حضرت فاطمة الزهرا د مقاومت او تل پاتی کیدا بیلګه

حضرت فاطمة الزهرا د مقاومت او تل پاتی کیدا بیلګه

 

مسلمانان نن سبا د نړۍ دوهمه لویه ټولنه پيژندل کیږی. دغه ټولنه له کابو1/5 میلیارډ جمیعت سره د پراختیا پًه حال کې ده او د اسلام ژور تعلیمات هم په بیلابیلو اړخونو کې ځان ته لا زیاتې لیدتوګې جذبوي . اوس مهال د نړۍ په وروستیو بدلونونو ته په پام سره مسلمانې میرمنې د اسلامی نړۍ د نفوسو یوې مهمې برخې په توګه په ټولنې کې رغنده او اغیز شیندونکي شتون ته اړتیا لري. داسې شتون چې په لوړو اسلامی ارزښتونو له ریښتوني تفکر او ایمان څخه راپورته شوی وی.

دغه شتون د میرمنو د سیاسی او ټولنیزو فعالیتونو په څرنګوالي کې نوي ځانګړتیاوې وړاندې کولی شي. له دې امله له هغې بیلګې ته مخه کول چې د دغه هدفمن شتون څرنګوالی ښئ، ضروری دي

په اسلام کې د حضرت فاطمة الزهراسلام الله علیها په څير د ارزښمن شخصّیت وجود د میرمنې مقام او موقیعیت ته د دغه الهي دین د لوړ نظر ښودنه کوي. د اسلام د ګران پيغمبر د حضرت فاطمة الزهرا د زیږیدا له وخت راهسې له دغې بزرګوارې بی بی سره د خپل چلند په څرنګوالي سره عملا په پنځون کې د میرمنې ارزښمن مقام معرفي کړ. هغه بزرګوار د میرمنو په نسبت د جاهلو لیدتوګو په بدلولو سره په ټولنې کې د هغوي د ټولنیز، روزنیز او سیاسی رول او روحي ځانګړتیاوې بیان کړي.

د حضرت فاطمة الزهرا ژوند په یوه داسې کور کې پیل شو چې د کفر، شرک او نفاق په ضد د بیلا بیلو سیاسی مبارزو مرکز ؤ. د هغې بزرګوار ې پلاراو خاوند حضرت امام علی علیه السلام د کفر په خلاف د اسلام د مبارزو او غزاګانو په دورکې ډيرې هلې ځلې کړي دي او په دغو ټول هلو ځلو کې حضرت فاطمة الزهرا ورسره ملګرې وه. له خپل پلار او خاوند سره د دغې پاکې بی بی ملګرتیا د هغوي ټولنیز رول لا روښانه کاوهّ . حضرت فاطمه بی بی له هماغه وړکوالي د هغو شپو ورځو له بدلونونو او کړکیچونو سره یو ځاي په عملي توګه په ټولنیزو او سیاسی ډګرونو کې د شتون روده زده کړه .دغه پاکه بی بی د هغه پلار ترڅنګ لویه شوه چې یو لوي نړیوال رسالت ئې په غاړه درلود. په همدې دلیل له هماغه وړکوالي د مبارزو له سختوالي سره مخامخ شوه او په مکې کې د شتون په تیره بیا په :شعب ابوطالب :کې ئې د ژوند درې کلن شختوالی په ټول وجود سره احساس کړ. د هغې بی بی دغو سختوالو او کړاؤنو هغه بزرګواره په راتلونکو کې د لا سترو ستونزو او مشکلاتو په وړاندې د مقاومت او دریدا لپاره چمتو کړه.

د بعثت په لومړیو کې د اسلام د ګران پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله د ژوند ساتل اوله هغه بزرګواره ملاتړ د هغو کسانو یوه خوره مهمه دنده وه چې د خداي د رسول په حقانیت او د هغه پر دین ئې ایمان راوړی ؤ . پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله له هغه وخته چې خپل رسالت ئې څرګند کړڅو تر هغه وخته چې مدینې ته ئې هجرت وکړ، د کافرانو په لاس ډيروکړل شو . د قریشو لویانو حتی د هغه بزرګوارځينو ترونو د رسول الله مبارک کړولو ته د خلکو پر لمسولو سربیره پخپله ئې هم په دې زمینې کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول هیڅ هڅه نه سپموله. فاطمة الزهرا په هغه وخت کې ډیره وړه وه .

کله به دښمنانو د پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله  پر سر خځلې اچولې نو کله چې پیغمبر اکرم کور ته تلو نو فاطمه بی بی په داسې حال کې چې له سترګو به ئې اوښکې روانې وې د خپل پلار بزرګوار له مخ او سره به ئې دوړې او خځلې پاکولې . خو پیغمبر اکرم هغې ته د استقامت او پر خداي د توکل درس ورکاوهّ او فرمايل به ئې ؛، ګرانې لورې،غمجنه کیږه مه، او اوښکې مه تویوه چې خداي پاک د تا د پلار ساتونکی دی؛.

