عبادت کولو . هغه بزرګوار د مهربانۍ او نرمښت یو سمندر ؤ۔

وائی چۍ یو کس ډير ستړی ؤ ګوتې ئې تڼاکې وې او ملا ئې هم ګریدلې وه دخلکو ټول ته داخل شو . هلته ته ډير خلک غونډ شوي وو ترې د ې چې په ډیر مشکل سره هغه کس له هغه ځایه تیر شو . په همدې وخت کې ئې جامې له څه شي سره ښخې شوې او وشلیدې . هغه کس په ډیرې غوسې سره ووئیل ، څه بده ورځ ده . امام هادي علیه سلام د هغه کس خبره واوریدله ، مخکې شو او هغه ته ئې ووئیل ، څه چل دی ؟ هغه کس امام ته ټوله کیسه وکړه امام بزرګوار ورته وفرمائیل ټوله: ورځې ښې دي مهربان خداي یوه بده ورځ هم نه ده پنځولې او هر څوک چې کوم کار کوي نو بدله ئې هم اخلي یا رټل کیږی۔
امام بزرګوار داسې خبرې وکړې چې هغه کس خپلې تیروتنې ته متوجه شو او دا هم پوه شو چې په هرې پیښې کې یو الهي حکمت او تدبیر نغښتی دی چې ممکنه ده انسان ترې غافل شي . نو له دې وروسته ئې له خداي پاکه بخښنه وغوښته۔

یوه ورځ دعباسي ستمګر پاچا متوکل یو خپلوان ددې لپاره چې ځان له هغه سره محبوب کړي ، له امام هادي ئې بدرد ووئيل او متوکل ته ئې ووئیل ، امام هادي پخپل کور کې وسلې پټې کړي او غواړي د تا د حکومت په ضد بغاوت وکړي .متوکل حکم ورکړچې عسکر ئې د امام پر کور یرغل وکړي . شپه وه امام په یوې کوټې کې ناست ؤ او قرآن پاک ئې لوسته . ناڅاپه حکومتي عسکر کور ته داخل شول او د کوټو لټول ئې پیل کړل ،هیڅ شی ئې ونه موندل . امام بزرګوار ئې په همدغه حالت کې متوکل ته بوتهّ او راپور ئې ورکړ چې هیڅ شی ئې نه دی پیدا کړی . متوکل حکم ورکړ چې امام دې خوشی کړي . وروسته هغه کس پښمانه شو او د امام بزرګوار د زغم او صبر له امله خیځل شو۔

حضرت امام علی نقي علیه سلام تل د ظالمو حکومتونو تر څارنې لاندې ؤ . دوي هڅه کوله چې هغه بزرګوار د ټولنې له خلکو او خپلو ولسي مرکزونو سره هیڅ ارتباط ونه لري . خو د هغه بزرګوار اخلاقي فضایلو خلک په تیره بیا پوهان او څیړاند د هغه ستایلواو درنښت ته اړایستل . ابو عبدالله جنیدي وائي ، په خداي قسم،هغه ( امام هادي )د مځکې پر مخ خورا غوره انسان او تر ټولو غوره الهي مخلوک دی
امام هادي علیه سلام داسې لمر نه ؤ چې یوازې دمسلمانانوزړونه ئې ځان ته جذبول . دهغه دوجود نور ټول پنځون رڼا کاوه او زړونه او ژبې ئې خاکسرۍ او نرمښت ته اړایستلې نه یوازې شیعیان او د هغه بزرګوار مینه وال بلکې د ټولو دینونو او مذهبونو لویانو د هغه بزرګوار په لوړ علمي مقام او شخصیت اعتراف کاوه۔ یو مسیحي ډاکټر یزداد هغه کس دی چې د امام هادي علیه سلام دعلمي مقام لیواله شوی ؤ، سامرا ته د امام هادي دمنتقلولوپه باب وآئې ،هغه کس چې پر ټولو علمونو برلاسه دی هغه(امام هادي) دی هغه ئې سامرا ته راوستی څو د هغه په لور د خلکو د ګروهنې لاره ونیسي ،ځکه د هغه په شتون سره خپله واکمني په خطرې کې ويني۔
دوستانو د امامانو یوه څرګنده ځانګړنه د نیکبختۍ او ژغورنې په لور د ټولنې لار ښونه او روښانه کول دی . د عباسي حکومت ددغو لویانو د فعالیتونو د مخنیوي لپآره د علمي خبرو اترو او مناظرو پسې وو څو له متفکرانو او پوهانو سره په مخامخیدا کې دهغوي علمي څيره خرابه کړي . ددغه ډول غونډو جوړول د عباسي واکمن مامون پّه وخت کې اوج ته ورسیدل . دغه بهیر د امام هادي د امامت تر پړاؤ پورې هم روان وو. خو هغه بزرګوار د سوچه اسلامي کلتور د خپراوي اودعمومي ذهنونو د روښانه کولو لپاره له دغو طلائي فرصتونو ډیره استفاده وکړه۔
عباسي واکمن متوکل د یحی بن اکثم او ابن سیکیت په نامه دوه پوهان خدمت ته وبلل څو له امام علی النقي علیه سلام سره په یوې علمي ناستې کې ګډون وکړي . په پیل کې ابن سیکیت دپیغمبرانو د معجزو د توپیر دلیل وپوښته او وې ویل ، موسی ولې په عصا سره مبعوث شو ، عیسی د مړو په ژوندي کولو او د ناروغانو په رغاولوسره او محمد هم له قرآن سره مبعوث شو ؟

