په صحابیانو باندې د امیرالمومنین علیه السلام غوره والې

په صحابیانو باندې د امیرالمومنین علیه السلام غوره والې

 

صالح درویش د خپل کتاب په اوم مخ کښې د اهلبیت علیهم السلام او د صحابیانو په مینځ کښې محبت او دوستي ثابتولو لپاره او ددې دوو تر مینځ د بیګاړتون دروغ ثابتولو لپاره دوه نور روایتونه ذکر کړي دي.

که چیرې داسې نه وې نو ولې (د مومنانو امیرحضرت علی مرتضی علیه السلام) له غصې نه د کوفه په منبر باندې ګزار وکړ او ويې فرمایل: زه خبر شوم چې ځینئ کسان ما د ابوبکر او عمر نه غوره کڼي! که چا هم داسې دعواه وکړه نو  هغه دروغجن او تهمت لږونکې دی. پکار ده چې  هغه ته د تهمت لږولو سزا ورکړې شي.

په بل ځائی کښې یې وویلي دي: هسې خو نه وي چې زه داسې کس سره مخامخ شم چې  هغه ما د ابوبکر او عمر نه غوره ګڼی. او که داسې کس مې وکتل نو  هغه ته به د تهمت او دروغو باندې متروکې ورکوم.

څیړنه

د خلقو په مینځ کښې پخوانې متل مشهور دی چې وایي (کوم کس چې غرقیږی نو  هغه هر یو توټی او واخه تا لاس اچوی) نو صالح درویش سره همداسې وشو چې  هغه د یو دروغو رښتیا ثابتولو لپاره کوښښ کړی دی چې د  هغو دروغو لپاره تکیه جوړه کړي خو څنګه تکیه؟!

اصلی روایت

د هرڅه نه واړندې د اهلسنتو کتابونو نه اصلی روایت نقل کوو چې د بحث بیخ او  هغه څیړنه او اعتراضونه چې د صالح درویش په خبرو باندې راغلي دی ښه ښکاره شي.

«ابن حزم اندلسی» د محلی کتاب «مسألة فیمن فضل علی ابی بکر الصدیق او افترای علی القرآن» عنوان لاندے  یو روایت په لاندے  ذکر شوی سند سره د ابوبکر فضیلت کښې داسې وايي: کمانا احمد بن عمر بن انس الغذری نا عبدالله بن الحسین بن عقال نا ابراهیم بن محمد الدینوری نا محمد بن احمد بن الجهم. . .

بیا همدی سند سره یو بلې روایت نقل کوي:

اول روایت: و بالسند المذکور الی ابن الجهم بن محمد بن بشیر. . . . تر آخره. (په ذکر شوی سند سره) ابراهیم وايي چې د علقمه نه واوریدل چې  هغه خپل لاس د کوفه په منبر باندې وهل او ویې وویل چې زه خبر شوی یم چې یوه ډله ما له ابوبکر او عمر نه غوره شمیري، که چا دا خبره وکړه نو  هغه دروغجن دی او  هغه لپاره  هغه سزا ده چې کومه سزا د دروغجن لپاره ده.

دویم روایت: (و به الی ابن الجهم نا ابو قلابه. . . . . . . . . . تر آخره. ) (هماغه سند سره د ابوجهم نه راغلي دي) د ابو عبید بن حجل نه نقل کوی چې د ابوطالب زوي علی علیه السلام وویلي دي:  هغه کس چې ما د ابوبکر او عمر نه غوره ګڼي  هغه دې ماته رانه شی او که راغلو نو  هغه ته به د دروغجن انسان سزا ورکوم.

(ابراهیم نخعی) دا روایت «تاریخ مدینة الدمشق» کتاب کښې هم ذکر شوي دي .

اوس چې دواړه روایتونه مو د اهلسنتو کتابونو نه نقل کړل نو اوس به څو ضروري خبرو ته اشاره وکړو.

