نړيوال عدالت د امام مهدی(عج) په انتظار

نړيوال عدالت د امام مهدی (عج) په انتظار

 

پوښتنه: ولې نړيوال عدالت اجرا کول د پيغمبر او علي په ذمه نه شول او د امام زمان په غاړه شول؟

ځواب: خدای پاک د انسان له پيدائيښته، د هدايت لپاره پيغمبران راليږي او رهبرۍ او مشر ته اړتيا يې د انسان په وجود کښې ايښې ده. خدای پاک بايد انسان په هره زمانه کښې، تر اخرې زمانې پورې وساتي، د پيغمبرانو راليږل اوله پيغمبره وروسته د امامانو ټاکل، د تکامل د لارې د بشپړتيا لپاره دي.[1]

خدای پاک د هرې زمانې له شرطونو سره سم، د هر يو امت لپاره پيغمبران راليږلي دي، خو يو پيغمبر هم د خپلو پروګرامو په جاري کولو کښې په کامله توګه کامياب نه و او د يو نړيوال عدل د حکومت په جوړولو کښې کامياب نه شو، ځکه چې ټول خلک د عدل د حکومت منلو ته تيار نه و. کله به چې د خدای پيغمبرانو خلک د يو خدای عبادت ته بلل نو د هغوي له انکار او مخالفت سره به مخامخيدل، په تيره بيا د مشرانو او شته منو کسانو له مخالفت سره چې په خپل مال او عيش نوش کښې مست و[2] يا په خپل مال مقام او علم باندې مغرور و[3] نو د پيغمبرانو له بلنې سره به يې په سخته مقابله کوله او ډېر زياتې ډلې به يې په ځان پسې کړې وې او د حقو له منلو به يې منعې کولې.[4]  له همدې سببه د ټولنې ډېرو کمو کسانو د پيغمبرانو خبره منله او ايمان به يې راوړۀ[5].

ډېر کم به داسې کيدل چې يوه ټولنه په صحيح عقيدو سره او د عدل په اصولو او د خدای او د پيغمبرانو په لاره جوړه شي، لکه څه رنګ چې د سليمان پيغمبر په زمانه کښې وشول، که څه هم د پيغمبرانو ځينې ښوونې به د ټولنې په کلتور کښې راغلې او خلکو به ومنلې، نو دې ته په پام سره د پيغمبرانو د بعثت لومړنے غرض  د انسان د بشپړتيا او پرمختګ لپاره د لارې ايستل و چې دا په الهي وحي سره وشول. د نبيانو له غرضونو يو د چمتو کسانو دعقلاني پرمختګ او روحي او معنوي تربيت سره مرسته کول وو. ټولو نبيانو کوشش و چې يوه ايډيل توحيدي ټولنه جوړه کړي او په ټوله ځمکه کښې عدالت خپور کړي او هر يو پيغمبر د خپل توان تر حده او د خپلې زمانې مطابق، په دې لارې کښې ګامونه پورته کړي دي او ځينو په کښې د خپل توان تر حده په خاص جغرافيايي حدونو او يوه خاصه زمانه کښې خدايي حکومتونه جوړ کړي دي خو د يو نبي لپاره هم په ټوله نړۍ کښې د نړيوال عدل حکومت د راوستو موقع په لاس ورنه رغله خو دا موقع په لاس نه ورتلل او د نړيوال عدل د حکومت نه جوړول په دې معنی نه دي چې د خدای ښوونې ورته نه وې رسيدلې، ځکه چې د خدای غرض دا دے چې خلکو ته داسې ښوونې ورسي چې په خپل اختيار سره هغوي د خدای په لور روان شي: {لئلايكون للناس علي الله حجة بعد الرسل} د حق دين په قبلولو او د الهي پيغمبرانو په پيروي کولو کښې په خلکو باندې څه الزام او جبر نشته.

