منطق المظفر

منطق المظفر

ژباړه: عبدالرحيم دراني

منطق ته ولې اړتيا لرو؟

خداى (ج) انسان فطرتاً غږېدونكى پيدا كړى او خوله يې ورته د خبرو وسيله ګرځولې ده، سره له دې هم هغه داسې قوانينو او وسايلو ته اړتيا لري، چې سم غږېدل ورته وروښيي. لكه د الفاظو، توريو او كلماتو د څرګندولو له مخې خپلې خبرې سمې او په تول پوره وكړي. همداراز داسې يو قانون او معيار ته اړ دى، چې هغه پرې په خبرو كښې له تېروتنو وژغوري.

پورتنۍ دنده د صرف و نحوې، ګرامر او نورو علومو ده. همدغه شان پاك رب انسان فطرتاً د فكر او عقل څښتن پنځولاى او داسې قوه يې وركړې، چې ورسره فكر وكړي او پر همدې وړتيا سره يې له ځناورو او جماداتو بېل كړ. بيا هم مونږ ګورو، چې بنيادم په فكر كولو كښې ډېرې غلطۍ كوي. د ساري په توګه كوم څيز، چې علت نه وي، دى يې علت انګيري او كوم شى، چې د ده د افكارو پايله نه وي، دى ورته پايله وايي. يا كوم څيز، چې دليل نه وي، دى يې دليل بولي يا د يو څيز لپاره باطلې او غلطې مقدمې جوړې كړي؛ ناسمه او باطله پايله يې راوباسي او داسې نور.

اوس؛ نو مونږ يوې داسې وسيلې ته اړتيا لرو، چې زمونږ افكار او سوچونه صحيح كړي، سمې پايلې اخستنې ته مو لارښوونه وكړي او د افكارو د سمولو او انډولولو مشق راكړي. د منطق علم هغه وسيله يا اّله ده، چې له انسان سره مرسته كوي، څو د فكر په كولو كښې يې له خطا او تېروتنې وساتي او سمو افكارو ته يې ورسوي. البته لكه څنګه، چې صرف و نحو او ګرامر بنيادم ته د خبرو كول نه ښيي، بلكې د سمو خبرو كول ورزده كوي، همداراز منطق هم انسان ته فكر كول نه ورزده كوي، بلكې د فكر كولو سمه لاره ورښيي او د فكر د لارو چارو سمولو ته يې هدايتوي.

د دې تعريف په رڼا كښې مونږ د خپلو افكارو د سمولو لپاره منطق ته اړتيا لرو.

دلته كېداى شي، يو څوك دا اعتراض وكړي: هغه خلك، چې د منطق عالمان وي؛ نو بيا ولې په فكر كولو كښې خطا كوي. دوى ته بايد ووايو، چې خلك، خو صرف و نحو او ګرامر هم زده كوي، خو بيا يې هم خبرې له غلطيو ډكې وي. د دې مطلب دا دى، چې يا، خو دغه كسان نوموړي علوم سم او پوره نه زده كوي. يا يې د خبرو او فكر پر وخت خيال نه ساتي.

دغو ټولو خبرو ته پر پام مونږ د منطق علم بشپړ تعريف داسې كولاى شو: “منطق هغه قانوني وسيله يا اّله ده، چې د هغې خيال ساتل انسان په فكر كولو كښې له تېروتنې ساتي”. د خيال ساتلو شرط؛ ځكه اړين دى، چې يواځې د منطق زده كول كافي نه دي، بلكې د فكر پر وخت يې بايد د اصولو خيال وساتل شي.

د منطق په تعريف كښې، چې يو بل څيز د پام وړ دى، هغه د اّلې يا وسيلې كارول دي. ومو ويل، چې منطق هغه اّله ده، چې له دې پته لګي، چې منطق پخپله غايه او هدف نه دى، بلكې يوې موخې ته د سمې رسېدنې او پر هغې د سم فكر كولو اّله او وسيله هم ده او هغه لارې چارې بيانوي، چې انسان ورسره مجهولو او پټو حقيقتونو ته رسيږي. لكه: د الجبر علم، چې د هغو معادلو د حلولو هڅه كوي، چې انسان ورسره د حساب مجهولو او پټو چارو ته رسېږي.

بله ژبه منطق مونږ ته د سم فكر كولو قاعدې راښيي، چې د دنيا په ټولو علومو كښې بايد له عقلي لارې فكر او سوچ وكړو. داسې، چې زمونږ فكري ترتيب پرې له حاضرو څيزونو څخه پټو او نامعلومو څيزونو ته رسيدلاى شي.

له همدې كبله، دې علم ته “ميزان”، “معيار” او تله هم وايي او ځينو كسانو پرې خادم العلوم يعنې د علومو خدمتګار نوم هم ايښى دى.

دغه راز كه يو څوك غواړي، چې په افكارو كښې يې څوك ونه غولوي او خپله هم ونه غوليږي او له موجودو څيزونو څخه سمه پايله راوباسي، بايد د فكر پر وخت د منطق د قواعدو خيال وساتي.

علم (1):

ومو ويل، چې پاك پروردګار بنيادم ته د فكر كولو طاقت وركړاى، چې خپل فكر پر كار واچوي او د نويو څيزونو علم ترلاسه كړي. دې ته په پام سره بده نه ده، چې لومړى پر علم يو څه وغږېږو او له علم سره د منطق پر رابطې خبرې وكړو:

  1. كله، چې انسان دنيا ته سترګې رڼې كړي؛ نو د هغه ذهن له هر راز فعلي تفكره (موجود علمه) بې برخې وي او يواځې د علم د حاصلولو فطري استعداد لري. كله، چې دنيا ته راشي؛ نو اوري، ګوري، خواوشا څيزونه لمسوي او له چاپېرياله اغېزه اخلي. اوس؛ نو د هغه نفس او فكر، چې له هر څه بې برخې وي د دغو حواسو په وسيله يو ځانګړى حالت پيدا كړي او يو څه زده كړي. دغې زده كړې ته علم وايي، چې يواځې پر خپلو پنځو حواسو ورته حاصليږي. دغه حواس دا دي: (باصره (كتونكى)، (سامعه- اوريدونكى)، (شامه- بويوونكى)، (ذايقه- پر ژبې خوند اخستونكى) او (لامسه لمسوونكى).

اوس؛ نو دا د علم لومړى پړاو دى او دا د انسان د وروستيو ټولو علومو پانګه او سرمايه ده. په دې پانګه كښې ټول هغه حيوانات هم شامل دي، چې ځينې يا ټول دغه حواس لري.

  1. له دې لومړي پړاوه وروسته بيا علم يو څه پرمختګ كوي او ذهن په حاصل شويو انځورونو او علم كښې يو څه لاس وهنه كوي او ذهن ځينې انځورونه له ځينو نورو سره پرتله كوي. مثلاً پلانكى تر پلانكي لوى دى يا دا څيز تر هغه روڼ دى او داسې نور.

