ام البنين

ام البنين

 

يوه ورځ حضرت علی عليه السلام خپل ورور عقيل ته وفرمايل: زما لپاره يوه داسې ښځه وګوره چې له ميړنۍ کورنۍ څخه وي ځکه چې غواړم له هغه نه مې يو ښه ميړنې زوے وشي.

عقيل، د حزام بن خالد لور، فاطمه کلابيه خوښه کړه او حضرت علی عليه السلام ته يې وويل: دا هماغه ښځه ده چې تا غوښتې وه.

کله چې امير المؤمنين له هغې ښځې نه د څلورو بچو چې حضرت عباس(ع)، عبدالله، جعفر او عثمان  پلار شو نو د هغې نوم يې بدل کړۀ او ام البنين نوم يې وناموله.

دا څلور تکړه زامن يې په کربلا کښې امام حسين عليه السلام سره شهيدان شول.

کله چې په مدينه کښې ام البنين ته د هغوي د شهادت خبر راورسيدۀ نو ويې فرمايل: ما ته د امام حسين(ع) خبر راکړئ!.

زما زامن او څه چې د دې شين اسمان لاندې دي ټول د حسين(ع) نه قربان شه.

ما ته د ټولو نه لومړې د ابی عبدالله امام حسين(ع) خبر ولې نه راکوئ؟

امام حسين(ع) سره دا دومره مينه، د دې دليل دے چې د خپلو زامنو شهادت يې د د شهيدانو د مشر (امام حسين عليه السلام) د شهادت په وړاندې وړوکې وګڼل.