پيغمبر(ص) د خدای د اخرني استازي په توګه او امام علي(ع) او له هغه حضرته وروسته امامان(ع) چې د هغوي ذمه واري هم د نړيوال عدل په لور د خلکو بلل وو، د خلکو د روحي او فکري شرطونو د نه پوره کيدو په سبب د نړيوال عدل حکومت رانه وستے شو، ځکه چې د خلکو عقلي او فکري پوهه دې حد ته نه وه رسيدلې  چې په هغوي کښې د عدل د حکومت د قبلولو توان پيدا شي. په حقيقت کښې انسان د يو داسې ماشوم په شان دے چې پوهې ته اړتيا لري چې خپل اخرني رُشد ته ورسيږي او درجه په درجه بايد دا مرحلې تيرې کړي. همدا سبب و چې الهي رهبرانو د شرطونو د نه پوره کيدو په سبب د نړيوال عدل حکومت قائم نه کړې شو او په دې کښې د هغوي څه نقص نه و. بلکه مشکل دا و چې په خلکو کښې هغه شرطونه نه وو او هغوي دې ته تيار نه وو. د اسلامي روايتونو پر اساس، د اسلامي عدل د حکومت قبلول او د خلکو فکري تحول او بدلون، په دې پورې تړلې دے چې ټولنه فکري او کلتوري تياري او د عقلونو بشپړتيا او… ولري چې دا ټول شرطونه به د امام عصر د ظهور په وخت کښې پوره شوي ويے ځينې موارد دا دي:

1.  ټولنيز چمتوالے

د امام زمان(عج) د ظهور له شرطونو يو شرط د ټولنې او نړۍ چمتوالے دے.[6] د امام زمان(عج) له ظهوره وړاندې به په ځمکه کښې بې عدالتي او ظلم زيات شي، د هيوادونو او قومونو تر مينځ به لوی لوی جنګونه وشي او ځمکه به له مړو ډکه شي، امام صادق(ع) فرمايي: «امام زمان(عج) به تر هغه وخته پورې ظهور نه کوي چې په دريو کښې دوه برخې خلک مړه نه شي. پوښته وشوه: نو څومره کسان به پاتې وي؟ وې فرمايل: ايا په دې نه يې راضي چې په دريو کښې يوه برخه پاتې شي؟»[7]

په هغه وخت کښې به مالي او ځاني امنيت له منځه لاړ شي، لارې او سړکونه به ناامن شي، ويره به په ټولو انسانانو کښې خپره شي.[8]

ناڅاپه او د بې وخته مرګونه به په ټولنه کښې زيات شي. امام علي(ع) فرمايي: «د امام مهدي(عج) د ظهور لپاره نښې دي، چې له هغې ځنې نړيوالې وژنې، ناڅاپه، ناخوښ او په يو بل پسې مرګونه او د طاعون خپريدل دي.»[9]

د روايتونو پر اساس، په هغه زمانه کښې به بې ګناه ماشومان د ظالمو مشرانو له لاسه په سخت ظلم سره وژل کيږي.[10] او وژونکې ناروغۍ (کيدې شي د مړيو د بوی يا د کيميايي وسلو په سبب) به زياتې شي.[11] په داسې سختو حالاتو کښې به د انسانانو ټولنه په نهيلۍ اخته شي او مرګ به د انسان لپاره د خدای يوه ښه ډالۍ ګڼل کيږي او د خلکو يوازينے ارمان به د هغوي د ژوند ختميدل وي. په هغه وخت کښې به خلک د يو بل د حقونو د پامال کيدو په سبب د مرګ ارمان کوي.[12]

په داسې حالاتو کښې چې  د خلکو پام به د خدای په لور واوړي شي او يو نړيوال انقلاب او بدلون ته به تيار شي او په ټوله نړۍ کښې به دا اسماني غږ تر غوږو کيږي. ای د دنيا خلکو! د ظالمانو د باچاهۍ وخت ختم شو او مهدي ظهور وکړ. دا اسماني غږ به د خلکو په مړو بدنونو کښې يو نوے روح واچوي او له عشق او ايمان او خوشحالۍ سره به يو نوے ژوند پيل شي.