ځنې څيزونه له ځينو نورو سره يوځاى كوي او داسې څيزونه ترې جوړوي، چې په حقيقتي بڼه بهر كښې وجود نه لري. لكه يو كلى، چې اوريدلى يې وي، خو ليدلاى يې نه وي، په ذهن كښې انځوروي او پر خپل خيال او فكري وس راز راز څيزونه انځوروي، دې ته خيالي علم وايي، چې انسان يې د خيال پر مټ لاسته راوړي. البته په دې ځواكمنتيا كښې ورسره ځينې حيوانات هم شريك دي.

  1. په درېيم پړاو كښې بنيادم تر محسوساتو لږ وړاندې ځي. يو څه نور پرمختګ كوي او داسې جزوي معناوې هم درك كوي، چې ماده او مقدار (اندازه) نه لري. لكه له والدينو او ښځې سره مينه، له دښمن سره ميرڅى، وېره او خوښي. دې ته “وهمي” علم وايي، چې انسان ته د ځينو حيواناتو په شان حاصليږي او همدا هغه پړاو دى، چې د انسان او حيوان بريد دى. دلته؛ نو انسان حيوان شا ته پرېږدي؛ ځكه، چې حيوان يواځې تر ټاكلي بريده وهمي قوت لري.
  2. بيا يواځې انسان په دې لاره شكي مخكې ځي او خپل فكر او عقل داسې كاروي، چې حد او پاى نه لري.

انسان په دې څلورم پړاو كښې خپل حسي، خيالي او وهمي ادراكات رايوځاى كوي، شني يې، سم له غلطو بېلوي او له پوه شويو او ادراك كړيو جزئياتو كليات راوباسي، فكر كوي ځينې له ځينو سره مقايسه او پرتله كوي او له يو معلوم څيزه بل معلوم ته ځان رسوي، يوه پايله ترې راوباسي، حكم كوي او، چې څومره يې زړه غواړي له خپل فكري او عقلي ځواك څخه كار اخلي او دا “علم”، چې انسان يې له دې لارې حاصلوي هماغه كامل او بشپړ علم دى، چې انسان ورسره انسان كيږي او له حيوانه يې درجه لوړيږي. د دغه علم پر ودې، بشپړتيا او تكامل نور نور فنونه جوړ كړي او له همدې ځايه د انسانانو پرګڼې او پړاونه سره بېليږي او علوم څانګې پيدا كوي.

د منطق علم برخه په دغو علومو كښې دا ده، چې په دغو ټولو علومو كښې د فكر كولو او يوې پايلې ته د رسيدلو سمې قاعدې ور پر ګوته كړي، چې بنده، د وهم او خيال په كږليچونو كښې ګېر نه شي يا په فكر كښې له سمې لارې سر ونه غړوي.

د علم تعريف:

دلته دا پوښتنه پيدا كيږي، چې دغه ادراكات او پوهنه انسان ته څنګه حاصليږي. البته مونږ مخكې وويل، چې پر پنځو حواسو دا څيزونه لاسته راځي، خو د زياتې توضيح لپاره به ووايو، چې كه تاسو يو څيز ته ښه وګورئ او بيا سترګې پټې كړئ وبه وينئ، چې د هغه تصوير يو څو شيبې ستاسو په سترګو كښې موجود دى. همدا شان كه د ګړۍ (ساعت) ټك ټك واورئ او بيا پر غوږونو ګوټې كېږدئ؛ نو يو څو شيبې مو په غوږ كښې كړنګهارى احساسيږي، نور حواس هم داسې درواخلئ. كله، چې انسان دغو څيزونو ته ښه ځير شي نو د علم تعريف ورته اسانيږي او پوهېږي، چې ادراك او علم په نفس او ذهن كښې د يو څيز د تصوير انځورېدل او حاضرېدل دي. لكه څنګه، چې په هېنداره كښې تصويرونه راځي. له همدې كبله د منطق پوهان د علم تعريف داسې كوي، چې:

“عقل ته د يو څيز د صورت حاضرېدل” يا “په ذهن كښې د يو څيز انځورېدل” علم دى.

تصور او تصديق :

کله، چې بنيادم يو مثلث جوړ کړي د هغه په ذهن کښې د دغه مثلث يو صورت پيدا كيږي. همدغه صورت او شک بڼې ته پر دغه مثلث علم پيدا کيدل وايي، چې دې علم ته تصور وايي. البته دا يواځې تصور دى او هيڅ نسبت او باور په کښې وجود نه لري. که څوک  ددغه مثلث زاويو ته ځير شي؛ نو بيا يې هم په ذهن کښې يو تصور او علم پيدا کېږي. دا هم يواځې يو تصور دى او بس.

که انسان يوه افقي کرښه راکاږي او لپاسه پرې عمودي کرښه وکاږي؛ نو لـه دغو دوه کرښو دوه قايمې زاويې جوړېږي. دلته هم د هغه په ذهن کښې د دوه کرښو او زاويو انځور راځي. دا هم يواځې يو تصور دى او که وغواړي، چې د دوه قايمو زاويو يا د مثلث د ټولو زاويو پرتله وکړي، نو له ځان سره وايي آيا دا دوه زاويې مساوي دي؟ د دې په برابروالي او تساوي کښې شک کوي بيا هم د هغو د تساوي يو نسبت ذهن ته ورځي. دا هم يواځې يو تصور دى، خو که د دغو زاويو د برابروالي او تساوي لپاره دليل راوړي، نو د هغه په ذهن کښې لـه مخکنيو حالتونو سره يو متفاوت اوبېل حالت وده كوي او دا حالت هغه ادراک او پوهه ده، چې له واقع او حقيقت سره ددې نسبت په تطبيق، باور او اعتماد پيدا کوي او همدې حالت ته يعنې په ذهن کښې د هغه صورت او حالت حاصلېدل، چې لـه واقع سره مطابق او سم وي، تصديق وايي؛ ځكه، چې دا يو داسې ادراک دى، چې له واقع سره د  هغه سمون اړين او رښتينى دى. د دې  رښتينولۍ او حقيقت په وجه ورته تصديق وايي. غرض دا، چې  د مثلث د زاويو، قايمو زاويو او د هغو ترمنځ د ورته والي نسبت ذهن ته راوستل او ادراک ټول يواځې تصورات دي، چې کوم حکم او تصديق نه لري، خو په دې خبره پوهيدل چې دا ورته والى سم دى او له واقع او خارج سره سمون لري، تصديق گڼل كيږي.

