روڼ ايمان

روڼ ايمان: حسين بن روح نوبختي(عليه الرحمة)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د امام زمان (عج) دويم نائب محمد بن عثمان وفات شوے ؤ او د بغداد خلک د هغه له وفاته خبر وو او د هغه په هکله يې ډيرې خبرې کولې.

د بغداد بازار ډير ګرم و او هر څوک په خپل کار کسب لګيا وو د ښار د بازار په مينځ کښې يوه ښځه په سترکښې ورو ورو روانه وه او داسې ښکاريده لکه چې په چا پسې ګرځي،حيرانه سرګردانه وه، دومره لار يې وهلې وه چې نور يې د تللو وس نه ؤ، د بازار په خلکو کښې دې ښځې داسې سړے وليد چې پرهيزګار ښکاريده، وړاندې لاړه او هغه سړي ته يې سلام وکړ هغه سړي ترې پوښتنه وکړه: ماسره دې څه کار ؤ؟

ښځې وويل: له ډيره وخته زه د دولسم امام (عج) وکيل پسې ګرځم اول خو محمد بن عثمان د هغه وکيل ؤ خو اوس چې هغه وفات شوے دے نو نۀ پوهيږم چې د هغه ځاي ناستې څوک دے زه خپل امام سره کار لرم نو بايد د امام(عج) وکيل پيدا کړم او له دې سرګردانۍ نجات بيامومم نو پوښتنه کوم چې د امام (عج) دريم وکيل پيژنې؟ سړي وويل: هو! هغه پيژنم د هغه نوم ((حسين بن نوح)) دے او اوس د امام (عج) نائب دے شيعه د خپلو ستونزو هوارولو او اړتياؤ پوره کولو لپاره هغه ته رجوع کوي. هغه سړے د ښځې د ستونزو هوارولو لپاره روان شو او هغه سرګردانه ښځه هم ورپسې روانه شوه هغوي د حسين بن نوح نوبختی کور طرف ته لاړل، په لاره کښې ښځې ځان سره وويل:؛؛ ماته څه پته ده چې دا سړے رښتيا وايي؟ کوم سړی سره چې ملاويږو کيدې شي هغه د امام (عج) وکيل نه وي؛ په ټوله لاره يې ډير فکرونه وکړل او په هر څه کښې يې شک شو او له همدې سبب يې زړه کښې وويل چې د امام (عج) وکيل به آزمويم. لږ ساعت وروسته دواړه د امام(عج) د دريم وکيل کور ته ورسيدل، سړي اخوا ديخوا ښه وکتل بيا يې د کور ور وواهه. د کور خدمتګار د کور ور خلاص کړ او د سلام او دعا نه پس  يې پوښتنه وکړه ((چا سره مو کار ؤ؟ )) هغه وويل: ((د امام (عج) وکيل سره مو کاردے هغه کور شته که نه؟)) خدمتګار وويل: ((لږ غوندې صبر وکړئ)) هغه دواړه لږ ساعت د کور ور سره ودريدل بيا خدمتګار راووته او په خندا يې وويل: ((راځئ، هغوي د ننوتلو اجازت درکړ)) سړے او ښځه دواړه کور ته ننوتل له غولي (انګڼه) تير شول او يوې وړې کوټې ته ننوتل چې هلته د امام (عج) وکيل ناست و هغه نورانی او عزتمن سړے ميلمنو ته پاڅيده، په خير راغلے يې ورته وويل او د هغوي درناوې يې وکړ بيا يې ترې پوښتنه وکړه ((زه ستاسو څه خدمت کولې شم؟))

