پټه توره

پټه توره: دعبل خزاعی (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

په لوي خراسان کښې د ” مرو” ښار د عباسی خليفه مامون پلازمينه (پايتخت) و. خو امام رضا(ه) يی په زور له مدينې مرو ته راوسته چې د هغه حضرت کارونه د خپل نظر لاندې وساتی مامون به په دروغه ويل: “زه د امام علی ابن موسی الرضا رښتونې شيعه او پيرويم” خو داسې نه وه بلکه په يوه طريقه هغه ظالم امام رضا(ع) بندی کړے و او تبعيد کړے و.

د اهلبيتو(ع) ډير ملګرې د مامون له دې شيطانی نقشې خبروو له همدې سببه به هيځ کله د مامون په خبرو نه غوليدو ” دعبل خزاعی” د حضرت امير المؤمنين(ع) له مخلصو شيعو څخه و هغه به بل په خپلو ښکلو شعرونو سره د اهلبيتو(ع) له کونۍ دفاع کوله. او په دې لاره کښې له يوه طاقته هم نه ويريده دې مشهور شاعر به په خپلو تل پاتے قصيدو سره ظالم حاکمان شرمول او د هغوی په مقابله کښې به يې د اهلبيتوامامانو(ع) لويي او بزرګی بيانوله.

يوه ورځ امام رضا(ع) په خپل کور کښې و چې يو خدمت ګزار ورته راغے او ويې ويل:”اے زما آقا! اوس دعبل خزاعی ستا د ليدلو شوق لري آيا ورته د راننوتلو اجازت کوې؟” امام د دعبل نوم اوريدلو سره مسکې شو او اجازت يې وکړ. کله چې دعبل کورته راننوت نو امام رضا(ع) ورته ډير په درنا وی هرکلے وويل: او هغه ته يې په خپل څنګ کښې ځای ورکړ. امام رضال(ع) د دعبل په ليدلو خوشحاله شوے و د خپل ميمله د حال پوښتنه يې وکړه. د دعبل له راتللو لږ ساعت وروسته ، هغه شاعر امام ته مخ کړ اوويې ويل: اے زما مولی! اوس می تازه يو شعر ستاسو په ستاينه او د دښمنانو په يی عزتۍ کښې ليکلے دے که اجازت راکړې نو تاسو ته به يې ولولم”امام (ع) ورته اجازت ورکړ چې خپله قصده دې ولولی نو بيا هغه په خپل شعر کښي داسې وويل: ” د اهلبيتو(ع) دښمنان غاصت، د حق منکر او کينه کښ خلک دي چې د خپلو کارانو او مشرکانو د پلرونو د وينې پور غواړي نو هغوي څه رنګ د پيغمبر(ص) او د اهلبيتو(ع) مينه وال او ملګري کيدے شي. هغوي په خبرو کښې نرم دي خو زړونه يې له کينې او بغضه ډک دي د خدای د رحمت باران دې وي په هغه شريف قبر چې په مدينه کښې دے د امن حرم دے د خدای د برکتونو چينه ده او هغه د پيغمبر(ص) مرقدشريف دے چې د هدايت پيغمبر دے.

د خدای درود او سلام دې وي په هغه، او زمونږ درود او سلام دې هم وي. په پاک ورح باندې د هغه رحمت د پيغمبر(ص)! فاطمه(س)! اے د پيغمبر(ص) ګرانې لورې پاڅه او د امامت او ولايت په سوزيدلو ستورو وژاړه! پهڅه او په هغه بی وطنه قبرونوڅې په کربلا او مدينه کښې دي نوحه وکړه…. کله چې دعبل د شعردې برخی ته راورسيد نو امام رضا(ع) هغه ته وفرمايل: “آيا غواړې چې دلته ستا شعرونو سره دوه بيته زيات کړم؟ ” دعبل وويل: “هو! اے زما مولا.” بيا امام رضا(ع) دوه بيته شعر وويل چې معنی يې داده: په هغه بې وطنه او غريب قبر وژاړه چې په طوس کښې دے! وای! له دې مصيبته د قيامت تر ورځې پورې، زړونه د غم په اور کښې کبابوي تر دې چې خدای قائم(ع) راپاڅوي او هغه زمونږ له اوږو د غمونو دا دروند بار کوز کړي.”

دعبل پوښتنه وکړه؛” اے د رسول الله زويه زه له تا ځار شم! کوم قبر چې په طوس کښې دے هغه د چا قبر دے؟ امام ورته ځواب ورکړ: “زما قبر دے”

په دې طريقه امام رضا(ع) خپلو شيعوته اطلاع ورکړه چې يوه ورځ به مامون ما شهيدوي.

بيا امام وفرمايل: اے دعبله! پوه شه ډير لږ وخت پس به د طوس ښار زمونږ د شيعو د تلو راتلو ځای شي چې زما د غربت قبر د زيارت لپاره به راځي او چا چې زما زيارت وکړ نو د قيامت په ورځ به ماسره وي او ګناهونه به يې بخښل کيږي.”

د امام له خبرو وروسته دعبل خپل شعرونه ولوستل کله چې شعرونه خلاص شول امام رضا(ع)  ورته درې ځله وويل:”آفرين” بيا امام پاڅيد او يوې کوټی ته ننوت لږ ساعت وروسته خادم دعبل ته يوه کڅوړه راوړه او ويې ويل:” مولی امام رضا(ع) می تا ته د تبرک لپاره خپل يو جوړ جامی درکړې چې ستا د تکليف درناوې وکړي.

دعبل خزاعی د څلورو معصومو امامانو په وخت کښ ژوند وکړ، امام کاظم، امام رضا، امام جواداو امام هاغدی عليهم السلام هغه له شاعرۍ پرته د امامانو د حديثونو راوي هم و.

دعبل به امامانو سره د ډيرې مينې په سبب خځپل ټول توان سره د اهلبيتو د دښمنانو سپکاوي او د امامانو ستاينه کوله. د هغه شعرونه د بيزو غشو او د پټې تورې په شان و چې د ظالمانو حاکمانو غرور به يې ماتوه او پليت زړونه به يې ورله ټوټے کول. او له هغوي يو کس هم د هغه د شعرونو په وړاندې نه شو ودريدے د اهلبيت عليهم السلام دښمنانو چې نور د هغه د شعرونو اغوريدو توان نه لاره نو اراده يې وکړه چې هغه لوړ شاعر ته زهر ورکړي. اخر د مخالفانو په دسيسو او ساز شونو سره د اهلبيتو(ع) شاعر د 98کالوپه غمر کښې د حکومتی مزدورانو په لاس په زهرو ناروغ شو او د ژوند په آخرني وختونو کښې يې دا شعر وويل: ” دعبل د خپل آخرت لپاره کله چې خدای ته مخامخيږي بې د لا اله الا الله بل څه جمع نه کړل. روح دې ښاد اوسی او ياد يې هميشه باقی وي.

 

پيژنګلوي

نامه: دعبل

د پلار نوم: علی

لقب: خزاعی

د شهادت کال: 246هجري

عمر: 98کاله

د دفن ځاي: شوش دانيال نبی