شېعه ولي په خاوره (سجده ګاه) سجده کوي؟

شېعه ولي په خاوره (سجده ګاه) سجده کوي؟

ځواب:- ځيني کسان دا ګومان کوي چې په خاورې يا د شهيدانو په خاورې (سجده ګاه) سجده کول د عبادت او پرستش په معنا دي او يو ډول شرک دے.

د دې پوښتنې په ځواب کې بايد يادونه وکړو چې د دې دوو جملو تر مينځ ؛السجود لله؛ او ؛السجود علي الارض؛ ښکاره فرق موجود دے دا کوم اعتراض چې شوے له دې امله دے چې اعتراض کوونکي په دغو دو جملو کښي فرق نه کوي.

مسلماً د ؛السجود للَه؛ مطلب دا چې سجده د خداې لپاره ده حال دا چې د ؛السجود علي الارض؛ مطلب دا ده چې سجده په زمکه کيږي او په بله ژبه دا چې مونږ په زمکې باندې سجدې سره خداې ته سجده کوو. اصولاً د نړۍ ټول مسلمانان په يوۀ څيز سجده کوي حال دا چې د هغوي سجده د خداې لپاره ده. د خداې د کور ټول زيارتوال او حجيان د مسجد الحرام په کاڼو سجده کوي حال دا چې هغوي خداې ته سجده کوي.

په دې بيان سره روښانه کيږي چې په خاوره يا بوټو(وښو) سجده کول هغوي ته د سجدې کولو په معنا نه دي بلکې سجده خداې ته کيږي خو له دې امله په خاورو کيږي چې خضوع او عاجزي پکښې ډيره وي هم دا راز معلومه شوه چې په خاورې سجده کول خاورې ته له سجده کولو سره فرق لري.

له بله پلوه قران مجيد فرمايي:-

؛و لله يسجد من في السموات و الارض [1]

هر څوک چې په اسمانونو او په ځمکه کې دي خداې ته سجده کوي.

او هم دا راز پيغمبر اکرم (ص) فرمايي:

جُعلت لي الارض مسجداً و طهوراً [2]

ځمکه زما لپاره د سجدي ځاي او د پاکۍ وسيله ګرځول شوې ده.

په دي اساس ؛د خداې لپاره سجده؛ په ځمکه او خاورې له سجدې سره نه يوازې دا چې تضاد نه لري بلکې کاملاً سمون هم خوري ځکه چې په خاوره او وښو (بوټو) سجده کول د يوازيني خداې په وړاندې ده ډيرې خضوع او عاجزۍ د څرګندولو راز دے.

دلته د شيعه ؤ د نظريې د لا روښانه کيدو لپاره غوره ده. د شيعه ؤ د لوي امام حضرت امام  جعفر صادق (ع) د وينا ځينې برخې ذکر کړو

؛ عن هشام ابن الحکم قال قلت لابي عبدالله (ع) اخبرني عمَا يجوز السجود عليه و عمَا لا يجوز؟ قال السجود لا يجوز الاَ علي الارض او ما انبتت الارض الاَ ما اُکل او لُبس. فقلت له جُعلت فداک ما العلة في ذالک؟ قال لانَ السجود هو الحضوع للَه عزَ و جلَ فلا ينبغي ان يکون علي ما يوکل و يلبس لانَ ابناء الدنيا عبيد ٌما ياکلون و يلبسون و الساجد في سجوده في عبادة الله عزَ و جلَ فلا ينبغي ان يضع جبهته في سجوده علي معبود ابناء الدنيا الزيَن اغتروا بغرورها، والسجود علي الارض افضل لانَه ابلغ في تواضع و الخصوع للَه عزَ و جلَ [3]

هشام بن حکم وايي له امام صادقه (ع) مې د هغه څه په باره کښې چې سجده پرې واجبه ده، پوښتنه وکړه وې فرمايل: سجده بايد يوازې په زمکه او هغه څه چې له زمکې راټوکيږي، بې لا خواړو او جامې، کيدے شي. ومې ويل لا تا زار شم علت ېې څه دے؟ وي فرمايل: سجده د خداې په در کې خضوع او اطاعت دے او ښه نه ده چې په خوړو او په اغوندونکو څيزونو( جامو) سجده وشي ځکه چې دنيا پالي د خوړو او جامې غلامان دي حال دا چې انسان د سجدې په وخت د خداې په عبادت کې وي نو ښه نه ده چې خپل تندے په هغه څه چې د دنيا پرستو معبود دي کيږدي.

