زمونږ په هکله

د مستبصرینو نړیوال مرکز

موسسه امام هادی (علیه السلام) سره اړوند

د مستبصرینو نړیوال مرکز د دوو نړیوالو شبکو هادي ټيلویزیون او دعا ټيلویزیون تر څنګ خپل فعالیت د ۲۰۱۴ کال په مني کې د اهلبتو علیهم السلام د مکتب او د اهلبیتو علیهم السلام د خدمت په موخه پیل کړ. دا انسټیټیوټ چې د امام هادي (ع) د انسټیټیوټ یوه فرعي څانګه ده، د شیعه حقیقي مکتب د خدمت لپاره په علمي، څیړنیز او کلتوري طریقه کار کوي.

 

د مرکز د فعالیتونو اصلي برخه د مستبصرینو په برخه کې تخصص لري. مستبصرین هغه کسان دي چې د فکري انحرافاتو او باطلو عقایدو له دوړو او تیارو فضا څخه وتلي او زړونه یې د اهلبیتو علیهم السلام د دین په رڼا روښانه شوي دي او د هغوی په رښتینو مینه والو او پیروانو کې شامل شوي دي. او شیعه ګان شوي دي. په اسلامي اصطلاحاتو کې هغه څوک چې د فکري ودې له دې بهیر څخه تیریږي مستبصرین بلل کیږي.

د خدای تعالی په نصرت سره د مستبصرینو نړیوال مرکز د نړۍ خلکو ته د حقیقي اسلام د ورپیژندلو هڅه کوي او د دښمنانو شبهو او اعتراضونو ته په اعتدال او زغم سره له تعصبه پاک چلند سره ځواب ورکوي او نړیوالو ته د شیعیانو د صحیح پیژندګولۍ او د حق مذهب بیانولو دنده په خپله غاړه اخستې ده.

دغه مرکز له مشهورو هدایت شوو کسانو سره بشپړه علمي او کلتوري اړیکه لري او هغوی ته مادي او معنوي خدمتونه وړاندې کوي او له هغوی سره پراخې علمي او څیړنیزې تبادلې لري. د مستبصرینو د موسسې د مهمو فعالیتونو لنډیز په لاندې ډول دی

 

آ• د شیعه ګانو د کتابونو او مقالو خپرول او د هغو نقلونه د کتابونو په توګه په حقیقي فضا کې او په بریښنایی ډول د نړۍ په اینټرنیټ کې خپرول

  ب•  له لومړۍ هجري پیړۍ څخه تر ديارلسمې هجري پیړۍ پورې په عربۍ ژبه د مستبصرینو د ستر علمي کتاب « د جامع پوهنغونډ» (دایرة المعارف) چمتو کول او تالیفول (لکه زراره، زهير بن قين، حر بن يزيد ریاحی او داسې نور) چې يو ستر علمي کتاب دى. اسلامي نړۍ ته یو لوی څیړنيز خدمت دی

پ• په فارسۍ ژبه د مستبصرینو جامع پوهنغونډ د «ګلشن هدایت یافتګان» په نامه چمتو کول او تالیفول

ت• په عربۍ ژبه د مستبصرینو د لیکلي شوو کتابونو لړلیک چمتو کول چې نامه يې «تراجم المستبصرین» ده

ټ• د هغه کتابونو چمتو کول چې مستبصرینو سره اړوند د عقیدتي پوښتونو او اعتراضاتو ځوابونه ورکوي

ث• د تیرو وختونو د مستبصرینو د لاس لیکلی شوی نسخو راټولول او د دې لیکنو څیړنه او خپرول

ج• د رسنیو په برخه کې فعالیتونه او په نړیوالو رسنیو کې د ګډون لپاره د یو شمیر مستبصرینو وده؛ د تاریخ د مشهورو او با نفوذه مستبصرینو لکه: میرزا محمد رضا جدیدالاسلام، میرزا محمد تقي فخر الاسلام، سلطان محمد خدابنده، علي قلي جدید الاسلام او نورو په اړه د فارسي تلویزیون مستند فلمونه د هادي تلویزیون سره په همکارۍ چمتو کول؛ د مستبصرینو د لیکچرونو او ویډیوګانو په خپلواکه توګه خپرول او یا د هادي تلویزیون د دوو نړیوالو شبکو په همکارۍ په فارسي او عربي دواړو ژبو د مستبصرینو د نړیوال مرکز په ویب پاڼه کې خپرول او د دې کلتوري محصولاتو په اسلامي نړۍ کښې د کمپیکٹ ډیسک په توګه خپرول

چ• د ویب پاڼې په جوړولو سره په اینټرنیټ کې پراخ فعالیت؛ او په نړۍ کې د خالص محمدي اسلام، شیعه مذهب او د استبصار کلتور د تعلیماتو د پراخولو په موخه، په بهر کې د ډله ایزو اړیکو په پروګرامونو او ټولنیزو شبکو کې په رسمي توګه په اینټرنیټ کې برخه اخیستل،

 

⇐د مستبصرینو د نړیوال مرکز د ویب پاڼې موضوعات په لاندې ډول دي

د مرکز خپرونې، د مستبصرینو لیکل شوي کتابونه، د مستبصرینو کیسې، د مستبصرینو مقالې، د مستبصرینو مجله، د مستبصرینو مناظرې، اعتقادي کتابتون، د مستبصرینو رسنۍ، د مستبصرینو انسایکلوپیډیا، له توحید پالو سره یووالی، نور مذهبونه

د مستبصرینو د نړیوال مرکز درک:

www.al-mostabserin.com

د مستبصرینو د نړیوال مرکز بریښنا لیک:

almostabsrin@yahoo.com

د مجازی اړیکو او د ډله ایزو اړیکو پروګرامونو لپاره ټیلیفون شمیرې:

00989198517309

د مستبصرینو د نړیوال مرکز شمیره

00982536629978

فیسبک درک:

almostabserin

د ټیلیګرام درک

Al_mostabsein

د اینسټاګرام او ټویټر درک:

mostabserin