له ابوالهذيل سره د يو ناپيژندل شوى عقلمن سړى مناظره

له ابوالهذيل سره د يو ناپيژندل شوى عقلمن سړى مناظره

مترجم: محمد رحیم درانی

مشهور سنى عالم “ابوا لهذيل” وایى:

په يو سفر كى “رقه” (د اوسنۍ سوريې یا شام، يو ښار دی) ته  ورغلم هلته خبر شوم چې يو خوږ ژبى ليونی په “ذكى خانقاء” كى اوسيږى[1]

زۀ هم ورغلم هلته يو ښكلی بوډا سړی په پوزي ناست ؤ او خپله ږيره او سر يې ګومنځاوۀ او له دعا سلام وروستو زما او د هغۀ تر مينځ داسې خبرې وشوې:

ناپيژندلی هوښيار: د كوم ځایْ يې؟

ابوالهذيل: دعراق يم.                                             .
ناپيژندلی هوښيار: ښه نو بيا خو ښه  تجريه كار يې او د ژوند په ادابو او هنر هم بلد يې راته ووايه چې د عراق په كوم ځای كى اوسيږى؟

ابوالهذيل: په بصره كى.

ناپيژندلی هوښيار: نو بيا خو د علم او تجربو خاوند يې، نوم دې څه دی؟

ابوالهذيل: زه “ابوا لهذيل علاف” يم.

ناپيژندلى هوښيار: هماغه مشهور متكلم؟

ابوالهذيل: هو.

دغه وخت ناپيژندلے هوښيار سړے پاڅيد او زۀ يې له ځان سره په پوزي كښينولم او له څو خبرو اترو وروستو يې راته وويل:

د امامت په باره كى دى راته خپل نظر ووايه؟

ابوالهذيل: ستا مراد كوم امامت دی؟.

ناپيژندلی هوښيار: مطلب مې دا دی چې ته د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله له رحلت نه وروستو څوك (د حضور صلی الله عليه واله د ځاي ناستى په توګه) غوره او وړومبی  ګڼى؟

ابوا لهذيل: هماغه څوك چې پيغمبر وړومبى ګڼلی دی؟

ناپيژندلی هوښيار: هغه څوك دی؟

ابوا لهذيل: هغه حضرت ابوبكر دے.

ناپيژندلی هوښيار: څنګه هغه وړومبی ګڼى.

ابوا لهذيل: ځكه چې پيغمبر صلی الله عليه واله وفرمايل: “تر ټولو ښه اوغوره کس، ځان ته مشركړئ” نو بس ټول خلك د حضرت ابوبكر په مشرۍ راضى شول.

ناپيژندلى هوښيار: ای ابوا لهذيله! د پيغمبراكرم صلی الله عليه واله مخكښى خبره دى سمه ده، البته زما نيوكه دا ده چې پخپله حضرت ابوبكر په منبر وويل:

 

“وليتكم و لست بخيركم، ستاسو مشرۍ مې په غاړه واخيسته؛ خو له تاسو غوره نه يم”[2]

كه خلكو په دروغو حضرت ابوبكر افضل وګاڼۀ او مشر يې كړ؛ نو خلكو د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د حديث مخالفت وكړ او كه خپله حضرت ابوبكر، په دروغو ووائى چې زۀ په تاسو كى تر ټولو افضل نه يم نو بيا دا سمه نده چې يو دروغجن سړی د رسول الله صلی الله عليه واله منبر ته وخيژى، او دا چې وائى ټول خلك د حضرت ابوبكر، په مشرۍ راضى شول نو دا سمه نده؛ ځكه چې زياترو انصارو ويل: منا امير و منكم امير. “يو دى زموږ امير او يو دې ستاسو (مهاجرينو) امير وى”

خو د مهاجرو په باب “زبير” وويل چې زۀ له على عليه السلام نه بغير له بل چا سره بيعت نه كوم” د هغه توره يې ماته كړه، ابوسفيان امام على عليه السلام ته راغی او ورته يې وويل: “كه غواړى نو د مدينې لارې كوڅې  به له سړيو او اسونو نه ډكـې كـړم (او درسره بيـعت كوم)” او حضرت سلمان فارسى بهر راغی او وې ويـل: “وې كـړل او وې نكړل او پوه نه شول چې څه يې وكـړل” ( هغه كارونه چې له حضرت ابوبكر سره د بيعت په لړ كى وشول د اصولو په خلاف وو) او هم دا رنګ حضرت مقداد ، او حضرت ابوذر(رض) هم اعتراض وكړ، دا ؤ د مهاجرو حال (نو بس ټول خلك د حضرت ابوبكر په مشرۍ راضى نه وو)

ای ابوا لهذيله! د څو تپوسونو ځواب راكړه :

1_ دا راته ووايه چې ايا داسې نده چې حضرت ابوبكر په منبر وويل: “ای خلكو! ان لى شيطانا يعترينى فاذا رايتمونى مغضبا فاخذرونى.