یوه ورځ چې پيغمبر اکرم په مسجد الحرام کې په سجدې پروت ؤ، نو یو شمیر کافرانو د ابوجهل په حکم د هغه بزرګوار په سر د پسهّ لړمون(لری) واچوه . دا خبر فاطمه بی بی ته ورسید، هغه بی بی په منډه مسجد الحرام ته ورغله او پخپلو واړو واړو لاسونو سره ئې د پیغمبر د پاسه هغه لړمون لیرې کړ او په میړنتوب سره ئې ابو جهل او د هغه ملګري ورټل .

هره ورځ پر پیغمبر اکرم د مشرکانو دباؤنه زیاتیدل او فاطمه بی بی هره ورځ چې تیریده د مبارزې او مقاومت له څرنګوالي سره بلدیدله، تردې چې له مکې مدینې ته د هجرت وخت راورسید. ځکه پر پیغمبر او مسلمانانو د مشرکانو او کافرانو کړاؤنه ډير زیات شوي وو . دغه هجرت یو لړخطرې هم په ځان پسې درلودې . حضرت فاطمه بی بی له دوو نورو بیبیانو سره د حضرت امام علی علیه السلام په سرپرستۍ کې له مکې مدینې ته اوږد سفر په سختې تودوخې کې وکړ او د مهاجرت ډیرې ستختیانې ئې وزغملې.

حضرت فاطمه له حضرت امام علی علیه السلام سره له واده ّ وروسته د اسلام د دوهم لمبر کس کورته لاړه. هغې بی بی د اسلام او د خپل خاوند حساس موقیعیت ښه درک کاوه . دغه پاکه بی بی په داسې وخت کې د حضرت علی ماندینه شوه چې د اسلام لښکر تل په تیارسۍ کې ؤ. هر کال څو جنګونه کیدل او علي د اسلام له ګران پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله سره یوځاي په دغوغزاګانو کې د اسلام د نوي نیالګي دفاع کوله .علی مجبوره ؤ چې له خپل کوره لیرې پاتې شی او د جهاد او تبلیغي ماموریّتونو په ډګرونو کې شتون ولري .د حضرت علی په غیاب کې فاطمه بی بی خپله دنده په ډیر ښه انداز سره ترسره کوله . د حضرت فاطمه بی بی هلو ځلو حضرت علی ته ډیره حوصله ورکوله څوهغه په ډاډ سره د جهاد په ډګرونو کې شتون ولري. فاظمه بی بی ښه پوهیدله چې کور د آرامښت او هوساینې ځاي دی . پردې اساس کله چې حضرت علی له کار او یا له جهاده ستړی کور ته ستنیدهّ، نو فاطمه بی بی د امام بزرګوار د آرامښت او دمې لپآره د کور فضا برابروله او د خداي په لاره کې د مجاهدت د دوام لپآره به ئې حضرت امام علی هڅاوهّ. د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا..علیها روده استقامت ته د سړیو په هڅونې کې دمیرمنو د مهم او اغیزمن رول ښودنه کوي. دغې پاکې بی بی د کور پرمسولیتونو سربیره  د جنګ د شهیدانو او د سرښیندونکو له کورنیو سره هم ډيره مرسته او خواخوږي کوله . کله کله هم له میرمنو جوړو مرستندویو ډلو سره يې یوځاي د غزاګانو د ټپیانو درملنه هم کوله. د احد په غزا کې کله پیغمبراکرم ټپي شو، نو فاطمه په هغه ځاي کې موجوده وه او کله یې د خپل پلار بزرګوارټپي مخ ته وکتل، نو د هغه بزرګوارله مخه یې وینې پآکې کړې .وروسته یې ورته اوبه راوړې او د خداي د رسول مخ یې ووینځه هم دا راز نقل شوي دي چې حضرت فاطمه د خندق په غزا کې د رسول ا.. بزرګوار لپآره یوه ډوډۍ وروړه . پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله تر ې وپوښتل،دا څه دي؟ فاطمه بی بی ځواب ورکړ، پلاره، دا مو تا ته ډوډۍ پخه کړې ده خو زړه مو کراری نه درلود تردې چې تا ته مو راوړه ؛.پیغمبر اکرم وفرمایل دا لومړني خوړهّ دي چې له درو ورځو وروسته يې خورم :.

