د ايمان طاقت

د ايمان طاقت: د حليمه سعديه لور، بي بي حرّه

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

يوسف بن حجاج د اهلبيتو عليهم السلام له ډېرو بې رحمه دښمنانو څخه و او حضرت اميرالمؤمنين سره به يې ډېر زيات مخالفت کاوۀ. هغه حکم وکړ چې د حليمه سعديه لور “حرّه” هغه ته راولي.

حجاج به په وړو وړو خبرو د اهلبيتو مينه وال شهيدول. هغه د امام سجاد عليه السلام په زمانه کښې اوسيده د امام په ملګرو به يې هيڅ رحم نه کاوۀ او ټول به يې وژل. کله چې حرّه د حجاج دربار ته راننوته نو د هغې يې پوښتنه وکړه: “ته د حليمه سعديه لور حره يې؟

ته اوس خداي زمونږ په لاس راوستې. خلک وايي چې ته علی ابن ابي طالب، له ابوبکر، عمر او عثمانه لوړ ګڼې” حره بي بي ورته ځواب ورکړ: “چا چې دا ويلي دي چې زۀ علی عليه السلام له دې دريو لوړ ګڼم دروغ يې ويلي دي ځکه چې زۀ علی(ع) د ارم، نوح، لوط، ابراهيم، موسی، داوود، سليمان او عيسی نه هم لوړ ګڼل” حجاج وويل: “وای وي ستا په حال، که د خپلې خبرې لپاره څه دليل ونه لرې نو سر دې پرې کوم” حره ورته په ځواب کښې وويل: “يوازې ما دا کار نه دے کړے بلکه خدای پاک په قران کښې علی عليه السلام ته په پيغمبرانو لوړاوې ورکړے دے، هغه د ادم په هکله فرمايي: “ادم د خدای نافرماني وکړه او ګمراه شو” په داسې حال کښې چې د علی عليه السلام په هکله فرمايي: د هغه (علی عليه السلام)، فاطمه، حسن او حسين عليهم السلام کوشش قبول دے”

حجاج وويل: “په کوم دليل تۀ هغه له نوح او لوطه ښه ګڼې؟” حره ځواب ورکړ: “خدای هغه ته دا لويي ورکړې ده او فرمايي: “خدای کافرانو ته د نوح او لوط د ښځې مثال ورکوي چې دواړه زمونږ د نيکو بندګانو لاندې وې خو هغوي دواړو سره يې خيانت وکړ او هغوي (پيغمبرانو) هغه د خدای له عذابه بچ نه کړې شوې او ومو ويل چې هغه دواړې ښځې دوزخيانو سره دوزخ ته وغورځوئ”.

په داسې حال کښې د علی ابن ابي طالب ښځه د حضرت محمد(ص) لور بي­بي فاطمه زهرا(ص) ده چې خدای د هغې په خوشحالې خوشحاليږي او د هغې په غم غمژنيږي”. حجاج وويل: “په کوم دليل هغه تۀ د انبياو له پلار ابراهيم خليل نه وړاندې او ښه ګڼې؟” حره وويل: “خدای په خپله دا کار کړی دی هغه ځای کښې چې فرمايي: “او کله چې ابراهيم وويل: پروردګارا! ماته وښايه چې مړي به څنګه ژوندي کوې؟ خدای پاک وفرمايل: ولی باور نه لرې؟ ويې ويل: هو! (باور لرم) خو غوښتل مې چې زړه مې په ارام شي”. خو زما مولا علی بن ابي طالب عليه السلام يوه دا خبره کړې ده چې پکښې يو مسلمان هم اختلاف نه لري، فرمايي: “که سَتَر او پرده لرې شي (د د هر څه حقيقت څرګند شي) نو زما ايمان به يوه زره هم زيات نه شي” او دا يو داسې خبره ده چې نه له دې وړاندې چا کړې ده او نه به يې له دې وروسته څوک وکړي.

حجاج پوښتنه وکړه: په څه دليل هغه ته په موسی لوړاوې ورکوې؟ حره وويل: د خدای هغې خبرې ته په پام چې موسی ته يې وفرمايل: “خپله امسا دې وغورځوه، نو کله چې يې هغې ته وکتل چې په خوځيدو شوه او د ښامار په شان ويرونکي شوه نو موسی عليه السلام وويريدۀ دومره وويريده چې وتښتيده او وروسته شو. په داسې حال کښې چې علی ابن ابی طالب د پيريانو يوې ډلې ته ورغے او هغوي سره وجنګيدۀ که څه هم هغوي په بيلا بيلو څيرو کښې راغلي وو. نو ايا هغه کس چې له خپلې امسا چې ښامار شي ويريږي هغې کس سره سم دے چې د پيريانو په ځايونو کښې هغوي سره جنګيږي؟