يادونه: لـه تېر تعريفه پوهېږو، چې تصور، ادراک او علم ټول يوه معنا لري او هغه په عقل او ذهن کښې د يو څيز راتلل دي، خو له دې لامله، چې په هغه کښې يو ډول حکم، باور او عقيده هم موجوده ده تصديق بلل کېږي.

د تصور او تصديق د كارونې اړخونه :

تصديق يواځې يو د كارونې اړخ لري او هغه په خبري جمله کښې نسبت او حکم کول او لـه واقع سره د دغه حکم په مطابقت يا نه مطابقت د علم او باور ترلاسه کول دي. د بېلې په توگه : خوشحال راغى؛ نو که مونږ د خوشحال په راتللو يا نه راتللو علم او باور حاصل کړو، دا تصديق دى.

تصور د كارونې څلور اړخونه لري :

١_ مفرد ( واحد)، چې يا (نوم) اسم وي او يا كړ (فعل) يا (تورى) حرف.

٢_ په خبر کښې نسبت : دغه نسبت د شک يا توهم لـه مخې وي. لکه که مونږ ته پته وي يا نه، چې په مريخ کښې استوگنه شته او که  نه،خو ووايو، چې په مريخ کښې استوگنه شته.

٣_ (ـ په انشا کښې نسبت) لكه په امر، نهې، استفهام، تمنا يا داسې نورو انشايي څيزونو کښې، چې په بهر کښې پرته لـه خبرو واقع ونه لري، نو  لـه دې لامله، چې لـه خبرو بهر په دغه څيز کښې کوم واقع او حقيقت نشته؛ نو تصديق او باور هم نه لري.

٤_ (نيمگړى مرکب) لکه مضاف، مضاف اليه،  صفت او موصوف، خو د شرطيه جملې يو اړخ يا داسې نور ناقص مرکبات، چې تصور يې مونږ تصديق او باور ته نه رسوي. لکه که مونږ ووايو (که تاسو د خداى نعمتونه وشمېرې حسابولى يې نه شئ) دلته يواځې “كه د خداى نعمتونه وشمېرئ” يو تصور دى. همدا راز هم يو تصور دى؛ ځکه، چې دواړه د شرطيه جملې دوه برخې دي، خو بېل بېل تصور گڼل کېږي. د “خداى نعمتونه” هم يواځې تصور دى؛ خو، چې دا دواړه برخې سره يوځاى شي  او يوه پوره شرطيه جمله ترې جوړه شي؛ نو تصديق دى.

د تصديق ډولونه :

تصديق دوه ډوله دى : يو يقين او بل ظن؛ ځکه، چې  تصديق د خبر په دوه اړخونو يعنې پېښېدو او يا نه پېښېدو کښې يو لوري ته ترجيح ورکول دي. اوس فرق نه کوي، چې د خبر د دوه يم اړخ د پېښېدا او وقوع احتمال وي او که نه وي؛ نو که د خبر په دوه اړخونو کښې يو اړخ پوره ترجېح ولري او د بل اړخ احتمال وي او كه نه وي؛ نو كه د خبر په دوه اړخونو كښې يو اړخ پوره ترجيح ولري او د بل اړخ احتمال صفر وي، دې ته يقين وايي او که نه د بل اړخ هم لږ شان احتمال وي؛ نو بيا دې ته ظن ويل كيږي.

سپړنه: کله، چې تاته يو څوک څه خبر راوړي؛ نو ستا ذهن څلور احتماله ورکوى شي او دا خبر لـه دغو څلورو حالتونو څخه نه شي وتلى. يو دا، چې ته يواځې يو اړخ جايز او رښتيا گڼې او د بل بيخي احتمال نه مني، بلکې په وقوع يا نه وقوع دې پوره باور وي دې ته يقين وايي. لکه “خوشحال راغى” او تا ته سل په سلو کښې باور وي، چې خوشحال راغلى دى يا نه.

دا د دواړو اړخونو يعنې وقوع او لا وقوع احتمال ورکوي. دا درې ډوله تصورولى شو:

لومړى دا چې د دغې پېښې د کېدو او نه کېدو احتمال برابر وي، دې ته (شک) وايي.

دوه يم دا، چې د يو اړخ احتمال يې تر بل قوي او پياوړى وي؛ نو که د کېدا احتمال پياوړى وي دې ته ظن وايي، چې د تصديق يو ډول دى، خو که دنه کېدا احتمال پياوړى وي دې ته وهم وايي، چې د جهل يو ډول دى او د ظن اپوټه (نسکوره) بڼه ده؛ نو دا د تصديق څلور ډولونه دي، چې پنځم نه لري.

١- يقين:- د يو خبر په مضمون د صدق حاصلېدل او د دروغو احتمال بيخي نه ورکول يا د يو کار په نه پېښېدا د يقين حاصلېدل او د پېښېدا احتمال نه ورکول دا د تصديق لوړه درجه ده.

٢- ظن: د خبر د مضمون په يو د ترجېح حاصلېدل، خو چې د بل اړخ احتمال يې هم وي دا د تصديق ټيټه درجه ده.

3 – وهم : د يو خبر د پېښېدا يا نه پېښېدا احتمال وركول؛ خو، چې مقابل اړخ يې ترجيح ولري.

4- شک: د يو خبر واقع کېدا او نه کېدا د احتمال برابروالى( يادونه اړينه ده، چې وهم او شک د تصديق ډولونه نه دي، بلکې د جهل ډولونه دي).

ناپوهي او د ناپوهۍ ډولونه :

ناپوهي (جهل) دې ته وايي، چې يو څوک د علم او پر يو څيز د پوهېدا استعداد لري او لـه هغه څيزه برخه من كيداى شي، خو برخه نه وي. مطلب دا، چې جماداتو ته عالم يا جاهل ويلى نه شو؛ ځکه، چې هغوى بيخي د علم استعداد او وړتيا نه لري يا ورته ړانده ويلى نه شو؛ ځکه، چې هغوى د لېدلو استعداد نه لري. ددغه استعداد نه لرلو ته (عدم ملکه) وايي او لرلو ته يې (ملکه) وايي. لکه انسان، چې د لېدلو ملکه لري، خو په جماداتو کښې دا ملکه نشته.

د علم په شان جهل هم دوه ډولـه دى : تصوري جهل او تصديقي جهل. جهل او ناپوهي دوه نور ډولونه هم لري، چې يو بسيط جهل او بل مرکب جهل دى :

١- بسيط جهل (ساده ناپوهي) : کله، چې يو انسان په يو څيز نه پوهېږي او په دې هم خبر وي، چې نه پرې پوهېږي دې ته بسيط او “يو” جهل وايي. لکه مونږ، چې نه يو خبر، چې په مريخ کښې څوک اوسېږي او که نه.