او په زمکه سجده کول لوړه او غوره ده ځکه چې د خداې په وړاندې له خضوع او عاجزۍ سره زيات سمون خوري.

دا دنيا روښانه ګواه ده چې په خاورې سجده کول يوازې له دې امله دي چې دا کار د خداې په وړاندې له عاجزۍ او تواضع سره زيات ښايي.

دلته يوه بله پوښتنه کيږي چې ولې شيعه يوازې په خاوره او ځينو بوټو( وښو) سجده کوي او په هر څيز سجده نه کوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې وايو: لکه څرنګه چې د يو عبادت اصل بايد د شارع لخوا مونږ ته راورسيږي نو پکار ده چې د هغه د اجزاء و شرايط او کيفيت هم د هغوي په وينا او عمل سره مونږ ته راورسيږي. يعني پيغمبر (ص) يې  مونږ ته وښيي ځکه چې د خداې رسول، د قران په حکم، د ټولو غوره انسانانو بيلګه اسوه ده.

اوس ځينو اسلامي حديثونو ته چې د پيغمبر(ص) د سيرت او سنت ښودونکي دي چې ټول په دې ښوونه کوي چې رسول الله مبارک هم په خاوره او هم له زمکې په ټوکيدلو څيزونو لکه وښو، سجده کوله کټ مټ هماغه شان چې په نن زمانه کې يې شيعه کوي او عقيده لري.

اول:-   ځينو اسلامي محدثانو په خپلو صحاحو او مسانيدو کې د پيغمبر اکرم (ص) دا خبره راوړې ده چې فرمايي جُعلت لي الارض مسجداً و طهوراً [4]

زمکه زما لپاره د سجدې ځاي او د پاکۍ وسيله ګرځول شوې ده.

د ؛جعل؛ له کلمې چې دلته د تشريع او د قانون په معنا ده، ښه روښانيږي چې دا مسله د اسلام د منونکو لپاره يو خداېي حکم دے او په دې طريقه په خاورو کاڼي او داسې نورو څيزونو چې د زمکې سطح (مخ) حسابيږي، د سجدې کول مشروعيت ثابتيږي.

دوهم: ځينې روايتونه په دې خبره دلالت لري چې پيغمبر اکرم (ص) مسلمانانو ته د سجدې په وخت په خاورو د تندي کيښوولو امر کاوۀ لکه ام سلمه (د پيغمبر اکرم ص بي بي) له هغه حضرته (ص) روايت لري چې وې فرمايل: ؛ترَب وجهک للَه ؛ د خداې لپاره خپل مخ په خاوره کيږده. [5]

د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په وينا کې له ؛ترَب؛ لفظ دوه ټکي روښانيږي يو دا چې انسان بايد د سجدې په وخت خپل تندے په تراب يعني خاورو کيږدي بله دا چې په دې حديث کښې د امر صيغه راغلې ده چې د دې ښوونه کوي چې دا يو لازم الاجراء امر دے.

ځکه چې د ؛ترَب؛ لفظ د تراب له مادې ده چې خاورو معنا لري او دلته د امر په صيغه استعمال شوې ده.

دريم:- په دي مسله کې د پيغمبر(صلی الله عليه و آله وسلم) عمل يو بل څرګند دليل او د مسلمانانو د لارې روښانونکے دے وائل بن حجر وايي:

رايت النبي(ص) اذا سجد وضع جبهته و انفه علی الارض [6]

کله به چې پيغمبر(ص) سجده کوله خپل تندے او پوزه به يې په زمکه لګول. انس بن مالک او ابن عباس او د پيغمبر ډيرو مرمنو لکه عائشې او ام سلمه او ډيرو محدثانو دا حديث نقل کړے دے

((کان رسول الله (ص) يصلي علي الخمره) [7]

رسول الله مبارک به په خمره سجده کوله (خمره يو ډول پوزے دے چې د کجورو د ونې له پوستکي جوړ دے)

د خداې د رسول (ص) يو بل صحابي ،ابو سعيد واېي

دخلت علي رسول الله (ص) و هو يصلي علي الحصير [8]

زه رسول الله مبارک ته ورغلم په داسې حال چې هغوي په پوزي لمونځ کاوه. دا خبره د شيعه ؤ په عقيدې يو بل  څرګند دليل دے په دې عقيدې چې سجده په هغه څه جايزه دا چې له زمکه ټوکيږي البته چې د خوراک او څښاک شي نه وي.

