د دعا وختونه

د دعا وختونه

په صحيفه سجاديه يا نورو کتابونو کې چې کومې دعاګانو له مخصوصو وختونو سره ځانګړې دي لکه د عرفې ورځې د وړوکي يا لوی اختر ورځ، روژه يا د شپې له لمانځه وروسته دعا ګانې،

دا بايد په  همدغه خپل وخت کې ولوستل شي. ځکه چې همدغه شيبې د دعا د قبليدو لپاره ډيرې مناسبې او نزدې دي. او کومې دعاګانې چې له کوم خاص وخت سره نه دي مخصوصې يا هسې يو انسان دعا غواړي نو د دعا د قبليدو ښه وختونه دا دي: له سهار واخلې د لمر تر ختلو پورې، د لمر د زوال په وخت، د سهار ماسپيښن او ماښام له لمانځه وروسته، د وتر په لمونځ کې، د قدر په شپو کې، د جمعې په ورځ د خطبې او لمانځه په مينځنۍ وقفه کې، د جمعې په ورځ کله چې لمر نيم غورځيدلی وي د اذان او اقامت په مينځ وخت کې، د قران د تلاوت په وخت، د باران د وريدو او د هوا د چليدو په وخت، او په تيره بيا له نيمې شپې وروسته چې د دعا ډير ښه وخت دی.

دلا بسوز که سوز تو کارها بکند            دعای نيم شبی دفع صد بلا بکند

وايی چې امير المومنين عليه السلام د شپې په يوې برخې کې پاڅيده او په ستورو له نظره وروسته يې نوف ابن فضاله بکالي ته وفرمايل:

«يا نوف ابن داوود عليه السلام قام فی مثل هذه الساعة من الليل فقال انها ساعة لا يدعو فيها عبدا الا استجيبه له الا ان يکون له عشارا اوعريفا او شرطيا او صاحب عرطبة او صاحب کوبة»

( ای نوفه! داوود عليه السلام د شپې په همداسې برخې کې پاڅيد او وې فرمايل چې دا هغه شيبې دي چې بنده پکې هر څه وغواړي قبليږي سربيره پر هغه چې د سرکاري ټيکس (مالياتو) اخستونکی وي  يا ( د کوم ظالم حکومت) په پوليسو کې وي يا د ډول او باجو غږوونکی وي)