امام هادي بزرګوار ورته په ځواب کې ووئیل موسی په عصا او ید بیضا سره په داسې دور کې مبعوث شو چې خلک د جادو تر اغیزولاندې وو . هغه هم په همدې خاطر د هغو لپاره معجزه وکړه چې د هغوي جادو له مینځه یوسي او پر هغوي حجت تمام کړي . حضرت عیسی علیه سلام د مړو هّ ژوندي کولو او د ناروغانو په رغاولو سره مبعوث شو ، ځکه په هغه وخت کې طب او پرمختګونو ئې خلک حیران کړي وو . هغه د خداي په حکم مړي ژوندي کول او لاعلاجه ناروغانو ته ئې شفا ورکوله . حضرت محمد مصطفی په قرآن پاک سره په داسې دور کې مبعوث شو چې شعر او ادبیاتو د خلکو په فکر واکوالي کوله . هغه بزرګوار هم د قرآن په لوړو لیدتوګو سره د هغوي پر تفکر برلاسه شواو هغوي ته ئې د خداي پاک پیغام ورساوهّ او حجت ئې پرې تمام کړ۔
ابن سیکیت خپلو پوښتنو او خبرو ته دوام ورکړ ، تر دې چې بلاخره د امام هادي علیه سلام د علمي عظمت په وړاندې تسلیم شو او چپتیا ئې غوره کړه . د هغه چپتیا د یحی بن اکثم غوسه راوپاروله . هغه په خپګان سره ووئیل ، ابن سیکیت په مناظرې څه پوهیږی ، هغه د شعر او ادب او لغت کس دی . وروسته ئې له جیبه یو کاغذ راوباسه او خپلې علمي پوښتنې ئې مطرح کړې ، خو هغه هم دامام بزرګوار دعلمي وړتیا او پوهې په وړاندې پخپلې بې وسۍ او عاجزۍ داده شو۔
د حضرت امام هادي علیه سلام په وخت کې یو خورا دودکلامي اواعتقادي بحث دقرآن دخلکو له خوا د جوړیدا موضوع وه چې متکلمان ئې بوخت کړي وو . معتزله قرآن پاک مخلوق باله ّ او دا ئې د پروردګار یو صفت ګاڼهّ ، خو اشاعره قران قدیم اوغیر مخلوک حسابوه .ددغې لانجې بڅرکي دعباسیانو په دور کې اوج ته ورسیدل۔
امام هادي علیه سلام ددغو بحثونو په بدعت بللو سره د خپلو پیروکارو لپاره د اسلام د مکتب حقیقي کړن لاره انځور کړه . هغه بزرګوار د خپلو پیروکارو د ذهنونو د روښانه ولو لپاره ولیکل ؛، د لوي او مهربان خداي په نامه ،ائ پالونکیه مونږ ددغې زمانې له فتنو په امان کې وساته چې په داسې بڼه کې دې پر مونږ لوي رحمت نازل کړی دی . که داسې نه وي نو له نابودۍ او بدبختۍ پرته به هیڅ شی چا ته نصیب نه شي .دهغه جنګ اوجدال په باب زما نظر چې د قرآن په باب رامینځته شوی ، دا دی چې دغه موضوع په اساس کې بدعت دی … له خداي پرته هیڅ خالق نشته او له هغه پرته ټول پنځول شوي دي قرآن هم د لوي خداي کلام دی . خداي سبحانه تعالی قرآن د یوه خاص وخت او خاصو کسانو لپاره نه دی رالیږلی . له دې امله قرآن ثابت په هر ې زمانې او د هر ملت لپاره نوی او تازه دی . خداي پاک تاسو او مونږ د هغو کسانو په لیکه کې راولي چې د قرآن پاک د انبیاء سورې په ۴۹ آیت کې دغه کسان ئې داسې ښودلي دي ،
؛،دا هماغه کسان دی چې په پټه له خپل پرو ردګاره ویریږی او له قیامته هم ویره لري ؛،
حضرت امام هادي علیه سلام د ۲۵۴ قمری کال د رجب د میاشتې په دریمه د عباسي واکمن معتز په حکم او په زهرو سره چې په شربتوکې ګډ شوي وو مسموم او شهیدکړائ شو . په دغې ورځې د بني هاشم او نور خلک د امام بزرګوار په کور کې غونډ شول او ویر ئې وکړ ؛، افسوس پر مونږ، اړمنو او یتیمانو وي
وروسته د حضرت امام علي النقي علیه سلام زوي او د امامت د لړۍ ورپسې ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري علیه سلام د هغه بزرګوار جنازه وکړه . ډیر مینه وال په ویر او ماتم سره د هغه بزرګوار د جنازې ګیرچاپیره غونډ شول . د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه چې په هغو کې تلل ډیرګران وو . نن سبا هم د عراق په سامرا کې د دووامامانو ( امام هادي اوامام حسن عسکري علیهم سلام) نوراني حرمیّن دمیلیونونومینه والواوعاشقانودزیارت ځاي دی
د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی صلی ا… علیه وآله وسلم دپاک لمسي اودامامت د لړۍ د لسم ځلانده ستوري حضرت امام علي النقي علیه سلام د شهادت په نسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له قومې تسلیّت وايوو۔