غدير خم

غدير خم

ليک: سيد وهاب حسېن وهاب

 

غدير خم د مکې معظمې او مدينې منورې په منځ کښې يوه علاقه ده او دا د پنځو ﻻرو سر دے يعنې له دغه ځاے نه مکې معظمې ، مدينې منورې او  نورو سيمو ته لارې  بيليږي.

د غدير خم پېښه شيعه اوسنی کتابونو روايت کړې ده او رواړي يې دي چې د ذی الحجې په اتلسمه نېټه پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له تقريباً يو لک شل زره صحابه کرام (رض) سره  له وروستي حج نه فارغ شواو د مدينې په لور  روان شو چې  کله دغه قافله د غدير خم مقام ته ورسېده نو د خدائے له طرف رسول اکرم (ص)   ته جبرائيل (ع) دا حکم راوړۀ:: يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (سورۀ مائده ٦٧ ايت ) (( يعنې اے رسوله  هغه ( حکم ) چې ستا د خداے لخوا په تا نازل شو خلقو ته ورسوه او دا کار دې ونکړو نو هډو رسالت دې نۀ دې رسولې او خداے پاک به تا خلقو نه په امان کښې وساتي بې شکه چې خداے د کافرانو قوم ته هدايت نه کوي. ))  چی کتابونو رواړي دي چې دغه حکم حضرت علی ابن ابی طالب له ځان نه ورسته امام ، ولي امر او جانشين مقررول وو ځکه چې دا د پېغمبر اکرم (ص) وړومبے او اخيري حج ؤ ويل کيږي چې مخکښے هم دا امر پيغمبر اسلام (ص) ته ورکړے شوے ؤ . خو پکښې څه مخصوص وخت نۀ ؤ ټاکل شوے او دومره سخت تاکيد هم پکښې نۀ ؤ شوے . نو ځکه رسول الله (ص) له دې ويرې چې هسې نه د حضرت علي (ع) په سر  زما د امت په منځ کښے اختلاف پيدا شی . او ځنې له دين نه واوړی . دا موضوع په اشارو اشارو کښې او د حضرت علي ( ع) په شان کښې د حديثونو په شکل کښې وړاندې کړې وه خو نېغ په نېغه يې نه وه پېش کړې. او دا  ځکه په جنګونو کښې د حضرت علي (ع) له لاسه د خلقو ډېر مشران وژل شوي وو نو خلقو به ورسره اکثر کينه او بغض لرلو . خو بالاخره چې هر کله د رسول الله (ص) وروستي وختونه او اخيري حج راورسېد نو خداے عليم پوهيدو چی دا خلق چې له ځائے يعنې غدير خم نه تير شی نو هر يو به خپلو بيل بيل ښارونو او کليو ته درومي او پېغبر اکرم (ص) ته بيا د مسلمانانو دومره لويه اجتماع په لاس نه ورځي ځکه چې دا يو د ژوند اخيري وختونه دي نو خداے پاک غوره وګڼله چې د هغۀ حبيب دې  له ځانه وروسته خپل جانشين اعلان کړي او مسلمانان بې برخليکه پرې نږدي او دغه اعلان هر څوک په خپلو غوږو سره واوری او حجت پرې تمام کړي او څه عذر يې پاتې نه شی نو ځکه يې ورباندې د سوره مائدې ٦٧ ايت چې ذکر شو  نازل کړ. ټول شيعه علماء او ځينې سني  علما تسنن په دې خبره متفق دي چې دغه مبارک ايت د حضرت علي (ع) د جانشينۍ او ولايت د اعلان کولو لپاره په رسول الله (ص) باندې د غدير خم په مېدان کښې نازل شو.