“په حقيقت كى ماسره شيطان دی، چې په ما په بى خبرۍ كى بريد كوى كله چې ما په غصه كى ووينى نو له ما لرې تښتئ”

2_ پوهه مى كړه، څوك چې دا عقيده لرى چې د خدای ګران رسول صلی الله عليه واله خپل ځاي ناستی نه دی ښودلی؛ خو حضرت ابوبكر، حضرت عمر خپل ځاي ناستی كړ او حضرت عمر څوك خپل ځاي ناستی ونۀ ښود؛ نو د هغوى په چلن كې يو ډول تضاد شته؛ نو د دى اعتراض ځواب څه دی؟

3_ او دا راته ووايه چې كله حضرت عمر له ځانه وروستو خلافت شپږ تنى شورا ته پريښود او وې ويل چې دوى جنتيان دى؛ نو بيا يې ولې وويل كه په دوى كـى دوه له څلورو سره مخالفت وكړى نو هغه دوه ووژنئ او كه درېو نورو له هغه نورو دريېو سره مخالفت وكړ؛ نو هغه درې چې عبدالرحمن بن عوف پكى وى هغه نور درې تنه دې ووژنى ايا دا ديانت دی چې (د هغه په وينا) جنتيان وژنى؟

4_ ای ابوا لهذيله! ما پوهه كړه چې د حضرت ابن عباس (رض) او حضرت عمر ترمنځ خبرې اترې څنګه له خپلې عقيدى سره سمې ګڼې؟ كله چې حضرت عمر بن خطاب ، زخمى شـو او په كټ كى پريوت او عبدالله بن عباس (رض) ورغی نو وې ليدل چې هغه ډيره بې تابى كوى هغه ترى تپوس وكړ: ولې بې تابه يې؟

حضرت عمر، ورته وويل: بى تابې مى د ځان لپاره نه؛ بلكى له ما وروستو مسئله ده؟ بيا د هغۀ او د حضرت ابن عباس (رض) تر منځ داسې خبرې اترې وشوې:

حضرت ابن عباس (رض): طلحه بن عبدالله ، د خلكو مشر كړه.

حضرت عمر،: هغه سخت طبيعته دی پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله هغه همداسى پيژانده زۀ مشرى سخت طبيعته ته نه شم سپارلى.

حضرت ابن عباس (رض): زبير بن عوام ، د خلكو مشر كړه.

حضرت عمر،: هغه ډير بخيل دی، د خپلى ميرمنى د هغو لږو وريشل شويو مالوچو د اجرت په باره كى سختى كوى؛ نو زۀ څنګه د مسلمانانو د مشرۍ مقام بخيل او شوم سړى ته وسپارم.

حضرت ابن عباس(رض): ښه ده نو سعد وقاص ، د خلكو مشر كړه.

حضرت عمر: سعد له اسونو او غشو سره سرو كار لرى (يو فوځى سړی دی) چې داسې وګړى د رهبرۍ د چارو د چلولو لپاره غوره نه وى.

حضرت ابن عباس(رض): ښه ده نو عبد الرحمن بن عوف مشر كړه.

حضرت عمر: هغه خپله كورنی نه شى چلولى (نو پاتې لا د مسلمانانو مشرى).

حضرت ابن عباس (رض): ښه نو بيا دې خپل زوی عبدالله مشر كړه.

حضرت عمر ،: نه په خدای يو سړے چې خپله ښځه طلاقولې نه شى؛ نو څنګه ورته مشرى وروسپارم؟

حضرت ابن عباس (رض): ښه ده نو عثمان مشر كړه.

حضرت عمر ،: (دري ځل وويل) په خدای قسم كه عثمان مې مشر كړ، نو بنى محيط قبيله (د بنى اميـه ؤ يـوه څانګه) به د مسلمانانو په څټونو سواره كړى او په داسې حالت كې جائز دى چې مسلمانان هغه ووژنى (او ځان ترې خلاص كړى).

حضرت ابن عباس (رض) وائى بيا زۀ غلی شوم او د هغې دښمنۍ په خاطر چې د عمر او على عليه السلام تر مينځ وه د على عليه السلام نوم مى وانۀ خيست؛ خو عمر پخپله راته وويل:

“ای د عباس زويه! د ملګرى نوم دې واخله”

نو ومې ويل ښه ده نو على عليه السلام د خلكو مشر كړه.

حضرت عمر: پر خدای قسم چې زۀ ځكه بې تابه او پريشانه يم چې حق مې د حق له خاوندانو واخيست، والله لئن وليته ليحملنهم على المحجه العظمى و ان يطيعوه يدخلهم الجنه “په خدای قسم كه على عليه السلام مې د خلكو مشر كړ؛ نو خلك به هرومرو د نيكمرغۍ په لويه لار روانوى او كه خلكو د هغۀ پيروى وكړه نو جنتيان به شى”

حضرت عمر دا خبرې وكړې او په عين حال كى يې له ځانه وروستو د خلافت مسئله شپږ تنى شورا ته پريښوده په هغه دى د خدای له خوا افسوس وى.

ابوالهذيل وائى چې كله د دغه ښكلى او خوږ ژبى سړى خبرې دې ځای ته راورسيدي؛ نو حال يې واوړيد او د ليونو په شان شو بيا ما دا ټوله قيصه مامون (اوم عباسى خليفه) ته وكړه. مامون راوغوښت، او معالجه يې كړ او له ځان سره يې په حكومتى چارو كى ملګری كړ او مامون د همدغو منطقى خبرو له وجهى د اهلبيتو(عليهم السلامو) لاروى شو.[3]

 

 

[1] . په حقيقت كى هغه هوښيار عالم ؤ، خو د حالاتو او مصلحت په وجه يې “تقيه” كړى وه او ځان يې ليونی ښوده.

[2] . العقد الفريد 2/347

[3] . _ احتجاج طبرسى 2/151-154