د امام سجاد (ع) لومړیۍ دعا

د امام سجاد(ع) لومړیۍ دعا

د خداي ثناء او صفت

كله به چې حضرت امام سجاد عليه السلام دعا غوښتله نو پيل به يې د لوى خداى په ثنا او صفت سره كاوْه. امام به فرمايل:

الْحَمْدُ لِلَّهِ الْأَوَّلِ بِلَا أَوَّلٍ كَانَ قَبْلَهُ، وَ الْآخِرِ بِلَا آخِرٍ يَكُونُ بَعْدَهُ الَّذِي قَصُرَتْ عَنْ رُؤْيَتِهِ أَبْصَارُ النَّاظِرِينَ، وَ عَجَزَتْ عَنْ نَعْتِهِ أَوْهَامُ الْوَاصِفِينَ. ابْتَدَعَ بِقُدْرَتِهِ الْخَلْقَ ابْتِدَاعاً، وَ اخْتَرَعَهُمْ عَلَى مَشِيَّتِهِ اخْتِرَاعاً. ثُمَّ سَلَكَ بِهِمْ طَرِيقَ إِرَادَتِهِ، وَ بَعَثَهُمْ فِي سَبِيلِ مَحَبَّتِهِ، لَا يَمْلِكُونَ تَأْخِيراً عَمَّا قَدَّمَهُمْ إِلَيْهِ، وَ لَا يَسْتَطِيعُونَ تَقَدُّماً إِلَى مَا أَخَّرَهُمْ عَنْهُ. وَ جَعَلَ لِكُلِّ رُوحٍ مِنْهُمْ قُوتاً مَعْلُوماً مَقْسُوماً مِنْ رِزْقِهِ، لَا يَنْقُصُ مَنْ زَادَهُ نَاقِصٌ، وَ لَا يَزِيدُ مَنْ نَقَصَ مِنْهُمْ زَائِدٌ. ثُمَّ ضَرَبَ لَهُ فِي الْحَيَاةِ أَجَلًا مَوْقُوتاً، وَ نَصَبَ لَهُ أَمَداً مَحْدُوداً، يَتَخَطَّى إِلَيْهِ بِأَيَّامِ عُمُرِهِ، وَ يَرْهَقُهُ بِأَعْوَامِ دَهْرِهِ، حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَقْصَى أَثَرِهِ، وَ اسْتَوْعَبَ حِسَابَ عُمُرِهِ، قَبَضَهُ إِلَى مَا نَدَبَهُ إِلَيْهِ مِنْ مَوْفُورِ ثَوَابِهِ، أَوْ مَحْذُورِ عِقَابِهِ، لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَ يَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى. عَدْلًا مِنْهُ، تَقَدَّسَتْ أَسْمَاؤُهُ، وَ تَظاَهَرَتْ آلَاؤُهُ، لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَ هُمْ يُسْأَلُونَ.

ټول تعريف او صفتونه هغه خداى لره دى چې داسې اول دے چې مخكې ترې څوك نه و او داسې آخر دے چې وروسته به ور ځنې څوک نه وى هغه خداى چې له ليدلو يې د كتونكو سترګې عاجزې دى او له ثنا او صفته يې د ستايونكو عقلونه لنډ او بې وسه دى هغه په خپل قدرت سره كائنات پيدا كړل. او په خپلې ازلى خوښې او منشا سره يې په خپله خوښه وپنځول بيا يې هغوى د خپلې ارادې په لاري وچلول او د خپلې مينې په لارې يې وهڅول كومو حدونو ته يې چې هغوى مخكې كړى تر هغو شاته پاتې كيدل او تر كومو حدودو چې يې شاته ساتل تر هغو مخكې كيدل د كائناتو له اختيار او كنټروله بهر دى هغه د هر ژوندى سارى لپاره له خپل پيدا كړى رزقه معلومه برخه ټاكلي ده چاته يې چې زياته وركړې هغه څوك كمولے نه شي او چاته يې چې كمه وركړي څوك يې زياتولے نه شى. بيا دا چې هم هغه د هغه د ژوند لپاره يو وخت وټاكه او هغه ته يې يو معلوم مهال وټاكه، هغه د خپل ژوند د ورځو له لارې د دغه معلوم مهال په لور روان دى او د خپل ژوند تر كلونو هغه ته نږدې كيږى تر دې چې كله د ژوند پاى ته ورسيږى او د خپل عمر حساب پوره كاندى. نو خداى تعالى يې د روح تر اخستلو وروسته هغه بې پايه ثواب ته ورسوى چې هغه يې ورته راغوښتي وْه يا يې هغه بوږنوونكى عذاب ته ورسوى چې مخكې يې ورته بيان كړے وْه. چې له خپل عدل او انصاف سره سم بد عملو ته د هغوى د بد عمليو سزا او نيكانو ته جزا او بدله وركاندى د هغه نومونه پاك او سپيڅلى دى او د هغه د نعمتونولړۍ به جارى وى هغه چې څه كوى څوك ورځنې پوښتنه نه شى كولى او له خلکو به په هر حال پوښتنه كيږى.

وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَوْ حَبَسَ عَنْ عِبَادِهِ مَعْرِفَةَ حَمْدِهِ عَلَى مَا أَبْلَاهُمْ مِنْ مِنَنِهِ الْمُتَتَابِعَةِ، وَ أَسْبَغَ عَلَيْهِمْ مِنْ نِعَمِهِ الْمُتَظَاهِرَةِ، لَتَصَرَّفُوا فِي مِنَنِهِ فَلَمْ يَحْمَدُوهُ، وَ تَوَسَّعُوا فِي رِزْقِهِ فَلَمْ يَشْكُرُوهُ. وَ لَوْ كَانُوا كَذَلِكَ لَخَرَجُوا مِنْ حُدُودِ الْإِنْسَانِيَّةِ إِلَى حَدِّ الْبَهِيمِيَّةِ فَكَانُوا كَمَا وَصَفَ فِي مُحْكَمِ كِتَابِهِ «إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا.»

ټول تعريفونه او صفتونه هغه پاك خداى لره دى چې كه خپل بندګان يې د حمد او شكر له معرفته محرومه ساتلى وے نو د هغو پرله پسې لورينو چې هغه لورولى دى او د هغو بې دريغه او متواترو نعمتونو چې هغه پيرزو كړى دى له دغو نعمتونو به يې استفاده خو كوله خو د هغه ثنا او حمد به يي نه وايه، او د هغه په رزق كې به داسې شوى دى نو د انسانيت له حده به وتلى وى او د ځناورو په څير دى بلكه تر هغو هم بې لاري دى.

وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى مَا عَرَّفَنَا مِنْ نَفْسِهِ، وَ أَلْهَمَنَا مِنْ شُكْرِهِ، وَ فَتَحَ لَنَا مِنْ أَبْوَابِ الْعِلْمِ بِرُبُوبِيَّتِهِ، وَ دَلَّنَا عَلَيْهِ مِنَ الْإِخْلَاصِ لَهُ فِي تَوْحِيدِهِ، وَ جَنَّبَنَا مِنَ الْإِلْحَادِ وَ الشَّكِّ فِي أَمْرِهِ. حَمْداً نُعَمَّرُ بِهِ فِيمَنْ حَمِدَهُ مِنْ خَلْقِهِ، وَ نَسْبِقُ بِهِ مَنْ سَبَقَ إِلَى رِضَاهُ وَ عَفْوِهِ. حَمْداً يُضِي‏ءُ لَنَا بِهِ ظُلُمَاتِ الْبَرْزَخِ، وَ يُسَهِّلُ عَلَيْنَا بِهِ سَبِيلَ الْمَبْعَثِ، وَ يُشَرِّفُ بِهِ مَنَازِلَنَا عِنْدَ مَوَاقِفِ الْأَشْهَادِ، يَوْمَ تُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَ هُمْ لَا يُظْلَمُونَ، يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَنْ مَوْلًى شَيْئاً وَ لَا هُمْ يُنْصَرُونَ. حَمْداً يَرْتَفِعُ مِنَّا إِلَى أَعْلَى عِلِّيِّينَ فِي كِتَابٍ مَرْقُومٍ يَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ. حَمْداً تَقَرُّ بِهِ عُيُونُنَا إِذَا بَرِقَتِ الْأَبْصَارُ، وَ تَبْيَضُّ بِهِ وُجُوهُنَا إِذَا اسْوَدَّتِ الْأَبْشَارُ. حَمْداً نُعْتَقُ بِهِ مِنْ أَلِيمِ نَارِ اللَّهِ إِلَى كَرِيمِ جِوَارِ اللَّهِ. حَمْداً نُزَاحِمُ بِهِ مَلَائِكَتَهُ الْمُقَرَّبِينَ، وَ نُضَامُّ بِهِ أَنْبِيَاءَهُ الْمُرْسَلِينَ فِي دَارِ الْمُقَامَةِ الَّتِي لَا تَزُولُ، وَ مَحَلِّ كَرَامَتِهِ الَّتِي لَا تَحُولُ.

ټول تعريفونه د هغه خداى دى چې ځان يې په موږ وپيژنده او موږ ته يې د حمد او شكر لاره راوښودله او د هغه په رب والي د پوهيدو او خبريدو ورونه يې موږ ته پرانستل او په توحيد كې يې د اخلاص لاره راوښودله او له خپل ځان سره د شرك او بې لارۍ ئى وژغورلو داسې حمد دى وى هغه لره چې د كوم په وسيله چې موږ د هغه په حمد كوونكو بندګانو كې ژوند وكړو او د هغه د خوښۍ او بخښنې په لور له تلونكو ور مخكې شو داسې حمد چې په هغه سره زموږ لپاره د برزخ تيارې لرى شى او د قيامت لارې را آسانې كاندى او د قيامت په غونډه كې زموږ مقام او حيثيت لوړ كاندى. په كومه ورځ چې به هر څوك د خپلو كړو بدله ووينى او په هغوى به هيڅ ډول ظلم ونه شى هغه ورځ چې دوستان به د يو بل په كار رانه شى او نه به ورسره مرسته وشى. داسې حمد چې په يو ليكلى شوى كتاب كې دے چې مقربې فرښتې يې ساتنه كوى زموږ لخوا دې د لوړ جنت د لوړو درجو تر مقامه اوچت شى. داسې حمد چې زموږ سترګې يخې كاندى كله چې ټولې سترګې له حيرانتيا او ويرې بكې راووزى. او هغه وخت چې ټول مخونه تور وى زموږ مخونه وځلوى. داسې حمد چې د هغه په وسيله موږ د خداى تعالى له سخت او لمبه اور څخه وژغورل شو او د هغه رحمت مو په برخه شى. داسې حمد چې د هغه په ذريعه موږ د خداى له نزدې فرښتو سره اوږه په اوږه مخامخ شو او په هغه تل پاتى او عزتمن مقام كې چې بدلون او زوال نه لرى د هغه له راستولو پيغمبرانو سره يو ځاى شو.

وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي اخْتَارَ لَنَا مَحَاسِنَ الْخَلْقِ، وَ أَجْرَى عَلَيْنَا طَيِّبَاتِ الرِّزْقِ. وَ جَعَلَ لَنَا الْفَضِيلَةَ بِالْمَلَكَةِ عَلَى جَمِيعِ الْخَلْقِ، فَكُلُّ خَلِيقَتِهِ مُنْقَادَةٌ لَنَا بِقُدْرَتِهِ، وَ صَائِرَةٌ إِلَى طَاعَتِنَا بِعِزَّتِهِ. وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَغْلَقَ عَنَّا بَابَ الْحَاجَةِ إِلَّا إِلَيْهِ، فَكَيْفَ نُطِيقُ حَمْدَهُ أَمْ مَتَى نُؤَدِّي شُكْرَهُ لَا، مَتَى.

ټول تعريفونه او ستاينه هغه لوى ذات لره دى چې د خلقت او پنځون ټولې ښيګړې يې زموږ لپاره غوره كړې او موږ ته يې د پاك رزق لړۍ جارى كړه او موږ يې په غلبې او تسلط سره تر ټولو مخلوقاتو لوړ كړو. نو ټول كائنات د هغه په قدرت سره زموږ تر حكم لاندې او د هغه د قدرت او سر لوړۍ په وجه زموږ اطاعت ته چمتو دى. تعريف او ستاينه هغه خداى لره ده چې له خپل ځانه پرته ې د غوښتنې او حاجت هر ور په موږ بند كړى (له دې اړتيا والى سره سره) موږ څرنګه د هغه د حمد حق ادا كولے او د هغه شكر څنګه كولے شو، نه هيڅ كله د هغه شكر نه شو ادا كولے.

وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي رَكَّبَ فِينَا آلَاتِ الْبَسْطِ، وَ جَعَلَ لَنَا أَدَوَاتِ الْقَبْضِ، وَ مَتَّعَنَا بِأَرْوَاحِ الْحَيَاةِ، وَ أَثْبَتَ فِينَا جَوَارِحَ الْأَعْمَالِ، وَ غَذَّانَا بِطَيِّبَاتِ الرِّزْقِ، وَ أَغْنَانَا بِفَضْلِهِ، وَ أَقْنَانَا بِمَنِّهِ. ثُمَّ أَمَرَنَا لِيَخْتَبِرَ طَاعَتَنَا، وَ نَهَانَا لِيَبْتَلِيَ شُكْرَنَا، فَخَالَفْنَا عَنْ طَرِيقِ أَمْرِهِ، وَ رَكِبْنَا مُتُونَ زَجْرِهِ، فَلَمْ يَبْتَدِرْنَا بِعُقُوبَتِهِ، وَ لَمْ يُعَاجِلْنَا بِنِقْمَتِهِ، بَلْ تَأَنَّانَا بِرَحْمَتِهِ تَكَرُّماً، وَ انْتَظَرَ مُرَاجَعَتَنَا بِرَأْفَتِهِ حِلْماً.

ټول تعريفونه هغه لوى خداى لره دى چي زموږ په بدنونو كې يې غځيدونكى اعصاب او ټوليدونكى غړى مرتب كړل او په موږ يې د ژوند آسانتياوې ولورولې او موږ ته يې د كار او كسب غړى راكړل او په پاكې صافې روزۍ سره يې موږ وپاللو. او په خپل فضل او كرم سره يې موږ بې نيازه كړو او په خپل لطف او احسان سره يې مونږ ته د نعمتونو پانګه وبخښله بيا يې د خپلو حكمونو د منلو امر وكړ چې په فرمان مننې كې مو وازمايي او د منع شوو څيزونو له كولو يې منع كړو چې زموږ شكر اندازه كړى خو مونږ د هغه له لارې كاږه شو او بندو شوو او منع شوو څيزونو ته مو مخه كړه بيا هم هغه په عذاب كې بيړه ونه كړه او په سزا راكولو كې يې له تادۍ كار وانه خيست بلكه په خپل رحمت او مهربانۍ سره يې له موږ سره له نرمۍ كار واخيست او په حلم او مهربانۍ سره زموږ د جاروتلو په تمه شو.

وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي دَلَّنَا عَلَى التَّوْبَةِ الَّتِي لَمْ نُفِدْهَا إِلَّا مِنْ فَضْلِهِ، فَلَوْ لَمْ نَعْتَدِدْ مِنْ فَضْلِهِ إِلَّا بِهَا لَقَدْ حَسُنَ بَلَاؤُهُ عِنْدَنَا، وَ جَلَّ إِحْسَانُهُ إِلَيْنَا وَ جَسُمَ فَضْلُهُ عَلَيْنَا فَمَا هَكَذَا كَانَتْ سُنَّتُهُ فِي التَّوْبَةِ لِمَنْ كَانَ قَبْلَنَا، لَقَدْ وَضَعَ عَنَّا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ، وَ لَمْ يُكَلِّفْنَا إِلَّا وُسْعاً، وَ لَمْ يُجَشِّمْنَا إِلَّا يُسْراً، وَ لَمْ يَدَعْ لِأَحَدٍ مِنَّا حُجَّةً وَ لَا عُذْراً. فَالْهَالِكُ مِنَّا مَنْ هَلَكَ عَلَيْهِ، وَ السَّعِيدُ مِنَّا مَنْ رَغِبَ إِلَيْهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ بِكُلِّ مَا حَمِدَهُ بِهِ أَدْنَى مَلَائِكَتِهِ إِلَيْهِ وَ أَكْرَمُ خَلِيقَتِهِ عَلَيْهِ وَ أَرْضَى حَامِدِيهِ لَدَيْهِ حَمْداً يَفْضُلُ سَائِرَ الْحَمْدِ كَفَضْلِ رَبِّنَا عَلَى جَمِيعِ خَلْقِهِ. ثُمَّ لَهُ الْحَمْدُ مَكَانَ كُلِّ نِعْمَةٍ لَهُ عَلَيْنَا وَ عَلَى جَمِيعِ عِبَادِهِ الْمَاضِينَ وَ الْبَاقِينَ عَدَدَ مَا أَحَاطَ بِهِ عِلْمُهُ مِنْ جَمِيعِ الْأَشْيَاءِ، وَ مَكَانَ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهَا عَدَدُهَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً أَبَداً سَرْمَداً إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ. حَمْداً لَا مُنْتَهَى لِحَدِّهِ، وَ لَا حِسَابَ لِعَدَدِهِ، وَ لَا مَبْلَغَ لِغَايَتِهِ، وَ لَا انْقِطَاعَ لِأَمَدِهِ حَمْداً يَكُونُ وُصْلَةً إِلَى طَاعَتِهِ وَ عَفْوِهِ، وَ سَبَباً إِلَى رِضْوَانِهِ، وَ ذَرِيعَةً إِلَى مَغْفِرَتِهِ، وَ طَرِيقاً إِلَى جَنَّتِهِ، وَ خَفِيراً مِنْ نَقِمَتِهِ، وَ أَمْناً مِنْ غَضَبِهِ، وَ ظَهِيراً عَلَى طَاعَتِهِ، وَ حَاجِزاً عَنْ مَعْصِيَتِهِ، وَ عَوْناً عَلَى تَأْدِيَةِ حَقِّهِ وَ وَظَائِفِهِ. حَمْداً نَسْعَدُ بِهِ فِي السُّعَدَاءِ مِنْ أَوْلِيَائِهِ، وَ نَصِيرُ بِهِ فِي نَظْمِ الشُّهَدَاءِ بِسُيُوفِ أَعْدَائِهِ، إِنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيدٌ

ټولې ستايني د هغه ذات دى چې موږ ته يې د توبي لاره وښودله او هغه موږ يوازې د هغه د رحمت او فضل په وجه ترلاسه كړه نو كه د هغه په لورينو كې له توبې پرته نور نعمتونه ونه شميرو بيا هم همدا توبه زموږ لپاره د هغه لخوا لوى انعام احسان او ستر فضل دے ځكه چې تر موږ د مخكنيو خلكو لپاره د توبى په هكله د خداى دا طريقه نه وه. نو د كومو څيزونو چې طاقت نه لرو هغه يې زموږ له اوږو هسك كړل او زموږ تر وسه زيات يې موږ ته دندې رانه كړې او يوازې په آسانو او نرمو كارونو يې مكلف كړو او په موږ كې يې هيچا ته د حجت او پلمې ځاى پرې نه ښود نو هغه كس تباه كيدونكى دى چې د هغه له خوښې پرته د خپلى بربادۍ وسيلې برابرې كړى او هغه څوك خوش نصيبه دى چې هغه ته مخه كړي.

ټولې ستايني او حمدونه خداى لره دى هر هغه حمد چې د هغه نزدې فرښتې غوره مخلوقات او غوره ستايونكى يې كوى داسې ستاينه چې تر نورو لوړه ده لكه څنګه چې زموږ خالق تر ټولو مخلوقاتو لوړ دے بيا هم د هغه لپاره ټول حمد او صفتونه دى د هغه د هر هر نعمت په بدله كې چې موږ او ټولو تيرو او راتلونكو مخلوقاتو ته يې بښلي دى د هغو څيزونو د شميرې برابر حمد دى وى په كومو يې د هغه علم حاوى دے او د هر نعمت په بدله كې دوه چنده او درې چنده صفتونه دى چې تر قيامته تل پاتې او ابدى دى. داسې حمد چې وروستے حد او شمير يې نه وى او حدونه يې تر وسه بهر وى او وخت يې نه ختميدونكے وى. داسې حمد چې د هغه د اطاعت او بخښنې وسيله، د هغه د رضايت سبب د هغه د مغفرت ذريعه، د جنت لاره، د هغه  له عذابه پناه، د هغه له غضبه امان، د هغه په اطاعت كې مرستندوى، د ګناه له كولو منع كوونكے او د هغه د حقوقو او واجباتو په ادا كولو كې شامل او نيكمرغه شو او د هغو شهيدانو په ليكه كې راشو چې د هغه د دښمنانو په توره شهيدان شوى دى. بيشكه چې هم هغه مالك، اختيار لرونكے او د ستاينې وړ دے.