٢- مرکب جهل (غبرگه ناپوهي) : کله، چې يو انسان په يو څيز نه پوهېږي او خپلې ناپوهۍ ته هم متوجې نه وي، بلکې گومان کوي، چې په هغه څيز پوه وي. لکه فاسدې او غلطې عقېدې او گروهې يا نور داسې څيزونه، چې خلك فکر کوي پر هغو پوهېږي او خبر پرې دي، خو په حقيقت کښې  يې خيال او عقيده ناسمه وي. دې ته؛ ځکه مرکب جهل وايي، چې جهالتونه په کښې دوه وي. يو؛ خو دا، چې انسان پر حقيقت نه وي خبر، بل دا، چې لـه خپل جهله هم ناخبره وي او په دې هم نه پوهېږي، چې نه پوهېږي. دا د جهل تر ټولو بد ډول دى. بد؛ ځکه دى، چې ځينې خلک ورته په تېروتنه تصديق وايي. حال دا، چې دا د تصديق علم نه دى، بلکې جهل او په جهل ټيڼار دى.

ضروري(څرگند) او نظري علم

د علم دواړه ډولونه يعنې هم تصوري او هم تصديقي بيا دوه ډوله دى:

١- ضروري : چې بديهي (څرگند، ښکاره، جوت) هم ورته وايي. دا هغه علم دى، چې په حاصلولو کښې يې مونږ فکر او سوچ ته اړتيا نه لرو او په خپله بې سوچه او بې ځنډه حاصلېږي. لکه د وجود او عدم (دهست او ننيست) شتون او نا شتون تصور، د شي او څيز تصور يا دا، چې کل تر جز لوى وي، متضاد څيزونه سره نه جمع کېږي، لمر ځلاند دى او يو د دوه نيمايي دى.

٢- نظري : هغه علم دى، چې په لاسته راوړلو کښې يې بنيادم سوچ او فکر  ته ضرورت لري. لکه د روح د حقيقت په باب سوچ کول يا پيريان يا دا، چې ځمکه ولاړه ده که روانه او له لمره تاوېږي.

سپړنه:په نړۍ کښې ځينې چارې داسې دي، چې په هغو د پوهېدلو لپاره سوچ او فکر ته اړتيا نه وي او يواځې په ظاهري حواسو لـه پوهېدلو او پاملرنې څخه وروسته سمدستي څرگندېږي؛ ځکه، نو ورته بديهي يعنې جوت او ښکاره وايي ځينې داسې دي، چې سمدستي لاسته نه راځي، بلکې د حاصلولو لپاره يې بايد فکري او عقلي عمليات ترسره شي. لکه د رياضي او الجبر پوښتنې، چې د ځينو معادلو او حساب کتاب له ترسره کولو وروسته مونږ له معلوماتو مجهولاتو ته رسوي. يعنې تر مخې، چې معلوم او موجود څيزونه په سمه او صحيح طريقه منظم او سرڅڼه نه شي او خپل قانوني پړاونه په سم ډول کچ نه کړي، مونږ په مجهولاتو پوهېدا ته نه رسوي. همدا لامل دى، چې دغه ټول پړاونه بايد کچ کړاى شي دې ته نظري او کسبي علم وايي.

يادښت : ومو ويل، چې ضروري او بديهي علم فکر او سوچ ته اړتيا نه لري او بايد انسان ورته د توجو او پاملرنې پر اسبابونو متوجې شي؛ کله کله يو څيز ډېر بديهي او ښکاره وي، خو انسان ته نه معلومېږي. د دې سبب دادى، چې مونږ هغه څيز ته پوره متوجې نه يو.

د توجو او پاملرنې اسباب کېدى شي دا څلور وي:

١- انتباه : (پام اوړېدل) دا سبب په ټولو بديهياتو کښې اړين دى؛ ځکه چې غافل کس ته هيڅ څيز ډېر ښکاره هم وي نه معلوميږي.

٢- د ذهن سلامتيا : دا هم اړينه ده؛ ځکه، چې لېونى او له ذهني اړخه نيمگړى کس ډېرو ښکاره او څرگندو چارو ته هم نه متوجې کېږي. د ذهن شنډوالى او خرابتيا كيداى شي د رنځ په وجه وي يا د ناوړه روزنې يا داسې نورو په وجه.

٣- د حواسو سلامتيا : دا شرط په هغو بديهياتو کښې اړين دى، چې پر پنځو حواسو درک کيدى شي او دې ته محسوسات وايي. ړوند يا کوڼ پر ډېرو څيزونو نه پوهېږي او څوک، چې د ذايقې حس ونه لري په ډېرو خوندونو يې سر نه خلاصېږي.

٤- د شبهې نشتوالى: شبهه دې ته وايي، چې انسان ته په ذهن کښې داسې فاسد دليلونه ورواچول شي، چې ډېر بديهي او څرگند څيزونه يې هم له سترگو پټ کړي او بنيادم پوه نه  شي، چې په دې چاره کښې له مغالطې کار اخستل شوى؛ نو د يوې څرگندې چارې په وجود يا نشتوالي کښې شک کوي. دا کارونه زياتره فلسفيان، سياستوال او جدليان لـه نورو سره کوي د بېلې په توگه دا يوه بديهي او څرگنده چاره ده، چې دوه متناقص او متضاد څيزونه په يو ځاى نه جمع کېږي، خو سياستوال او جدليان څه داسې مغالطې له بنيادم سره وکړي، چې  ان په دې چارې کښې يې له تېروتنې سر مخ كړي.

 

د فکر او نظر تعريف

له تېرو خبرو پوهېږو، چې له سوچ او فکره مطلب يو مطلوب او مجهول ته د رسېدلو لپاره په حاضرو او موجودو معلوماتو کښې د عقلي عملياتو کول او د فکر د نيلي ځغلول دي او رسا تعريف يې داسې كولى شو، چې “حركته العقل بين المعلوم و المجهول”؛ يعنې د معلوم او مجهول تر منځ د عقل حرکت او يون.

په بله وينا: کله، چې بنيادم لـه يوې ستونځې او مشکل (مجهول) سره مخامخ او پوه شي، چې دا کوم ډول ستونځه او مجهول دى؛ نو مشکل او ستونځې سره په مطابقو او موجودو معلوماتو کښې د عقل نيلي ځغلوي او حاضر معلومات دومره سره اړوي رااړوي او سرڅڼه کوي يې، چې اخر د هغو لـه جوړښت او يو ځاى کولو څخه دغه مجهول څيز را معلوم شي. دغو خبرو ته په پام سره عقل دلته لاندې پنځه پړاوه کچ کوي:

١- له ستونځې سره مخامخېدل.

٢- د ستونځې او مشکل د ډول پېژندل (ځکه، چې کله کله مونږ ته يوه ستونځه پيدا وي، خو نه پوهېږو چې دا کوم ډول ستونځه او مجهول دى).

