قران يا هميشنۍ معجزه

اويايم اصل

په تېر څپرکي کښې مو د نبوت په هکله په کلي توګه خبرې وکړې، په دې څپرکي کښې خاص د محمد بن عبدالله(ص) د نبوت په هکله خبرې کوو وړاندې مو دا خبره وکړه چې د پيغمبرانو نبوت په دريو طريقو ثابتيږي.

الف: هغه معجزه چې د نبوت دعوی ورسره وي.

ب: د هغو قرينو او ګواهۍ راغونډول چې د هغه دعوی ورسره ريښتونې ثابتيږي.

ج: د تير شوي پيغمبر تصديق

د پيغمبر(ص) نبوت په درې واړو طريقو ثابتيږي چې په لنډه توګه يې ذکر کوو:

 

قران يا هميشنۍ معجزه

صحيح تاريخونه په دې خبرې ګواه دي چې پيغمبر(ص) خپله بلنه په بيلا بيلو معجزو سره کړې ده. خو له دې دومره معجزو څخه يوه معجزه د هغه هميشنۍ او جاويدانه معجزه ده چې هغه قرآن دے.

پيغمبر اسلام خپل نبوت په همدې آسماني کتاب سره اعلان کړ او نړۍ ته يې له هغه سره د مقابلې کولو بلنه ورکړه او د قرآن له څرګندو چيلنجونو سره سره بيا هم هيچا د پيغمبر(ص) په زمانه کښې د هغې غوندې قرآن رانه وړ او نن هم له کلونو کلونو وروسته څوک دا توان نه لري چې د هغې غوندې راوړي قرآن همدا رنګ اوس هم خپله چيلنج کوي او وايي: قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا (اسراء/88) ووايه که انسانان او پيريان دواړه يو ځای شي چې د دې غوندې قرآن راوړي نو توان يې نه لري چې د دې غوندې راوړي سره له دې چې ځينې له ځينو سره مرسته وکړي. قرآن دلته د چلينج په مقام کښې وايي: اے پيغمبره(ص) دوي ته ووايه که توان يې لري نو داسې کتاب دې راوړي. په بل ځای کښې تر دې حده هم کم بيانوي او فرمايي: ووايه که کولے شي نو د دې غوندې لس سورتونه دې راوړي يا دې يو سورت د دې غوندې راوړي.

قُلْ فَأْتُواْ بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ (هود/13)

فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ (بقره/23)

پوهيږو چې د اسلام دښمنان له 15 سوو کالو راهسې چې د دې دين له راتللو تيريږي په اسلام باندې هر قسم ګزارونه وکړل او اسلام ته د تاوان رسولو لپاره يې له هيڅ کوششه ډډه نه ده کړې او حتی چې پيغمبر(ص) يې په سحر و جادو او داسې نورو بدو خبرو تورن کړے دے خو هيڅ کله يې دا توان پيدا نه کړ چې د قرآن په مقابلې کښې بل داسې څه راوړي. لکه چې نن هم ورسره هر څه په لاس کښې دي خو د قرآن د هغې بلنې او چيلينج ځواب نه شي ورکولے او دا خبره په دې دلالت کوي چې قرآن د انسان خبرې نه دي او د خدای کلام دے.

 

يو اويايم اصل

پيغمبر(ص) بيلا بيلې معجزې لرلې چې په تفصيل سره د حديث او تاريخ په کتابونو کښې راغلي دي خو يوه معجزه يې داسې ده چې په ټولو زمانو کښې ځليږي او هغه قرآن دے او دا چې رسول الله مبارک په دغه هميشنے معجزې سره تر نورو پيغمبرانو لوړاوے لري دا دے چې د هغه دين آخرنے دين دے او د ټولو زمانو لپاره دے نو تل پاتے دين يوې هميشنۍ معجزې ته اړتيا لري چې په هره زمانه کښې د نبوت لپاره پريکنده دليل وي او انسانان په هره زمانه کښې نيغ په نيغه وکتلے شي او ګټه ترې واخستې شي.

قرآن له بيلا بيلو اړخونو معجزه ده چې د هر يو په هکله د بحث کولو لپاره دا کتاب کم دے مونږ يې په لنډ ډول يوازې نومونه يادوو.

د قرآن د نازليدو په لومړيو کښې چې کوم څيز چې د عربي نړۍ د فصاحت او بلاغت د استاذانو پام واړوۀ هغه د قرآن د ټکو ښکلا، نوښت، د ټکو ترتيب او د معنو لوړاوے ؤ چې دې ټولو ته فصاحت او بلاغت ويل کيږي دا ځانګړتيا يې د هغې ورځې عربو او د نن ورځې خلکو ته څرګنده ده او د همدې فصاحت او بلاغت په سبب به پيغمبر(ص) د قرآن په تلاوت سره د هغې ورځې د دې فن استاذان چيلنج کول او دې ته به يې مجبورول چې د قرآن عظمت ته سر ټيټ کړي او ګوته په غاښ ورته پاتې شي او دا يقين وکړي چې قرآن د انسان کار نه دے او تر بشره لوړ دے.