نو دې ته په پام سره د امام زمان(عج) د ظهور له شرطونو يو شرط د ټولنې تياريدل او چمتووالې دے چې خلک بايد په نړۍ کښې له موجود ظالمانه نظامه تنګ شي او د دې مادي ژوند تريخوالې داسې وڅکي چې نهيلي په ټولو انسانانو کښې خپره شي او خلک يو ايماني انقلاب ته تيار شي. نو په داسې حالاتو کښې به امام زمان(عج) ظهور کوي.

2.  فکري او کلتوري چمتووالے:

د امام زمان(عج) د ظهور له شرطونو يو شرط، د انساني ټولنې کلتوري او فکري چمتووالے دے.[13] البته د فکر د سطحې دې مرحلې ته رسيدل، هغه وخت کيدې شي چې خلک په خپل عمل کښې نسل، بيلا بيلو جغرافيايي سيمو، جوړ کړې پولو، ژبې او نورو… ته پام ونه کړي او د نمر د رڼا، د تاندوونکې هوا، او باران لرونکيو ورځيو او د نورو طبيعي قدرتونو په شان، پولو او حدونو ته څه پام ونه کړي او ټوله نړۍ يو هيواد وګڼي[14]. نسل پرسستي، ملي ګروهنه او… قدرت نه لري چې د بشري ټولنې يو مشکل هم حل کړي. بشري ټولنه بايد د فکري او کلتوري نظره د معنويت او توحيدي اخلاقو پر اساس پرمختګ وکړي چې امام زمان(عج) ظهور وکړي.

3.  صنعتي او علمي چمتووالې:

د امام د ظهور له شرطونو يو بل شرط علمي او صنعتي چمتووالے دے. آية‌الله مكارم شيرازي فرمايي: “د يو نړيوال نظام د ايجادولو او د هغې د قابو کولو لپاره ځينې داسې وسيلې پکار دي چې ډېرې ماډرن او جديدې وي چې د هغې په وسيله دا توان ولري چې په لږ وخت کښې ټوله نړۍ د سترګو لاندې وساتلې شي، او له ټولو ځايونو خبرداري واخستے شي، او ضروري څيزونه ورسره له يوه ځايه بل ځای ته يوړې شي، ضروري پيغامونه، اطلاعات او اعلانونه ورسره په يو لنډ وخت کښې د نړۍ ټولو سيمو ته ورسولې شي… که د نړۍ له يوې خوا تر بلې خوا د يو پيغام رسولو لپاره يو کال وخت پکار وي نو پر نړۍ څنګه حکومت کيدے او عدالت په هر ځای کښې څنګه جاري کيدې شي؟”[15]

په دې هکله ځينې حديثونه شته چې له بيلا بيلو اړخونو يې دې مسلې ته کتلي دي. بې شکه چې د هغه حضرت د وخت له ټيکنالوجي به د دې وخت له ټيکنالوجۍ سره ډېر فرق ولري دا زمانه په بې دينيۍ اخته شوې ده. د هغه حضرت په وخت کښې به داسې نه وي چې حاکم به ټيکنالوجۍ محدوديت لري بلکه د هغه د حکومت حدونه په له دې ډېر پراخ وي چې اوسنې انسان يې درک کړي.

