د توسل په باب له شهيد ايت الله باقرالصدر سره د تیجانی مناظره

د توسل په باب له شهيد ايت الله باقرالصدر سره د تیجانی مناظره

 

اشاره: ډاكټر سيد محمد تيجانى سماوى د تيونس په “قفصه” ښار كې اوسيږى هغه مالكى مذهبه سنى ؤ له دينى زدكړو وروستو مشهور عالم شو، بيا يې پرله پسې يو لړ عاقلانه او نه ستړى كيدونكې څيړنې وكړى مختلفو هيوادونو ته يې سفر وكړ او…په  نجف اشرف كى يې له ارواښاد ايت الله العظمى خوئى او شهيد ايت الله العظمى سيد محمد باقر صدر سره وكتل او له ډيرو څيړنو وروستو يې تشيع سره مينه پيدا شوه او په رسمى توګه د اهلبيتو(ع) د مكتب پيرو کار شو، هغه د خپلى ګروهنى تفصيلى حالات په “ثم اهتديت” (انګاه هدايت شدم، فارسى ژباړه يا اردو ژباره پهر مين هدايت پا ګيا)  كتاب كى بيان كړى دى.

تيجانى څو كتابونه لرى چې د اهل بيتو په لمن منګولى ښخول يې دينى فريضه ثابته كړى ده. دلته د هغۀ له مناظرو څخه څو د بيلګى په توګه را اخلو.

 

1_ د توسل په باب له شهيد ايت الله باقرالصدر سره مناظره

ډاكټر تيجانى سنى او د مالكى مذهب پيروكار ؤ له خپل وطن تيونس نه د عراق نجف اشرف ښار ته لاړ او د خپل دوست له لارى د ايت الله العظمى سيد محمد باقرالصدر [1] سره يې ليدۀ كاتۀ وشول او ځينې پوښتنې يې وكړى چې دا دې لولو يې:

“سعودى عالمان وائي چې په قبر لاس راكښل، صالحين وسيله كول او له هغوى نه تبرك حاصلول، له خدای پاک سره شرك دﮮ، پدې باب ستاسو نظر څه دﮮ؟”

ايت الله صدر وويل:

“په قبر لاس راكښل او هغوى وسيله كول كه پدې نيت وى چـې هغوى (بې د خداے له اذنه) ګټه او زيان رسوى نو دا شرك دﮮ خو موحد پدې پوهيږى چې يوازې خداے پاک ګټه او زيان  رسوى او د خداے پاک وليان وسيله او واسطه ده؛ نو ځكه پدې نيت چې هغوى خداے پاک ته وسيله او ذريعه دى هيڅكله شرك ندے.

د رسول اكرم (ص) له وخته تر اوسه پورې ټول سنى او شيعه مسلمانان په دې باب يوه خوله دى؛ خو له “وهابيانو او سعودى ملايانو”بغير،چې په دې وروستيو كې پيدا شوى دى [2] د مسلمانانو د اجماع په خلاف عمل كوى او د مسلمانانو وينه مباحه ګـڼى او په مسلمانانو كى فتنه اچوى او په قبر لاس راكښل او د خدای پاک د وليانو وسيله كول شرك ګڼى، بيا يې وويل:

ايت الله سيد شرف الدين (ستر اسلامى څيړونـكی او د مشهور او ارزښناك كتاب “الـمراجعات” ليكـوال)[3]  شيعه عـالم دے د “ملك عبد العزيز سعودي په حكومت كى حج ته لاړ ، او د باچا په بلنه  د نورو مسلكونو له عالمانو سره د اختر مبـاركى لپاره ورغلل چې كله د ايت الله سيد شرف الدين وار راغی نو هغه باچا ته قران مجيد ډالۍ كړ چې د څرمنې پوښ يې ؤ؛ باچا قران محيد څپ (ښكل) كړ او په تندى يې كيښود.

