د نرګس عطر

د نرګس عطر: بي بي نرګس خاتون (عليها السلام)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

پلار يې د روم باچا و او موريې د حضرت عيسی(ع) د وصی شمعون له لمسيو ګڼل کيده. په ډيرو ښوماڼو او ډير ښو نعمتونو کښې لويه شوي وه که څه هم درباريان په بيلا بيلو کناهونو ککړ وو خو هغه بي بي به هيڅ کله ګناه ته نه نزدے کيده او هميشه پاکه او پرهيز ګاره وه. روميانو به د ” مليکه” بي بي د پاکۍ خبرې کولے او هغه پاکه بي بي به يې هميشه ستايله.

باچا په مليکه سره له نورو زياته مينه کوله او ډير درناوې به يې کاوه په هغه وختونو کښېچې د درباريانو بچيو به په ګناه کې او ډول ډول مجلسونو کښې تيراوه د باچا لور به هغه وختونه د خدای په ياد او عبادت کښې تيرول د هغه پاک لمنې بي بي لپاره تقوا او عبادت يو لوی صفت و يو داسې صفت چې د دنيا دولتونو سره په الس نه راځي. سره د دې به ډير کسانو هغې سره د هغې د مقام په سبب حسد کاوه او سيالي به يې کوله ځکه چې هغه پاکه بي بي د خپلې زمانې سوه داسې ښځه وه چې په حيا، پرهيزګارۍ او پاک لمنۍ کښې ورته د خپلی زمانې راهبې هم نه رسيدے.

باچا خپلې لور سره ډيره مينه کوله او د هغې لپاره د يو ښه ميړه آرزويې کوله نو اراده يې وکړه چې د خپل يو وراره په نکاح کښې يې ورکړي نو حکم يې وکړ چې په ډيری ښې طريقې ده وادۀ تياريانې وشي نو په ډير لږ وخت کښې يو ډير ښکلې تخت په کاليو سره ښکلی شوے تيار شو او باچا خپلې لورسره او خپل ورارۀ او کشيشانو سره په هغې ودريدۀ چې د واده پروګرام بر سره شي کله چې عيسايي کشيش انجيل خلاص کړ چې د دواړو تر مينځ د نکاح خطبه ولولي، ناڅاپه زلزله شوه محل ولړزيد او کوم کسان چې په تخت ولاړ و ښکته ځمکې ته راوغورځيدل حاضر کسان ډير په ويره کښې شول په کشيشانو کښې يو مشر باچا ته راغے او ويې ويل: دا عجيبه پيښه د خدای د غصی او بلا نښانه ده بايد دا پروګرام دې ختم شي،” خو باچا ح:م وکړ چې بيا دې هر څه تيار شي چې د نګاح پروګرام تر سره شي. نو کله چې مجلس تيار شو نو بيا دنکاح پروګرام شورو شو. لا د نکاح خطبه نه وه شورو چې بيا زلزله شوه او درباريان بيا له تخته ځمکې ته راغلل او د نکاحاو واده پروګرام نيمګړے پاتے شو. په شپو کښې يوه شپه مليکه بي بي خوب وليد چې د هغې نيکه شمعون حضرت عيسی(ع) سره او د حضرت عيسی(ع) مخصوصو يارانو سره محل ته راننوتل، ناڅاپه يې د باچا د تخت په ځای يو ښکلې ممبر کيښوده بيا يې وليدل چې دولس کسان چې ډير ښکلی او نورانی وو محل ته راننوتل.

