بې له قيامته ژوند معنا نه لري

بې له قيامته ژوند معنا نه لري

 

شیعه باوري دِي چې ټول انسانان له مرګه وروسته  يوه ورځ راپاڅول کيږي او دعملونو حساب کتاب به ورسره کيږي . نيکان او صالحان تل پاتې جنت ته ځي او بدان او..

او ګناهکاران به دوزخ ته «اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لا رَيْبَ فِيهِ؛ بې له يو  خدایه بل پالونکى نيشته. په يقين سره چې تاسو ټول به د قيامت په ورځ چې شک پکې نيشته راغونډوو.»[1]

فَأَمَّا مَنْ طَغَى* وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا  *فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى* وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى  *فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى؛ نو هغه کس چې سرغړونه يې وکړه او د دنيا ژوند يې مخکې کړى دى په يقين سر ه چې ځاي يې دوزخ دى او هغه کس چې دخپل رب له مقام (عدالته) وويريږي او نفس له هوا او هوسه وساتي بيشکه چې ځاي يې جنت دى)[2]

شیعه باوري دِي چې دا جهان په حقيت کې يو پل دى چې انسانان بايد له هغه تير شي او تل پاتې سراي ته ورسيږي،

يا په بل تعبير پوهنتون. يا د تجارت بازار، ياپټى دى د بلې سراي لپاره .

حضرت علي د د نيا په هکله وايي «ان الدنيا دار صدق لمن صدقها… و دار غنی لمن تزود منها،و دار موعظة لمن اتعظ بها، مسجد احباء الله مصلی ملائکة الله و مهبط وحی الله ومتجر اولياء الله؛ نړۍ د صدق او راستۍ ځاي دى د هغه کس لپاره چې په صداقت سره له هغه سره چلند وکړي … او د بې نيازۍ سراى ده د هغه کس لپاره چې توښه ترې واخلي، او د بيدارۍ او پوهې ځاي دى د هغه کس لپاره چې پند ترې واخلي، د خدای د دوستانو جمات دى، او د پروردګار د پرښتو د لمانځه ځاي او د الهي وحي د نازليدو ځاي او د حق د دوستانو د تجارت ځاي»[3]

 

[1] . نساء سوره ٨٧ ايت.

[2] . نازعات سوره. ٣٧ تر ٤١ ايتونه.

[3] . نهج البلاغه، لنډې ويناوې ١٣١ شميره.