ځوان او مشیني دنیا

ځوان او مشیني دنیا

 

عقل، د انساني ژوند د بدلونونو اصلي لامل

انسان د نورو ژوندیو مخلوقاتو په شان به طبیعت کښې یوه داسې ښکارنده ده چې د لوې خدای په حکیمانه ارادې پنځول شوی دی. کوم څیز چې انسان له ټولو ژوندیو مخلوقاتو بیل کړی او…

هغه یې د نامحدود کمال وړ ګرځولی، د انساني عقل خلّاق ځواک دی. د دنیا ټول ژوندي مخلوقات د خلقت د نظام د مضبوطو قوانینو په رڼا کښې ژوند تیروي او د خپل ژوند د دوام لپاره طبیعي سرچینې کاروي، په دې توپیر چې د خلقت له قوانینو سره د ونو بوټو او حیواناتو مطابقت او د پنځون له سرچینو د هغو ګټه پورته کول د متعال خدای د تکوینې هدایت په چوکاټ کښې دي خو انسان د عقل لرلو په وجه د عمل آزادي لري او ځان د خلقت د نظام له مختلفو قوانینو سره سمولی شي. په بله وینا نباتات او حیوانات د طبیعت تابع دي خو د انسان په لړ کښې دا چاره اپوټه ده او متعال خدای، طبیعت د انسان په واک کښې ګرځولی دی. قرآن کریم فرمايي:

﴿ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ ﴾

«ای انسانه، آیا و دې نه لیدل چې خدای ټول هغه څه چې په ځمکه کښې دي، ستا په واک کښې درکړي دي؟»[1]

په دې موضوع کښې چې خدای پاک جل حلاله ځمکه او د هغې ټول شیان انسان ته تسخیر کړي دي، دوه ټکي د پام وړ دي: وړومبی دا چې د انسان په لاس کښې د ځمکې د واک مقصد دا نه دی چې ګني انسان د ځمکې بې قید او شرطه واکمن دی او خپلو ټولو غوښتنو ته د عمل جامه اغوستلی شي، که څه هم غوښتنې یې د خلقت د قوانینو خلاف وي، بلکې مقصد یې دا دی چې انسان د خپل عقل په کارولو سره د پنځون په قوانینو پوهیدی او داسې حالات رامینځته کولی شي چې د ځمکې له زیرمو څخه د خپل ژوند په ګټه کار واخلي. دویم دا چې د ځمکې د تسخیرولو او د هغې له زیرمو د ګټه پورته کونې قدرته هغه ډالۍ ده چې خدای تعالی د استعداد او وړتیا په توګه د انسانانو په وجود کښې ایښې ده او څومره چې انسان د علم او عمل له لارې دغه وړتیاوې فعالې کړي، دومره پر ځمکې او د هغې په مخلوقاتو حکومت کوی شي.

د انسان د ژوند اصلي پړاونه

ډیره موده وشوه چې انسانانو د خپلو فطري وړتیاؤ په ژوندي کولو او د خپل عقل په کارولو سره د ځمکې د سرچینو د تسخیرولو په لاره کښې پرمختګ کړی دی. هر نسل د خپلو تجربو ټولګه د ژبې او قلم په وسیله ورپسې نسل ته منتقله کړې ده او دا طریقه همدغه شان دوام لري.

د انسان په تاریخ کښې دوه ستر لاملونه د ترټولو ژور بدلون سرچینه وګرځیدل او د خلکو په ټولو مادي، معنوي، اخلاقي او ټولنیزو چارو یې اغیزه وکړه او د انسانانو د ژوند لاره یې بدله کړه. وړومبی عامل کرهڼه او دویم صنعت.

