د مينې سورے

د مينې سورے: د خُويلد لور بي بي خديجه (سلام الله عليها)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

خديجه د خوليد لور ، يو خکلے کور لرلو چې ورله غلامانو او کنيزانو باساتلو.د مکه په ښار کښې له دې نه بله مالدارا او عزت منده ښڅه نه وه ټولو خلقو خديجه پيژندله او دهغې درناوې به يې کولو . د خوښو صفتو له وجے د خلقو مينه هغې سره ورځ په ورځ ډيرې ده . خديجه يوه پاکه ، پرهيزګاره ، مهربانه ، مالداره ، بښونکې ، عقلمنده او يو خدائے ته سجده کونکې  ښڅه وه .

 

يوه ورڅ چې خديجه آرام کولو يوې خدمتګارې  يې ورته وويل * —— ! دوه بزرګان له قريشو د کور نه بار ولاړ دې او ستا سره د ملاقات او راننه  وتلو لپاره ستا اجازت غواړې . هغې ته څه وويم ؟ خديجه له خپل ځې اوچته پاسېده او ويويل هغې د ملمنو حجره کښې کښنه وه ، او د هغې ملمستيا (پذيرايی) وکړه زه د هغې ملاقات له درځم . ابوطالب او عباس (د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ترونه ) په ډير درناوې او عزت د خديجه کور ته  راننه وتل او د هغې ډيره ښه ملمستيا (پذيرايی) يې وکړه او بيا خديجه راغله او ورته يې هرکلې وويلو هغې ابوطالب او عباس پيژندل او د هغې د مقام او عزت نه خبر وه خو چې ولې دې د پرهيزګارې ښځې کورته راغلې وو ؟ لګ ساعت پس ابوطالب خديجه ته وويل : زمونږ وراره محمد صلی الله عليه وآله وسلم  يو پاک ، پرهيزګاره  چې د صفتونو د شمير ضرورت يې نشته ځکه چې ټول خلق د هغه د اخلاقو او د هغه د کرادار نه خبر دې چې ته يې هم پيژنے او هم ترې نه خبر يے هغه غواړې چې ستا تجارتی قافلو سره شې او سته تجارت بختور اوګرزوې .

خديجه چې د مکه له لويو تاجرانو نه وه په دې خبره ډيره خوشحاله شوا او د ابوطالب خبره يې ومنله چې محمد صلی الله عليه وآله وسلم دې تجارتې قافلو سره شې ، او ابوطالب ته يې اوويلې: زه غواړم چې هغه دلته راشې او پخپله ماسره خبره وکړې زه د هغه د خولې  اوريدل غواړم . په دې کښې عباس د محمد صلی الله عليه وآله وسلم تره راپاسې دو او محمد صلی الله عليه وآله وسلم په سې لاړو او ټوله خبره يې ورته تيره کړه بيا دواړه د خديجه کور ته راغلل . خديجه چې کله حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم سره ملاقات وکړونو ترونو ته يې د هغه تعريفونه شروع کړل او بيايې محمد صلی الله عليه وآله وسلم ته وويل : ته غواړې چې ځما تجارتی کاروان سره په سفر لاړ شې او هغه بختور وګرزے ؟ حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ورته وويل : آوو زه غواړم چې د شام قافله کښې شرکت وکړم .خديجه په خوشحالی د خبره قبوله کړه . او کله چې کاروان تيار شو او روانيدو خديجه خپل غلام *ميسره* چې د کاروان مشرې يې په غاړه وه وويل : هر ځې کښې له محمد صلی الله عليه وآله وسلم اطاعت وکړې او د هغه له دستور خلاف کار ونکړې . آخر دا چې ، کاروان د خديجه او د محمد صلی الله عليه وآله وسلم د ترونو په مخ کښې روانشو . په لاره کاروان  صومعه کښې دآرام لپاره ودريدو ¸له صومعه نه بار يو يهودې * نسطوری * وو چې د کاروان تماشا يې کوله چې کله يې په محمد صلی الله عليه وآله وسلم نظر پريوتو نود کاروان  په لور راروان  شو او چې کله يې په محمد صلی الله عليه وآله وسلم  کښې د نبوت نښه وليده نوخکلې کړه او ميسره ته يې وويل د ده په حکم عمل او د ده منے باندې منے شه  ځکه چې د پيغمبر دې او د ده راتلو خبر عيسی ورکړې وو چې د هغه نوم به احمد وې او په ځمکه به حکومت کوې .

حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په اولې سفر کښې خديجه له ډيره ګټه وکړه ، څه موده پس د کاروان  مکه ته په خير راواپس شو کله چې د کاروان مکه ته راولو نو مخ کښې ميسره سلام او د کاروان حال ويلو لپاره خديجه له لاړو د ډګټې خبر يې ورکړو او هغه واقعه چې د محمد صلی الله عليه وآله وسلم  نه يې ليدلې وه ورته يې ټوله بيانه کړه .

خديجه چې کمه ګټه مخ کښې نه محمد صلی الله عليه وآله وسلم ته منلې وه هغه يې ورله ورکړه او بيا کاروان سره تللو لپاره يې محمد صلی الله عليه وآله وسلم ته وويل . له دې نه پس د خديجه په زړه کښې د محمد صلی الله عليه وآله وسلم سره مينه  ډيره شوا او د محمد صلی الله عليه وآله وسلم په زړه کښې هم له خديجه لپاره ځې پيداشو .

کله چې خديجه پوي شوه چې د محمد صلی الله عليه وآله وسلم په  زړه کښې له هغې لپاره ځې شته نو ورته يې وويل په دې راضی يې زه ستا لپاره يوه ښځه ښوښه کړم چې ورسره واده وکړې ؟ حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ورته وويل : آوو .

خديجه ورته وويل : ما ستا لپاره په مکه کښې يوه ښځه کتلې ده چې له هم ستا د قبيله قريش نه ده چې د عرب زبرګه قبيله دا ، هغه مالداره ، د کمال نه ډکه ، بښونکې او پاکه ښځه ده ستا په کارونو کښې به ستا سره ملګرتيا کوې او په لګو به درنه راضی وې او ستا سره په ژوندکولو به خوشحاله وې . او که نور ورله ډير مال دولت ورکړې خو راضی به نشې . او هغه ښځه ستا کنيزه پخپله خديجه ده . آخر دا چې د ابوطالب په موجودګې کښې او د دواړو په راضيت سره د محمد صلی الله عليه وآله وسلم او خديجه  واده وشو او کله چې د مکې ښځو ته پته ولږيده چې خديجه له محمد صلی الله عليه وآله وسلم سره واده وکړو نو هغې ملامته کړه خو خديجه هغې ته ووې : اے د قريش ښځو ! ما ته پته لګيدلې چې ستاسو خاوندان په دې چې ما له محمد صلی الله عليه وآله وسلم سره واده کړې ما ملامته وې زه له ستاسو تپوس کوم تاسو کښې څوک له هغه غوندې شته ؟ په مکه کښې د هغه په شان خکلې ، ښه او اخلاق لرولو واله پيدا کولې شې ؟ ما په هغه کښې هغه څه ليدلې چې په نورو کښې مې نه دې ليدلې ، بس چې له څه نه خبر نه يے په هغې کښې څه مه وايے .

نامه: جديجه

کنيت: ام هند، ام المؤمنين، ام الزهراء

د وفات کال: د بعثت په لسم کال

د دفن ځای: مکه مکرمه