په قيامت کې شفاعت

په قيامت کې شفاعت

شیعه عقيده لری چې په قيامت کې پيغمبران معصوم امامان او دخداي وليان د خداي په  امر د ځينو ګناهکارانو شفاعت کوي او…

خداي به يې بخښي .خو دا هير نه کړو چې  دا حکم يوازې دهغو کسانو لپاره دى چې له خداي او الهي وليانو سره يې خپل اړيکي نه دي غوڅ کړي. نو مطلب دا چې شفاعت بې قيد اوشرطه نه دى، هغه هم زمونږ له عملونو او نيتونو سره يو ډول رابطه لري .

«وَلا يَشْفَعُونَ إِلا لِمَنِ ارْتَضَى؛ هغوي بې له هغو کسانو چې خداي يې په شفاعت راضي وي د بل چا شفاعت نه کوي»[1]

او لکه څرنګه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه ( شفاعت) لاره ده د انسان د  تربيت لپاره او يوه وسيله  ده د دې لپاره چې په ګناه کې دانسان  د ډوبيدو مخه ونيسي او د خداي له وليانو سره د انسان اړيکي او پيوندونه غوڅ نه شي چې انسان ته وايي چې که په ګناه ککړ شوى هم يې له همدغه ځايه ستون شه او تر دې زياته ګناه مه کوه.

په يقين سره «د لوي شفاعت» مقام له رسول الله مبارک (ص) سره دى. او له  هغه وروسته نور پيغمبران او معصوم امامان او حتى عالمان او شهيدان او عارف او کامل مومنان او له هغه ورهاخوا قرآن او نيک عملونه هم د ځينو شفاعت کوي .

له امام صادق (ص) يو حديث دى  چې: ما من  احد من اولين والاخرين الا وهو يحتاج الی شفاعه محمد(ص) يوم القيمه؛ په لومړيو او وروستيو کې هيڅوک نيشته مګر دا چې د قيامت په  ورځ د محمد (ص) شفاعت ته اړتيا لري.[2]

ه کنز العمال کې په يو بل حديث کې راغلي دي «الشفعاء خمسة: القرآن والرحم والامانه و نبيکم و اهل بيت نبيکم؛ د قيامت په ورځ پنځه شفاعت کوونکي موجود دي : قرآن، صله رحم، امانت، ستاسو پيغمبر او د هغه اهل بيت[3]

له امام صادق (ص) په يو بل حديث کې راغلي دي : اذ کان  يوم القيمه بعث الله العالم والعابد،فاذا وقفا بين يدی الله عز وجل قيل للعابد انطلق الی الجنة، و قيل للعالم قف تشفع للناس بحسن تاديبک لکم؛ د قيامت ورځ چې شي خداى تعالى (عابد) او (عالم) راپاڅوي، کله چې دخداى درګاه ته ورشي، عابد ته ويل کيږي: جنت ته لاړ شه او عالم  ته ويل کيږي ودريږه او د هغه ښۀ تربيت په خاطر چې د خلکو دې کړى شفاعت وکړه.[4]

دا حديث د شفاعت  فلسفې ته هم لطيفه شان اشاره لري .

 

[1] . انبياء سوره ٢٨ آيت.

[2] . بحار، اتم ټوک ٤٢ مخ.

[3] . کنز العمال  ٣٩٠٤١ حديث ( ١٤ ټوک ٣٩٠ مخ).

[4] . بحار لومړى ټوک  ٥٦ مخ  ٦٦ حديث.