۱ . د کرهڼې پړاؤ

د ځمکې پر مخ د انسان حکومت هله پیل شو چې د کرهڼې کار ته یې لاس واچوه او د عقل په لارښوونې سره او د عمل په رڼا کښې وتوانیده چې له موسمي او ځمکنیو عواملو ګټه پورته کړي او د لږ وخت په لګولو سره ډیر خوراکي مواد ترلاسه کړي او د خپل ژوند حالات د ځناورو له ژونده بیل کړي. د کرهڼې ښکارند دې د انسان د ژوند تاریخ بدل کړ او د ځمکې د سرچینو د تسخیرولو لاره یې هواره کړه. انسان د کرهڼې او د محصول په ذخیره کولو سره وتوانیده چې د لوږې له ویرې ځان خلاص کړي او یو داسې فرصت ترلاسه کړي چې خپل سوچ او فکر د ژوند د ښه کولو په لاره کښې وکاروي. د تمدن بنیاد کښیږدي. د معاملو او راکړې ورکړې ور خلاص کړي او د کسانو د ځواک یوه برخه د ژوند په نورو چارو کښې وکاروي. امام علي علیه السلام د (هو انشأکم من الارض واستعمرکم فیها، آیت په تفسیر کښې وفرمایل: خدای تعالی خلکو ته امر کړی دی چې ځمکه په کرهڼې آباده کړي څو له دې لارې یې په غلّو، دالونو، مینو او نورو ونو بوټو سره خوراک برابر شي او سوکاله ژوند ولري.[2]

۲ . صنعتي پړاؤ

د صنعت ښکارندې د انسان د ژوند په ټولو برخو کښې ستر بدلونونه رامینځته کړل. په پټیو او کروند کښې یوې خپل ځاې ټریکټر او د کرهڼې نورې مشینرۍ ته ورکړ او په کارخانو کښې سترو مشینونو د لاسي وسایلو ځاې ونیوه. د علومو او صنایعو پرمختګ طبیعت له مخکښې نه زیات د انسان په لاس مسخّر کړ او د ځمکې له مختلفو زیرمو او سرچینو یې د هغه د ګټه پورته کونې قدرت دومره زیات کړ چې د کرهڼې له پړاؤ سره د پرتلې وړ نه دی. صنعتي انقلاب د انسان په ټولو مادي او معنوي چارو باندې ژوره اغیزه وکړه. د انسانانو د ژوند بنیاد یې بدل کړ او د هغوي د فعالیت پروګرام یې بیخي په بل مخ کړ. انسان یې د خلقت د نظام د علتونو او معلولونو په پراخه ساحه خبر کړ. طبیعت یې هغه ته مسخر کړ او د حکومت وړانګه یې ورله په ځمکې خوره کړه. د انسان په کورنیو، اخلاقي، عمومي او اجتماعي اړیکو او بلآخره د هغه په مذهبي عقایدو یې ډیرې ښې او بدې پایلې پریښودې او انساني ټولنې يې په عامه توګه او ځوان نسل یې په خاصه توګه له ډول ډول ښکلاؤ او بدرنګیو سره مخ کړل.

د صنعتي پړاؤ ځیني مهم  اثرات

۱ . د پوهې پراختیا

د صنعتي انقلاب له امله چې کوم تر ټولو ستر بدلون رامینځته شو هغه د عمومي تعلیماتو راتلل او د ښوونځیو او پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو پراختیا ده. ځوانان د علم زده کړې ته وهڅیدل او حکومتونو هم ورځ په ورځ د محصلینو د شمیر له زیاتیدو سره سم د ښوونځیو او پوهنتونونو شمیر زیات کړ. که څه هم علم پخوا هم د انسان د سترتوب او ویاړ لامل و خو په صنعتي انقلاب کښې علم نه یوازې د سترتوب او برترۍ لامل دی بلکې په اوسني ژوند کښې د پوهې ترلاسه کول د کار کسب ترلاسه کولو او د ژوند تیرولو لپاره په یو نه انکاریدونکي ضرورت بدل شوی دی.

۲ . علمي غرور او د ایمان او اخلاق نفي

یوه زمانه وه چې انسان د طبیعي پیښو او موسمي ګډوډیو سرچینه نه پيژندله او د ویرې یا طمعې په وجه به یې د اسماني اجرامو او د ځمکۍ د ځینو موجوتاتو عبادت کوه. الهي پيغمبرانو په هره زمانه کښې له دې خرافي عقایدو سره مقابله وکړي. خلک یې پنځوونکي خدای ته متوجه کړل او پوه یې کړل چې د ځمکې او اسمان ټول شیان متعال خدای پیدا کړي چې هیڅ یو یې د عبادت وړ نه دی. په نننۍ نړۍ کښې د علم او ساینس په پرمختګ سره د جاهلاني پرستش مسئله حل شوې خو له بده مرغه علمي اکتشافاتو ځیني خلک دومره کبرجن کړي چې ته به وايې د خدایۍ مدعیان دي. هغوي د طبیعي علتونو او اسبابو او د مشین له قدرت پرته د بل څه فکر نه کوي دوي په مصنوعیاتو کښې دومره بوخت شوي دي چې د عالَم صانع او جوړونکی یې هیر کړی دی او دا خپله د مشیني زمانې یوه بدي ده.

