د جبريه مذهب له استاذ سره د يو شيعه مناظره

د جبريه مذهب له استاذ سره د يو شيعه مناظره

يوه ورځ يو ستر سنى عالم او د جبر د مذهب مشر ضرار بن ضبى د هارون الرشيد وزير يحيى بن خالد ته راغی او له يو لړ خبرو اترو نه وروسته يې وويل: “زۀ مناظرې ته تيار يم او ستا په خـوښه چې هر څوك راسره بحث كوى.

هغه ورته وويل: ايا چمتو يې چې له يو شيعه سره مناظره وكړئ؟

ضرار: هو.

يحيې، “هشام بن حكم” ته پيغام وليږۀ، چې راغی نو بحث پيل شو.

هشام: د امامت په مسئله كى ايا د مشرتابۀ او رهبرې د مقام لپاره شخصى او ذاتى لياقت له ظاهره معلوميږى يا له باطن نه؟

ضرار: مونږ له ظاهره پوهيږو، ځكه چې د انسانانو په باطن پوهيدل بې د وحى له لارې ممكن نه دى.

هشام: سم دې وويل خو اوس راته دا ووايه چې په حضرت ابوبكر او حضرت على (ع) دواړو كى كوم يو په ظاهره كې په تورې سره د رسول اكرم (ص) له حريمه دفاع كوله او په سرښندنې او قربانى سره په ډګر ته راوتۀ او د پيغمبر اكرم (ص) كينه كښ دښمنان يې وژل او په غزاګانو كى يې د مسلمانانو په بريا كى ډير كردار ادا كړی دی؟

ضرار: على (ع) ډير جهاد كړی؛ خو له معنوى (باطن) پلوه ابوبكر (رض) لوړ مقام لرى.

هشام: ستا دا خبره له باطنى چارو ده او ستا د وينا  له مخى مونږ د ظاهرى چارو خبرې اترې كوو او تا اوس پخپله د جهاد په مسئله كى د امام على (ع) په لوړاوۍ اعتراف وكـړ چې په دى تـرڅ كى تا د مشرتابه او رهبرۍ د مقام لپاره د حضرت على (ع) په وړتيا اقرار وكړ.

ضرار: له ظاهرى نظره، هو.

هشام: كه نيك ظاهر له نيـك  باطن سره  اړخ ولګوى او غبرګ  شى؛ نو ايا دا به د هغه د خاوند د لواړاوۍ لپاره  پريكـنده دليل نه وى؟

ضرار: هو، بى له شكه به دا د هغه د بـرترئ ثبوت وى.

هشام: پوهيږى چې رسول الله (ص) حضرت على (ع) ته وفرمايل:

انت منى بمنزله هارون من موسى الا انه لا نبى بعدى. “ته ماته داسې يې لكه هارون (ع) چې موسي (ع) ته ؤ (د موسى ورور او وصى) په دومره فرق سره چې له ما وروستو بل پيغمبر نشته”.

ضرار: هو دا حديث منم (پام مو وى چې ضرار ويلى وو چې باطنى حقانيت د وحى له لارې پيژندل كيږى او د رسول اكرم (ص) د ويناؤ سرچينه الهى وحى ده)

هشام: ايا دا سمه ده چې پيغمبراكرم (ص) حضرت على (ع) دا ډول ښودلی دی؛ خو دا چې على (ع) په باطن كى د پيغمبراكرم (ص) په نزد د داسى تعريف او ستاينى لياقت ولرى؟

ضرار: نه سمه نده، مګر دا چې على (ع) په باطن كى د دى وړتيا ولرى.

هشام: نو ځكه ستا د خپل اقرار له مخى امام على (ع) په ظاهر او باطن كې لوړتيا او برترى لرى نو له دې امله به هغه د امت د مشرتابۀ لپاره تر نورو غوره وى.

وګورئ: فصول المختار 1/9، قاموس الرجال9/342