٣- له مشکل او ستونځې څخه د زېرمه شويو معلوماتو پر لوري د عقل جاروتل.

٤- په معلوماتو کښې د عقل او سوچ گرځېدل او پلټنه کول، هغو ته ځاڼړې بڼه ورکول او د ستونځې هواري ته يې تيارول.

٥- په ښکاره معلوماتو کښې لـه څېړنې او گرځېدنې وروسته وروستۍ پايلې ته رسېدل او د مجهول معلومول. همدا وروستي درې حرکتونه د فکر او سوچ حرکتونه دي او همدا په معلوم او مجهول کښې د عقل د گرځېدنې مطلب دى. هېره دې نه وي، چې انسان دا پنځه پړاوونه په لاشعوري ډول په ذهن کښې تېروي او فکر د سترگو تر رپه هم په چټکه دا ټول پړاوونه کچ کوي. په ډېرو ځايونو کښې انسان په ډېر کم وخت کښې له دغو ټولو مرحلو څخه تر تېرېدنې وروسته پايلې ته رسېږي او پر هم دې لامله، چې انسان په خپله دغه ټول پړاوونه وهي؛ نو فطرتاً مفکر پيدا شوى دى.

هو! که د چا علم ډېر وي او د منطق او حدس ځواك لري لـه دوه لومړيو حرکتونو بې نيازه کېږي او پر يو چټک يون لـه معلوماتو څخه مجهول ته رسېږي. له همدې لامله د پياوړي عقل او علم خاوندان د سترگو په رپ کښې د عقل دغه ټول پړاوونه وهي. منطقي قضايا او قواعد ورته د اړينو او څرگندو چارو په شان ښکاري  او پرته لـه ډېر سوچ او فکره پايلې ته رسېږي؛ ځکه ويل کېږي، چې يوه قضيه او لانجه کېدى شي د يو چا لپاره بديهي او ښکاره وي او د بل لپاره نظري او فکري. دا؛ ځکه، چې د لومړي کس د عقل، حدس او منطق ځواك پياوړى دى او لـه لومړيو دوه حرکتونو بې نيازه دى، خو دوه يم ډول کسان، چې علم نه لري او  دا قوه يې مضبوطه نه وي بايد لومړى مشکل او ستونځه وپېژني، چې کوم ډول ده او بيا له فکري عملياتو تېر شي.

علم

تصور                                                                     تصديق

ضروري                  نظري                                          ضروري              نظري

 

 

لومړۍ برخه

دلالت

تعريف  (پېژندنه) :

كله، چې بنيادم د وره  ټكار واوري؛ نو پوهېږي، چې د وره شا ته څوك ولاړ دى او ور وهي. دا؛ ځكه، چې د وره ټكار د داسې يو چا ښودنه كوي، چې د وره شا ته ولاړ دى يا په بله ژبه د يو كس پر شتون دلالت كوي. د وره ټكار ته “دال” وايي. كوم كس، چې ور وهي هغه “مدلول” دى او هغه صفت، چې د وره له ټكار څخه ذهن ته راځي، “دلالت” نوميږي.

همداراز هر هغه څيز ته، چې كله پرې مونږ ته علم حاصل شي او دا علم زمونږ ذهن يو بل وجود ته ورلېږدوي، “دال” نومول كيږي. هغه دوه يم وجود ته “مدلول” او دې صفت ته “دلالت” وايي. د دلالت تعريف مونږ داسې كولى شو: چې هر هغه څيز ته، چې پر هغې علم حاصل شي او زمونږ ذهن يې يو بل وجود ته ورولېږدوي، دلالت وايي.

د دلالت ډولونه :

په دې كښې شك نشته، چې كله زمونږ ذهن له يو څيزه بل څيز ته منتقل كيږي؛ نو دا چاره يو سبب او علت لري او دا علت په ذهن كښې د دغو دوه څيزونو له يو بل سره كلكې اړيكې دي. دا ذهني تړاو هم يو سبب لري او سبب يې په بهر او حقيقت كښې د دغو دوه څيزونو له يو بل سره تړاو او اړوندوالى دى. دغه تړښت او اړوندوالى درې ډوله وي: ذاتي، طبيعي او وضعي. يعنې يو چا وضع او ټاكلي وي؛ نو د دلالت قسمونه درې شول: عقلي، طبيعي او وضعي.

  1. عقلي دلالت : كله، چې د دال او مدلول په منځ كښې ذاتي تړښت او اړيكې وي؛ په بهرني وجود كښې د يو بل لازم او ملزوم دى، چې دې ته عقلي دلالت وايي. لكه اثر او موثر.

مثلاً كله، چې انسان خبر وي، چې رڼا او وړانګې د لمر د سترګې اثر دى؛ نو، چې په ديواله د لمر وړانګې وويني سمدلاسه يې ذهن دې ته ځي، چې لمر راختلى دى. يعنې وړانګې د لمر په سترګې دلالت كوي، چې دا عقلي دلالت دى. يا مثلاً كه له ديواله هاخوا د يو انسان يا بل څيز غږ واورېدل شي؛ نو فوراً مونږ پوهېږو، چې له ديواله هاخوا يو څوك يا څه شته.

  1. طبيعي دلالت :- دا هغه دلالت دى، چې د دوه څيزونو ترمنځ طبيعي تړاو او اړيكې وي. يعنې داسې تړاو، چې د انسان طبيعت يې غوښتنه كوي، چې دا دلالت له بېلا بېلو طبيعتونو سره بدليږي او د اثر او موثر او عقلي دلالت په شان نه دى، چې مثلاً خامخا به له وړانګو ذهن، لمر ته ځي. د طبيعي دلالت بېلګې ډېرې دي.

لكه د ځينو انسانانو طبيعت داسې دى، چې د غم په وخت وايي اّخ او د خواشينۍ په وخت سر پر دواړو لاسونو نيسي يا داسې نور.

كله، چې انسان په دغو اړيكو او تړاو پوه شي؛ نو له يوه تړاو څخه يې ذهن سمدلاسه بل ته ورلېږدول كيږي. مثلاً كه د اّخ كلمه واوري؛ نو پوهېږي، چې سړى په غم كښې دى يا كه يو سړي سر په لاسونو كښې نيولى وي؛ نو پوهېږي، چې فكر كوي.

  1. وضعي دلالت :- په دې كښې د دوه څيزونو يعنې دال او مدلول ترمنځ تړاو، عقلي يا طبيعي نه وي، بلكې يو چا جوړه كړې او ټاكلې وي. لكه خطوط او ليكونه، چې په الفاظو دلالت كوي يا د واټونو، ډريورۍ، برق، حساب او هندسې نخښې او نور داسې ساينسي كمپيوټري او ډول ډول علمي نخښې او اشارې؛ نو كله، چې بنيادم په دغه تړاو او اړيكو پوه شي، سملاسي يې ذهن له داله مدلول ته رسيږي.

