د سيو بوی

د سيو بوی: عبدالعظيم حسني (عليه الرحمة)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د متوکل عباسی کسانو په سامرا کښې د امامخ هادی څارنه کوله او ټول هغه کسان چې امام سره به يې رابطه کوله هغه به يې پوښتل. د هغه ډير جاسوسان وو چې په ښار کښې په بيلا بيلو ځايونو کښې ګرځيدو او هغه له به يې خبرې راوړے ځينې جاسوسان پکښې د امام هادی(ع) کور ته هم تلل راتلل او د هر يوې ساعت خبر به يې متوکل ته راوړه.

په ورځو کښې يوه ورځ جاسوسانو هغه ته خبر راوړه چې: اےاميره! په شيعو کښي يو لوی کس چې ځان د علی)ع) خالص شيعه ګڼي ډير سامرا ته راځی او امام هادی (ع) سره ليدل کتل کوي او مشکوک مړے ښکاری مونږ ويريږو چې د هغه ډير تګ راتګ د خليفه په خلاف د فتنې سبب نه شي”. متوکل د دې خبرو په اوريدلو سره غصه شو او پوښتنه يې وکړه؛ ” د هغه سړي نامه څه ده؟”ويې ويل: نامه يې عبدالعظيم حسنی ده او د علی ابن ابی طالب(ع) له لمسيو دے” متوکل وويل:” هغه په ځيرتيا سره د نظر لاندې ساتئ او په يو مناسب وخت کمښې ونيسئ او ماته يې راولئ چې د هغه په هکله حکم وکړم

عبدالعظيم حسني د دښمنانو له تقشې خبر شوے و نو اراده يې وکړه چې خپل ښار پريږدي او ايران ته الړ شي. له همدې سببه يې ځان د پيغام وړونکي په شان جوړ کړ او ورو ورو له ښار پټ د ايران په لور روان شو. متوکل عباسی چې دشيعو د وينو تږې و کله چې له دې پيښې خبر شو نو ډير غصه شو او حکم يې وکړ چې هغه پيدا کړي او شهيد يې کړي. دا د هغه مومنانو سزا وه چې اهلبيتو(ع) سره به يې ملګرتيا کوله. عبدالعظيم حسني چې به کوم ښار ته رسيده نو ځان به يې په يو ګټ کښې پټاوه او جومات او بازارته به نه راوته. هر ځای ته چې به تله نو دمرګ خطره يې وه ځکه چې دوست او دښمن په خپلو کښې نه شو پيژاندے هغه بزګوار به د ځان بچولو لپاره هميشه په سختو لارو تله چې په لاره چې لږ کسانو سره مخامخ شي هغه د ايران “ری” ښار ته د رسيدلو لپاره له طبرستانه (مزندرانه) تير شو په غرونو او ځنګلونو کښې راتير شو او اخر دا چې له ډيرو سختيو وروسته “ری” ښار ته راورسيد بيا په شيعو کښې د يوۀ کس په تاخانې کښې اوسيده او په هماغه ښار کښې پاتے شو او ژوند يې تيروه. د عبدالعظيم حسني په زمانه کښې د “ری” ښار ډير خلک هغه کسان وو چې علی(ع) يې لومړے خليفه نه ګڼل او د علی(ع) د اولاد ملګري نه وو. خو بيا يې هم ځانونه مسلمان ګڼل او متوکل عباسی سره اړيکې ښېوې. د دې لپاره چې هغه ته څه زيان ونه رسی يوه شيعه هغه په خپلی تاخانې کښې پټ ساته او له هغه يې څوک نه خبرول. د “ری” ډيرو کمو شيعو ته د هغه د مقام پته وه او د هغه خدمت ته به راتلل. عبدالعظيم حسني په دې وخت کښې د اهلبيت عليهم السلام د کلتور او مذهب په خپرولو لګياو او ورو ورو يې د هغه وطن خلک د اهلبيتو(ع) له مقامه او حديثونو خبر کړل د هغه د ډير تکليفونو په نتيجه کښې وور ورو د ری ښار په يو داسی مرکز بدل شو چې د اهلبيتو(ع) دينی مرکز شو چې پکښې د علی بن ابی طالب شيعه اوسيدل او د عبرالعظيم حسني په راتلوسره منافقان ورو ورو له هغه ځايه وتښتيدل او له منارو د توحيد نعرې خپرې شوې مومنانو په آرام سره ژوند شورو کړه او اوپه څرګنده يې اهلبيتو(ع) سره خپله ښکاره کړه.

عبدالعظيم حسني يو تقوادار، ميړنې د اهلبيتو(ع) مينه وال او د امام جواد(ع) او امام هادی(ع) له وفادارو اصحابو څخه و چې خپل ټول عمر يې د هغوي په خدمت کښې تير کړے و. عبدالعظيم حسني امام هادی(ع) سره ډيرې ښې اړيکې لرلې او ډير ځل به يې دامام جواد (ع) ليکونه امام هادی(ع) ته رسول. عبداعظيم حسنی د امامانو په نزد ډير لوړ مقام لاره. يوه ورځ هغه بزرکوار امام هادی(ع) ته ورغله ، کله امام (ع) هغه ته وکتل ويې فرمايل:”په تا دې آفرين وي اے ابوالقاسمه! په رښتيا چې ته زمونږ له دوستانو يې”. بيا ورته عبداعظيم په لنډ ډول خپلی عقيدې وړاندې کړے نو بيا امام هادی (ع) وفرمايل:”اے ابوالقاسمه! قسم په خدای! دا زما او د هغه کسانو دين دے چې خدای هغوي د خپلو بندګانو لپاره خوښ کړي دي په دې دين باقی پاتے شه چې خدای به تا په دنيا او آخرت کښې په ثابته او سمه خبره باقی پاتے کړي”. عبدالعظيم حسنی په خپل ټول برکتی ژوند کښې د امامانو له خوا تائيد شوے او په دې خبره به يې هميشه د خدای شکر اوباسه.

عبدالعظيم حسنی دومره مهربان او بخښونکے وچې شيعو به هغه د”سيدالکريم” په نامه يادول. هغه بزرګوار خپل ټول عمر عزت سره تير کړ او خلکو ته يې عزت او درناوې ورکړ د “ری” خلکو هغه د ګوتۍ د غمي په شان وساته او دهغه په شتون به يې فخر کاوه تر دې چې له دنيا لاړ او د شيعه و زړونه يې غمجن کړل.د “ری” مومنانو د هغه له وفاته وروسته د هغه جنازه په ډير احترام سره خاورو ته وسپارله او د ښار په خوا وشا کښې يو ښائسته باغ کښې د سور سيو د ونی لاندې يې مزار جوړ شه. بيا وروسته په هغه ځای کښې يو جمات جوړ شه او د شجره جمات په نوم مشهور شو. د هغه بزرګوار له وفاته په سلګونو کلونووروسته اوس هم دهغه له مزاره د سيو بوی راځی هغه بوی چې د امام حسين (ع) د پاکی خاوری بوی دے لکه څنګه چې امام هادی (ع) وفرمايل:”چاچې په “ری” ښار کښې د عبدالعظيم حسنی زيارت وکړ د هغه چا په شان دے لکه چې په کربلا کښې يې د امام حسين(ع) زيارت کړے وي.

 

پيژنګلوي:

نوم: عبدالعظيم

مشهور په: حسني – سيد الکريم

د زوکړے نيټه: 200 هجري، مدينه

د وفات يا شهادت تاريخ: 252هجري کال

ټول عمر يې: 52 کاله