  له دی امله پېغمبر اسلام په داسې مقام کښې کوز شو . چې  ظاهرا څه د مزې ځاے نۀ ؤ . ډيره ګرمه ورځ وه خلق ستړي ستومانه وو او هر يو کوشش کوۀ چې خپلو خپلو سيمو او کورونو ته ورسيږي او حتي د غدير خم په سيمه کښې چې لارې ترې نه مختلفو سيمو ته بيلې شوې وې مسلمانانو له يو بل رخصتي هم واخېسته  او په خپله خپله مخه روان شول خو د ذکر شوي مبارک ايت په نازلېدو سره د خداے ګران رسول (ص) حضرت بلال ته امر وکړ چې اذان وکړي ځکه چې اذان په هغو وختونو کښې يوازې د نمونځ لپاره نۀ ؤ بلکې د مسلمانانو د راغونډولو لپاره به د يو اعلان او ډنډورې لپاره هم استعمالېدو. د اذان په اورېدو سره خلق حېران شول چې څه چل وشو؟ ځکه چې د عرفات په مېدان کښې د خداے ګران رسول (ص) په خپله خطبه کښې خپل دې اخيري حج او د رسالت د کار پاې ته رسېدو او حتی دې ته چې زۀ ځم او په تاسو کښې دوه درانۀ څيزونه يعنې قران او خپل عترت او اهلبېت پرېږد او له هغوي سره تمسک پېدا کړئ ته هم اشاره کړې وه او مسلمانان په دې خيال چې قران مجيد هم مکمل شوے دے او د نورې څه وحي راتلو هم څه امکان نشته نو دا اذان د څه لپاره وشو. خو ټول له خپلو مرکبونو نه راکوز شول او حتی د خداے ګران رسول (ص) په هغو کسانو پسې هم سوارۀ وزغلول چې کومو رخصت اخېستے ؤ او د خپلو خپلو سيمو په لور روان شوي وو. چې ټول د غدير خم په مېدان کښې راغونډ شول نو د رسول الله (ص) په حکم د اوښانو له کجاو نه د هغوي لپاره منبر جوړ کړے شو. د خداے ګران رسول (ص) په داسې حال کښې چې حضرت علي يې څنګ ته ولاړ ؤ د خداے پاک له حمد او ثنا نه پس وېنا شروع کړه او څو ځل يې وفرمايل: (( آيا زه په تاسو باندې له  تاسو خپلو ځانونو نه  زيات حق نه لرم ؟))  (( ټولو عرض وکړ: ولې نه يا رسول الله!. ته په مونږ باندې زمونږ له  ځانونو نه هم زيات حق لرې)) بيا يې وفرمايل: ايا داسې نۀ ده چې خداے پاک زما مولا دے او زۀ د خداے لخوا ستاسو مولا يم؟ ټولو وويل: بې شکه يا رسول الله. نو بس دغه وخت د خداے ګران رسول (ص) د  حضرت امام علی (ع) ﻻس ونيوۀ او. دومره يې هسک کړو .چې د حضور اکرم (ص) د ترخ سپيني مبارک څرګند شول. او  وې فرمايل من کنت مولاه فهذا علي مولاه اللهم وال من واﻻه و عاد من عاداه . ( د چا چه زه موﻻيم دا علی هم د هغۀ موﻻ دے اے خدايه! مينه وکړې له هغه چا سره چې له علی سره مينه کوي او.له هغه چا سره دښمني وکړې  چی له علی سره دشمنی کوی .)) او بيا يې له منبر نه لاندې تشريف راوړۀ. وروسته يې ټولو ته په هم دغه مېدان کښې د ايسارېدو حکم وکړ او د حضرت علی بن ابی طالب (ع)  لپاره يې هم يوه خيمه ولګوله . او مسلمانو ته يې حکم ورکړو . چې يو يو د حضرت علي خېمې ته ورځئ او له هغۀ سره زما د جانشين،د ټولو مومنانو او مسلمانانو د مولا او امام په توګه بيعت وکړئ او ورته وائئ  چې  السلام عليک يا امير المومنين او مبارکی ورته  ورکړئ تاريخونه ليکي چې له. ټولو نه وړومبے حضرت عمر (رض) ؤ چې ورته يې وويل: (( بخ بخ لک يا علی اصبحت موﻻی و موﻻ کل مومن و مومنة )) يعنی : مبارک شه مبارک شه يا  علي چې ته  زما او د هر مومن سړی او مومنی ښځی  مولا شوې. همدا رنګ. عمر و بن عاص د پيغمبر اکرم په فرمان له امير المومنين سره بيعت وکړ . او د خوشحالۍ شعرونه يې وويل : کتابونو راوړي دي چې د خداے ګران رسول (ص) او ورسره ټول اصحاب چې شمېر يې تر يو لک شلکو زرو پورې بيان شوے دے د غدير خم په سيمه کښې درې ورځې ايسار وو. کله چې له علی بن ابيطالب ( ع)  سره ټولو بيعت وکړ نو د خداے پاک لخوا جبرائيل (ع)  نازل شو او د اسلام ګران پېغبر (ص) ته يې دا مبارک ايت رواړۀ: . الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا. (سورۀ مائده ٣ ايت). (( يعنې نن می ستاسو لياره ستاسو دين کامل کړاو په تاسو می خپل نعمتونه تمام کړل او اسلام مې د دين په توګه ستا سو لپاره  غوره کړ ))