څلورم: د اصحابو او تابعينو وينا او عمل هم د رسول الله مبارک د سنتو څرګندوے دے.

جابر بن عبدالله انصاري وايي ؛کنتُ اصلی الظهر مع رسول الله (ص) فاخذ قبضته من الحي الحصاء لتبرَد في کفي اضعها لجبهتي اسجد عليها السرَه الحرَه [9]

له پيغمبر اکرم(ص) سره مې ماسپښين لمونځ کاوه په موټې کې به مې نري کاڼي (سنګريزه) راخستل او لږ به مې نيول چې يخ شي او د سجدې په وخت به مې په هغو سجده کوله او دا د ګرمۍ د سختولي په وجه وو.

راوي بيا زياتوي، که په هغو جامو چې اغوستي مې وې سجده روا وه نو دا به د کاڼو له راوچتولو او يخولو اسانه وه.

ابن سعد ( وفات 209) په خپل کتاب الطبقات الکبری) کې ليکې :

کان مسروق اذا خرج يخرج بلبنة يسجد عليها فی السفينه [10]

مسروق بن اجدع به د مسافرت په وخت له ځان سره خښته وړله چې په کشتۍ کښې پرې سجده وکړي.

يادونه ضروري ده چې مسروق بن اجدع ده پيغمبر اکرم (ص) له تابعينو او د ابن مسعود د اصحابو څخه ؤ او د ؛الطبقات الکبری؛ ليکوال هغه له پيغمبره وروسته د کوفي د خلکو په لومړي طبقې کې او له هغو کسانو ګڼلے دے چې له حضرت ابوبکر،حضرت عمر،حضرت عثمان،حضرت علي او عبدالله بن مسعود يې روايتونه نقل کړي دي.

دا روايت د هغو کسانو د خبرې غلطوالے او بې بنسټ والے څرګندوي چې د خاورې د يوې ټوټې له ځان سره ګرځول شرک او بدعت ګڼي، معلوميږي چې د اسلام مخکينانو او د لومړيو وختونو کسانو هم دا کار کاوۀ [11]

نافع وايي:

انَ ابن عمر کان اذا سجدو عليه العمامه يرفعها حتی يضع جبهته باالارض [12]

عبدالله بن عمر به د سجدې په وخت خپل پټکے ليرې کاوه چې تندے په زمکه ولګوي.

زرين وايي: کتب الی علي ابن عبدالله بن عباس (رض) انَ البعث الي بلوح من اصجار المروه اسجد عليه [13]

علي بن عبد الله بن عباس ما ته وليکل : مروه غرۀ د کاڼو يوه تخته (دوسۍ) ماته راوليږه چې سجده پرې کوم.

5: له بل پلوه اسلامي محدثانو ځينې روايتونه راوړي دي چې رسول الله مبارک هغه کسان چې په سجده کې به يې د زمکې او تندي تر مينځ د پټکي يو ګوټ کيښود ( په پګړي به يې سجده کوله) له دي کاره منعې کړي دي.

صالح صبايي وايي:

انَ رسول الله (ص) رای رجلاَ يسجد بجنبه و قد اعتمَ علي جبهته فحسر رسول الله (ص) عن جبهته [14]

رسول الله مبارک د ځان په خواه کې يو سړي د سجدې په حالت کې وليدۀ په داسې حال چې په تندي يې پټکے تړلے ؤ، پيغمبر اکرم (ص) د هغه له تندي پټکے ليرې کړه.

عياض بن عبدالله قرشي وايي:

رای رسول الله (ص) رجلاً يسجد علي کور عمامته فاؤماء بيده ارفع عمامتک و اوماء الی جبهته [15]

رسول الله مبارک يو سړے د سجدې په حالت کې وليدۀ چې د خپل پټکي (عمامه) په څنډه يې سجده کوله د خداې رسول هغه ته اشاره وکړه چې خپل پټکے ليرې کړه او د هغه تندي ته يې اشاره وکړه.

له دغو روايتونو ښه معلوميږي چې په زمکه د سجدې ضروري والے د رسول الله مبارک په زمانه کي يوه مشخصه او مسلمه خبره وه تر دې چې که يو مسلمان غوښتل چې خپل پټکي څنډه په زمکه کيږدي او په هغه سجده وکړي چې تندے يې په زمکه ونه لګي رسول الله مبارک به له دغه کار منعې کاوه.

