د حقيقت کاميابي

د حقيقت کاميابي: خزيمه بن ثابت انصاري

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د ښار بازار د نورو ورځو په شان ګرم و، هر سړے په يو کار لګيا و او د رزق په تکل کښې و په بازار کښې خلک داسې په خپلو کارونو لګيا و چې خپل خو او شا ته يې پام نه و، په بازار کښې يو صحرائي عرب چې په سر او مخ يې دوړې پرتې وې په داسې حال کښې چې يو ځوان  او ښکلے اس يې ځان پسې راکږه، څرګند شو.

څومره چې اس د ليدلو وړ و او د خلکو ورته پام کيده دومره د هغې څښتن ښکلے نه و د هغې عرب له ګرځيدلو او اخوا ديخوا کتلو پته لږيده چې هغه څه پسې ګرځی هغه غوښتل چې د ژوند تيرولو لپاره هغه اس چې له جلبه يې نيولے و په دې ګرم بازار کښې خرڅ کړي د يو داسې اخستونکي په لټه کښې و چې انصاف دار اوښه سړےوي او د هغه د غوښتے مخالفت ونه کړی هغی صحرائي سړي غوښتل چې اس يې په هغه بيه خرڅ شي چې دې يې بيه کوي هغه غوښتل چې  داس اخستونکے يې سخت سړے نه وي چې ښه په اسانه ورسره سودا وکړي او ټولې پيسے ورکړي. هغه په داسې حال کښې چې ورو ورو روان و اخوا ديخوا يې هم کتل چې خپل د خوښې احستونکےپيدا کړي.

په بازار کښې پيغمبر(ص) تيريده نو دې خرڅونکي ته يې پام شو نو هغه ته ورغله پيغمبر(ص) د سلام او خيرپه خير نه پس وفرمايل: ايا اس دې د خرڅولو لپاره راوستے دے؟ سړي وويل: هو! دخرڅ لپاره يې يو ښه سړے لټوم بيا پيغمبر(ص) وفرمايل: دا په څو پيسو خرڅوې؟ هغه سړي چې پيغمبر(ص) يې پيژندلے ؤ د خپلے خوښې قميت يې پيغمبر(ص) ته وويل پيغمبر(ص) وفرمايل: تا چې کومه بيه وويله هغه مې خوښه ده دې ځای کښې لږ ودريږه چې کور ته لاړ شم او پيسې درله راوړم او اس درنه واخلم زه دلته ودريږم تردې چې پيسو سره راستون شې بيا پيغمبر(ص) کور ته روان شو او هغه صحرائي سړے هلته يو سوري ته ودريده چې پيغمبر(ص) بيرته راشي څو منافقان چې د ليرے يې پيغمبر(ص) څارۀ د پيغمبر(ص) تللو سره هغه سړی ته راغلل او په منافقت او خنده سره يې هغه سړی ته وويل: ستړے مه شې، څومره ښکلے او ځوان اس درسره دے بيه به هم ډيره زياته وي؟ سړی ورته وويل: هو! دا زما اس دےخو که تاسويې د اخستلو لپاره راغلي يئ نو زه به درته دا وويم څې ستاسونه مخکښې مې دا اس په “محمدخرڅ کړےدے. منافقانچې د همدې وخت په انتظار وو وويل:اس دې ډير ارزان خرڅ نه کړ؟ بيا ورته سړي د خپلے خوښے بيه وويله،مشرکان ناڅاپه خپه شواوويې ويل دا کار دې ولې وکړ؟ لږ فکر به دې کړے ؤ،که مال دې مفت موندے دے؟ منافقانو خپلو د کينو ډکوخبرو سره هغه سړے دومره سپک کړ چې په خپلی سودا پښيمانه شو اوويې ويل: نو اوس څه کيدے شي؟ که محمد(ص) راغے نو څه ځواب ورته ورکړم؟ هغوي ورته وويل؛ دا خوڅه ګران کار نه دے!کله ځې هغه راشي نو ورته ووايه ماتاسره هډو سودا نه وه کړےاو خبره دې واپس واخله. خرڅوونکي سړي چې سم ايمان يې هم نه لرۀ، د هغوي د لاسه وغوليدۀ اوويېويل؛هو! ستاسو خبره سمه ده او دې کار سره زۀ دااس بازار کښې له دې بيې ګران هم خرڅوے شم.

مشرکانو په هره طريقه پيغمبر(ص) ته نقصان رساوه په کومه طريقه چې ممکنه وه خپل ګوزار به يې کاوۀ دا ځل هم هغوي له دې لانجے ګڼه واخسته چې د خدای رسول خپل حلال مال ته ونه رسي.کله چې مشرکانو هغه سړے په خپله خبره پښيمان کړ اود پيغمبر(ص) سره له سودا يې منعې کړ نو پخپله په يو ګوټ کښې ودريدل چې وګوري مخکښې څه کيږي.

څه وخت پس د خدای رسول سره د پيسو راووت او د اس خرڅوونکي ته يې وفرمايل: اے سړيه! دا واخله! هغه پيسې دې چې تا د اس د خرڅولو لپاره ويلےوے. خو سړي ډير سپکاوي سره وويل؛ د کومې سودا خبره کوې؟ ما خو دا اس په تا نه و خرڅ کړے چې ماته يې پيسې راکوې. پيغمبر(ص) ډير په مهربانۍ سره هغه ته وويل؛ همدا اوس څه وخت وړاندې دې ما سره د اس د خرڅولو لوز وکړ او سودا دې راسره وکړه. دغه وخت منافقانو د ښار بازار ډک کړ چې پيغمبر(ص) سړي سره په ” تا ويلے ما ويلے” لګيا دے. لږ وخت نه وتير چې د منافقانو په چل ول ډير خلک دپيغمبر(ص) نه ګير چاپير شول او يوه شخړه يې جوړه کړه.

خزيمه بن ثابت انصاری، چې د پيغمبر(ص) له رښتونی منونکيو څخه و. کله چې له دې خبرې خبر شو نوپه بيړه  بازار ته راغے، خلک يې اخوا ديخوا کړل او ځان يې د خدای رسول ته ورساوۀ اوويې ويل؛ اے د خدای رسوله! زۀ ګواهی ورکوم چې تا له دې سړي اس اخستےدے. صحرائي سړي ورته وويل؛ ته خو دلته نه وې، نوڅنګه ګواهی ورکوې؟ پيغمبر(ص) خزيمه ته وفرمايل: آيا زۀ دې ليدلے وم؟ ويې ويل:نه! اے د خدای رسوله! خو مطمئن يم چې دا اس دې اخستےدے ځکه چې دا څنګه کيدے شي چې زۀ بايد ستا په هکله د هغه څه باوروکړم چې د خدای له لورې دې راوړي دي او ووايم چې رښتيا او حقيقت دي خو د دې سړي په هکله چې بې ايمانه دےستا خبرهونه منم؟

دغه وخت د خدای رسول چې کله دخزيمه خبرې واوريدے چې په ايمان او يقين سره يې کولے نو ويې فرمايل: ای خزيمه! ستا ګواهي د دوو تنو ګواهۍ سره سمه ده.

په دی طريقه د منافقانو مشرکانو ټولے نقشې خاورې شوې او يو ځل بيا حقيقت بري بيامونده.

 

پيژنګلوي

نامه: خُزيمه

 

د پلار نامه: ذوالشهادتين

کنيت: ابوعماره

د زوکړې کال: له هجرته شل کاله وړاندې

د شهادت ځای: د صفين جنګ