لومړۍ ټګې:

چا د کوفې ممبر باندې ګذار وکړ؟

«صالح درویش» دغه دعوا کوی چې که چیرې د اهلبیتوعلیهم السلام او صحابیانو په میځ کښې دوستی و مینه نه وې نو بیا وویلې حضرت امیرالمؤمنین حضرت علی علیه السلام په غصې سره د کوفې ممبر باندې ګذار کوی او وايي: په دې حال چې اصل روایت کښې داسې راغلی دی؛ سمعت علقمة ضرب بیده علی ممبر الکوفة؛ علمقه نه مې واوریدل پداسې حال کښې چې  هغه خپل لاس د کوفې په ممبر اووهل.

د افسوس خبره ده لکه څنګه چې تاسو وینئ چې «صالح درویش» د روایت په نقل کولو کښې د خیانت نه کار اخستی دی. ددې دا کار د دوو حال و نه خالی نه دی.

۱- یا خو یې هډو روایت نه دی کتلې او بیا یې هم پخپل کتاب کښې ذکر کړې دی. که چیرې داسې وی نو پکار ده چې اووایو:  هغه د پوهانو (دانشمندانو) په اپوټه د پوهانو د لارې نه غړلیدلې دی.

۲- او یا یې روایت لیدلې دی خو د خپلو درغو ثابتولو لپاره يي نور دروغ په اصلی روایت کښې زیات کړي دي.

له دې خبر نه دی چې «هیڅ دروغ د نورو دروغو لپاره بیخ و بنیاد نه شي جوړیدې»

دویم تکې:

د هر دوو روایتونو د سند کمزورتیا:

که چیرې ددې روایت سند وڅیړل شی نو روښانه به شي چې ددې روایت نقل کوونکې یو نامعلوم کس دی، چې نوم یي «محمد بن احمد بن الجهم» دی. چې د اهلسنتو له پوهانو یو پوه هم په  هغه باندې اعتبار نه کوي او د  هغه روایتونه ضعیف ګڼی.

یوازې «خطیب البغداد» د  هغه نوم په تاریخ بغداد کتاب کښې ذکر کړی دی خو د  هغه وړ(معتبر) شونې په هکله يې څه نه دي وویلي. [1]

دا خبره ضروری ده چې د دواړو روایتونو نور راویان هم د ده په شان ریښتونکي نه دي. خو د علم رجال پوهان او د حدیث نه خبر کسان ددې دواړو روایتونو کمزورتیا او دروغ ثابتولو لپاره د محمد بن احمد بن الجهیم نامعلوم شونه (چې په واړو روایتونو کښې یې نوم راغلې ده) کافی ګڼي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې صالح درویش په خپله ۳۲ مخ کښې اقرار کوی او لیکي چې د پوهانو او محققانو په مینځ کښې دا خبره منلی شوي ده چې محققان او څیړونکي ددې حدیثونو متن او سند دواړه څیړي(!). . . . .

اوس ته په خپله د هغه قلم لرزیدل، او د هغه کم پوهۍ او حقیقت ته نه رسیدل وګوره. خو بیا هم  هغه په خپل ځان فخر کول او په دروغو وینا کښې  هغه نه څوک میړانې نشته چې څنګه یې په خپل لاس سره د خپل کتاب علمي اعتبار یې خراب کړی دی.

په دې هکله ددې روایتونو سند کمزورې دی او د دلیل او د ثبوت وړ نه دی.

دریم ټکی:

که ددې روایتونو سند هم صحیح وې بیا هم د شیعو لپاره حجت نه لري. او د څه ثابت کولول وړ نه دی. ځکه چې د ټولې دنیا هوښیاران او پوهان او محققان په مینځ کښې دا اصل منلی شوي دي  چې د یوې مسلې او لانجې د ثابتولو لپاره باید  هغه ثبوتونه راوړل شی چې  هغه ثبوتونه د بلې اړخ کسانو ته قبول وي. د داسې ثبوتونو راوړل چې  هغه ثبوتونه د  هغو لپاره څه قیمت نه لري، د منطق او د عقل او د ښې لانجې کولو په خلاف ده.