سپړنه

دا ټكى د دعا سريزې دى چې الهى ستاينه پكې شوې ده حمد او ستاينه د الله تعالى د كرم لوريني، بخښني او د احسان د اعتراف څرګندونه ده او له دعا مخكښې دهغه سخاوت او كرامت او احسانونو هغه اثر چې په زړه او ذهن كيږى د دې تقاضا كوى چې په خلې باندې د هغه د حمد او ستاينې سندرې جارى شى چا چې له يوې خوا واسئلوالله من فضله (له خدايه د هغه د فضل غوښتنه وكړئ) په ويلو سره د طلب او غوښتنې ورونه پرانستى او له بلې خوا يې اُدعونى استجب لكم (له ماوغواړئ زه يې قبلوم) په ويلو سره د دعا د قبلولو ذمه وارى اخستې ده په دې حمد او ستاينه كې د لوى خداى په وحدت او يووالى جلال او لوى  والى، عدل او مهربانۍ او نورو صفتونو رڼا اچول شوى ده د دعا په سريزه كې د نړۍ د پنځون په ذريعه مهمو صفتونو ته اشاره كړې ده په كومو كې چې د پاكۍ او سپېڅلتيا ټول توكى راغونډ شوى دى لومړے صفت دا دے چې هغه اول هم دے او آخر هم خو داسې اول او آخر چې نه ورځنې مخكې څوك وو او نه به ترې وروسته څوك وى هغه ته د اول او آخر د صفت په وركولو او له نورو څخه په دې صفت د لرې كولو مطلب دا دى چې د هغه (ج) لومړيتوب او وروسته والے اضافى نه دے بلكه حقيقى دے يعنى هغه ازلى او ابدى دے چې نه يې د پيل كوم ټكے شته او نه د پاى، نه يې د پيل او شورو تصور كيدے شى او نه د پاى او انتها.

نه دا ويلي شو چې هغه له كوم وخته دے او نه دا ويلي شو چې تر كومه به وى او كوم چې تر دغو حدونو لوړ وى نو د هغه لپاره يوه شيبه هم داسې نه شو تصور كولى چې هغه پكې نه وى او د چا لپاره چې عدم او نيشتوالے جائز نه وى هغه واجب الوجود وى چې د لومړۍ مبداْ له نظره به لومړې او د وروستى غائب له نظره به آخر وى.

دوهم صفت دا دى چې هغه په سترګو نه شى ليدلى ځكه چې د يو څيز د ليدلو لپاره ضرورى ده چې هغه په يو طرف كې واقع وى او كه خداى تعالى په يوې خوا كې واقع وى نو بايد ومنو چې نورې خواوې به ترې خالى وى او داسې عقيده بيخى سمه نه ده چې ووايو په ځنو خواو كې هغه نيشته او دوهمه دا چې كه هغه په يو اړخ كې وى نو هغه اړخ ته به حاجت لرى، خو له دې امله چې هغه د اړخونو او طرفونو پيدا كونكے دے نو هغو ته اړمن نه دے ځكه چې كه اړمن وى نو د هغو پنځګو او خالق به نه وى، دريمه دا چې هغه څه په يو اړخ كې واقع كيدے شى چې حركت او سكون ولرى او له دې امله چې حركت او سكون ممكن صفتونه دى نو په خداى تعالى كې وجود نه شى لرلى او چې كله مو ومنله چې هغه له خوځښت او سكونه آزاد او لوړ دے او جسمانى جوهر او عرض نه لرى، نو د هغه د ليدلو امكان هم له منځه ځى خو بيا هم يوْ ډله په دې عقيده ده چې خداى تعالى په نظرر راځى دا ډله په درې ډوله عقيده لرى، ځنې په دې باور دى چې خداى تعالى به يوازې په قيامت كې ليدل كيږى او په دنيا كې يې په نظر راتلل ناشوونى دى دوهمه ډله په دې باور ده چې هغه د آخرت په شان په دنيا كې هم ليدل كيدے شى كه څه هم تراوسه داسې نه دى شوى. او ځنې خلك په دې خيال دى چې څنګه به په آخرت كې خداى تعالى په نظر راځى په دنيا كې هم ليدل شوى دى.

د لومړ‌ۍ ډلې دليل دا دے چې په قرآن او حديث كې په څرګنده د خداى تعالى د ليدلو ذكر راغلے دے او تر دې څرګندوالى وروسته د انكار ځاى نه پاتې كيږي لكه څنګه چې پاك خداى فرمايى وجوه يومئذ ناضره الى ربها ناظره (په هغه ورځ به ډير مخونه تازه او خوشحاله وى او د خداى په لور به ګورى) له دې ښه معلوميږي چې هغه د قيامت په ورځ ليدلى شى او په دنيا كې ځكه نه ښكارى چې زموږ قوى او ادراكات اوغړى كمزورى دى او د الهى رڼا طاقت نه لرى او په آخرت كې به زموږ د احساس او شعور طاقتونه تيز او پياوړي شى لكه څنګه چې لوى خداى فرمائي (فكشفنا عنك عظاول فبصرك اليوم حديد (موږ ستاسو تر مخه پردې هسكې كړى او اوس ستاسو سترګې تيزې شوى) نو مطلب دا چې په قيامت كې به د خداى تعالى له ليدلو كوم مانع نه وى.