د علومو او ساینس د پرمختګ په نسبت انسان د طبیعت د اسارت له قیده خلاصیږي او د خپلو ګروهنو او خوښو په کارولو کښې آزادیږي. دغه وخت که د انسان پام خدای ته وي او ځان د هغه د حکمونو په اطاعت پابند وګڼي نو علم او آزادي د ځان او ټولنې د نیکمرغۍ په ګټه کاروي او که له خداې څخه انکار وکړي یا یې په عملي توګه له حکمونو سر وغړوي او په خپل باطن کښې د الهي درګاه په ورانې د هیڅ مسئولیت احساس ونه کړي نو دغه آزادي یې د خپل سرۍ سبب کیږي او علم یې د غرایزو خدمتکار جوړیږي. علمي غرور یې د خودپرستۍ به د کنډې غاړې ته بیايي او بلآخره خپله نیکمرغي په بدبختۍ بدلوي. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: په کوم علم سره چې خپل هدایت فاسد او تباه کړې هغه ترټولو بد علم دی.[3]

دوه ستر نړیوال جنګونه چې د صنعتي انقلاب په مختصر عمر کښې رامینځته شوي دي، د دې خبرې ډیر غوره ګواهان دي. په دغو دواړو جنګونو کښې په خدای باندې ایمان او په الهي درګاه کښې د مسئولیت احساس هیر کړی شو. په نتیجه کښې د علم ځواک د نفساني خواهشاتو په واک کښې راغی او د مشین قدرت د ډله ایزو وژلو په لاره کښې استعمال شو. درندګي، جنایت او مقام غوښتنه خپل اوج ته ورسیدله او زرګونه بدبختۍ یې رامینځته کړې. د صنعت ورځ په ورځ زیاتیدونکی قدرت او د فضیلت ورځ په ورځ زیاتیدونکې کمزوري یا په لنډه وینا د علمي قدرت او ایماني ځواک سمون نه خوړو د انسان ارامښت او سوکالتیا واخیستله او له پریشانۍ سره مل حیرانتیا د نړۍ په ولسونو کښې خوره شوه او په پرمختللو صنعتي ټولنو کښې د دقیقو احصائیو له مخې جرمونه او جنایتونه لاهم په زیاتیدو دي او د سرکشۍ او ګناه روح د دغو هیوادونو په ځوانانو کښې لکه د ساري یا خوریدونکو ناروغیو په شان په پراخیدو دی. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: ډیر داسې عالم خلک شته چې عمل یې د قتل او نابودۍ سبب شو.[4]

ځیني د علم او تجربې خاوندان د څیړنې او تحقیق وروسته دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د دې ټولنیزې ناروغۍ د درملنې او د تمدن د بنیاد د ساتنې لپاره باید له معنوي ځواکونو او له ګرانقدره ایماني او اخلاقي پانګو استفاده وشي او د علم او صنعت له پرمختګ سره سم، انساني ښکلاوې هم وروزي څو له دې لارې د مشیني دنیا له ورځ په ورځ زیاتیدونکو جرمونو سره مقابله وشي او انسان د تباهۍ او فساد له خطره خلاص شي.