کیدې شی چې «صالح درویش» همدا مطلب د (ابن حزم) کتاب «المحلی» کښې لیدلې وي خو دا تکلیف یې نه دی کړی چې د (ابن حزم) بلې باب «الفص» ولولي  هغه په دې کتاب کښې د مناظرې او د ښې لانجې کولو طریقه بیان کړې ده لکه لیکي:

ابو محمد (ابن حزم) وايي چې دا څه معنا نه لری چې مونږه خپلو روایتونو سره د شیعوپه خلاف ثبوت راوړو. په داسې حال کښې چې  هغوی زمونږ روایتونه نه مني او دا هم څه معنا نه لري چې  هغوی خپلو روایتونو سره مونږ ته ثبوت پیش کړي په داسې حال کښې چې مونږ د  هغوی روایتونه نه منو پکار دا ده چې د بلې طرف روایتونو سره د  هغو په خلاف ثبوت راوړی شي او  هغو لپاره حجت وي. او سه فرق نه کوی چې د ثبوت راوړنکي  هغه دلیل مني او یا نه يې مني.[2]

پکار ده چې «صالح درویش» ته اووایو: که چیرې تا ددې بنیادی اصل لحاظ ساتلې وې او  هغه روایتونه يې د ثبوت لپاره نه وې راوړې چې  هغه شیعه یې نه مني نو هاله به کیدې شی لویستونکی ته دا ښکاریده چې ته د حې لانجې کولو طریقونه نه يي خبر.

څلورم ټکی:

د ډېرو صحابیانو او تابیعنو په نظر کښې د امیرالمؤمنین لوړتیا:

په  هغو دریو خلیفاګانو باندې د امیرالمؤمنین علیه السلام غوره کیدل له نمره هم زیاته روښانه ده او د شیعو او سنیانو د کتابونو په ډېرو روایتونو کښې ثابت شوي او پای ته رسیدلی ده.

ډېر صحابیان او تابعین لکه «ابو سعید خدری» « ابوذر غفار» «سلمان فارسی» «حباب» «زید بن ارقم» او نور ددې مسئله ملاتړ کوي. «ابن عبدالبر» په الاستعاب کښې «ابن اثیر جزیری» په اسدالغابه کښې «صفدی» په الوافی بالوفیات کښې او «حیثمی» په الصواقع المحرقه کښې لیکلي دي:

«سلمان ابوذر مقداد، خباب، جابر، ابوسعید خدری او زید بن ارقم نه نقل کوي چې علی بن ابی طالب له ټولو واړندې اسلام راوړو او دغه کسانو علی علیه السلام له ټولو لوړ او غوره ګڼلو. [3]

«ترمذی» په خپل سنن کښې «طبرانی» په المعجم الأوسط کښې «ابن عبدالبر» په الاستعاب کښې «ذهبی» په تاریخ الاسلام و سیر أعلام البلېاءکښې صحیح سند سره نقل کړي دي. عبدالله بن بریده نه نقل شوې ده چې رسول الله وفرمایل: په ښځو کښې په رسول الله(صلی الله علیه وآله) باندې له ټولو ګرانه بی بی فاطمه سلام الله علیها او په سړو کښې له ټولو ګران علی و. [4]

«حاکم نیشاپوری» ددې روایت نقل کولو نه وروسته وایي: «ددې حدیث سند صحیح دی ځکه چې بخاری او مسلم هم نقل کړی دی». [5]

شمس الدین ذهبی په تلحیص المستدرک کښې د «حاکم نیشابوری» لږ ملاتړ او تائید کړی دی او وائي چې دا حدیث صحیح دی. [6]

ترمذی په خپل سنن کښې داسې لیکلي دي: چې (عایشه) رسول باندې د امیرالمؤمنین علیه السلام او فاطمه زهراء سلام الله علیه ګرانیدو اعتراف کړې دی.

جمیع بن عمیر تیمی وائی: چې د خپلې ترور سره عایشه ته تلې وم او  هغهې نه مې تپوس وکړ چې رسول الله باندې کوم کسان له ټولو زیات ګران دی؟

هغې په ځواب کښې ووویل: چې په ښځو کښې ورباندې له ټولو ګرانه فاطمة الزهراء سلام الله علیها او په سړو کښې له ټولو ګران علی علیه السلام دی.