د وضغي دلالت ډولونه :-

وضعي دلالت دوه قسمه دى.

  1. لفظي دلالت :- كله، چې دال يو لفظ وي او په معنا دلالت كوي.
  2. غير لفظي دلالت :- كله، چې دال لفظ نه، بلكې بل څه وي. لكه اشارې، كرښې، نقشې يا د علم نور رموز او هغه بورډونه، چې په سړكونو د لارې د يو اړخيزوالي يا نورو نخښو لپاره لګيدلې وي يا داسې نورې نخښې.

لفظي دلالت :-

پېژندګلوي:- له تېرو مطالبو په دې خبره پوه شو، چې پر معنا د لفظ د دلالت سبب په ذهن كښې د لفظ او معنا ترمنځ موجودې كلكې اړيكې دي او دا اړيكې او ملازمه يو چا جوړه كړې او وضعه كړې ده؛ نو د لفظي دلالت تعريف به دا شي، چې: يو لفظ، چې كله له متكلم او ويانده ادا شي او مونږ له لفظ څخه د هغه پر معنا او مطلب پوه شو، دې ته لفظي دلالت وايي.

د لفظي دلالت ډولونه (مطابقتي، تضمني، التزامي):

يو لفظ په معنا باندې پر درې ډوله دلالت كولى شي:

  1. مطابقتي (بشپړ) دلالت:- چې لفظ پر خپلې ټولې معنا دلالت وكړي او ورسره سمون وخوري. لكه مونږ، چې ووايو “كتاب” او له كتابه مو ټول كتاب، سره د پاڼو، كاغذ الفاظو او هر هر څه مراد وي يا د انسان لفظ پر خپلې ټولې معنا دلالت كول. يعنې د “ناطق حيوان”. دې ته تطابقي يا مطابقتي دلالت وايي؛ ځكه، چې لفظ او معنا سره سمون او مطابقت لري. د الفاظو اصلي دلالت همدا دلالت دى؛ ځكه، چې د خپلې ټولې معنا لپاره وضع شوى دى.
  2. تضمني دلالت:- كله، چې يو لفظ د خپلې معنا په يوې برخې دلالت وكړي او هغه برخه د ټولې معنا په ضمن كښې موجوده وي. لكه كه ووايو “كتاب” او له كتابه مو مراد يوه پاڼه يا يو مخ يا د كتاب پوښ وي. يا انسان ووايو او مطلب مو يواځې “حيوان” يا “ناطق” وي.

كه دكاندار ووايي، چې د كتاب بيعه دولس روپۍ ده؛ اخستونكى پوهېږي، چې د كتاب پوښ هم په كښې شامل دى. همداراز لكه د ونې دلالت په مېوې باندې، يا د كور دلالت په كوټو باندې. دې ته تضمني دلالت وايي.

  1.  التزامي دلالت:- كه يو لفظ په خپلې معنا او له معنا بهر په يو بل څيز هم دلالت وكړي؛ خو، چې له دغه معنا سره اړيكې ولري، دې ته التزامي دلالت وايي. مثلاً كه يو كس بل ته ووايي، چې قلم راوړه؛ نو مطلب يې دا وي، چې رنګ يا دوات هم ورسره بايد راوړل شي؛ ځكه، چې قلم، خو بې دواته كار نه وركوي او يواځې د قلم غوښتل كافي دي، اوريدونكى دوات هم رواړي يا كه اوبه وغواړي؛ نو مطلب يې دا دى، چې د اوبو لوښى هم بايد وي؛ ځكه، چې اوبه، خو بې لوښي نه شي راوړل كيدى. يا كه څوك ووايي ټكسي راوله؛ نو ډريور يې هم ورسره مراد وي.

البته د التزامي دلالت شرط دا دى، چې د لفظ، معنا او د لازم څيز ترمنځ په ذهن كښې يو تړاو وي او د اوريدونكى په ذهن كښې دا خبره پخه وي، چې يو څيز نه ورسره بل څيز هم دى. لكه بايد اوريدونكى پوه وي، چې له قلم سره دوات هم بايد راوړل شي. بله دا، چې دا ملازمه او تلازم هم بايد جوت او ښه ښكاره وي او بل څيز او واسطې ته اړتيا ونه لري، بلكې د لفظ له كارولو ذهن او پام سملاسي د هغې لازم او اړوند څيز ته هم واوړي.

 

 

دويمه برخه

دالفاظو وېش

 

هر مستعمل لفظ، چې معنا ولري كه د هرې ژبې وي يو لړ تقسيمات او وېش لري. هر يو لفظ په لومړي وېش كښې درې ډوله دى؛ ځكه، چې كله مونږ يو لفظ كاروو؛ نو د هغه معنا ته يواځې له دې نظره ګورو، چې يواځې يو لفظ دى او ځانته معنا لري. په دوه يم ځل ورته له نورو الفاظو سره د پرتلې له اړخه ګورو او تعدد يې په نظر كښې ساتو او درېيم ځل ورته په مطلقه سترګه ګورو. يعنې نه د واحد او يووالي له نظره او نه د تعدد او شمېر په سترګه.

لومړى ډول يعنې لفظ يواځې له دې اړخه كتل، چې يو لفظ دى، پنځه ډوله لري :

ځانګړى (مختص)، ګډ(مشترك)، منقول، مرتجل، حقيقت او مجاز .

يو واحد لفظ، چې كله په تېرو درې دلالتونو كښې له يوې معنا سره پرتله كړو؛ نو دا پنځه ډوله كيږي؛ ځكه، چې له پرتلنې وروسته ګورو، چې د يو لفظ معنا هم يوه ده، چې مختص ورته وايي يا ګڼې معناوې لري، چې مشترك، منقول، مرتجل حقيقت او مجاز كيږي. اوس كه مو خوښه وي هر يو به راوسپړو:

مختص: هغه لفظ ته وايي، چې معنا يې يوه وي او بله معنا ونه لري. لكه اوسپنه، حيوان، لرګى.

مشترك: هغه لفظ ته وايي، چې ګنې  معناوې ولري، خو داسې نه، چې يوه معنا يې تر بلې مخكې ايښودل شوې وي، بلكې د دواړو معناو لپاره يوځاى استعماليږي.لكه پښتو، چې هم ژبې ته وايي هم قانون ( پښتونولي ) او هم غيرت ته.

منقول هغه لفظ ته وايي، چې ګڼ شمېر معناوې ولري، خو د يوې لپاره مخكې وضع شوى وي او د بلې لپاره وروسته، خو له دې لامله، چې دواړه معناوې له يو بل سره مناسبت لري؛ نو د دوه يمې لپاره هم په همدې مناسبت كارول كيږي. لكه شوبله، چې مخكې به يې يوې حشرې ته ويل او اوس تانك ته هم وايي. همداراز چورلكه او الوتكه او پخلى.