د حضرت فاطمة الزهراسلام ا…علیها ټول ژوند د حق په لاره کې مبارزه او استقامت ؤ . په همدې دلیل د پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله له وفاته وروسته يې په ټول توان سره د اسلام د آیيډیالونو دفاع وکړه او خلکو ته يې د هغو انحرافي خطرو په باب چې اسلامی ټولنه يې ګواښله خبرداری ورکړ. دوی هدفمنه مبارزه کوله . په دغې مبارزې کې د هغې بزرګوارې موخه مقام اوشتمني نه بلکې له بدعت او انحرافه د اسلام د حقیقت خوندي ساتل وو . فاطمه بی بی هڅه کوله چې د اسلام او خلکو د حق دفاع وکړي اوخوندي يې وساتي. ځان منامي او انحصارپالنه د اسلام د ګران پیغمبر د پاکې لورحضرت فاطمه بی بی له روح او فکره لیرې وه . هغې بزرګوارې هڅه درلوده څو د خداي او قرآن قوانین د تحریف او لاسوهنې له خطرې خوندي وساتي. هغې بی بی دغو موخو ته د رسیدا لپآره په لاره کې ډيرې ټيټې هسکې ولیدلې . له احتجاج او استدلاله رانیولې د خلکو د پوهولو او خبرولو لپاره ترویناؤ پورې په ټولو مرحلو کې له ډيرو روحي دباؤنو او کړاؤنو سره سره، پر حقه دریځونو د دغې پاکې بی بی دریدا او مقاومت له هر څه زیات روښانه وو . هغه دریځونه چې د اسلام او په اسلامی ټولنې کې یې له پیغمبره وروسته د رهبرۍ د څرنګوالي روښانه اصول بیانول .

د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا… علیها په سیرت او کردار کې دقت د مونږ لپآره روښانوي چې دغې پاکې بی بی په پوهو تدبیرونو سره له دښمن سره د مبارزې او له ظلم سره د مقابلې ډګر له وخت او ځايه ورآخوا پرخ کړ. له دې امله ده چې اوس مهال هم د دغې پآکې بی بی په سیرت په تکیې سره د مسلمانو میرمنو د لوبونکي رول کتونکي یو. د حضرت فاطمه بی بی یو خورالوي عملي درس، د ارزښتونو په ساتلو سره په غزاګانو او سیاسی او ټولنیزو ډګرونو کې د میرمنو فعال شتون دی . د ایران په اسلامی انقلاب کې دغه شتون په روښآنه ډول ځلاو موندله او د نړۍ په سویه د مسلمانو میرمنو بیلګه شو. د ایران مسلمانو میرمنې د حضرت فاطمه په څیرد بیلګې په درلودلو سره وتوانیدې د اسلامی انقلاب په رامینځته کیدا او بریالیتوب کې مهم رول ولوبوي. دوﺉ د فاطمه بی بی د وجودی اړخونو په پيژندګلوۍ او د هغې بزرګوارې د مبارزې او تل پاتیکیدا له کلتورسره په بلدتیا سره د اسلامی انقلاب د آييډیالونو دفاع وکړه . هم دا رز د حضرت فاطمة الزهراسلام الله علیها سیرت ته مخه کولو د ایرا ن مسلمانې میرمنې د ایران په ضد د صدام او د هغه د ملاتړو په اته کلن تپلي جنګ کې کم ساري مقاومت او یوې تل پاتې حماسې پنځولوته وهڅولې .د ایران مسلمانې میرمنې په دفاع او مجاهدت کې د سړیو هڅونکې وې او دغه روحیّه د هغوي له پیاوړي اعتقاداتو څخه راپورته شوې وه .کله کله په ځینو شرايطو کې دغه پیاوړي انګیزه او مضبوت هوډ د هغو میّندو او ماندینوؤ چې سړی يې د دفاع او مباررزې په دوام کې هڅول . دوي پخپلو خاوندانو او  بچیانو کې د مقاومت او د روحّې په رامینځته کولو کې مهم رول درلود

دا دی اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانې میرمنې هڅه کوي څو په ځان باوري او خپل اسلامی هوّيت ؤپيژني . د امریکا نیویارک ټايمزورځپاڼې په یوه راپورکې د مسلمانو میرمنو پر ویښیتا په تکیې سره لیکلی دي، په درستې اسلامی نړۍ کې یعنی له شمالی افریقا او مینځنی ختیځه رانیولې تر جنوبی آسیا پورې په بیلابیلو کلتورونو خو د پیاوړو دیني باورونو او ایمان په درلودلو کې په اشتراک سره  د میرمنو ډلې، د یوه غورځنګ په جوړولو لګیا دی :.

هیله ده چې د نړۍ مسلمانې میرمنې د اسلام په حقیقي پيژندګلوۍ او د حضرت فاطمةالزهراسلا م ا…علیها په څیر د بیلګو په درلودلو سره  د ټولنې په بیلابیلو ډګرونو کې خپل مقاومت او شتون لا زیات پیاوړی او روښانه کړي.