د سهار پيغام

د سهار پيغام: محمد بن عثمان (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

عثمان بن سعيد د امام زمان (عج) لومړنې نايب وفات شوے ؤ. د هغه په ژوندانه به ډېر شيعه د هغه ليدو ته تلل او د هغه په وسيله به يې خپلې ستونزې هوارولې او هغه ته به خپل مشکلات وړاندې کول.

عثمان بن سعيد دولسم امام سره نيغه په نيغه رابطه او اړيکه لرله نو د خلکو د مشکلاتو د هوارولو به يې پوره پوره کوشش کاوۀ.

شيعه د عثمان بن سعيد په غم غمجن وو او هغه يې يو نيک او پرهيزګار انسان يادوۀ. د عثمان بن سعيد زوے هم د خپل پلار په غم کښې غمجن ؤ او د هغه پاک انسان په غم کښې له ټولو زيات ژړيدۀ. “محمد بن عثمان” به د مؤمنانو د ستونزو د هوارولو لپاره تل د پلار په څنګ کښې کوشش کاوۀ او د دولسم امام په اطاعت او پيروۍ کښې له نورو وړاندې ؤ. شيعو چې څنګه عثمان بن سعيد سره مينه لرله همدارنګ يې د هغه زوي محمد بن عثمان سره هم مينه لرله. محمد بن عثمان يو امين، پرهيزګار، زړه ور، مؤمن او د پاکو اهلبيتو عليهم السلام له مينه والو او خدمت کوونکيو څخه ؤ. هغه به هيڅکله د امام د وينا په وړاندې اعتراض او سستي نه کوله بلکه تل به د هغه حضرت له مخلصو شيعو ګڼل کيدۀ.

کله چې عثمان بن سعيد له دنيا لاړ او امام زمان(عج) سره د خلکو رابطه ممکنه نه وه په دغه وخت کښې د دولسم امام له طرفه محمد بن عثمان ته يو ليک راغے. دغه ليک د امام له طرفه يو پيغام ؤ.کله چې محمد بن عثمان هغه ليک وليد نو ښکل يې کړ او په سترګو يې کيښود بيا يې ډېر په مينه هغه ليک ولوسته . پيغام داسې ؤ: “بسم الله الرحمن الرحيم، انّا لله وَ إنّا إليهِ راجعون؛ د خدای حکم ته تسليم يو د د هغه په حکم راضي يو. پلار دې ښه په نيکه طريقه ژوند وکړ او ښه فخر سره له دنيا لاړ. خداي دې په هغه رحم وکړي او خدای دې خپلو اولياؤ اوامامانو سره محشور کړي. پلار به دې تل ځان پاکو امامانو ته نزدې کاوه او په دې لار کښې به يې ډېر کوشش کاوه او په دې لارې کښې يې پخه اراده لرله. خداي دې د هغه مخ تازه وګرځوي او هغه دې وبخښي”.

دې پيغام محمد بن عثمان ته يو نوې ژوند ورکړ او هغه پرې ډېر خوشحاله شو ځکه چې د امام ليک د پلار او زوي دواړو لپاره له هغوي د خداي او اهلبيتو(ع) د راضي کيدو دليل ؤ ځکه چې ډېر کم کسان دې نيکمرغۍ ته رسي.

محمد بن عثمان د ټولو مسلمانانو لپاره يوه پوره او روغه نمونه ده او ټول شيعه هغه سره ډېره مينه لري ځکه چې هغه د امام له نظره د عزت او درناوي وړ دے. امام د هغه په هکله داسې فرمايي: “خداي دې هغه وساتي ځکه چې د پلار په ژوندانه کښې هم وباندې زمونږ باور ؤ خداي دې له هغه او د هغه له پلاره خوشحاله اوسي او د پلار روح دې خوشحاله کړي. زوې يې هم زمونږ په نزد د پلار په څېر دے او د پلار ځاي ناستې دے؛ کومه خبره چې يې زما نه تاسو وکړه هغه زما خبره ده او زمونږ په حکم عمل کوي” په دې طريقه محمد بن عثمان د دويم نايب په توګه د امام زمان په خدمت مشغول شواو لکه څنګه به چې د هغه پلار د شيعو کارونه ترسره کول همدارنګ هغه هم د شيعوپه کارونو بوخت شو. محمد بن عثمان به د خلکو پوښتنې، شرعي مالونه، هديې او شکايتونه هغه حضرت ته وړل او د هغې له نتيجې او له خپل ملاقاته به يې خلک خبرول.