مرتجل: دا هم د منقول په شان دى، خو په دې كښې د دوه معناو ترمنځ د كوم مناسبت او نږدې والي خيال نه ساتل كيږي.

حقيقت او مجاز: دا هغه لفظ دى، چې معناوې يې زياتې وي، خو يواځې د يوې معنا لپاره وضع شوى او جوړ شوى دى او په نورو كښې؛ ځكه كارول كيږي، چې نورې معناوې له لومړۍ سره څه مناسبت او نږدې والى لري؛ نو په لومړۍگ معنا كښې استعمال ته حقيقت وايي. لكه ګل د ګل لپاره او په دوه يمې معنا كښې استعمالېدو ته يې مجاز وايي. لكه ګل د محبوب او معشوق لپاره. دلته د محبوب د ښكلا په وجه هغه ته ګل ويل كيږي.

ياده دې وي، چې يو لفظ، چې هر كله په مجازي معنا كښې كارول كيږي؛ نو نژدې نخښې ته اړتيا لري، چې پته يې ولګي، چې دا لفظ په خپلې اصلي معنا نه بلكې په مجازي معنا استعمال شوى دى؛ نو د لفظ يو وېش په دې ډول كولى شو:

لفظ

¯

____________________________________________________________________________________________

¯                                           ¯                                     ¯                                              ¯                                             ¯

مختص                                 مشترك                                  منقول                                 مرتجل                      حقيقت اومجاز

مترادف او تباين

كله، چې يو لفظ له بل لفظ يا لفظونو سره پرتله كړو نو پرته له لاندنيو دوه بڼو بله بگڼه نه لري :

يا به دواړه لفظونه د يوې معنا لپاره جوړ شوي وي،چې دې ته مترادف الفاظ وايي. لكه كاڼى، ډبره، تيږه يا انسان او بشر.يعنې په يوه معنا كښې دډېروالفاظوشتون او ګډون ته ترادف وايي.

يا به هر لفظ ځانته بېله معنا لري، چې دې ته متباين ويل كيږي.لكه قلم،كتاب،ځمكه،هسك اوداسې نور؛نو تباين دا دى، چې هر لفظ ځانته بېله بېله معنا ولري. البته دا تباين هغه تباين نه دى، چې وروسته به پرې د نسبتونو په بحث كښې وغږېږو، بلكې د دې تباين مطلب د الفاظوله ګڼوالي سره د معناو ګڼوالى دى او هر لفظ ځانته ځانته معنا وركوي. كه څه هم كيدى شي په ځينو مصاديقو او موردونو كښې يې معنا په يوځاى جمع شي. لكه توره،چې له غوڅوونكي سره تباين لري او دواړه متباين الفاظ دي، خو يو څيز چې توره وي؛ نو غوڅوونكى هم وي. دلته كه څه هم دواړه معناوې په يو مورد كښې جمع وي، خو دواړه الفاظ جلا جلا معناوې وركوي. توره جلا او غوڅوونكى جلا.

همداراز انسان او ناطق دوه متباين الفاظ دي، خو په يو مورد كښې جمع دي؛ ځكه، چې هر انسان ناطق وي.

متباين بيا درې ډوله لري:

  1. مثلان                          2. متخالفان               3. متقابلان

ومو ويل، چې متباين الفاظ هغه دي، چې هر يو لفظ ځانته بېله معنا لري او د هر يو معنا له بل سره په توپير كښې ده.

اوس د معناو دا توپير څو ډوله دى، چې دغه ډولونه، تماثل، تخالف او تقابل دي او دغه راز الفاظو ته متماثل، متقابل او متخالف ويل كيږي.

دوه توپيرلرونكي الفاظ به يا داسې وي، چې په يو واحد حقيقت كښې به د هغو شتون او ګډ ټكي ته پام شوى وي يا به نه وي شوى او يا به دواړه په يو حقيقت كښې ګډ  وي يا نه او كه  دغه ګډ ټكي ته پام نه وي شوى؛ نو دا معناوې كه داسې وي، چې په يو ځاى يو وخت او له يو اړخه يې يو ځاى كېدل ممكن نه وي. يعنې دواړه معناوې له يو بل سره تنافر او تعاند لري؛ نو دا متقابلان دي او كه نه يې لري؛ نو متخالفان ګڼل كېږي.

دا خبره يو څه وضاحت ته اړتيا لري؛ نو كه خوښه مو وي دا ډولونه به ښه وڅېړو:

  1. مِثلان  : مثلان هغه دوه لفظونه دي، چې په يو واحد حقيقت كښې شتون او ګډ ټكى لري او دغه اشتراك يا ګډولې ته يې پام هم شوى وي او په نظر كښې نيول شوى وي. لكه رحمان او ايمل، چې دواړه نومونه دي او په انسانيت كښې شريك دي او دې اشتراك ته پام هم شوى دى، يا لكه انسان او اس، چې مشترك ټكى يې حيوانيت دى. يعنې دواړه حيوان او ژوندي همساري دي. البته كه دغه ګډ ټكى په پام كښې ونه نيول شي؛ نو رحمان او ايمل يا انسان او اس كوم اشتراك نه لري او متخالف الفاظ دي.

كه دا اشتراك او تماثل په نوع كښې وي لكه رحمان او ايمل، چې د انسانيت په نوع كښې سره ګډ دي؛ نو دغو دواړو ته (مثلين يا متماثلين) يا هم مثله وايي.

كه په جنس كښې سره ګډ وي لكه انسان او اس، چې د حيوانيت له جنسه دي؛ نو دغو دواړو ته (متجانسين) يا همجنسه وايي.

كه په كم يعنې اندازې او مقدار (څومره والي) كښې دوه څيزونه سره يو شان وي؛ نو هغو ته (متساويين) يعنې مساوي وايي.

او كه په كيف (څرنګوالي) كيفيت او بڼه كښې يو شان وي؛ نو (متشابهين) ورته وايي.

البته د دغو ټولو ګډ نوم (تماثل) يا هم مثله دى.

  1. متخالفان : هغه دوه بېلا بېل الفاظ، چې يواځې يې  توپير په پام كښې ونيول شي؛نو كه له صفاتو وي؛ په يوځاى كښې جمع كيدى شي. لكه انسان او اس، (كه په دې سترګه ورته وګورو، چې انسان، انسان دى او اس، اس؛نه له دې اړخه، چې دواړه په حيوانيت كښې ګډ دي. همداراز لكه اوبه_ هوا، خاوره_ سپوږمۍ، لمر_ ځمكه او داسې نور.

