د قرآن ځليدا او د غليمانو پاريدا

د قرآن ځليدا او د غليمانو پاريدا

 

قرآن مجيد د اسلام د ګران پيغمبر يوه ژوندۍ معجزه او د لوړو معارفو حکمتونو او تعليماتو نه ختميدونکي خزانه ده. دغه الهي کتاب د ليدتوګو او چلندونو سم او ناسم معياردي. د محتوا بډايتوب د کلام ښکلا، د متن فصاحت او بلاغت او د غه کتاب لوړ مفهومونه ډير اوڅاره او د پام وړ دي. له دې امله قرآن هم د وخت د مسلمانانو لپاره جذبوونکي رسالت لري او هم د اوسنيو نسلونو لپاره حکمت او خبره او پوهه مرجع ده

قرآن له يوې خوا د عالمانو او متفکرانو پام ځان ته متوجه کوي او له بلې خوا يې د ځان په لور له ايمان او عشقه ډک زړونه جذب کړي دي. په ټولنيزو لورنيونو او سياسي مسئلو کې الهام بخښونکي او غوټه پرانيستونکي دي او د امتونو او تمدنونو يا هڅوبونو د غوړيدا او نسکوريدا له برخليک سره په بلدګيرۍ کې ترې پند اوعبرت اخستل کيږي. قرآن هم د هدايت، ارشاد او حکمت کتاب او هم د سياست، علم، عزت او بصيرت کتاب دي .
د قرآن پاک ځانګړنه په دې کې ده چې له هغې جاذبې او باور سره چې لري ئې، له تحريف پرته او محفوظ دي، هماغه ډول چې د وحې د فرښتې په وسيله نازل شوي، خوندي ساتل شوي دي او د ټولو په اختيارکې دي .دغه لويه معجزه د ژوند هغو قوانينو ټولګه ده چې د انسان لپاره نازل شوي دي. د قرآن پاک په زړه پورې آيتونه روښانه وي چې قوانين ئې د برلاسه او لوي خداي له خوا نازل شوي چې له ټولو اړخونو د مخلوقاتو پر وجود پوه او حاکميت لري او دغه ډول انساني قوانين د طبيعت د پيښو او بدلونونو تر اغيز لاندې نه ورځي. حکيم او واحد خداي چې تورات او بيا ئې ورپسې انجيل نازل کړ، قرآن مجيد ئې د هغو تصديق کوونکي او بشپړونکي وګرځوه ّ او د دغه آسماني کتاب د انعام سورې په ۹۲ آيت کې راغلي دي ؛، دا  کتاب له داسې برکتونو ډک دي چې د تاسو لپاره راليږل شوي دي او هغه څه چې له دې(له دغه آسماني کتابه) مخکې راغلي دي تائيدوي :.
قرآن پاک د نازيليدا له پيله پاک او سوچه زړونه خپلو حيات بخښونکو آيتونو ته جذب کړل او پخپل رغنده دين سره ﺉ ې له وحشي قومي او ککړې ټولنې څخه د روزل شويو انسانانو او متمدنه ټولنه رامينڅته کړه.

په عين حال کې د قرآنن پاک د زياتيدونکي نفوذ د مخنيوي لپاره د ګټه غواړو کافرانو يوه ډلې دا کله افسانه او کيسه بلله او ادعا يې کوله چې د دې په شان خبرې کولي شي او کله به يې قرآن د هغو شعرونو ټولګه بلله چې پيغمبر ويلي دي حال دا چې د اسلام ګران پيغمبر د قرآن له نزوله مخکې يو امّي او بې سواده  کس ؤ . له بلې خوا قرآن مجيد د ځان د معجزه  ثابتولو بللو لپاره مخالفان مبارزې ته وبلل او ترې يې وغوښتل چې که کولي شئ د دې په څير دې خبرې وکړي او په دې مخامخيدا کې دې (له خداي پرته ) له هر چا مرسته وغواړي .قرآن له دغو مخالفانو غوړاي چې که کولئ شي د قرآن په شان لس اويا حتي يوه سوره راوړي. د بقرې سورې په ۲۳ آيت کې راغلي دي :، که په هغه څه کې چې پخپل بنده (پيِغمبر) مو نازل کړل په شک کې ياست ، نو د هغو په څير يوه  سوره راوړﺉ او له (د دې کار لپاره) خدآي پرته خپلو ګواهانو ته بلنه ورکړﺉکه  ريښتياوائئ ؛.  خو له څوارلس پيړيو تيريدا وروسته اوس هم څوک نه دي توانيدلي په عربي ژبه داسې کلام راوړي چې د محتوا له بډايتوب او د فصاحت او په ښکلا کې له قرآن سره برابر وي .
په دې باب قرآن علم او پوهه د قرآن په باب د قضاوت اساس ګرځوي او په دې کې ټولو ته د تدبر بلنه ورکوي ځکه چې قرآن د پوهانو او متفکرانو په تائيد سره خوره لويه علمي معجزه ده.

