دين ته د مفسر او متولي ضرورت

مقاله: دين ته د مفسر او متولي ضرورت

 

پوښتنه: ولې دين سپړونکي  (مفسر) او متولي ته اړتيا لري.

د پوښتنې وضاحت: ځينې نظريه ورکوونکي دا نظر لري چې دين او ديني معارف او ښوونې رسما ديني مفسر ته اړتيا نه لري بلکه هر کس کولے شي دين او تعليمات يې تفسير کړي او خپل اخستون ترې ولري.

او پر اساس يې خپلې ديني دندې او فرايض ترسره کړي. ددغه نظر خاوندانو اصلي مقصد دا دے چې دوي د دين تفسير او دينداري يوه شخصي او ذاتي چاره ګڼي او او دهغه په اساس هر ډول چې يې خوښه وي د ديني اوامرو او احکامو تفسير وکړي او د عمل په مقام کې يې لاس پرانستے وي او که دخپلې خوښې کارونه کوي نو ووايي چې دين داسې ويلې دي

ځواب:

ددغه نظريې چې دين مفسر ته اړمن نه ګڼي په ځواب کې بايد ووايو چې : لومړے،د دغه نظريې له وړاندې کولو دهغوي مقصد غير مقدس او د ديني احکامو له قيد او بنده د خلاصيدو په غرض دے. دوهمه دا چې د دوي دا نظريه ډير اعتراضات او اشکالات لري چې لاندې ورته اشاره کوو:

۱. دا ادعا چې دين او ديني معارف مفسر او عالم ته چې په دين کې تخصص ولري، اړمن نه دے په ديني احکامو او معارفو کې له نسبيت سره برابر دے ځکه چې په دې بڼه کې هر کس کولے شي له دينه د خپلې خوښې تفسير او مطلب واخلي او عقيده ولري چې دا د ده لپاره حجيت هم لري. او بل کس هم خپل تفسير حجت وګڼي د دې نظريې نتيجه دا کيږي چې په دين او ديني احکامو کې کوم ثابت او محکم څيز وجود ونه لرے او هر يو کس چې له ديني احکامو څنګه اخستون وکړي دهغه لپاره دين حسابيږي.په دين او ديني احکامو کې دا ډول نسبيت مردود دے ځکه چې اخري نتيجه يې تناقض ته وځي.ځکه چې که د هر کس برداشت او اخستون سم وګڼو نو کيدے شي يو کس د ځينو خاصو فرضيو له مخې يو شان تفسير وړاندې کړے وي او بل بلکل دهغه اپوټه تفسير ولري نو د دې پايله دا ده چې له يوه دين او حکمه دوه له يو بل سره بيخي اپوټه او متضاد تفسيرونه ولرو او زمونږ د فرضيې مطابق دواړه هم د خپلو خاوندانو لپاره حجت او دليل دي په عين حال کې هر يو يې بل ردوي.

۲. د انسان عقل حکم کوي چې لکه څرنګه چې په نورو علمونو او تخصصونو لکه طب، فيزيک، تاريخ او نورو په زرګونو علمي څانګو کې ځانته مفسر او بيانوونکے ضروري دے دين هم چې د الهي احکامو او ديني تعليماتو ټولګه ده يو عالم او مفسر او متخصص ته اړتيا لري چې په دغه احکامو کې يې تخصص کړے وي.

۳. ديني معارف درې سويې لري.يو: ساده ديني معارف، دوه :متوسط ديني معارف او دريم هم پيچلې او سخت ديني معارف،که فرضا ووايو چې عام خلک په ساده او اساني ديني تعليماتو پوهيږي خو کوم معارف چې د متوسطې سويې يا د سختې او پيچلې سويې دي د عامو خلکو له پوهې بهر او لوړ دي او دلته ده چې د هغو د بيان لپاره يو مفسر او متخصص ته ضرورت دے. په دې خبره زمونږ شاهد او دليل دا دے چې د قران او ديني معارفو په تفسير کې له معصومو امامانو په زرګونو حديثونه نقل شوې دي.[1]

۴. د قران ځينې ايتونه په دې دلالت کوي چې ديني تعليمات د خاصو مفسرانو له خوا تفسير او بيان ته اړتيا لري. په دغو کې يو ايت دا دے :[2] اے پيغمبره ! مونږ قران پر تا نازل کړ چې خلکو ته يې بيان او تفسير کړې.

په د غه ايت کې په خپله رسول الله مبارک ته خطاب شوے دے او د هغه يوه دنده د قراني معارفو تفسير او سپړنه بيان شوې ده.

که وويل شي چې د خداے رسول (ص) له دې امله چې معصوم دے د مفسرۍ شان لري خو له پيغمبره او امامانو پرته نور کسان له دې امله چې عصمت نه لري نو د دين مفسران نه شي کيدلے. د دې پوښتنې ځواب دا دے چې نو دا خبره چې د ين يو خاص مفسر ته اړتيا لري تاسو منئ او په دې ايت سره ثابتيږي خو دا چې د غيبت په زمانه کې د ديني معارفو د تفسير او بيان دنده د عالمانو او فقيهانو په غاړه اچول سوې ده يو بل دليل غواړي. چې مونږ يې لرو. زمونږ ادعا دا ده چې له رسول الله مبارک او معصومو امامانو د ډيرو روايتونو په اساس د امام زمان عليه السلام د غيبت په زمانه کې د دين تفسير او بيان او د الهي احکامو اجرا د دين د عالمانو او فقيهانو په غاړه ده. لکه دا روايت چې فرمايي:«من کان منکم قد روي حديثنا و نظر في حلالنا و حرامنا و عرف احکامنا فاني قد کعلته عليکم حاکما»[3] په تاسو کې هر يو چې زمونږ د حديثونو راوي او د حلالو او حرامو په شان په شرعي احکامو بلد او عالم وي داسې کس زما له خوا د دين واکمن حسابيږي او د حاکميت لازمه دا ده چې ديني احکام اجرا کړي. هم ځکه بايد داسې عارف او عالم کس د دين د احکامو مفسر وي.

