د روژې له میاشتې سره د خدای په امانۍ دعا

د روژې له میاشتې سره د خدای په امانۍ دعا

 

شپږمه: پکار ده چې روژتي د رمضان میاشته د هغې په دعاګانو سره بدرګه کړي کومې چې کلینې، صدوق، مفید او طوسي او سید ابن طاووس رضوان علیهم نقل کړې دي، او ښایي تر ټولو ښه یې د صحیفه سجادیه پينځه څلویښتمه دعا وي. او روایت کړی دی چې السید ابن طاووس له امام صادق علیه السلامه چې وې ویل: چا چې له روژې سره خدای په اماني وکړه او په ورستۍ شپه یې دا دعا ولوستله:

«اللّهُمّ لا تَجْعَلْهُ آخِرَ العَهْدِ من صيامِي لِشَهْرِ رَمَضَانَ، وَأعُوذُ بِكَ أنْ يَطْلُعَ فَجْرُ هذِهِ اللّيلة إلا وَقَد غَفَرْتَ لي»

خدای به یې وبخښي مخکې له دې چې سهار شي او توبه به یې هم په نصیب کړي. او سید او شیخ صدوق له جابر بن عبدالله انصاري روایت کړی دی چې وې ویل: زه د روژې په آخري جمعه رسول الله مبارک ته ورغلم نو دعا یې وکړه او وې فرمایل:

«اللّهُمّ لا تَجْعَلهُ آخِرَ العَهْدِ مِنْ صِيامِنا إيّاهُ فإنْ جَعَلْتَهُ فَاجْعَلْني مَرْحُوماً وَلا تَجْعَلْني مَحْروماً»

نو چا چې دا دعا ولوستله له دوو ښیګرو به یې یوه په نصیب شي یا خو به بله روژه وویني او یا به یې دخدای غفران او رحمت په نصیب شي.[1]

او همداراز سید ابن طاووس او کفعمي له نبي اکرمه روایت کړی دی چې چا د روژې دمبارکې میاشتې په آخري شپه لس رکعته لمونځ وکړ په اول رکعت کې دې یو ځل سوره فاتحه ووایي او په دوهم کې لس ځله قل هو الله احد او او په رکو ع او سجدې کې دې هم لس ځله سبحان الله والحمد لله ولااله الا الله والله اکبر، او په په دواړو رکعتونو کې دې تشهد وکړي او بیا دې سلام وګرځوي نو چې کله له لسمه رکعته فارغ شي نو زر ځله دې استغفار وکړي او ودې وایي استغفر الله و اتوب الیه، نو کله چې له استغفار فارغ شي سجده دې وکړي او په سجدې کې دې ووایي:

«يا حيُّ يا قَيُّومُ، يا ذَا الجَلالِ والإكرام، يَا رَحْمان الدُّنيا والآخِرَةِ وَرَحِيمَهُما، يا أرحم الرَّاحِمِينَ، يَا إله الأوّلينَ والآخَرِينَ، اغْفِر لَنا ذُنُوبنا، وتَقَبَّل مِنّا صَلاتَنا وصِيامَنا وَقِيامَنا.»

رسول الله مبارک ویلې دي: په هغه ذات قسم چې زه یې په حقه نبي وګرځولم چې جبراییل ماته له له اسرافیل او هغه له خپل ربه دا خبر راوړ چې لا به یې له سجدې سر نه وي اوچت کړی چې خدای تعالی به یې وبخښي او روژې به یې قبولې کړي او له ګناهونو به یې تیر شي. )الخبر([2]

او د وړوکي اختر په شپه هم دغه لمونځ روایت شوی دی خو په دغه روایت کې کې راغلې چې په رکوع او سجدو کې دې تسبیحات اربعه ووایي او له لمانځه وروسته په سجدې کې روایت شوی چې د اغفر لنا ذنوبنا تر آخره پورې، په ځای دې ووایي: اغفر لی ذنوبی و تقبل صومی وصلاتی و قیامی.[3]

[1]– اقبال الأعمال 1: 422 باب 34 وكتاب فضائل الأشهر الثلاثة للشخ الصدوق: 139 ح149.

[2]– اقبال الأعمال 1/418 باب 34.

[3]– ثواب الأعمال: 75.