يا لكه توروالى او خوږوالى، ميړانتيا او سخاوت، سپين والى او تور والى.

  1. متقابلان : متقابل هغه دوه لفظونه يا معناوې دي، چې په يو ځاى كښې په يو وخت او له يوه اړخه نه شي جمع كيدى. لكه انسان، او لا انسان، ړوند او بينا، زوى توب او پلارتوب، تور او سپين.

په دې تعريف كښې مو څو شرطونه ذكر كړل. د يو ځاى په شرط سره مو د تور او سپين د هغه ځاى او تقابل له تعريفه وويست، چې په دوه جلا څيزونو كښې توروالى او سپين والى وي. لكه تور قلم او سپين كاغذ، چې دلته كاغذ او قلم دوه جدا څيزونه او ځايونه دي او ممكنه هم ده، چې كاغذ سپين او قلم تور وي.

دغه راز مو د يو اړخ پر شرط پلاروالى او زوى والى له تعريفه وويستل. په هغه ځاى كښې، چې دغو دوه صفتونو ته له دوه اړخونو وګورو. مثلاً يو كس كيدى شي د يو چا پلار وي او د يو چا زوى. دلته اړخونه جدا دي، خو نه شي كيدى، چې د يو كس زوى وي او د هماغه كس پلار او د تقابل په تعريف كښې مو د يو وخت پر شرط هغه تقابل له تعريفه وويست، چې وختونه يې جلا جلا دي. لكه تودوالى او سوړوالى، چې په يو وخت يوځاى نه شي جمع كيدى، خو ممكنه ده يو بدن په يو وخت تود وي او بل وخت سوړ.

 

د تقابل ډولونه

تقابل څلور بڼې لري:

د نقيضينو تقابل يا سلب او ايجاب: لكه انسان  لا انسان، (سړى نه سړى)، روڼ او نه روڼ.

نقيضان : هغه دوه وجودي او عدمي څيزونه دي، چې نه په يوځاى كښې جمع كيږي او نه رفع كيږي. لكه انسان او لا انسان، هر يو څيز به يا انسان وي او يا لا انسان او عقل له دې  پرته د درېيم څيز تصور نه شي كولى اوله عقلي نظره دا دوه څيزونه نه په يو مورد كښې جمع كيدى شي او نه رفع كيدى شي.

د ملكې او عدم ملكې تقابل: لكه ړوندوالى او بيناوالى، كوڼ والى او اورېدنه، زوج والى او مجردي. دلته بيناوالى ملكه ده او وړوندوالى عدم ملكه. يعنې د دغه ملكې او صلاحيت نشتوالى. همدا راز نور مثالونه.

البته د ملكې شرط مو؛ ځكه لګولى، چې مونږ هغه څيز يا چا ته وړوند نه شو ويلى، چې بيخي د كتلو صلاحيت نه لري. لكه كاڼي ته نه شو ويلى، چې دا كاڼى وړوند دى؛ ځكه، چې هغه بيخي د كتلو ملكه او صلاحيت نه لري، بلكې انسان يا بل داسې څيز، چې د كتلو ملكه لري ،خو نظر يې له لاسه وركړى وي؛ هغه ته وړوند ويلى شو،چې دا د نقيضانو په شان نه دى، چې نه په يو څيز كښې دواړه جمع كيدى شي او نه رفع كيدى شي، بلكې دا دوه له يوه مورده رفع كيدى شي، خو جمع كيدى په كښې نه شي. لكه كاڼى نه وړوند دى نه بينا. نه واده كړى او او نه زوج دى او نه لنډه غر او مجرد؛ ځكه، چې كاڼى د دغو صفاتو ملكه او صلاحيت نه لري.

پردې بنسټ د ملكې او عدم ملكې تعريف به داسې شي: هغه وجودي او عدمي څيزونه يا امرونه، چې په يو ځاى كښې جمع كيدى نه شي، خو له يوه ځايه دواړه رفع كيدى شي.

د ضدينو تقابل: ضدان يا اضداد هغه دوه وجودي صفتونه دي، چې په يو څيز كښې راتلى شي، خو دواړه په يو ځاى كښې نه شي جمع كيدى او په يو خبرېدل او پوهېدل په بل موقوف نه وي.

لكه تودوالى-  سوړوالى، تور-  سپين، فضيلت او رذالت، وېره او مېړانه، سپكوالى او دروندوالى.

په تعريف كښې مو وويل، چې ضدان بايد په يو بل څيز كښې وي. يعنې د يو بل څه صفت وي؛ نو د دې مطلب دا دى، چې ذات نه وي. لكه انسان او اس په خپلو كښې متضاد څيزونه نه دي؛ ځكه، چې صفت نه دى، بلكې تور او سپين، چې صفتونه دي د يو بل متضاد كيدى شي.

د متضايفينو تقابل: لكه پلاراو زوى، بره_ كښته، لومړى _ وروستى، علت _ معلول، خالق_ مخلوق.

دغو مثالونو ته له ځيرتيا پوهېږو، چې :

لومړى: په دوه متضايفو څيزونو كښې، چې كله د يو تصور وشي؛ نو ارو مرو به ورسره مقابل لورى هم تعقل مومي. لكه كه ووايو، چې علت يا پلار؛ نو بايد معلوم او زوى هم ورسره متصور شي.

دوه يم: داسې نه شي كيدى، چې يو څيز له يوه اړخه د دوه متضايفو څيزونو موضوع وي. لكه نه شي كيدى، چې يو كس د يو سړي هم پلار وي او هم زوى. البته دا ممكنه ده، چې يو كس د يو چا پلار وي او د بل چا زوى او په يو وخت كښې ورته هم پلار وويل شي او هم زوى. همدغه شان ممكنه نه ده، چې يو څيز تر بل څيز هم لاندې وي هم باندې.

درېيم: په دغو بېلګوكښې كيداى شي، چې ځينې متقابل څيزونه له يوځاى څخه رفع شي. لكه واجب الوجود (خداى) نه  لاندې دى نه باندې يا كاڼى نه پلار دى نه زوى.

دغو ټكو ته په پام سره د متضايفينو تعريف داسې كولى شو:

هغه دوه وجودي څيزونه، چې پر يو ځاى يې تصور كيږي او له يوه اړخه په يوې موضوع او مورد كښې نه جمع كيږي.

البته دواړه له يوې موضوع رفع كيدى او ليرې كيدى شي.

دوه لفظه

(كه له يو بل سره مقايسه شي؛ نو دا ډولونه لري)

¯

________________________________________

¯                                                                           ¯

مترادفان                                                              متباينان

¯

______________________________________________

¯                                            ¯                                           ¯

متقابلان                              متخالفان                     متماثلان

¯

______________________________________________

¯                                ¯                              ¯                              ¯

نقيضان                   عدم اوملكه           ضدان            متضايفان