حجاج پوښتنه وکړه: په کوم دليل د له دووده او سليمانه عليهما السلام ښه ګڼې؟ حره وويل: خدای په خپله دا لوړاوې ورکړے دے په هغه ځاي کښې چې فرمايي: “ای داوده تا ته مو په ځمکه کښې خلافت درکړ نو د خدای د مخلوق تر مينځ په حق سره حکم کوه او د خپلو نفسي خواهشاتو مه منه ګنې تا به د خدای له لارې ګمراه کړي”. د هغه د حکم کولو کيسه داسې وه چې دوه کسان چې د يو د انګورو باغ لاره او بل بيزې ګډې لرلے نو ګډې باغ ته واوړيدې او وڅريدې. هغوي دواړو خپله فيصله داوود ته راوړه او داوود وفرمايل: ګډې دې خرڅې کړه او د هغې پيسې په باغ ولګوه چې خپل لومړي حال ته راشي. د هغه زوي سليمان عليه السلام وويل: نه ګرانه پلاره! دا خبره صحيح نه ده بلکې د باغ تاوان دې د دې ګډو له ويښتو او شودو لنډ شي او خدای فرمايي: ما د مسلې حکم سليمان عليه السلام ته وښودۀ.

او په داسې حال کښې چې زما مولا اميرالمؤنين فرمايي: “له ما پوښتنه وکړئ وړاندې له دې چې بيا ما ونه مومئ له د هغه څه پوښتنه وکړې چې له عرشه لاندې دي او له هغه څه چې د عرش لپاسه دي”. او د خيبر د فتحې په ورځ پيغمبر(ص) ته ورغے او پيغمبر(ص) حاضرو کسانو ته وفرمايل: “په تاسو کښې له ټولو زيات فضيلت لرونکے او په قضاوت باندې له ټولو زيات پوه علی دے”.

حجاج پوښتنه وکړه: په څه دليل هغه له سليمانه عليه السلام وړاندې کوې؟ حره وويل: خدای په خپله لوړاوې ورکوي په هغه ځای کښې چې سليمان وفرمايل: “خدای ماته داسې ملک او باچاهي راکړه چې له ما وروسته يې هيڅ څوک وړ نه وي” او په داسې حال کښې چې اميرالمؤمنين وفرمايل: اے دنيا ما تا ته درې طلاقه درکړل او تا ته مې څه ضرورت نشته”. په دې هکله خدای د هغه په حق کښې په خپل رسول دا ايت نازل کړ: “او د اخرت هغه منزل مو د هغې کسانو لپاره خاص کړے دے چې د لويې، سرکشۍ او فساد اراده نه لري”. حجاج پوښتنه وکړه: په کوم دليل هغه له عيسی وړاندې ګڼې؟ حره وويل: خدای په خپله فضيلت ورکړے په هغه ځای کښې چې فرمايي: “ياد کړه هغه وخت چې خدای عيسا ته وفرمايل: “ايا ته خلکو ته ويلي دي چې ما او زما مور په خدايۍ ونيسئ؟ عيسی وويل: خدايه! ته پاک يې، ما له هيڅکله دا نه ښايي چې داسې خبره وکړم او که ما کړې وه نو بې شکه چې تا ته به پته وه ته زما له پټو (رازونو) خبر يې خو زۀ ستا له غيبو نه يم خبر، ته عالم چې ما بې له هغه څه بل څه نه دي ويلي چې د څه تا ما ته حکم کړے دے”. حضرت عيسې خبره قيامت ته پريښوده او په داسې حال کښې چې اميرالمؤمنين علی بن ابی طالب، چې کله ځينې کسان وليدل چې هغه په خدايۍ ګڼي نو هغه يې وژل او قيامت ته يې خبره پرې نه ښوده. دا د اميرالمؤمنين فضيلتونه دي چې هيچا سره يې نه شو سمولے.

حجاج بن يوسف چې کله د هغې ميړنۍ او عالمې ښځې د ايمان او کلام د طاقت په وړاندې عاجزه او خوار شو نو بې له دې يې بل څه چاره نه وه چې حره بي بي پريږدي. د حليمه سعديه لور حره بي بي ازاده شوه په داسې حال کښې چې هغه ظالم د وينو تږې دښمن همدارنګ له غصې تاويدۀ راتاويدۀ او سوزيده.

 

پيژنګلوي:

نوم: حره

د مور نوم: حليمه سعديّه

د قبلې نوم: بني سعد.