درې کاله عملي تبليغ خپلو خپلوانو ته بلنه او لومړۍ معجزه

کله چې پيغمبر(ص) د حرا له غرۀ کور ته روان شو نو ځان يې په يوه بله دنيا کې محسوس کړو. او….

له لوي خالق سره يې رابطه پيدا شوه او پوه شو چې ډيره لويه ذمه واري يې په اوږه واچول شوه که څه اضطراب يې لرلو، هم په دې وجه ؤ، نه په دې وجه چې لا پته ورته نه وه چې پيغمبر شوی دی او که نه ځکه چې هغه زيری او پيشګويانې چې له”بحيرا” يې اوريدلې وې او د جبرائيل(ع) ليدل او د هغۀ دا زيری ورکول چې “ته د خداي رسول يي” د هغۀ په دسالت او پيغمبرۍ د يقين لپاره سل فيصده کافي وو. په دې سربېره خداي پاک چې هر يو پيغمبر ته پيغمبري ورکړې ده هغه يې اول په روښانه او قوي دليلونو سره په خپلې پيغمبرۍ مطمئن کړی دی چې په کلکې ارادې سره د انسانانو اصلاح وکړی شي. نو ځکه دا خبره ډيره بې ځايه او بې معنې ده چې مونږ ووايو د خداي رسول ته پته نه وه چې پيغمبر شوی دی او کۀ نه؟ او يا دا چې بي بي خديجې(رض) ورته وويل چې ته پيغمبر شوې.

د بعثت د ورځې د پيښې په وجه پيغمبر(ص) ناوخته کور ته ورسيدو. بي بي خديجه(س) چې مخکښې يې چرته د پيغمبر(ص) ناوخته راتلل نه ؤ ليدلي، خفه شوه. ناڅاپه يې وليدل چې حضرت محمد(ص) په ډيرې بدلې څهرې او بدل حالت کې کور ته راننوت. پوښتنه يې ترې وکړه چې نن ولې دومره ناوخته کور ته راغلې؟ پيغمبر(ص) ورته خپله قيصه واوروله. بي بي خديجه(س)  له ډيرې مودې راسې د داسې ورځې په انتظار وه ځکه چې له خپل مريې “ميسره” يې اوريدلي وو چې نصراني راهب د شام د سفر په وخت د حضرت محمد(ص) په حقله ويلي وو “هذا نبي الامه” دا د خلقو پيغمبر دی. او همدا راز د يهودو او نصاراوو عالمانو او کاهنانو هغې ته زيری ورکړی ؤ چې پيغمبر(ص) د خداي رسول(ص) دی. او لوي شان لري. دې له ضروري پوښتنو وروستو يو مسيحي عالم “ورقه بن نوفل” ته دا قيصه واوروله. هغۀ ورته وويل: “په خداي قسم هغه لوي ناموس “جبرائيل(ع) چې په موسی نازليدو په دۀ نازل شوی دی. بې له هيڅ شکه دې به د دې امت پيغمبر وي” او بيا يې ددې لپاره چې بي بي خديجه(س) په خبرې ښه پوهه شي هغې ته د فرښتې او د هغې د نازليدو نښې وښودلې. خديجه(س)  کور ته ستنه شوه او له لږ شان تحقيقه وروسته يې د محمد(ص) نبوت او پيغمبري ومنله او د خپل ايمان اعلان يې وکړو او په دا ډول د نړۍ په ټولو ښځو کې د لومړۍ ايمان راوړنکې ښځې وياړ هغې ته حاصل شو.

[1] . تاريخ طبری ج 3 ص1171، تفسير مجمع البيان ج7 ص206 بحارالانوار جلد18 ص192 په بنيادي توګه دا موضوع اسلامي مورخينو قبول کړی دی او د تاريخ په ثابتو حقائقو کې شميرل کيږي. الغدير ج2 ص22.
[2] . تاريخ يعقوبي ج2 ص22.