په يو ګوزار د درېو اعتراضونو ځواب

په يو ګوزار د درېو اعتراضونو ځواب

بهلول بن عمرو كوفى د امام جعفرصادق (ع) او امام موسى كاظم (ع) د وخت يو ځيرك او هوښيار عالم ؤ، ځان يې ليونی كړی ؤ؛ دا ځكه چې هارون رشيد د قضا منصب ورسپارۀ او دۀ نۀ قبلوۀ، هغه په ظاهره د دغه ليونتوب په حال كې په زړه پورى مناظرې كولې او په دلائلو او لطائفو ئې د مقابل لورى نيمګړتياوې په ډاګه كولى، چې يوه يې لولو:

هغه اوريدلى ؤ، چې امام ابو حنيفه (رح) (د حنفى مذهب امام) په خپل درس كى ويل:

“جعفر بن محمد (امام جعفر صادق (ع) ) درې خبرې كړې؛ خو زۀ يې نۀ منم او هغه دا چې:

1_ “شيطان ته به په اور عذاب وركول كيږى”، او دا خبره سمه نده؛ ځكه چې شيطان له اوره جوړ شوى او كوم څيز چې د اور له ډوله وى؛ نو د اور له لارې ورته څه غذاب نه رسيږى.

2_ خدای ليدل كيدې نشى”خو زۀ وايم چې هر موجود څيز هرو مرو ليدل كيدل كيږى.

3_”كوم كارونه چې بندګان كوى نو پخپله خوښه او اختيار يې كوى” حال دا چې ايتونه او روايتونه د دې خبرې خلاف دى او د بندګانو د كارونو نسبت خدای پاك ته كوى (يعنى مونږ په كارونوكى مجبور يو نه مختار)

بهلول له ځمكى يوه لُوټه راواخيسته او  امام ابوحنيفه (رح) يې په تندې وويشت، امام ابوحنيفه هارون الرشيد ته ګيله وكړه، هارون بهلول ملامته كړ خو بهلول په مجلس كى ابوحنيفه ته وويل:

“1_ د لوټى د درد راته اوښيه چې وې وينم او كه دې ونه ښود؛ نو بيا به په خپله عقيده كى تيروتى يې، چې هر موجود څيز كتل كيدې شى.

2_ ته وائې يو جنس به د هماغه جنس د عذاب سبب نه شى ته له خاورى پيدا شوى يې؛ نو ځكه لوټه بايد تا ته زيان در ونه رسوى؛ ځكه چې هغه هم خاوره ده.

3_ او بله دا چې ما خو ګناه نه ده كړى؛ دا ځكه چې ستا په عقيده كوم كارونه چې بنده كوى نو كـوونکی يې خدای دی نو ځكه ته خدای پاك وهلی يې، نه ما!!”

امام ابوحنيفه (رح) غلی شو او پوه شو چي د بهلول ګوزار په اصل كى د هغۀ د عقايدو ځواب ؤ.

وګورئ: مجالس المومنين 2/419، بهجه الامال 2/436