ايت الله سيد شرف الدين (له موقعى كار واخيست) ورته ئې وويل:

باچا صيبه! دا جلد ولې ښكلوې او دومره يې درناوے كوى پداسې حال كى چې د چپلۍ له څرمنې جوړ دے؟

باچا وويل: د جلد له څپلولو نه مى مطلب دننه قران دے نه پخپله جلد، ايت الله سيد شرف الدين ورته مخې سره وويل:

“اے باچا صيبه! ډيره ښه خبره دې وكړه نو مونږ شيعه ګان هم كله چې د پيغمبراكرم (ص) د زيارت جالۍ، پنجره يا ور ښكلوو، نو پـدې ښه پوهيږو چې اوسپنه هيڅ نشى كولې خو مطلب مـو هغه څوك دے چې له دې اوسپنو او لرګونه وراخوا پروت دے مونږ غـواړو چې د خداے د ګران رسول درناوے وكړو لكه څنګه چې تاسو د چيلۍ د څرمنې په څپولو سره د قران مجيد درناوے وكړ چې دننه په څرمن كى دے”

حاضرينو “الله اكبر”ووايۀ بيا “ملك عبد العزيز” حاجـيانو ته اجـازه وركړه چې د رسول الله (ص) له اثارو نه د تبرك په تـوګه استفاده وكړئ، خو بيا له هغه وروستو پاچا دا كار منع كړ.

وهابيان د دې موضوع په رامنځته كولو سـره د خپل سياست لـه مخى غواړى چې د مسلمانانو وژله روا وبولى او د مسـلمانانو پـه څټونو سوارۀ وى او خپل حكومت  ته دوام وركړى تاريـخ ګواه دے چې وهابيانو د رسول لله (ص) له امت سره څه څه ناكړ دې كړى دى (“ثم اهتديت” 92 =93 مخونه)

 

. حضرت ايت الله العظمى سيد محمد باقر الصدر په 1353 هق كال د عراق په كاظمين ښار كې وزيږيد او په ځوانۍ كى مجتهد شو او په مختلفو دينى موضوع ګانو يې له څلورويشتو نه زيات كتابونه ليكلى او د عراق له بعثى رژيم سره د تورې او قلم له شلو كالو مبارزى نه وروستو د 1359 نمريز هجرى كال د ورى په نولسمه د 47 كالو په عمر له خپلې عالمې خور “بنت ا لهدى” سره يو ځاے د صدام د بعثى رژيم لخوا په شهادت ورسيدل روح يې ښاد وى.

 

[5][2] . وهابى مسلك د عبدالوهاب د زوى “شيخ محمد بن عبدالوهاب نجدى پورى منصوب دے هغه په 1115 هق كال د نجد په عيينه ښار كى زيږيدلی پلار يې د دې ښار قاضى وو. شيخ محمد په 1153 كال كې خپله عقيده څرګنده كړه ځينو يې پيروى شروع كړه او په 1165 هق كال د نجد د عييه ښار ته لاړ او هلته يې د ښار امير محمد بن سعود (د ال سعود نيكۀ) سره اړيكى پيدا كړى او د ځان ملګرى يې كړ (وګورئ: شيخ جعفر سبحانى، ايين وهابيت 26-27 مخونه او همفرے كی اعترافات  اردو ژباره ) نو دا انحرافى مسلك په 12 پيړۍ كې څرګند شو او د ال سعود په ملاتړ يې پراختيا ومونده. شيخ محمد بن عبدالوهاب نجدى په 1206 كال كې مړ شو نو تر هغه وروسته لارويان يې په لاره روان وو او په 1216 هق كال كى يې امير سعود د 20000  لښكر په ملاتړ په كربلا بريد وكړ او څه د پاسه 5000 مسلمانان يې ووژل او ډير ظلمونه يې وكړل (وګورئ: تاريخ كربلا، 172 مخ)

په دې سربيره د برتانيې مشهور جاسوس همفرے په خپلو ياداښتونو كى ( چې د وړمبى ځل لپاره دا ياداښتونه جرمنيانو ته په لاس ورغلى وو او هغوى چاپ كړل او بيا په مختلفو ژبو ترجمه او چاپ شول چې د پښتو ژباړى نوم يې دا دې: د مذهب په جامو كى داستعمار مزدوران او اردو ژباره يې همفرے كی اعترافات ) اعتراف كړى چې شيخ محمد بن عبدالوهاب نجدى انګريزانو استخدام كړى و او په اسلام كې يې پرې يو نوے مذهب جوړكړ چې له شيعه ، سنى هيچا سره يې جوړ جاړى نه راځى.(ژبارن)

[6][3] .  المراجعات بښتو ژباره ما او زما ملګرى ښاغلى عبدالرحيم درانى “د حق لټون” به نامه كرې ده.(ژبارن)