لارښوونکي سړي وويل: ((نن په بازار کښې ګرځيدم چې دې ښځې رانه د دريم نائب تپوس وکړ دې ته مې وويل چې زه يې پيژنم، اوس تا ته راغلي يو چې د دې ښځې ستونزه هوارولو کښې مرسته وکړئ)) بيا ښځې وويل: ((ما اوريدلي دي چې ته د  امام (عج) وکيل يې؛ وړاندې له دې چې نورې پوښتنې وکړم اول بايد زما د يوې خبرې ځواب راکړے که ستا ځواب صحيح ؤ نو بيا به درنه نورې پوښتنې کوم)) حسين بن روح وفرمايل: ((پوښتنه دې څه ده؟)) ښځې وويل: ((ما ته دا ووايه چې ما ځان سره څه راوړي دي چې هغه خپل امام (عج) ته ورکول غواړم؟)) هغه بزرګوار ورته ووفرمايل: ((لاړه شه او د پيسو هغه کڅوړه چې ځان سره دې پټه کړې ده د دجلې سيند ته واچوه بيا بيرته راشه)) ښځه له کوره ووته ځان يې دجلې ته ورسول بيا يې د پيسو هغه کڅوړه سيند ته وغورځوله او بيا زر زر د حسين بن روح کور ته راغله.

کله څه دا ښځه هغه بزرګوار ته راورسيده نوحسين بن روح خپل مريې ته وويل: ((لاړ شه او د دې ښځې د پيسو کڅوړه راوړه)) مريې يوې بلې کوټې ته لاړ او لږ ساعت پس يې هغه کڅوړه راوړه کومه چې دې ښځې دجلې ته غورځولې وه او دې ښځې ته يې ورکړه. ښځه، چې له دې خبرې ډيره حيرانه شوې وه ويي ويل: هو! قسم په خداي دے دا هماغه کڅوړه ده چې ما دجلې ته غورځولې وه)) بيا حسين بن روح هغې ښځې ته وويل: ((غواړې چې درته ووايم چې په کڅوړے کښې څه دي؟)) ښځې وويل: ((غواړم چې له ته څه واورم)) هغه بزرګوار ووفرمايل: ((په دې کڅوړې کښې يوه جوړه د سرو زرو بنګړي دي او د جواهرو يو لوي اميل او دوه وړاه اميلونه دي. په دې کڅوړے کښې دوه ګوتۍ هم دي چې د يوې غمې فيروزه او بلې غمې عقيق دے)) ښځې چې کله د کڅوړے خله بنده وليده او يقين شو روته چې خلاصه شوې نه ده نو حسين بن روح باندې يې باور وکړ او هغه يې د امام زمان (عج) رښتونې نائب وګاڼه.

دا عجيبه مطلب چې مو وليده دا د خداي او د امام زمان (عج) خاصه پيرزوينه ده. حسين بن روح له مخلصو مينه والو څخه ؤ او د امام (عج) په اطاعت او پيروي کښې زيارباستې او کوشش کوونکې ؤ.

هغه هم د امام زمان (عج) د نورو نائبانو غوندې امين، زړه ور،عالم او بريالے ؤ. ښاغلې حسين بن روح ځان ته داسې بيلګې او خصوصيت لرل چې نورو خلکو نه لرل. مثلا د هغه بيله بيلې ژبې زده وې او له ډيرو رازونو خبر ؤ هغه د اهل بيتو(ع) په مکتب کښې روزلې شوې ؤ او ټول نعمتونه يې د هغوي له طرفه لرل د حسين بن روح خبره د امام زمان (عج) خبره وه او د هغه ليک د امام زمان (عج) ليک ؤ د هغه له حکمه سر غړونه د امام (عج) له حکمه سر غړونه وه او د هغه پيروي د امام (عج) پيروي وه ځکه چې امام زمان (عج) فرمايلي وو: ((زما وکيل حسين بن روح له ما دے د هغه وينا زما وينا او د هغه ليک زما ليک دے)

 

پيژنګلوي

نوم: حسين

کنيت: ابوالقاسم

د وفات کال: د 326هجري کال د شعبان د مياشتې 15 نيټه

د دفن ځای: بغداد