وليد بن مغيره چې د قريشو د شعر او ادب استاذ ؤ، کله چې د قرآن آيتونه واوريدل نو داسې يې وويل: “په خدای قسم، اوس مې له محمده(ص) داسې خبره واوريده چې نه د انسانانو د خبرو په شان وه او نه د پيريانو د خبرو په شان، داسې خبرې دي چې يو خاص خوږوالے لري. د هغه د خبرو ښاخونه درانه او جرړې يې برکت ناکې او داسې لوړې خبرې دي چې د هغې درجې ته هيڅ قسم خبرې نه رسي او مقابله ورسره نه شي کولے.

دا يوازې وليد بن مغيره نه ؤ چې د قرآن د ښکلا په وړاندې يې سر ټيټ کړ بلکې د عربو د بلاغت نورو استاذانو هم د عاجزۍ اعتراف وکړ او هغه يې يوه ژوندۍ معجزه وګڼله لکه عتبه بن ربيعه، طفيل بن عمرو او داسې نورو. البته جاهلي عربو د خپل تعليم او کلتور د ټيټوالي په سبب يوازې د معجزې همدا برخه ليده خو کله چې د اسلامي نړۍ په څلورمه برخه وځليد شو نو د نړۍ مفکرانو د دې کتاب په لوړو آيتونو کښې غور او فکر پيل کړ او د بلاغت له معجزې پرته يې نورې هغه برخې راوباسلې چې دا ګواهي ورکوي چې دا قرآن د خدای له اړخه نازل شوے دے او په هرې زمانه کښې يې ترې نوي نوي حقيقتونه زده کړل او دا غور او فکر لا ادامه لري….

 

دوه اويايم اصل

په تېر اصل کښې مو په لنډه توګه د قرآن ادبي معجزه بيان کړه اوس غواړو چې په لنډه توګه په نورو برخو کښې د قرآن معجزو ته اشاره وکړو که د قرآن ادبي اعجاز يوازې د هغه کسانو لپاره دے چې په عربۍ ژبه ښه پوهيږي خو د اعجاز نور اړخونه يې د ټولو خلکو لپاره دي او ټول ورباندې پوهيدلے شي.

الف: د قرآن راوړونکے يو اُمّی کس ؤ چې سبق يې نه و ويلے؛ نه چرته مدرسې ته تللے ؤ او نه يې چرته له استاد سره سبق ويلے ؤ او نه يې چرته کوم کتاب لوستے ؤ لکه چې قرآن فرمايي: وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ (عنکبوت/48) له دې مخکښې دې نه کتاب لوستۀ نه دې په لاس څه ليکل کول، که داسې نه وه نو باطل پالو به (ستا په رسالت کښې) شک کولو.

پيغمبر(ص) دا آيت هغو خلکو ته ولوستۀ چې د هغه د ټول ژوند نه خبر وو نو که هغه په خپلې دعوې کښې دروغجن وے نو هغوي به پرې خامخا نيوکه کوله او دروغجن به يې بالۀ. او که وينو چې ځينې په هغه باندې دا تور لګوي چې “قران يې له بل انسانه زده کړے دے”[1] نو دا خبره له ويخه غلطه او تهمت دے لکه څنګه چې قرآن دا تور رد کړے دے او فرمايي: څوک چې وايي چې قرآن مې پيغمبر ته ښودلے دے هغه عرب نه دے په داسې حال کښې چې قرآن په فصيحه عربۍ ژبه کښې دے[2]

ب – قرآن په دوه ويشتو کالو کښې په بيلا بيلو ځايونو او حالتونو (لکه جنګ او صلحې کښې سفر او حضر کښې) پيغمبر(ص) تلاوت کړے دے نو داسې بيلو وختونو کښې چې څوک خبرې کوي کيدے شي چې د هغه په خبرو کښې دوهګون والے او ټکره وي. کوم کسان چې په يو شان او ارام حالت کښې خپل کتاب ليکي هم پکښې داسې خبرې کيدے شي چې له يو بل سره سمون ونه لري او پکښې ټکره وي نو بيا که بيلا بيل حالتونه او وختونه وي نو لازمه ده چې که د يو عام سړي کار وي نو په کښې به اختلاف وي.

د پام وړ ده چې قرآن په بيلا بيلو موضاعاتو خبرې کړي دي لکه: الاهيات، تاريخ، تشريع او قانون، اخلاق، طبيعت او داسې نورې او په عين حال کښې دا ټولې خبرې د محتوا او سبک له نظره په ډېر لوړ حد کښې يو شان هماهنګي او نظم لري. قرآن پخپله د معجزې دا برخه هم ياده کړې ده او فرمايي: أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا(نساء/82): آيا په قرآن کښې غور نه کوئ که دا چېرې د خدای له خوا نه وے نو تاسو به پکښې ډېر اختلاف موندلے وے.