6: د شيعو د معصوم امامان چې له يوې خوا د حديث ثقلين په ګواهۍ له قرانه نۀ جدا کيدونکي هستۍ او له بل پلوه د خداې د رسول اهلبيت دي، په خپلو ويناوو کي دا حقيقت جوت کړے دے.

امام صادق عليه سلام فرمايې:

السجود علي الارض فريضه و علي الخمره سنته.[16]

په زمکه سجده د خداې حکم او په پوزي سجده د پيغمبر اکرم(ص) سنت دي.

او په يو بل ځاي کې فرمايي:

السجود لا يجوز الا علی الارض او علی ما انبتت الارض الاَ ما اکل او لُبس [17]

جايزه نه ده سجده کول مګر په زمکه او په هغه څيزونو چې له زمکې راټوکيږي مګر په خواړو او جامه

 

نتيجه:

له دغو ټولو دليلونو ښه معلوميږي چې نه يوازي د پيغمبر(صلی الله عليه و آله وسلم) د اهلبيتو روايت بلکې د رسول الله مبارک سنت او د اصحابو او تابعينو کړچار په زمکه او له زمکه په راټوکيدونکو څيزونو (بي له خواړو او جامو) د سجدې په ضروري والي ګواهي ورکوي.

پر دې سربيره مسلمه خبره دا ده چې په دغو څيزونو سجده کول جايزه دے حال دا چې په نورو څيزونو د سجدې په اداوالي کې اختلاف او شک دے نو احتياط هم ( چې د نجات او کاميابۍ لاره ده) تقاضه کوي چې غوره دا ده چې په زمکه او له زمکې په ټوکيدونکو څيزونو سجده وشي نه په بل څه.

په پاي کې يادونه کوم چې دا بحث يوه فقهي مسله ده او په داسي فرعي مسايلو کې په اسلامي فقهاؤ کې اختلاف زيات ليدل کيږي خو داسې اختلاف بايد د انديښنې سبب نه شي ځکه چې داسې اختلافات د اهل سنتو په څلورو مذهبونو کې هم ډير دي مثلاً مالکيان وايي: په سجده کي پوزه لګول مستحب دي حال دا چې حنبليان يې واجب ګڼي او وايي که پوزه ونه لګوله نمونځ باطليږي. [18]

 

[1] . د رعد سوره ايت 15
[2]  صحيح بخاري کتاب الصلواه مخ 91
[3] . بحار الانوار 85 ټوک 147 مخ د علل الشرايع په حواله
[4] . سنن بيهقي لومړے ټوک 212 مخ (باب التيمم بالصعيد الطيب) ، صحيح بخاري کتاب الصلواه مخ 91 ، اقتضاء الصراط المستقيم (ابن تيميه 232 مخ
[5] . کنز العمال 7 ټوک حلب چاپ 465 مخ حديث 19809 کتاب الصلاة السجود و ما يتعلق به
[6] . احکام القران (جصاص حنفي) دريم ټوک 209 مخ بيروت چاپ باب السجود علې الارض
[7] . سنن بيهقي دوهم ټوک 421 مخ کتاب الصلواة باب الصلواة علی الخمره
[8] . سنن بيهقي دوهم ټوک 421 مخ کتاب الصلواة باب الصلواة علی الحصير
[9] . سنن بيهقي لومړے ټوک 439 مخ کتاب الصلاة باب ما روي في التعجيل بها في شدة الحر
[10] . الطبقات الکبری ټوک 6 79 مخ بيروت چاپ د مسروق ابن اجدع په ژوند ليک کې
[11] . له ډيرو معلوماتو او شواهد له پاره د علامه اميني ليکلے کتال (سيرتنا) وګورئ.
[12] . سنن بيهقي ټوک 2 مخ 105 اول چاپ (حيدر اباد دکن) کتاب الصلاه باب کشف عن السجده فی السجده
[13] . ازرقي اخبار مکه ټوک 3 مخ 151
[14] . سنن بيهقي ټوک 2 مخ 105
[15] . سنن بيهقي ټوک 2 مخ 105
[16] . وسايل الشيعه دريم ټوک 593 مخ کتاب الصلاه ابواب ما يسجد عليه حديث 7
[17] . وسايل الشيعه دريم ټوک 591 مخ کتاب الصلاه ابواب ما يسجد عليه حديث 1
[18] . الفقه علی المذاهب الاربعه لومړے ټوک 161 مخ مصر چاپ کتاب الصلاه مبحث السجود