د حديثونو پر اساس، د ظهور په وخت کښې به، د صنعت او ټکنالوجۍ د بشپړتيا په سبب، ټوله نړۍ د يو ښار په شان وي، د لويديځ خلک به د ختيځ خلک ويني او د هغوي خبرې به اوري. امام صادق(ع) فرمايي: “د امام زمان(عج) په زمانه کښې به يو ايماندار سړے چې په ختيځ کښې ژوند کوي خپل ورور چې په لويديځ کښې ژوند کوي ويني”.[16]

آية‌الله مكارم ‌فرمايي: “د ټيکنالوجۍ او صنعت مخپرتګ، په تيره بيا د ټرانسپورټ او ارتباطي صنعت به په هغه زمانه کښې داسې وي چې د نړۍ لويې سيمې به داسې شي لکه يو بل سره نزدې دوه ښارونه؛ او لويديځ او ختيځ به د کور په شان شي، د زمان او مکان مشکل به مکمل حل شي… کيدې شي په دې کښې ځينې څيزونه د هغه وخت د يو صنعتي غورځنګ له مخې وي، خو نتيجه دا ده چې يو ډول علمي چمتووالې بايد د ظهور په درشل کښې ترسره شي.”[17] “د پرمختللو صنعتونو وجود، نه يوازې دا چې د نړيوال عادلانه حکومت خنډ نه دي بلکې له دې پرته هغه نړيوال حکومت ته رسيدل محال دي.”[18]

4.  د علم او پوهې پراختيا

دين پالنه به د هغه حضرت په زمانه کښې له علم او ساينس سره يو ځای پراختيا مومي او د هغه وخت انسان به، دينداري له علمي پرمختګ سره په ټکر کښې نه ګڼي، انرجي او له لمر علاوه له نورو انرجو ګټه اخستل،[19] تيزې او زر رسيدونکې وسيلې[20]، اواز او تصوير په شهودي او حضوري توګه به په ټول عالم کښې کارول کيږي[21] هر يو څيز به د لاس د تلي غوندې د انسان مخې ته وي او هغه حضرت به په ټول عالم باندې حکومت کوي[22] نيکان خلک به مکمل ازاد او بدان به په حدونو کښې وي[23] دا هر څه به د هغه حضرت په حکومت کښې ترسره کيږي او انسان به د هغه په شان حکومت نه وي ليدلې.

البته دا دومره پرمختګ به په معجزې سره نه وي بلکې دا پرمختګ به د ظهور د وخت د علم د بشپړتيا  په سبب وي، ځکه چې په دې عالم کښې د انسان ژوند بايد د هغو سنتونو او قاعدو مطابق وي چې په طبيعت باندې حاکمې دي، نه په معجزې سره چې هغه يو استثنايي څيز دے او په ضروري وختونو کښې ترسره کيږي. دې ته په پام سره د هغه حضرت د ظهور په وخت کښې به علم او ټيکنالوجي بشپړتيا او تکامل پيدا کوي.

امام صادق(ع) فرمايي: “علم او پوهه اووه ويشت ټکي دي او ټول هغه څيزونه چې پيغمبرانو راوړي دي يوازې دوه حرفه دي او خلک تر اوسه بې له هغه دوو نورو ته نه دي رسيدلي او کله چې زمونږ قايم قيام وکړي نو نور پينځه ويشت ټکي به بهر راوباسي او هغه به د خلکو تر مينځ خپاره کړي او هغه دوه ټکي به هم ورسره کړي او ټول به اووه ويشت ټکي د خلکو تر مينځ خپاره کړي”[24] له دې روايته ګټه اخلو چې انسان که څه هم د علم او پوهې له نظره پرمختګ وکړي، د امام مهدي(عج) په وخت کښې به په يو ځل دولس برابره پرمختګ وکړي. په لږ غوندې فکر سره پوهيږو چې د هغه حضرت په زمانه کښې به څومره پرمختللې علم او حيرانوونکي ترقي وي.