دغه روایت حاکم نیشابوری په مستدرک علی الصحیحین کتاب کښې هم دې سند سره نقل کړې دی او په آخر کښې يې ددې حدیث صحیح شونې باندې اعتراف کړه ده. هذا حدیث صحیح الاسناد و لم یخرجا. [7]

ددې روایت سند صحیح ده خو مسلم او بحاری نه دی ذکر کړې.

دا روایت د اهلبیتو علیهم السلام  ډېرو پوهانو د مثال په توګه (طبرانی) په معجم الکبیر[8] کښې، ابن عبدالبر په الاستعاب[9] کښې ابن اثیر په اسدالغابه فی معرفة الصحابه[10] کښې ابوبکر انصاری الجوهرة فی نصب النبی و اصحابه العشرة[11] کښې، مزی په تهذیب الکمال[12] کښې، او ذهبی په تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام[13] کښې ذکر کړې دی.

په بل روایت کښې چې احمد بن حنبلې  هغه په خپل مسند کښې د نعمان بن بشیر په واسطه سره داسې نقل کړی دی. چې (عایشه) دوه یا درې ځلی په اوچت غږ رسول الله(صلی الله علیه وآله) ته وایي: په خدای مېدې قسم وي زه پوهه شوم چې تا باندې زما له پلاره او زما نه زیات علی علیه السلام ګران دي. [14]

ابن حجر عسقلانی فتح الباری کښې دا روایت صحیح ګڼلی دی او لیکي:

احمد بن حنبلې، ابو داود او نسائی دا روایت په صحیح سند سره د نعمان بن بشیر نه نقل کوی چې ابوبکر د رسول الله(صلی الله علیه وآله) نه کور ته د ننه شونې اجازت اخستل چې په دغه وخت کښې یې د عایشه اوچت غږ واورید چې ویې وویل: په الله مې دې قسم وی زه پوهه شوم چې په تا باندې زما او زما پلار نه زیات علی علیه السلام ګران ده. [15]

«البانی» هم دغه روایت په «السلسلة الصحیحة» ج۶، ۴۰۰مخ، شمیره ۲۹۰۱: صحیح ګڼلې ده.

ددې خبرو نتیجه ده شوه چې:

لومړۍ خو دا چې دغه روایتونه د اهلسنتو کتابونو کښې هم صحیح سند نه لري. او داسې روایتونه د ثبوت په توګه ذکر کول د پوهانو و محققانو په نظر کښې هم صحیح نه ده. او نه مطلب ثابتولو شي.

دویمه دا چې: که چیري دا روایتونه صحیح هم وی خو د شیعو لپاره هیڅ قیمت و حجت نه لري.

او دریمه دا چې «صالح درویش» کومه دعوا کړې وه د  هغه په اپوټه ثابت شو.

 

[1]. محمد بن احمد بن الجهم بن الصالح ابو عبدالله البلخی قدم بغداد و حدث بها عن عصام بن یوسف البخی روی عنه محمد بن مخلد الدوری فی مسند آبی حنیفه، الخطیب البغدادی، أحمد بن علی، تاریخ بغداد، ټوک۱ ، مخ   ۲۸۷، رقم: ۱۳۴.

[2]. قال ابو محمد لا معنی لاحتجاجنا علهیم بروایتنا فهم لا یصدقونا و لا معنی لاحتجاجهم علینا برویاتهم فنحن لا تصدقها و انما یجب أن یحتج الخصوم بعضهم علی بعض بما یصدقه الدی تقام علیه الحجة به سواء صدقه المحتج او لم یصدقه.

ابن حزم، علی بن احمد، الفصل فی الملل والاهواء والنحل، ټوک۴، مخ   ۷۸.