د دوهمې ډلې دليل دا دے چې كه په دنيا كې د هغه ليدل ممكن نه وى نو حضرت موسى به د رب ارنى انظراليك (اى پروردګاره ماته خپل ځان وښيه چې ودې ګورم) په ويلو سره د ناشوونې او ناممكنې خبرې غوښتنه نه كوله او خداى تعالى هم هغه د غره په ټينګيدو پورې وتړله او د ليدلو امكان ته يې اشاره وكړه نو كه د خداى ليدل ممكن نه وى نو هغه به يې په يو ممكن څيز پورى چې د غره ټينګول وو نه تړله.لكه څنګه چې لوى خداى فرمايى ولكن انظر الى جبل فان استغفرمكانه فسوف ترانى.

(دغه غره ته وګوره كه په خپل ځاى ټينګ شو نو ته به مې هم وګورې) او كه په دې لړ كې وفرمايل ((لن ترانى )) (ته ما بلكل نه شى ليدلى) نو مطلب يې يوازې په دنيا كې د نه ليدلوو او د ليدلو د واقع كيدو د ردولو خبره ده د دې مطلب د ليدلو د امكان يا په قيامت كې د ليدلو نفى نه ده ځكه چې كله څوك ووايي چې مثلاً دا كار به هيڅكله نه كيږى نو مطلب يې دا وى چې په دنيا كې به نه كيږى مطلب يې دا نه وى چې په قيامت كې به هم نه كيږى. لكه څنګه چې په قرآن شريف كې د يهودو په هكله فرمايى لن يتمنوه (هغوى به هيڅكله د مرګ غوښتنه ونه كړي)

نو دا د غوښتنې د نفى مطلب په دنيا كې د مرګ نه غوښتل دى يعنى هغوى به په دنيا كې د مړينې خواهش نه كوى او په آخرت كې به له عذابه د بچ كيدو لپاره ضرور د مرګ غوښتنه كوى نو لكه څنګه چې دلته د نفى يوازې د دنيا لپاره راغلې ده هلته هم نفى د دنيا لپاره راغلي ده نه د آخرت لپاره.

د دريمې ډلې دليل دا دے چې كله له مخكينې بيانه په دنيا كې د هغه د ليدلو امكان ثابت شو نو د ليدلو د واقع كيدا لپاره د حسن بصرى او احمد بن حنبل وغيره دا وينا كافى ده چې ګران رسول (ص) د اسرا په شپه هغه ليدلے وْه.

كله چې په دغو د ليلونو غور وكړو نو ډير كمزورى ښكارى او خپله ادعا نه شى ثابتولى. د لومړۍ ډلې دا ادعا چې په قرآن او حديث كې د ليدلو ډير زيات دليلونه دى يوه غلطه او بى بنسټه ادعا ده او له قرآن او حديثه بيخى نه ثابيتږى بلكه د قرآن صفا او څرګند آيتونه د دې په اپوټه دى او كوم حديثونه چې د قرآنى تصريحاتو په اپوټه دى هغه هم بايد رد كړے شى. خداى تعالى په قرآن شريف كې د ليدلو د نفى كولو په باب فرمايى لا تدرکه الابصار و هو يدرک الابصار و هو اللطيف الخبير. (سترګي هغه خداى پاك) نه شى ليدلى او هغه سترګې وينى او هغه له هر كوچنى او وړوكى څيزه خبر دے او كوم آيت چې د ليدلو د ثابتولو لپاره راوړل شوى په دغو كې د ناظره له لفظه په ليدلو استدلال نه شو كولے ځكه چې لفت پيژاندو د نظر ترجمه انتظار، غوروفكر، مهلت عبرت او شفقت هم كړې ده او چې كله په يو لفظ كې د ډيرو معنو احتمال وى نو په هغه استدلال نه شى كيدلے. لكه څنګه چې ځنو تفسيروونكو دلته نظر د انتظار په معنې ژباړلے دے او دې معنې ته په پام سره د آيت ترجمه داسې كيږى چې هغوى به په دغه ورځ د خداى د نعمتونو په انتظار وى او د دې معنى شاهد دا آيت دے فناظره بما يرجع المرسلون هغه په انتظار وْ چې قاصد به څه ځواب اوړي)) ځنو مفسرينو نظر د تشې په معنى راوستلى دى خو وايي چې دلته د ثواب لفظ پټ دى يعني په اصل كې داسې دى چې هغوى د خپل رب ثواب نه ګورى. لكه څنګه چې دا اايت دى وجاء ربك)) (ستا پروردګار راغى) دلته د امر لفظ پټ او محذوف دى او په اصل كې معنا دا ده چې ستا د پرودردګا حكم راغے. او بله دا چې ضرورى نه ده چې چيرته نظر وى هلته ليدل هم شوى وى لكه د عربو يو متل دى چې نظرت الى المهلال فلم آره ((ما مياشته وكته خو ومې نه ليدله)) دلته نظر شته خو ليدل نيشته.

