د راز ملګرې

د راز ملګرې: عثمان بن سعيد رحمة الله عليه

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د سامراء بازار د هميش غوندې له خلکو ډک و. هر يو کس د خپل کار لپاره بازار ته راوتلے واو هر يو دکاندار د خپلې سودا د خرڅولو لپاره غږونه کول.

د سامراء په ښار کښې يو سړے وسيدۀ چې ډير تقوادار روغ کارې او د ښو اخلاقو خاوندؤ خو چاته دا پتهنه و چې هغه د چا ملګرے دے ځکه چې چاته به يې خپله عقيده نه څرګندوله، که څه هم څوک د هغه له عقيدې نه وو خبر خو د هغه په رښتيولۍ اوصداقت کښې شک نه و او د بازار په خلکو کښې هم ډير باوري کس و.

کله کله به خپل خر سره په کڅو کښې ګرځيده او غوړي به يې خرڅول. ټولو خلکو ته دا پته وه چې هغه غوړي خرڅوي او نور چا سرهيې څه کار نشته او خپل پردي په هغه څه نيوکه نه شوه کولے او د خلکو تر منيځ يې لوي عزت لرل. غوړي خرڅوونکے بهد خپل کار لپاره د هر کور مخې تهودريدۀ او غوړي به يې خرڅول .

کله کله به دا د غوړو خرڅونکے د امام حسن عسکری(ع) د کور مخې ته هم تيريدۀ او غږ به يې کاؤه: تازه او ښکلے غوړي والئ! زر راشئ امام حسن عسکري دا سړے ښه پيژندۀ هغه “عثمان بن سعيد” و چې د امام له ښو ملګرو او شيعو څخه و چې د امام(ع) لپلره به يې ډير کارونه کول. ځکه چې د بنی عباسو خليفه ګانواو جاسوسانو به امام حسن عسکری(ع) دې ته نه پريښودۀ چې شيعو سره اړيکې وساتی نو له همدې سببه به عثمان بن سعيد د امام او د شيعو تر مينځ رابطه کوله او هغه به دغوړو والا په شکل کښې د غوړو په اوخيو کښې ليکونه او شرعي پيسې د امام حسن عسکری کور ته راوړلے او کله کله به يې امام ته د شيعو ليکونه او پوښتنې راوړے او بيا به يې مومنانو ته د هغې ځوابونه وړل او ډير ليکونه او وړل راوړل به عثمان بن سعيد کول. هغه دومره امانتدار اوښه مړے و چې چا به ورباندې بدګمان نه کاؤه عثمان بنسعيد د امام حسن عسکری لخوا د دې کار لپاره مقرر شوے و او هغه ته په ډيره ښه طريقه دا کار ترسره کاوۀ او د امام خدمت به يې کاوۀ .

امام حسن عسکری(ع) ته خدای يو زوے ورکړے و چې نوم يې مهدی و عثمان بن سعيد به کله کله د امام کور ته د هغه ماشوم د ليدلو لپاره ورتلو او د پيغمبر(ص) د هغه اخرني وصی لاس به يې ښکلاوۀ. عثمان بن سعير د امام حسن عسکری(ع) له خاصو شاګردانو څخه و او د پاکو اهلبيتو(ع)په مکتب کښې روزلے شوےو.

په ډير علمونو کښې يې مهارت لرل او په مسلمانانو کښې څوک د هغه هومره تقوادار او پوه نه و عثان بن سعير په کلونو کلونوامام هادی(ع) سره خدمت وکړ او د امام حسن عسکری(ع) په زمانه کښې هم د هغه حضرت (ع) له خدمت کوونکيو ګڼل کيدۀ او د معصومو امامانو رازدار و خو په خلکو کښې يې دومره ساده ژوند تيره و چې د چا ورته خيال نه کيده چې هغه بهدومره درجې ولري هغه به تل د بنی عباسو له سپايانو ځان ساته ځکه که هغوي ورباندې خبر شوي وےچې امام سره تلل راتلل لري نو هغه حضرت (ع) او د هغوي کورنۍ ته به ډيره خطره پيښه شوې وه.

ډيرو کمو مخلصو شيعو ته د هغه د شيعه شونے او د داسې سختے او خطرناکې رابطی پته وه او دا به يې د يو راز په شان په خپلو کښې سانه. يوه ورځ له شيعو څخه څلويښت کسان د دښمنانو له سترګو نه پټ امام حسن عسکری(ع) ته ورغلل امام هم خپلو دوستانو ته ښه په مينه هرکلے وويل او د هغوی درناوے يې وکړ. کسان ټول غلي او چپ ناست وو او چا د امام په وړاندې خبره نه کوله او ټولو دا غوښتل چې د امام خبرې واوري. په ملمنو کښې عثمان بن سعيد هم ناست و او د امام حسن عسکری(ع) خدمت ته تيارو. په دغه ورځ شيعه د يوې مهمې پوښتنې لپاره راغلي وو خو چا خپله پوښتنه نه څرګندوله هغوي غوښتل چې په دې ځان پوه کړي چې د امام حسن عسکری(ع) نه پس به امام څوک وي؟ شيعو غوښتل چې د پيغمبر(ص) د اخری وصی او ځای ناستی او د شيعو د دولسم امام نوم څه دے؟ هغوي دا غوښتل چې د خدای هغه ولي له نزدے وګوري دا پوښتنه د ټولو په فکر کښې وه او چا هم دا جراءت مه کاوۀ چې ويې پوښتي. بيا امام خپلو ملمنو ته مخ کړ اوويې فرمايل:زۀ تاسو ته ووايم چې د څه لپاره دلته راغلي يئ؟ تاسو غواړئ چې له ماوروسته امام او ځای ناستې ووينئ او ځانګر تياوې يې وپيژنئ او ستاسو پوښتنه هم دا ده.

بيايې حاضروکسانو ته وفرمايل: تاسو له دې کوټےمه وځئ تر دې چې زۀ بيرته راشم. ټولو ملمنو خبره ومنله او په خپل خپل ځای کښيناستل، تر دې چې ويې ليدل امام حسن عسکری (ع) يو ماشوم سره کوټے ته راغلو؛ هغه ماشوم چې د سپوږمۍ په څير ځليدۀ او ډير د پلار په شان ؤ. هغه پټ نمر امام مهدی  و. په داسې حال کښې چې ټول کسان حيران وو امام حسن عسکری وفرمايل: دا ماشوم له ما وروسته ستاسوامام او مشر دے او د ځمکې په مخ د خدای آخرنۍ حجت دے اه دې ليدلو وروسته به هيڅکله هغه ونه وينئ. بيايې وفرمايل: عثمان بن سعيد په تاسو کښې زما استازې او نماينده دے او هغه د امام مهدی(عج) لومړنۍ نايب دے. له امام حسن عسکری وروسته عثمان بن سعيد تر څه وخته پورې د امام مهدي(عج) لومړنۍ نائب و تر دې چې له دنيا يې سترګې پټے کړے او د هغه جهان په لور لاړ.

 

پيژنګلوي:

نوم: عثمان

لقب: سمّان (د غوړو خرڅوونکے)

کنيت: ابو عمرو

د وفات کال: 256 هجري کال د شعبان مياشته

د دفن ځای: بغداد