[3]. و روی عن سلمان و أبی ذر والمقداد و جابر و أبی سعید الحدری و زید بن أرقم أن علی بن ابی طالب رضی الله تعالی عنه اول من أسلم و فضله هولاء علی غیر. ابن عبدالبرالقرطبی، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، ټوک۳، مخ   ۱۰۹۰؛ ابن أثیر الجرزی، علی محمد أسدالغابة فی معرفة الصحابة، ټوک۴، مخ   ۱۰۳؛ الصفدی، خلیل بن أیبک، الوافی بالوفیات، ټوک۲۱، مخ۱۷۸؛ ابن حجر الهیثمی، أحمد بن محمد، الصواعق المحرقة علی أهل الرفص و الضلال والزندقة، ټوک۱، مخ۱۷۲.

[4]. حدثنا ابرایهم بن سعید الجوهری، حدثنا الاسود بن عامر، عن جعفرالاحمر، عن عبدالله بن عطاء، عن ابن بریده، عن ابیه، قال: «کان أحب النساء الی رسول الله صلی الله علیه و آله فاطمه، و من الرجال علی».

الترمیذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، ټوک۵، مخ۶۹۸؛ الطبرانی، سلمان بن احمد، المعجم الوسط، ټوک۷، مخ۱۹۹؛ ابن عبدالبرالقرطبی، یوسف بن عبدالله، الاستعاب فی معرفة الاصحاب، ټوک۴، مخ۱۸۹۷؛ الذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وافیة المشهیر و الاعلام، ټوک۳، مخ۶۳۳؛ همو، سیر أعلام النبلاء، ټوک۲، مخ۱۳۱.

[5]. هذا حدیث صحیح الاسناد و لم یخرجاه.

الحاکم النیسابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، ټوک۳، مخ۱۶۸.

[6]. المستدرک الصحیحین و بذیله التلخیص للحافظ الذهبی، ټوک۳، مخ ۱۳۴، کتاب معرفة الصحابة، ټوک۳، مخ ۱۵۵.

[7]. حدثنی أبوبکر بن أبی دارم ثنا ابراهیم بن عبدالله العبیی ثنا مالک بن اسماعیل الهندی ثنا عبدالسلام بن حرب عن أبی الجحاف عن جمیع بن عمیر قال دخلت مع عمتی علی عائشة رضی الله عنها فسئلت أي الناس کان أحب الی رسول الله صلی الله علیه و آله قالت فاظمة قیل فمن الرجال قالت زوجها ان کان ما عملته صواما قواما هذا حدیث صحیح الاسناد و لم یخرجاه.

الحاکم النیسابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، ټوک۳، مخ ۱۷۱، ح۴۷۴۴.

[8]. الطبرانی، سلیمان بن أحمدې المعجم الکبیر، ټوک۲۲، مخ ۴۰۳.

[9]. ابن عبدالبر القرطبی، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، ټوک۴، مخ ۱۸۹۷.

[10]. ابن أثیر الجرزی، علی نب محمد، أسدالغابة فی معرفة الصحابة، ټوک۷، مخ ۲۴۲.

[11]. التلمسانی، محمد بن أبی بکر، الجوهرة فی نسب النبی و أصحابه العشرة، ټوک۱، مخ ۲۷۸.

[12]. المزی، یوسف بن الزکی، تهذیب الکمال، ټوک۴، مخ ۵۱۲.

[13]. الذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، ټوک۳، مخ ۴۴.

[14]. ۱۸۴۴۴ حدثنا عبدالله حدثنی أبی ثنا أبو نعیم ثنا یومس ثنا العیزارین حریث قال قال النعمان بن بشیر قال استأذن أبوبکر علی رسول الله صلی الله علیه و آله فسمع صوت عائشة عالیا و هی تقول والله لقد عرفت ان علیا أحب الیک من أبی و منی مرتین او ثلاثا فاستأذن أبوبکر فدخل فأهوی الیها فقال یا بنت فلانة لا أمعک ترفعین صوتک علی رسول الله. الشیبانی، أحمد بن حنبل، ټوک۴، مخ ۲۷۵.

[15]. و أخرج احمد و ابو داود و النسائي بسند صحیح عن نعمان بن بشیر قال استأذن أبوبکر علی النبی صلی الله علیه و آله فسمع صوت عائشة عالیا و هی تقول والله لقد علمت أن علیا أحب الیلک من أبی الحدیث.