5. د عقلونو بشپړتيا:

خلک بايد له عقلي نظره يوې لوړې مرتبې ته ورسي چې هغه حضرت ظهور وکړي. امام باقر(ع) فرمايي: «د امام زمان(عج) د ظهور په زمانه کښې به خدای پاک د خپل رحمت لاس د ټولو بندګانو په سر کيږدي چې په دې طريقه د خلکو ذهنونه متمرکز شي او بشپړتيا پيدا کړي.»[25]

د زمانې امام(عج) به اسلامي حکمونه په پوره توګه جاري کوي او همدا به د خلکو د فکري پرمختګ سبب کيږي او د پيغمبر(ص) مطلب چې فرمايي: «زۀ د دې لپاره مبعوث شوې يم چې د خلکو اخلاق کمال ته ورسوم»[26]، به سر ته ورسي. د امام زمان(عج) حکومت به د عقلونو د پراختيا او بشپړتيا، ويښتيا او د انسانانو د پټو استعدادونو د سر ته رسيدا سبب شي. انسان به د خدای په رحمت سره او له ډېرو اوږدو تجربو وروسته په دې پوه شي چې انساني تدبيرونه د انساني ټولنې د مشکلاتو د حل کولو لپاره کافي نه دي. له همدې سببه به ټول خلک ښه په رضا د امام انقلاب ومني او هغه ته به هرکلې ووايي.

6. اخلاقي او معنوي بشپړتيا:

د حديثونو مطابق د امام زمان(عج) په وخت کښې به اخلاقي او معنوي بشپړتيا ترسره شي. محدثينو دا جمله له پيغمبر(ص) نقلوي چې د امام مهدي(عج) له بيلګو يوه بيلګه د عدل خپريدل او د ظلم او جور ختميدل دي. دا جمله «يملأ الله الارض قسطاً و عدلاً» د دې بشپړتيا بيانوونکې ده.

پيغمبر(ص) فرمايي: “کله چې امام مهدي(عج) قيام وکړي نو خدای به غنا او بې نيازي د خپلو بندګانو په زړونو کښې کيږدوي، په دا رنګ چې هغه حضرت به اعلان وکړي چې څوک هم مال او دولت ته اړمن وي رادې شي، خو څوک به نه نه راوړاندې کيږي”[27]‌ د حديث په دې جملې کښې عباد ټکې راغلےدے چې دا بيانوي چې ټول انسانان به په هغه زمانه کښې له روحي نظره بدل شوي وي چې له ظهوره وړاندې داسې نه وو.

روايتونه، د امام(عج) د ظهور د وخت نړۍ يوه متمدنه او د علمي صنعتي، اخلاقي او معنوي او عقلي پرمختګ په اخري حد کښې، معرفي کوي چې د علم او صنعت له اوسني پرمختګ سره په فرسنګونو فاصله لري. البته له دې زمانې سره د امام زمان(عج) د وخت د پرمختګ اصلي فرق دا دے چې زمونږ په وخت کښې د علم او صنعت پرمختګ د انساني ټولنې د اخلاقو او کلتور د غورځيدو سبب دے که څه هم د سائنس له نظره يې ترقي کړې ده،  له انسانيته جدا شوي او په فساد او تباهۍ او د يو بل په وژلو اخته دي خو د امام(عج) په زمانه کښې به دا خبرې بلکل اپوټه وي؛ يعنې انسانان به که څه هم د علم او صنعت په اخرنۍ درجه کښې وي خو په هماغه اندازه به انساني بشپړتيا او اخلاقو ته نزدې وي.

نتيجه:

د يو هراړخيز عادلانه حکومت د شرطونو پوره کيدل چې د علم، صنعت، عقل، معنويت، اخلاقو او… د بشپړتيا سبب شي، د پيغمبرانو او د ټولو امامانو په وخت کښې ممکن نه وو. دا شرطونه به يوازې د امام عصر(عج) په وخت کښې پوره شي. له همدې سببه يو له هغه سببونو چې خلک به د امام(عج) حکومت قبلوي د انساني ټولنې او نړۍ هغه بد حالت دے چې د بې رحمه جنګونو او وينو تويولو وروسته به پيدا کيږي. د نړۍ خلک بايد له ظلم زياتي او موجوده نظامونو ستړي شي په دا شان چې مايوسي او ناهيلي به هر لور ته خپره شي چې خلک يو ايماني انقلاب ته تيار شي. په داسې حالاتو کښې به امام زمان (عج) ظهور کوي. نسل پالنه او ملي ګروهنه او داسې نور به د انساني ټولنې د مشکلاتو د حل توان نه لري. له دې علاوه د انسان ټولنه بايد له فکري او کلتوري نظره د معنويت او توحيدي اخلاق پر اساس پرمختګ وکړي او د صنعت او ټکنالوجۍ له نظره بايد چمتو وي چې د هغه حضرت ظهور، نړيوال عدل حکومت، د علمونو پرمختګ او د انساني ټولنې معنوي او اخلاقي بشپړتيا وويني. لکه حمزه بابا وايي:

بې رنګه بهار دے وچ د زړه ګلزار دے

اے د زمانې امامه تا ته انتظار دے

د لا زياتې مطالعې لپاره سرچينې

آيهْ الله مكارم شيرازي، مهدي لوی انقلاب، 83مخ.

سيداسدالله هاشمي شهيدي، د حضرت مهدی(عج) ظهور د اسلام او نړيوالو مذهبونو له نظره، 99مخ.

وروستے حديث

پيغمبر(ص) فرمايي: “کله چې امام مهدي(عج) قيام وکړي نو خدای به غنا او بې نيازي د خپلو بندګانو په زړونو کښې واچوي، په دا رنګ چې هغه حضرت به اعلان وکړي چې څوک هم مال او دولت ته اړمن وي رادې شي، خو څوک به نه راوړاندې کيږي”[28]

.

[1]. آية الله العظمي مكارم شيرازي، پنجاه درس اصول عقائد، مدرسة الامام اميرالمؤمنين(ع)، 1376، 154ـ166 مخونه؛ محمد تقي مصباح يزدي، آموزش عقائد، د اسلامي تبليغاتو سازمان، 2ـ 1 ټوک ، 226ـ 227 مخونه.

[2]. ابراهيم : 9؛ مؤمنون : 44.

[3]. غافر: 83؛ قصص:78؛زمر: 49.

[4]. احزاب:67؛ سباء: 31ـ 33.

[5]. هود : 27 ـ 36.

[6] . آية الله مكارم شيرازي، مهدي انقلاب بزرګ، قم، هدف مطبوعاتي خپرندويه، 83مخ.

[7] . محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، بيروت، مؤسسة الوفا، 52ټوک، 207مخ، 44حديث.

[8] . هماغه، 145مخ.

[9] . حسين بن حمدان حسيني حصيني، الهداية الكبري، مؤسسة البلاغ، 31مخ.

[10] . شيخ محمد رضا طبسي نجفي، الشيعة والرجعة، نجف 1385ق، 1ټوک، 155مخ.

[11] . هماغه.

[12] . محمد باقر مجلسي، بحارالانوار، 52ټوک، 348مخ.

[13] .‌ آية الله مكارم شيرازي، مهدي انقلاب بزرگ، 82مخ.

[14] . هماغه، 82مخ.

[15]. هماغه، 84مخ.

[16]. محمد باقر مجلسي، بحارالانوار، 52ټوک، 391مخ.

[17]. مهدي انقلاب بزرگ، 245مخ.

[18]. هماغه، 85ـ84 مخ.

[19].  بحارالانوار، 52ټوک، 337مخ.

[20]. هماغه، 321مخ.

 [21]. هماغه، 391مخ.

[22]. هماغه، 328مخ.

 [23]. هماغه، 390مخ.

[24] . هماغه، 336مخ، 27باب ، 73حديث.

[25]. هماغه، 52ټوک، 328مخ.

[26]. ميرزا حسين نوري طبرسي، مستدرك الوسائل، قم، مؤسسة آل البيت لاحياء التراث، 2ټوک، 282مخ.

[27]. بحارالانوار، 52ټوک ، 337مخ، 27باب ، 77حديث.

[28]. بحارالانوار، 52ټوک، 337مخ، 27باب، 77حديث.