پاتې شوه دا خبره چې په دنيا كې د انسانانو قوا اوغړى كمزورى دى او په قيامت كې به پياوړى شى نو دا خبره هاله سمه ده چې خداى پاك په نظر د راتللو قابليت ولرى خو زموږ سترګې د هغه له ليدلو عاجزې وى خو چې كله د هغه د ذات تقاضا دا ده چې په نظر رانه شى نو د ځاى او محل په بدليدلو سره له ناممکن څيزه ممكن نه شى جوړيدے او په دې لړ كې چې كوم آيت راوړل شوى دى په هغه كې دا نه دى ويل شوى چې د ادراكاتو په تيزيدو سره به خداى تعالى هم وليدلى شى بلكه د آيت مطلب دا دى چې په هغه ورځ به پردې لرې كړى شى او سترګې به تيزې شى. يعنې ټول پټ او شبهات به برڅيره شى او په سترګو پرتې د غفلت پردې به هسكې شى، مطلب دا نه دى چې ګوندې خداى به هم ووينى او كه چرې داسي وى نو د غفلت پردې خو يوازې د كافرانو په سترګو پرتې وى بايد يوازې هغوى يې ووينى. د دوهمې ډلې د دليل ځواب دا دى چې حضرت موسى د خداى د ليدلو غوښتنه د دې لپاره نه وه كړې چې ګوندې هغه د خداى ليدل ممكن ګڼل او د هغه له نه ليدل كيدو خبر نه وْ. بيشكه هغوى ته پته وه چې هغه په سترګو له ليدلو برتر او لوړ دى خو دې پوښتنې ته ځكه اړ شو چې بنى اسرائيلو ويل يا موسى لن نومن حتى نرى الله جهره (اى موسى موږ به تر هغې ايمان را نه وړو چې خداى تعالى په ظاهره ونه وينو نو حضرت موسى (ع) وغوښتل چې د هغوى بى لاريتوب هغوى ته ثابت كړى او ورته څرګنده كړى چې خداى تعالى ليدلے نه شى نو ځكه يې خداى تعالى ته د هغوى پوښتنه وړاندې كړه چې د خپلې پوښتنى نتيجه ووينى او له دى غلط خياله تير شى لكه څنګه چې پاك خداى فرمايى چې فقد سئالو موسى اكبر من ذلك فقالوا ارنا الله جهره (دغو خلكو خو له موسى تر دې هم لويه پوښتنه كړې ده او هغه دا چې موسى ته يې وويل چې موږ ته خداى په څرګنده وښيه) او چې كله موسى (ع) د هغوى په خلى خداى وپوښت نو د دې په ځواب يې د خداى تعالى دا وينا چې (( ته دغه غره ته وګوره كه پخپل ځاى ټينګ شو نو ما به هم وګورى)) د ليدلو په امكان دليل نه دى ځكه چې موقوف عليه يوازې د غره ټينګيدل نه وو ځكه چې هغه خو هغه وخت هم په ځاى ولاړ وْه چې خداى تعالى ليدنه په هغه پورې تړله بلكه مقصدا دا وْه چې د تجلۍ په وخت دغه غر دريدلى او ټينګيدلى شى او كه نه او تر څو چې په دغه وخت د غره د ټينګيدو امكان ثابت نه وى نو دغه ټينګيدا د ليدلو د امكان دليل نه شى كيدى حال دا چې په دغه وخت خو داسې وشول چې ((حعله دكا وخر موسى صعقاً)) د خداى ځلا او تجلۍ غر دړى وړى كړ او موسى (ع) بى هوشه پريوت. او په بنى اسرائيلو باندى د هغوى د بې ځايه پوښتنې په وجه تندر پريوت لكه لوى ذات چې فرمايى فاخدتهم الصاعقه بظلمهم (د هغوى د شر غوښتنى له امله په هغوى ټكه ولويده) كه د خداى ليدل ممكن او شوونى وى نو په يو ممكن څيز پورى د خپل ايمان تړل داسي كوم لوى جرم نه وْه چې ګوندى په هغوى تندر وغورځول شى او د هغوى غوښتنه ظلم وبلل شى.

ځكه چې حضرت ابراهيم (ع) هم خپل اطمنان او ډاډ د مړو په ژوندى كولو پورې تړلے وْه هغوى وفرمايل چې ((رب ارنى كيف تحى الموتى)) اى ربه راوښيه چې ته څنګه مړى ژوندى كوي)) په ځواب كې يې پاك خداى وفرمايل ((آيا تا ايمان نه دے راوړى؟ ابراهيم وويل ولې نه ايمان خو مې راوړى خو غواړم چې زړه مې ډاډمن شى كه حضرت ابراهيم (ع) خپل ايمان د مړو په ژوندى كولو پورې تړلى شى نو دغو كسانو چې خپل ايمان د خداى تعالى په ليدلو پوري وتړلو نو كومه داسې لويه ګناه يې وكړه چې دومره ستره سزا وركړل شى.