کله چې په غدير خم کښې له دې ټولو مراسمو څخه مسلمانان فارغ شول نو ټول د خپلو خپلو سيمو په لور روان شول او د خداے ګران رسول (ص)  هم سره له صحابه کرامو سره چې حج ته تلي وو واپس مدينې ته راغے. او د غدير خم  د واقعې او د حضرت علي (ع) د جانشين او اميرالمومنين په حېث د ټاکلو خبر په ټوله مدينه کښې خپور شو او چې پرې خوشحالي وکړه او څوک خفه شول. په دغه دوران کښې يو کس چې نعمان بن حارث نومېدۀ په ډېره غصه کښې په اس سپور د خداے د ګران رسول (ص) خدمت کښې حاضر شو او وې ويل: اے محمد! تا مونږ ته د يو خداے د وحدانيت، د خپل رسالت د ګواهۍ حکم راکړ مونږ ومنۀ بيا دې په مونږ باندې نمونځ، روژه، حج او زکات فرض کړل مونږ ومنله خو په دې ټولو راضي نۀ شوې او اوس دې د خپل ترۀ زوے علي په مونږ مسلط کړو  او خپل جانشين دې وټاکۀ . ايا دا خبره تا له خپل ځانه کړې ده او که د خداے له طرفه ده؟ د خداے ګران رسول (ص) چې د جلال  نښې نښانې يې په مخ باندې څرګندې وې نعمان بن ثابت ته وفرمايل: زما دې په هغه خداے قسم وي چې له هغۀ نه بغېر بل معبود نشته چې دا  حکم د خداے پاک له طرفه ؤ. د دې خبر په اورېدو سره نعمان بن ثابت ډېر په غصې سره د خپل مرکب په لور روان شو او وې ويل چې اے خدايه که دا حکم ستا له طرفه وي نو ما باندې هم اوس له اسمانه څه عذاب نازل کړې. او دغه وخت پرې له اسمانه يو لويه تيګه راوغورزېده او هلته کښې هلاک شو. په دغه موقع جبرائيل (ع) نازل شو ا و د خداے ګران رسول (ص) ته يې دا مبارک ايتونه راوړل: سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ  (سورۀ معارج  ١ او ٢ ايتونه ) يعنې  (( يو سوال کوونکي د يو واقع کېدونکي عذاب سوال وکړ چې د کافرو په حق د هغۀ د واقع کېدو څوک بچ کوونکے نشته. ))

او دغه شان يو داسې کس چې اسلام يې قبول کړے ، د اسلام ټول اصول او فروعات يې منلي او عملي کړي وو ، د خداے د ګران رسول (ص) په صحبت کښې ناست پاست ؤ خو د حضرت امام علي (ع) له امامت ، ولايت او د رسول الله (ص) له جانيسنۍ نه يې انکار وکړ، او  خداے د ګران رسول (ص) په وړاندې يې د ګستاخۍ اظهار وکړ او له امام علي (ص) سره د ډېر کينې او بغض په وجه يې د ځان لپاره د عذاب سوال وکړ نو خداے پاک هلاک کړ. او دغه شان د راتلونکو نسلونو لپاره عبرت وګرځېد.