دوهم ايت: وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِی إِلَیهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ[4] دا چې د اهل ذکر مصداق څوک دے په دې کې ډيرې خبرې شته دي ددغو بحثونو نتيجه دا ده چې د معصومو امامانو په شتون کې اهل ذکر په خپله هغوي دي او د غيبت په زمانه کې دا دنده د دين په عالمانو او فقيهانو اچول شوې ده. لکه څرنګه چې په يوه روايت کې راغلې دي چې امام زمان (عج) د اسحاق کندي د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک وايي د غيبت په زمانه کې په نويو پيښو او موضوعاتو کې چاته مراجعه وکړو چې احکام ترې واخلو، وفرمايل: و اما الحوادث الواقع فارجعوا فيها ال رواة حديثنا فانهم حجتي عليکم و انا حجت الله عليهم.»[5] په نويو موضوعاتو او پيښو کې زمونږ د روايتونو عالمانو او راويانو ته مراجعه وکړئ ځکه چې دوي پر تاسو زما حجت دي او زه پر دي د خداي حجت يم.

يقينا عام خلک چې په عربۍ نه پوهيږي او د اصولو، فقې تفسير او داسې نورو علمونو پوهه نه لري د اهل ذکر مصداق نه شي ګرځيدلے، دا خبره روښانه ده چې دغه کسان د ديني متونو د تفسير او بيان توان نه لري.

نکته:

دلته کيدے شي ځينې کسان دا پوښتنه وکړي چې د غيبت په زمانه کې ممکنه ده ددين عالمان د د ين د مفسر په توګه غلطي وکړي او ديني احکام اپوټه او غلط خلکو ته ورسوي او خلک بې لارې کړي او دا په خپله د دې دليل دے چې دين او ديني احکام مفسر ته ضرورت نه لري.

ځواب، لومړے خو دا چې که عام خلک له دينه کوم اخستون کوي يقينا د هغوي غلطۍ دعالمانو او فقيهانو په پرتله څو چنده زياتې وي نو عاقلانه نه ده چې په دې پلمه چې د دين يو متخصص او مفسر ښايي غلطي وکړي مونږ ټولې ديني چارې عامو خلکو ته وسپارو. دوهمه دا چې : په ټولو علومو او فنونو کې ممکنه ده چې يو کس او متخصص يې غلطي وکړي ايا ډاکټران په علاج کې غلطي نه شي کولے، نو که يو ډاکټر غلطي وکړي انسان بايه هيڅ ډاکټر ته ورنه شي؟ دا عاقلانه خبره نه ده.

دريمه دا چې :ډير اهل سنت او شيعه عالمان په دې خبره ټينګار لري چې که يو فقيه د ديني احکامو د تفسير او استنباط لپاره ضروري پوهه او علم ولري او د دين د احکامو د دسمې اجرا او تفسير په لاره کې خپل ټول توان وکاروي خو په عين حال کې بيا هم دديني احکامو په استنباط کې په خطا اخته شي داسې فقيه معذور دے. لکه څرنګه چې علامه سيد شرف الدين په الفصول المهمه کتاب کې د اسلام د ځينو عالمانو له قوله نقلوي: «هر مجتهد چې په ديني چارو کې اجتهاد وکړي او په خپله عقيده دهغه حقانيت ته رسيدلے وي دغه شان مجتهد ته په هر حال اجر ورکول کيږي که اجتهاد يې صحيح وي دوه ثوابه لري او که خطا وي يو ثواب » [6]

د لا ډيرې مطالعې لپاره

محسن غرويان، پرسش هاي فکري و ديني جوانان، قم موسسه يمن خپرندويه ټولنه،دريم، ۱۳۸۰، حميد رضا شاکرين او د (نشر معارف) په پوهنتون کې د ولي فيقه د استازندويه دفتر، او د محصلينو انتخاب شوې پوښتنې او ځوابونه يې، او د يو شمير محققانو په ملګرتيا. دوهم ځل چاپ ۱۳۸۴

وروستے حديث

امام علي فرمايي: کله چې بلا نازله شي نو مالونه مو د ځان ډال وګرځوئ او که کومه پيښه درپيښه شي ځانونه په دين قربان کړئ او پوه شئ چې هغه کس تباه دے چې دين يې تابه شوے وي او تالان شوے هغه کس دے چې دين يې تالان شوے وي.[7]

 

[1]. محسن غرويان، هماغه ماخذ.

[2]. نحل ۴۴ ايت.

[3]. حر عاملي وسائل الشيعه ايت ۴۳.

[4]. نحل ايت ۴۳.

[5]. الصدوق کمال الدين و تمام النعمه ۲ ټوک ۴۸۴ مخ.

[6]. الفصول المهمه في تاليف الامه ۱۵۵ مخ بيروت اوم چاپ.

[7]. محمد ري شهري، منتخب ميزان الحکمه، ترجمه حميد رضا شيخي قم، دار الحديث ۳۲۵ ۲۱۱ مخ.