په دې لړ کښې د ځوانانو دنده: که ځوانان په خپلې نیکمرغۍ مئين وي نو دنده لري چې د لویدیځې دنیا له پوهې ګټه پورته کړي او خپله ټولنه د صنعتي انقلاب له ګټو برخمنه کړي خو له ګناهونو او ناپاکیو یې ځان وساتي او ځانونه د ګناهونو په سپیرو پایلو ککړ نه کړي. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: کله چې یوه ګناه کول غواړئ نو د ګناه زر تیریدونکی خوند ختمیږي خو پایلې او زیانونه یې پاتې کیږي.[5]

۳ . د کارونو مشیني کیدل او د عقل د تخلیقي قدرت ځپنه

په صنعتي انقلاب کښې د زیاتره کارګرانو ځلّاقانه ځواک ځپل کیږي او د هغوي د طبیعي نوښت قدرت پایمالیږي. په سترو کارخانو کښې د کار ترسره کول داسې پلان شوي وي چې یو کارګر د خپل کار په هکله د فکر او سوچ د کارولو کوم ځاې او د خپلې وړتیا او لیاقت د څرګندولو لپاره کومه لار نه ویني. د کارګر انساني شخصیت ماتیږي او د یو عقلمند او نوښګر انسان وجود د کارخانې په یو فني اوزار بدلیږي او دا هم د صنعتي انقلاب یوه بله بدي ده.

له صنعتي انقلاب او د مشین له راتلو مخکښې د ژوند ټول شیان په لاسو یا په ساده لاسي اوزارو جوړیدل. اوبدل او ترکاڼي، د سفالو یا خټو لوښي او ټایلونه جوړول ټول د لاسو کار و او هر کارګر به د خپل کار ټولو اړخونو ته چې د خپل شوق تخلیق او د خپل فعالیت محصول یې و، پوره پام کوه او په ډیره مینه به یې هڅه کوله چې د خپل جوړونکي څیز په ښه کولو کښې لا زیات نوښت او غوره طریقه وکاروي او په ټوکرو او ټایلونو باندې د نویو او ښکلیو نقشو په کښلو سره خپله استاذي څرګنده کړي او پرې ویاړ وکړي.

هوښیارتیا او عقل هم د بدن د نورو اندامونو په شان که د خپل طبیعي فعالیت په لاره کښې آزاد وي نو غوړیږي خو که ورته بې پامي وشي او وځپل شي نو ورو ورو کمزورې کیږي او بلآخره خړ او ګډ وډیږي. کم عاید لرونکې دنده چې عقل فعالیت او انسان د فکر کارولو ته اړ باسي او په نتیجه کښې یې د انسان معلومات زیاتیږي، له هغه زیات عاید لرونکې دندې ډیره ښه ده چې په ترسره کولو کښې یې سوچ او فکر نه استعمالیږي. حضرت موسی بن جعفر علیهما السلام هشام بن حکم ته وفرمایل: عقلمند انسان د دنیا له محدود او نا څه ژوند څخه د عقل په شتون سره راضي دی او د علم او پوهې په کمي سره د دنیا له عالي او سوکاله ژونده ناراضي دی.[6]

په دې لړ کښې د ځوانانو دنده: کوم ځوان چې په یوه ستره صنعتي موسسه کښې دنده لري او د هرې ورځې کار یې د یو څرخ یا بیلټ په شان یوازې د یو سطحي عمل تکرار وي نو لپاره د دې چې عقل یې کمزوری نه شي او شوق او نوښت یې له کاره ونه وځي، باید د خپل اوزګار وخت یوه برخه خامخا علمي او ذوقي مطالعې ته وباسي او یا د پوهو او فاضلو کسانو په غونډو کښې ګډون وکړي او خپل معنوي ځواکونه په کار واچوي او د عقل او هوښیارۍ ګرانقدره پانګه په خپل وجود کښې ژوندی وساتي. امام علي علیه السلام سپارښتنه کوي: خپل ژوند په حکیمانه او په زړه پورې مطالبو سره شاداب او تاند کړئ ځکه چې روح هم د بدن په شان ستړی کیږي او په زړه پوري حکمتونه ورته ځواک او تاندوالی وربخښي.[7]

 

[1]– ۲۲ سورت ، ۶۵آیت.

[2]– مستدرک، دویم ټوک، ۴۲۶ مخ.

[3]– غرر الحکم، ۴۴۴ مخ.

[4]– فهرست غرر، ۲۶۹ مخ.

[5]– فهرست غرر، ۱۲۶ مخ.

[6]– تحف العقول، ۳۸۷ مخ.

[7]– کالفی، وړومبی ټوک، ۴۸ مخ.