د جرمني شاعر ګوئټه وايي ، هر څومره چې دعلم او پوهې په لاره کې وړاندې لاړم نو د بې ځايه تعصب پر دې مې وشلولې، د  قران او اسلام سپيڅلي تعليمات په مونږ کې ډيرې حيرانتياوې رامينځته کړې او نزدې ده چې دغه کتاب درسته نړۍ ځان ته جلب کړي او د نړۍ په عمل او پوهې کې ژورې اغيزې رامينځته کړي او په نتيجې کې د نړۍ مدار وګرځي .
پر ويښو وجدانونو د قرآن له ځليدا سره سره تل داسې کسان تير شوي چې له دغه لارښوونکي نوره تيښتيدلي او پخپل اند ددغه نور په خاموش کولو پسې وو. خو تاريخ د دغې غرضي ډلې د بې وسۍ ګواهي ورکوي چې د قرآن په ضد په  سناريو ګانو جوړولو سره ﺉې د دغه آسماني کتاب مقابلې ته مخه کړې او هڅه کوي د دې پر حريم تيري وکړي .
له قرآن سره وروستۍ مقابله د يوه سپيرهّ امريکايي پادري په وسيله شوې ده .امريکايي پادري تيري جونز څو مياشتې وړاندې ويلي ؤ چې د ستمبر د يولسمې نيټې د پيښې د کليزې په وخت نيت لري د قرآن څو نسخې وسوځوي . خو د مسلمانانو پراخو اعتراضونو هغه دې ته اړ باسهّ چې شاتګ وکړي . په عين حال کې دغه بلاغواړي پادري د مسلمانانو د آسماني کتاب له سپکاويو لاس په سرنه شو او له دې پرته چې قرآن يي مطالعه کړي وي، د مارچ په شلمه ﺉې بيا په ليونتوب، سپين سترګيتوب او نه بخښونکو سپکاويو سره قرآن په نښه کړ او وې سوڅوه ّ. د دغه کينه کښ پآدري سپين سترګيتوب د هغو شرغواړو او سپکو چلندونو دوام دي چې په تيره بيا په وروستيو کلونوکې په لويديځ کې په هدفمن ډول په ټولو ډګرونو کې د الهي دينونو او د هغو د سپيڅلتياؤ په ضد شوي دي.