ج – قرآن کريم د انسان ثابت فطرت ته په پام سره قانون جوړ کړے دے د دغه اساسي نظر په نتيجه کښې يې د انسان د ژوند ټولو روحي او مادي اړخونو او ضرورتونو ته کتلي دي او داسې کلي اصول يې بيان کړي دي چې هيڅ کله نه زړيږي.

د اسلام د کلي قانون يوه ځانګړنه دا ده چې په بيلا بيلو وختونو او ځايونو کښې جاري کېدلے شې او مسلمانانو چې کله د نړۍ په لويه برخه حکومت کاوۀ نو په پيړيو پيړيو يې د همدې قانون په رڼا کښې حکومت کاوۀ. امام باقر عليه السلام فرمايي: “إنّ اللهَ لم يدَعْ شيئاً تحتاجُ اليه الاُمة إلا أنْزَله فی کتابه و بيّنهُ لرسولهِ و جعَلَ لِکل شيء حدّا و جعل عليه دليلاً”[3] خدای پاک هيڅ يو شے چې خلک ورته محتاج دي نه دې پرېښے مګر دا چې په خپل کتاب کښې يې بيان کړے دے او خپل رسول ته يې د هغې حکم په تفصيل سره بيان کړے دے او د هر څيز لپاره يې يو حد او د هر يو حد لپاره يې دليل معين کړے دے.

درې اويايم اصل

د – قرآن په بيلا بيلو آيتونو کښې په مختلفو مناسبتونو د جهان هغه رازونه چې د هغه وخت انسانان ترې خبر نه وو بيان کړي دي او د يو داسې کس لپاره، چې سبق يې نه دے ويلے او په يو داسې ټولنې کښې پاتے شوے دے چې د څه نه خبر نه وه، له دغو رازونو خبريدل ممکن نه دي مګر د وحي په وسيله د جاذبې د قانون څرګندول د نوي علم له وياړونو څخه دي او نن سبا د خلقت د ماڼۍ ودانۍ د هغې په اساس ګڼي. خو قرآن په يوې ډېرې وړې جملې کښې دا راز بيانوي او فرمايي: اللّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا (رعد/2) خدای هغه ذات دے چې آسمان يې په داسې ستنو ودرولے دے چې ليدے نه شي. د عمومي زوجيت قانون يو بل هغه قانون دے چې اوسنے علم ورباندې فخر کوي، او قرا ن کريم دا قانون په هغه زمانه کښې ښودلے دے چې د دې په هکله چاته هيڅ خبر نه ؤ فرمايي: وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (ذاريات/49) او هر يو څيز مو جفت پيدا کړ ښايي چې پند واخلئ. او د دې نورې بيلګې هم شته چې د تفسير په کتابونو کښې په تفصيل سره بيان شوي دي.

هـ – مخکښې له دې چې ځينې پيښې وشي قرآن د هغې په هکله په يقين سره خبر ورکړے دے د دې بيلګې هم ډېرې دي چې يوې بيلګې ته يې اشاره کوو: کله چې د روم خدای پالو عيسايانو، د اتش پرستو ساسانيانو په لاس ماتې وخوړه نو د عربو مشرکانو هم له ځان سره دا ويل چې مونږ به هم د جزيرة العرب په مسلمانانو غالب شو خو قرآن د دې په هکله په يقين سره خبر ورکړ: غُلِبَتِ الرُّومُ. فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ. فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (روم/2-4).

روميان (عربو ته) په نزدې ځمکه کښې مغلوب شول، او هغوي به له دې ماتې وروسته، په لږ وخت کښې (له دريو تر نهه کالو کښې) په خپل دښمن بريالي شي. نو لږ وخت نه و تېر چې دا خبره رښتيا شوه چې دواړه خدای پالي ټولي يعنې عيسايان او مسلمانان په خپلو دښمنانو (ساساني ايرانيانو او د قريشو په مشرکانو) بريالي شول. له همدې وجې د آيت په اخر کښې د مؤمنانو د خوشحالۍ خبره کوي او فرمايي: يَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ.ځکه چې دا دواړه په يو وخت په خپلو دښمانانو بريالي شول.

و- قرآن کريم د پيغمبرانو او تېرو امتونو ژوند په بيلا بيلو سورتونو کښې بيان کړے دے او دا پيښې په تورات او انجيل کښې هم بيان شوي دي خو چې کله ورته مراجعه وکړې نو پوهيږې چې قرآن ټول د خدای وحي ده خو چې کوم څه په نورو کتابونو کښې دي هغه بې لاس وهنې نه دي پاتي. په قرآن کښې د پيغمبرانو په هکله داسې څه خبره نشته چې له عقل سره ټکره ولري يا د هغوي د شان مطابق نه وي خو په عهدين يعنې تورات او انجيل کښې داسې خبرې ډېرې دي په دې هلکه يوازې د ادم عليه السلام کيسه کافي ده چې په دواړو کتابونو کښې ولوستل شي او مقايسه کړے شي.

سرچینې

[1] . نحل/103

[2] . نحل/103

[3] . کافی 1/59