په خوب کښې مليکه ته وويل شول: دا کوم کسان چې راننوتل دا د اسلام پيغمبر(ص)، امام علی، امام حسن، امام حسين، امام سجاد، امام باقر، امام صادق، امام کاظم، امام رضا، امام جواد، امام هادی او امام حسن عسکري عليهم السلام دي. بيا يې وليدل چې د اسلام پيغمبر(ص) حضرت عيسی(ع) ته مخ کړ او ويې فرمايل: “مونږ دلته راغلي يو چې مليکه له شمعونه خپل زوي حسن عسکری (ع) لپاره وغواړو.” حضرت عيسی(ع) شمعون ته وويل: واه واه! نيکۍ تا ته مخ کړ. خپل ځان دې د محمد(ص) کورنۍ سره وتړه. شمعون له دې خبرې ډير خوشحال شو بيا حضرت محمد(ص) ممبر ته وخاته او دنکاح خطبه يې ولوسته او مليکه يې امام حسن عسکری(ع) ته واده کړه . بيا حضرت عيسی (ع) شمعون او د عيسی(ع) ملګرو په دې خبرې ګواهي ورکړه .

مليکه وايي: له خوبه پاڅيدم خو دا جرأت راکې نه و چې خوب چا ته بيان کړم امام حسن عسکری چې ما په خوب کښې پيغمبر(ص) سره ليدلے و د هغه شوق به هره ورځ په زړه کښې زياتيده. دومره چې له ليرې والی يې ناروغه شوم. پلار مې طبيبان راوستل خو څه ګټه يې نه وه تر دې چې يوه ورځ می خوب وليد. پهخوب کښې مې د عالم له ټولو ښه ښځه بي بي فاطمه زهرا وليده چې حضرت مريم سره د زرو خدمتګزارو د هغې خدمت ته ولاړه ده. بيا حضرت مريم ماته وويل: دا ښځه د نړۍ له ټولو ښه ښځه ستا خواښې (د خاوند مور) ده. نو زه يې تر پښو پريوتم او په ژړاشوم او د امام حسن(ع) د ليري والي ګيله مې ورته وکړه. هغې پاکې بي بي وفرمايل: ” زوے تا پسې څنګه راشي په داسې حال کښې چې ته مسلمانه نه يې؟ که غواړی چې هغه اوينې نو ووايه: اشهد ان لا اله الا الله و ان محمد رسول الله ” نو کله چې مې دا جملې وويلے نو حضرت زهراء (س) زه خپلې سينې پوری جخته کړم او تسلي يې راکړه او ويې فرمايل: اوس مې د زوي د راتلو په انتظار شه چې زه هغه ستا په لور راليږم” له هغی شپې وروسته مې بيا هره شپه هغه حضرت ليده او د خدای په فضل سره روغه شوم. څه وخت پس مسلمانانو په روم حمله وکړه او له هغوي يې ځينې ښځی او سړي اسيران کړل چې مليکه هم په اسيرانو کښې وه.

کله چې دا اسيران د دجلی د سيند په لار بغداد ته راغلل نو غلام خرڅوونکيو هغه د خرڅ لپاره تيار کړل. په دې وخت کښې يو کس د امام حسن عسکری (ع) له خوا ځان هغه بازارته راورساوه او پهنډيری بيې يې د وينځو تر مينځ مليکه خوښه کړه او د خرڅوونکي په خوښه يې واخسته او هغه پاکه او پرده داره بي بي امام حسن عسکری (ع) ته بوتله په دې طريقه مليکه خپل د زړه ارمان ته ورسيده . يوه ورځ ترې امام حسن عسکری پوښتنه وکړه. ” غواړې چې يو زيرے درکړم؟ مليکه ورته وويل: هو! زما سروره” بيا هغه حضرت وفرمايل: تا ته د داسې بچی زيرے وي چې د لويديځ او ختيځ باچا به وي او ځمکه به له عدل او انصاف ډکه وي وروسته له دې چې له ظلم او جور به ډکه وي.” اخر دا چې د شعبان د مياشتې په مينځ کښې سهار په 255 هجری قمری حضرت مهدی صاحب الزمان له هغی پاکی او تقوا داری بي بي دنيا ته راغے او خپل نورانې وجود سره يې ټوله نړۍ خوشحاله کړه.

 

پيژنګلوي

نوم: نرجس

رومي نوم: مليکه (مليکا)

د دفن ځای: سامرا

د وفات کال: 261هجري کال