همدارنګ هغه شريف انسان به د امامانو د رازونو په پټولو کښې ډېر کوشش کاوه چې دښمنان ورته څه زيان ونه رسوي.

محمد بن عثمان به د امام د خوشحالۍ پوره پوره کوشش کاوۀ او د هغه د حکم په منلو کښې به يې هيڅ قسم غفلت او سستي نه کوله.

امام زمان خپلو ملګرو او شيعو سره ډېر مينه لري له همدې وجې په يو بل ليک کښې د عثمان بن سعيد په  غم او ياد کښې يې محمد بن عثمان ته ليکے ؤ، داسې فرمايي: “… خداي ستا اجر زياد کړه او خداي تا ته صبر درکړه ته غمجن شوې او مونږ هم غمجن شو. او د پلار جداي ته او زۀ دواړه خپه کړي او متأثر کړي يوو، خداي دې هغه په خپل رحمت خوشحاله کړي. د پلار نيکي دې دا ده چې ستا غوندې زوے لري، چې ځاي ناستې يې شې؛ د پلار لپاره دې بخښنه وغواړه بې شکه چې د شيعو زړونه ستا په مقام خوشحاله شوي دي او خدای به ستا مرسته کوي او تا ته به توان درکوي، خدای دې توفيق درکړي او ستا ساتونکې او نګهبان دې وسي…”.

هسې خو امام زمان په خپلو ټولو شيعو مين دے د هغوي مصيبت خپل مصيبت ګڼي او تل ورته دعا کوي خو ځينو ملګرو سره بيلګه مينه لري چې له هغوي څخه يو محمد بن عثمان ؤ چې هغوي هم د اهلبيتو(ع) کورنۍ سره ډېره زياده مينه لرله.

محمد بن عثمان چې د وحي له کورنۍ يې ډېر علمونه زده کړي وو، تل به په خپله ذمه وارۍ اخته ؤ او امام زمان(ع) سره د تعلق په وجه يې ځينې کرامتونه لرل چې شيعه به يې حيرانول له همدې وجې نۀ هغه ته چا دروغ ويلي شو او نۀ يې ترې څه پټولې شو.

د محمد بن عثمان ډېر کارونه زده وو او ورباندې ښه پوه ؤ. هغه به د خلکو ټولې خبرې بې له څه کمي زياتي اوريدے، هماغه شان به يې امام(عج) ته وړلے او د هغه حضرت ځواب به يې خلکو ته روښانه بيانول. تر څو چې هغه موجود ؤ ټول مؤمنان خوشحاله او په آرام وو او د خدای د دې لوي نعمت شکر به يې کاوۀ. د هغه دا ټول مقام او عزت د ولايت د صحيح پيروۍ د لاسه ؤ، د خداي رضا به يې د امام په رضا کښې ليدله او له داسې کارونو به يې ډډه کوله چې هغه حضرت پرې خپه کيږي. همدارنګ به هغوي خلک د اهلبيتو(ع) سمې لارې ته بلل او د انسانانو خوشحالي به يې اهلبيتو امامانو(ع) په مينه کښې ليده. محمد بن عثمان، له ډېرو خالصو خدمتونو وروسته اخر له دې جهانه سترګې پټې کړې او د 305 هجري کال د شوال په مياشت کښې وفات شو.

 

پيژنګلوي

نوم: محمد

کنيت: ابوجعفر

لقب: عَمري

د وفات کال: د جمادي الاول د مياشتې په اخر کښې

305 هجري کال

د دفن ځای: بغداد