كه څوك دا پوښتنه وكړى چې خداى تعالى خو هغوى ته د ليدلو په غوښتنې سزا نه ده وركړې بلكه د هغوى د تيروتني ضد، سپين سترګې توب او بى لارى توب له امله يې وركړي وه. نو د دې ځواب دا دى چې كه هغوى د يو ممكن څيز غوښتنه وكړه او خپل ايمان په هغه پورې مشروط كاندى او خداى ورته سرغړونې ته په پام سره داسې سزا وركاندى چې هغوى له منځه يوسى دا يوه له عقله لرې خبره ده كه څوك ووايى چې هغوى د خداى په ليدلو ضد كولو ځكه ورته سزا وركړل شوه نو خبره دا ده چې دلته خو د ضد كومه خبره نيشته كه هغوى له موسى (ع) د خداى ليدل وغوښتل او ليدل هم د مړو د ژوندى كولو په شان ممكن وو نو دا خو كومه لويه خبره نه وه خداى به د هغوى غوښتنه پوره كړې وه او څنګه چې يې حضرت ابراهيم (ع) ته مړى ژوندى كړل داسې به ييې دوى ته هم ځان ښودلے او د دوى ايمان به يې پيدا كړى وى او كه په دې كې مصلحت نه وْ نو د حضرت موسى (ع) په ذريعه به يې هغوى پوه كړى وى چې دلته دا كار ممكن نه دى خو په قيامت كې به ورته ځان وښي. خو دا چې هغوى ته دومره سخته سزا وركول كيږى د هغوى پوښتنه ظلم بلل كيږى او له منځه وړل كيږى د دى سبب دا دى چې هغوى يوه داسې غوښتنه كړې وه چې د خداى تعالى ذات ورځنې پاك او مبرا دى او دا د يو داسې ناشوونې څيز غوښتنه ده چې هغوى ته پرې سزا وركول ضرورى وو چې نور ورځنې سبق او عبرت زده كړى او د بنى اسرائيلو د انجام په ليدلو سره د خداى د كتنى تصور ونه كاندى. خداى تعالى پر غره د خپل ديدن له موقوفولو مخكښې په څرګنده وفرمايل چې لن ترانى يا موسى اى موسى ته ما هيڅكله نه شې ليدلى نه په دنيا كې او نه په آخرت كې ځكه چې ((لن)) ټكى د ابدى نفى لپاره دى او له دې هميشنۍ نفى څخه د عرفى دوام معنى اخستل غلط دى دا عرفى دوام په هغه ځاى كې صحيح دے چې متكلم او مخاطب دواړه فانى او ختميدونكى وى او چرته چې متكلم ابدى او تل پاتے وى هلته د نفى حدود هم هغومره خواره او زيات وى څومره چې د هغه ذات د بقالمن غځيدلى وى او دې ته په پام سره چې هغه لوى ذات تل پاتى دى نو د هغه لخوا نفى هم د هميشه لاره راغلې ده او د دنيا د پاتې كيدو په مهاله پورې محدوده نه ده او د كوم آيت نفى چې د عرفى دوام په معنا كې راوړل شوى دى په هغې باندې دليل راوړل له دې امله سم نه دى چې دا د هغو خلكو په باره كې دى چې فانى او محدود وى او د هغې نفى قياس په دې نفى نه شى كيداى او كه له دې آيته لمن يتمنوه (هغوى به د مرګ غوښتنه هيڅكله ونه كړى) د هميشنۍ نفى مطلب واخلو نو هم صحيح ده ځكه چې كه په آخرت كې هغوى د مړينى تمنا او غوښتنه كوى نو هغه په اصل كې له عذابه د ژغورنې غوښتنه او خواهيش دى چې د مرګ په بڼه كې به يې غواړى او په اصل كې  به د مړيني غوښتنه نه وى بلكه د راحتۍ او سوكالۍ او له عدابه د بچ كيدا غوښتنه به وى او كه هغوى ته د عذاب په ځاى سكون او كرارى په برخه شى نو ارو مرو به د ژوند غوښتنه كوي.

د دريمي ډلې د دليل ځواب دا دى چې كه ځنى اصحاب او تابعين په دې باور دى چې د خداى رسول د اسرا په شپې خپل رب ليدلى دى نو له بلې خوا يو شمير تابعين د دې قايل دى چې دا كار نه دى شوى. د بى بى عايشې او زيات شمير اصحابو همدا نظر دى نو د يو څو كسانو ذاتى او شخصى راى سند او دليل نه شى كيدى ځكه چې هماغه ډول اصحاب د دې په اپوټه نظر لرى لكه بى بى عايشه (رض) چې فرمايى: من حدثك ان محمدا راى ربه فقدكذب ويقول لاتذركه الابصار و هو يدرک الابصار و هو اللطيف الخبير(صحيح بخارى څلورم ټوك 168مخ.

كه څوك درته ووايي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خپل رب وليده نو دروغ يې ويلي دي.او د خداى تعالى وينا خو دا ده چې سترګې هغه نه شى ليدلى البته هغه سترګې ګورى او له هر وړوكى او كوچنى څيزه خبر دے.

دريم صفت دا دى چې انسانى عقلونه د هغه صفتونو د څرګندولو او بيانولو وس نه لرى ځكه چې ژبه يوازى د هغه  او مفهومونه بيانولى شى په عقل او پوهه كې راتللى شي او په كومو څيزونو چې عقل د پوهيدلو وس نه لرى هغه د لفظونو او تورو په بڼه په خلې نه شى ويل كيدى او د خداى تعالى د صفتونو درك كول او ورباندې پوهيدل ځكه ناشوونى دى چې انسانى ادراكات او احساسات محدود دى او يو محدود څيز په نا محدود څيز احاطه نه شى كولى نو په دې لړ كې چې هر څومره غور او فكر وشى د هغه لوى ذات او د هغوى اوصاف به بيا هم د عقل او فهم له دركه لوړ وى.