د تشيع تاريخچه

د تشيع تاريخچه

شیعه عقيده لری چې: د تشيع د پيدايښت مبدا د پيغمبر(ص) زمانه او د هغوي ويناوې دي او…

او دد ې خبرې لپاره روښانه اسناد دلرو:

منجمله دا چې ډيرو مفسرانو د دغه آيت «إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ؛ هغه کسان چې ايمان يې راوړي او نيک عملونه يې کړي دي (دخدای) تر ټولوغوره مخلوق دي»[1] دا حديث يې له پيغمبره (ص)نقل کړي دي چې وې  فرمايل:«له دغه ايته مطلب علی(ع) او دهغه شيعه دي»

منجمله مشهور مفسر«سيوطي»په الدر المنثور کې له «ابن عساکر»له جابر بن عبدالله نقلوي چې مونږ د پيغمبر(ص) په خدمت کې وو چې علی(ع) راغي کله چې پيغمبر(ص)، علی(ع) وليده نو وې فرمايل: والذی نفسی بيده ان هذا وشيعته لهم الفائزون يوم القيامة؛ قسم په  هغه چا چې زما ځان يې په لاس کې دی، دی او شيعه يې د قيامت په ورځ د کاميابو کسانو په ټولي کې دي» بيا د  إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ؛ آيت نازل شو او له هغه وروسته کله به چې  علي(ع) د پيغمبر(ص) د اصحابو غونډو ته ورتللو هغوي به ويل «جاء  خير البريه» د خدای بهترين مخلوق راغی.[2]

همدامعنا (ابن عباس) او (ابن برزه) او  (ابن مردويه) او (عطيه عوفي) په مختصر شان فرق سره ذکر کړې ده.[3]

په دې ډول وينو چې د هغو کسانو لپاره چې له علي سره يې ارتباط درلود د (شيعه) د نوم انتخاب په هماغه د پيغمبر په زمانه کې شوي و او دا نوم پيغمبر(ص) هغوي ته ورکړي دی نه دا چې د خلفاوو په زمانه کې ياد صفويانو يا داسې نورو په زمانه کې هغوي ته ورکړل شوی وي.

مونږ په عين حال کې چې د نورور اسلامي فرقو درنښت کوواو له هغوي سره د جمعې په يو صف کې دريږو، او په يو وخت او يو ځای حج کوو او په ګډو اسلامی اهدافو کې ملګرتيا کوو،  عقيده لرو چې د علی(ع) د مکتب پيروان ځينې ځانګړتياوې لري او پيغمبر ورته خاصه توجه او پام درلود، له همدې امله مونږ ددغه مکتب پيروي انتخاب کړې ده .

دشيعو ځينې مخالفان ټينګار کوي چې د  دغه مذهب او عبدالله بن سبا ترمينځ رابطه ټنيګه کړي، او بيا بيا دا خبره تکراروي  چې شيعه د عبدالله بن سبا پيروان دي چې په اصل کې يهودي و، او بيا مسلمان شو! دا خبره ډيره عجيبه ده، ځکه چې  د شيعه کتابونو ټولې څيړنې ښيی چې د دغه مکتب منونکي له دغه کس سره هيڅ دلچسپی او مينه نه لري، بلکه د شيعه وو په درستو کتابونو کې عبدالله بن سبا يو ګمراه او  بې لارې کس معرفي شوی دی او  زمونږ د ځينو روايتونو په اساس، حضرت علی(ع) د هغه د مرتد والي په وجه د هغه د وژلو حکم ورکړی و.[4]

له دې ورتير د عبدالله بن سبا تاريخي وجود تر پوښتنې لاندې دي او ځينې محققان باوري دي چې هغه يو افسانه اي کس دے او خارجي وجود يې نه درلودچې ګوندې د شيعه مذهب بنسټ کيښودنکي شي.[5] او فرضا که هغه يو افسانه  ای کس ونه ګڼو زمونږ له نظره ګمراه او منحرف کس و.

 

[1] . سوره بینه ۷ ايت.

[2] . الدر المنثور ۶  ټوک ۳۷۹ مخ.

[3] . د لا ډیرو معلوماتو لپاره پیام قرآن ۹ ټوک ۲۵۹ مخ نه وروسته ته مراجعه وکړئ.

[4] . تنقیح المقال فی علم الرجال په « عبد الله بن سبا» ماده کې او د شیعو د رجالو په نورو مشهورو کتابونو کې.

[5]   . عبد الله بن سبا  کتاب د علامه عسکری لیکنه.