البته په لوديځ کې له اسلام سره مقابله نوي ښکارنده نه ده او نن سبا دا په لوديڅ کې د يوه ديني او توکميزشکل سره ترسره کيږي چې وروستۍ موردﺉې د امريکا په فلوريډا ولايت کې د سپيره امريکاﺉي پادري په لاس د دغه آسماني کتاب سوځول دي چې د نړۍ ډير زيات اکثريت ورته د احترام په سترګه ګوري
تير کال د ويکټوريا کلارک پشمول د امريکا يو شمير شناندو د تيري جونز اقدامات د شهرت او پيسو د تر لاسه کولو په خاطربللي وو. کلارک د امريکا د ځينو فرقه پالومثالونو په وړاندې کولو سره وويل چې جونز نيت درلود د قرآن په وسوځولو د خپل مذهبي دکان لپاره لا زيات ګاهکان جذب کړي .په عين حال کې د قرآن پآک د سوځونې له تر اخېري پيښې وروسته ډيرو شناندو د هغه په سپيرو لاسونو د قرآن پآک سپکاوي د وحي د هغه ځواکمن کتاب د اساس په وړاندې د اسلام د دښمنانو د بې وسۍ بله نښه بللې چې پخپلو رغنده او په زړهّ پورې آيتونو سره ﺉې نړيوال افکار مسخّر کړي دي او په نړې کې د اسلام د چټک او حيرانونکي پراختيا سبب شوي دي .
ځيني کارپيژآند په دې اند دي چې په امريکا او اروپا کې د اسلامي ګروهنې پر پراختيا  سربيره په مسلمانو هيوادونو کې اسلامي ارزښتونو ته ستنيدا د مسلمانانو سپڅلتياؤ ته د سپکاويو په باب د امريکا او صهونيسټي بهيرونو لپاره يوه بله انګيزه حسابيږي. لويديځ په دې وسيله هڅه کوي څوعمومي د نړۍافکارپه غيرو مسلمانو ټولنو کې  د اسلامي ګروهنې او په اسلامي هيوادونو کې د اسلام اصيل اساس او اصولو ته د ستنيدا دوې څپې منحرفې کړي .
په لوديځ کې ډيرې خبري سرچينې په امريکا او اروپا کې د اسلامي ګروهنې د څپې د پرپراختيا اعتراف کوي .د انډيپينډينټ ورځپاڼې د راپور په اساس د اسلامي ضد تبليغاتو سره سره په وروستيو کلونوکې اسلام ته د امريکا او انګلستان د سپين پوستو ګروهنه، تر پام وړاندازې پورې زياته شوې ده .لس کاله مخکې په سرشميرنې کې د انګلستان د مسلمانانو شمير څوارلس زره تنه اعلان شوي ؤ چې دغه شميره اوس يولک کسان اټکل کيږي .نيويارک ټاﺉمز ورڅپاڼې هم څه موده مخکې راپور ورکړي ؤچې په امريکاکې له اسلام سره دبۍځنډه ګروهنې څپه لاپه پراختياده اوپه کال کې د مسلمانانودزياتيدااحسايه کابودوه لکه تنه ده .دم ګړۍ دانګلستان د ټولومسلمانانوشميرکابودرې ميليون اودامريکاﺉي مسلمانانو شمير هم کابواته ميليون تنه اټکل کيږي .
د اسلام غليمان هڅه کوي څو د اسلام د پآک دين ښکلاوې د نړۍ له خلکوپټې وساتې .خو که تيري جونز د قرآن پآک آيتونه مطالعه کړي واﺉ ، نو پوه شوي به ؤ چې اسلام او حقيقي مسيحيت په مهمو اصولو کې له يوه بل سره مشترک نظرلري .ځکه چې د يوه واحد خداي له لورې د انسان لپاره راليږل شوي دي .
د کينيډايو پوه ډاکټرګيري ميلرGaryMiller تر کلونو پورې د مسيحيت د دين پيروکارؤاو د مسيحّيت  يو فعال او مبلغ شميرل کيده. په لويديځوهيوادونو کې اسلام ته د ګروهنې په زياتيدا سره هغه فيصله وکړه قرآن ولولي څو پخپل ګمان پرتيروتنوﺉۍ پوه شي او د هغه باطيليدا ثابته کړي . هغه واﺉي، هغه ورځ مې قرآن لوستل پيل کړل څو تيروتنې پکې راپيداکړﺉ شم. خوهرڅومره مې قرآن لوسة، نو له لازياتو حقايقو سره  بلديدم چې ډير ﺉې حيرانولم . باور مې هم نه کيد او په دې ټکي پوه شوم چې قرآن ډيروهغومسئلو او چارو ته پآم کړي چې په نورو آسماني کتابونو کې ﺉې هيڅ نښې نښانې نه ښکاريږي او په دغه کتاب (قرآن ) کې هيڅ تيروتنه نشته . قرآن په پياوړو، روښانه او تل پاتې آيتونو سره انسانان پخپلو آيتونو کې تدبراو تفکر ته بولي . :.
د پوهنتون دغه استاد چې د قرآن په مطالعې سره ې د اسلام دين ومانهّ زياتوي، د قرآن په لوستلو سره مې تمه درلوده د هغو پيښو په باب چې د پيغمبر په وړاندې رامينځته شوي لکه چې د هغه د ماندنې مړينه او د هغه د بچيانو د ژوند خبرې به پکې ليکل شوي وي ، خو د زما د تمې په اپوټه د مريم په نامه د سورې په ليدو سره زما حيرانتيا ډيره  زياته شوه .په غې سورې کې د حضرت مريم  د عظمت او متزلت په باب خبرې شوي دي . دا په داسې حال کې دي چې په انجيل او تورات کې دحضرت مريم په نامه يوه سوره هم نشته .پردې سربيره په قرآن پاک کې د حضرت عيسي نامه ۲۵ ځله ذکر شوې ده. حال دا چې د اسلام د پيغمبر نامه کابو پنځه ځله ياد شوې ده او حتي په قرآن کې د پيغمبرد ميرمن او لور په نامه يوه سوره هم نشته .
حقيقت دا دي چې قرآن پاک يو داسې نوراني مشال دي چې سپيڅلي وړانګوﺉې درسته نړۍ رڼا کړې ده او ورځ په ورځ دغه رڼا او نور هم زياتيږي . پر دې اساس څرګنده ده چې ددغه الهي کتاب سپکاوي به نه يوازې په مسلمانانو کې ددغه آسماني کتاب نفوذ او مجبوبيت کم نه کړي بلکې غير مسلمانان به هم وهڅوي څودخوره جامع اووروستي آسماني کتاب په توګه دقرآن پآک په باب مطالعه وکړي څوپه ښه ډول ﺉې فکرروښانه شي او د ځان اود خپلو خپلوانو لپاره ترې ښه او غوره راتلونکي وټاکي.