فاطمه بنت اسد

فاطمه بنت اسد

 

فاطمه، د اسد بن هاشم، لور د ابوطالب ښځه او د اميرالمؤمنين علی(ع) ګرانه مور ده.

مخکښې له دې چې د اسلام ښکاره شي او پيغمبر(ص) سره بيعت وکړي دينِ حنيفِ ابراهيم(ع) له لارويانو څخه وه او هيڅکله يې ځان په بت پرستۍ نه دے ککړ کړې.

د اسلام له پيدا کيدو وروسته له خديجه سلام الله عليها نه بعد هغه لومړنۍ ښځه وه چې اسلام يې قبول کړ او تل به يې د خداي د رسول(ص) نه سخته دفاع کوله.

پيغمبر(ص) څوڅو ځله د هغې کور ته تلې ؤ او آرام يې پکښې کړې ؤ او د هغې به يې ډېر زيات درناوې کاوۀ.

فاطمه بنت اسد، يوازنۍ ښځه ده چې په خانه کعبه کښې يې زوے وزيږيد.

کله چې يې د بچي د زيږيدنې وخت نزدې شو نو مسجدالحرام او کعبې ته نزدې شوه او خپل خداي ته يې سوال وکړ: اې زما خدايه! زۀ په تا باندې او څومره پيغمبران چې ستا له اړخه راغلي دي، او په اسماني کتابونو باندې او د خپل نيکه حضرت ابراهيم(ع) په وينا باندې ايمان لرم.

اې خدايه!

په حق د هغه چا چې دا کور يې جوړ کړے دے او په حق د هغه زيږيدونکي چې زما په خيټه دے، دا زوکړه ما باندې آسانه کړې.

له دې دعا وروسته، د کعبې ديوال وچاوده، فاطمه کعبې ته ننوته او په هغه پاک ځاي کښې علی(ع) دنيا ته راغے او په هغه ځاي کښې يې تر دريو ورځو پورې د جنت ډوډې او ميوې وخوړې. او بيا هماغه ديوال د هغې او د هغې د زوي لپاره د راوتلو لار شوه.

د اسد لور فاطمه، لومړنۍ ښځه وه چې له مکې يې مدينې ته پياده هجرت وکړ او دا هجرت يې د نورو ځانګړتياؤ سره سره يوه بله ځانګړنه شوه.

کله چې پيغمبر(ص) ته د هغې بي بي د وفات خبر راورسيد نو ويې فرمايل: نن ما خپله مور له لاسه ورکړې ده. بيا يې حکم وکړۀ چې ښځې دې هغې ته غسل ورکړي. بيا يې خپل يو قميص ورواستولو چې هغه قميص کښې يې کفن  کړي. او بيا يې د هغې په جنازې کښې شرکت وکړ او تابوت يې په اوږه کړۀ تر دې چې د بقيع مقبرې ته ورسيدل. د قبر په کنستلو کښې يې هم ګډون وکړ او د تبرک لپاره په هغې کښې سملاستۀ.

له هغه وروسته يې جنازه وکړه، دفن يې کړه او تلقين يې ورته وويل او د هغې په حق کښې يې دعا وکړه.

او په اخر کښې په خپلو مبارکو لاسونو په قبر خاورې واچولې او ويې فرمايل:

لويه خدايه! زۀ هغه تا ته سپارم.

عمار ياسر د پيغمبر(ص) نه د دې کار په هکله تپوس وکړۀ نو ويې فرمايل: إنّها کانَتْ اُمّی، إذ کَانت لتجيع صبيانها وَ وتشبعنى , وتشعثهم وتدهننى ,وكانت امى.

په رښتيا چې فاطمه زما مور وه، ځکه چې خپل بچي به يې نهر پريښودل او زه به يې مَړَولم او هغوي به يې خيرن پريښودل او زۀ به يې پاکولم. هو! په رښتيا چې فاطمه زما مور وه.

انه لم يكن بعد ابى طالب ابربى منها.

په ريښتيا چې له ابوطاب(ع) نه وروسته د فاطمې بي بي غوندې نيکي ما سره بل چا نه وه کړې.