د ليدو تږې

د ليدو تږې: اويس قرني (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

ديمن د ځمکې دشتې شنې وې. د اوښانو څروونکے به هره ورځ سهار دشتې ته تله چې اوښان وڅروي.

کله چې به اوښان په څريدلو شو نو دې نوځوان ” اويس” به ځان سره فکر کاوه او د نوي دين په هکله چې قبول کړے يې فکر به يې کاؤه په داسې وخت کښې چې خلکو د لرګيو او کاڼو د بتانو عبادت کاوۀ مرداره غوښه به يې خوړه يو بل به يې وژل او لوټل او په خپل مور پلار به يې ظلم کاوۀ، اويس د اسلام دين قبول کړے و حلال کسب يې لرۀ او خپلے ړندے مور سره به يې مينه کوله او د هغې خيال به يې ساتۀ.

اويس به تل د خداي شکر اوباسه چې هغه ته يې هدايت کړےدے او د هغه په وړاندے به يې سجده کوله او ټوله ورځ به يې په شونډو د خدای ذکرو . اويس د خپل مؤمن ترۀ ” عصام قرني” په وسيله د اسلام دين پيژندلے و د هغه درناوے به يې کاوه. اويس له هغه کسانو و چې د اسلام د تبليغ کوونکيو په لاس مسلمان شوے و او په خپل دين به يې فخر کاوۀ.

کله نه چې اويس د حضرت محـمد(ص) پاک نوم اوريدلے ونو د بی قرارۍ احساس يې کول هغه دا غوښتل چې پيغمبر(ص) په وړاندې کلمه ووايي او له نزدےهغه حضرت (ص) وويني که څه هم پيغمبر(ص) يې نه وليدلے خو تل د هغه ليدلو ته ليوال و. خو په آسانه هغه حضرت ته نه شو رسيدلے ځکه چې هم لاره اوږده وه اوهم يې مور ړنده وه چې بې له يو کس ښوونه ورته وکړي نه شوه پاتے کيدے. له همدې سببه کله چې به اويس په دشته کښې بيل شونو په فکر کښې به لاړ اود خپل محبوب حضرت محمد(ص) په هکله به يې فکر کاوۀ هغه دا فکر کاوۀ چې پيغمبر(ص) له ورو نو کورونو ته رانه ننوت بلکې د هغوي په زړونو کښې ننوت. اويس قرنی يو داسي مسلمان و چې د خدای د رسول مينه ده هغه په زړه او روح کښې ننوتې وه. هغه د دې ټولو نعمتونو شکر کاوۀ خو څوڅو ځله به يې ځان سره دا فکر کاوۀ او ويل به يې: اےکاش! د يوځل لپاره ولې نه وے خو چې د هغه پاک وجود زيارت می کړےوے اوسترګې مې دهغه حضرت په ښکلي مخ روښانه شوےوے.

د اويس مور چې پخپله يوه ايمانداره او پاکه ښځه وه که څه هم سترګويې د ليدلو توان نه لرۀ خو د دې ځوان له کړو وړ اوبې قرارۍ پوه شوې وه چې زوے يې دپيغمبر(ص) د ليدلو ليوال دےنو موريې هم غوښتل چې زوے يې د پيغمبر(ص) دليدلو لپاره لاړشی. يوه ورځ چې اويس دشتې ته د تللو لپاره تيارو دخپلې ضعيفې مور غږ يې واويد. ځوان زوي ورته زر ځان ورساوۀ مور به يې د اويس له احترام او ادبه خوند اخسته نوورته ويېويل: زويه! ماته پته ده چې درسول الله(ص) د ليدلوشوق لرې زۀ هم دا نه خوښه وم چې ستا د ارمان خنډ شم خو ما سره يوه وعده وکړه اويس چې له خوشحالۍ په خپلو جامو کښې نه ځاييدۀ په خوشحالۍ سره وويل: ګرانې مورې هر څه شرط چې کيږدے ماته منظوردے.

موريې وويل: دخدای درسول(ص) ليدلو ته لاړ شه خوکه هغه په مدينه کښې نه و نو حق نه لرې چې له نيمه ورځې زيات هلته پاتې شی او بايد بې ځنډه به يمن ته بيرته راځې. ځوان دمورشرط قبول کړ اوبې ځنډه سفر ته تيار شو.

اويس چې کله تيار شو نوخپل اوښ او کالو سره اول د مور خوا ته ورغے اولاس يې ورله ښکل کړل او بيا يې ورسره خدا ملے وکړ. او روان شو. له يمنه بر مدينې ډيره لاره ده..يمن يو ښه شين وطن دے او هوا او اوبه يې ښې دي خو مدينه يوګرم او اوچ ځای دے نودا خبرې داويس لپاره څه فرق نه کوي بلکه مطلب او مقصد د خدای درسول ديدار دے چې که يو ساعت هغه وويني نو د سفر ټوله ستوماني به يې وځي. اويس په بيړه بيړه د خپل محبوب په لور روان و په فکر کښې يې هغه وخت يادوۀ چې کله به پيغمبر(ص) هغه به غاړوځي. او يو ځل بيا به د هغه په وړاندې شفهادتين لولي. دا ځوان د وچو او سوزونکيو ځمکو راتير شو او اخر دا چې مدينې ته نزدے راورسيد. هغه نور هم په بيړه شو اوخوشحال شو. کله چې ښار ته ورسيد نو د پيغمبر(ص) د کور پوښتنه يې وکړه او لږ وخت پس د هغه حضرت کور ته ورورسيد. خو د پيغمبر(ص) ملګرو هغه ته وويل چې د خدای رسول په مدينه کښې نشته او له ښاره بهر تلے دے.

لکه څنګه چې ورته مور ويلې وو سره د دې چې ډير ستړے و خو نيمه ورځ يې په مدينه کښې د پيغمبر(ص) انتظار وکړ خو چې د هغوي پته ونه لږيده نو اويس بيا واپس يمن ته راغے.

کله چې پيغمبر(ص) مدينه ته راغله نواويس تلےو. کله چې هغه حضرت کور ته ننوت نو ويې فرمايل: په کور کښې يو نور وينم، څوک کورته راغلي وو؟ ملګرو ورته وويل: يو اوښ څروونکے راغلے و چې نوم يې اويس و په تا باندې يې درود او سلام وويل او واپس لاړ.

بيا د خدای رسول وفرمايل: هو! دا داويس نور دے چې زمونږ پهکور کښې يې ډالۍ پريښے دے اوپه خپله تلےدے. که څه هم اويس پيغمبر(ص) ونه ليد خوهغه بل له حقيقي مومنانو اوداهلبيتوامامانو له دوستانو څخه و او دحضرت علی(ع) په ولايت باندې يېپوخ ايمان اويقين لره.

هو! اخر دا تقوا دار سړے دصفين په جنګ کښې د اميرالمومنين حضرت علی(ع) سپايانو سره يوځاي شو اوپه هماغه جنګ کښې شهيد شو.

 

پيژنګلوي

نامه: اويس

د پلار نامه: عامر

د قبلې نوم: بنی قَرَن

د شهادت ځای: صفين