رب زما (۳

رب زما (۳

دويم لوست

د خداى تعالى پر شتون عقيده د انسان په فطرت کې نغښتې ده د انسان چې د وړوکوالي پړاو تېر شي او په ښه بده پوه شي؛ نو که له ځانه پوښتنه وکړي؛ نو په دې پوهېږي،چې رښتيا ويل، انصاف، له انسانانو سره مينه،

اوور ته خدمت کول او داسې نور ښه صفتونه ئې خوښ دي؛ يعنې د دغه ډول صفتونو په ښه والي پوهېږي او پر هغو د پوهېدلو لپاره کتابونو لوستلو ته هېڅ اړتيا نه لري او که څوک ورنه پوښتنه وکړي، چې ((په کوم دليل پوه شوې، چې رښتيا ويل ښه کار دى)) په ځواب کې وائي چې:  د امې په دليل او برهان نه دي زده کړي؛ بلکې د ښه والي احساس يې زما په فطرت، او طبيعت کې نغښتى او زما په خټه کې اخښل شوى دى!)).
د خداى تعالى پر شتون  عقيده (هغه خداى، چې د نړۍ پنځګر او د ټولو مخلوقات پيدا کوونکى دى) د انسان د همدغو فطري چارو په کتار کې ده او انسان د دغې عقيدې د پيدا کولو لپاره د استاد زده کړې  او د کتابونو يا درسونو لوستلو ته اړتيا نه لري؛ بلکې له خپل ضمير او وجدانه که پوښتنه وکړي؛ نو پو هېږي، چې دا ټول کاينات يو پوه او ځواکمن پيدا کوونکى لري.
نو ځکه د انسان تاريخ چې لولو؛ نو ګورو، چې پر خداى تعالى عقيده په تېرو وختونو کښې ان هغه وخت هم وه، چې انسان نيم وحشي و او د ځناورو په څېريې ژوند کاوه او له پوهې، علم او فرهنګ سره ئې سرو کار نه درلود البته کله کله د خداى تعالى په معلومولو او تشخيصولو کښې تېروته؛ د مثال په توګه لمر، ستوري، بوتان يا د ځمکې نور څيزونه به ئې خداى او د نړۍ پنځوونکي او خالق ګڼل؛ خو په هر حال پر خداى تعالى او پنځګر عقيده موجوده وه.
اوس چې پر خداى تعالى د عقيدې په فطر يتوب پوه شول؛ نو د څو ټکيو يادونه اړينه بولم.
کله کله انسان د ځينو خاصو لاملونو له امله له فطري څيزونو غافلېږي؛ يعنې لکه څنګه چې که يوه پېړ ټوکر په يو برقي چراغ واچول شي؛ نو د چراغ رڼا خورېدو ته نه پرېږدي هم دا راز کله کله انسان د علمي غرور، بې ځايه وياړونو او په شهوتونو او هوسونو کې د ډوبېدوپه وجه د خداى پېژندنې له فطرته غافلېږي او پر فطرت يې لويه پرده غوړېږي او انسان له خدايه داسې ناخبره او غافلېږي چې ته به وائي ګوندې د خداى پېژندنې عقيده يي بيخي  په فطرت او خټه کې نشته؛ خو کله چې دا پردې لرې شي؛ نو انسان پخپله خداى ته متوجه کېږي او پام  ئې وراوړي.
هغه انسانان، چې د ګناه، شهوتونو او هوسونو له امله د خداى پېژندنې له اصلي فطرته غافلېږي په الوتکې، بېړ‌‌‌‌ۍ، ګاډي او يا نورو داسي څيزونو کې له خطرې سره د مخامخېدو په وخت کې، چې ورته دا احساس پيدا شي، چې د تېښتې او بچ  کېدو لار نه لري او ظاهري وسايل ئې نه شي ژغورلا ى؛ نو د زړۀ له تله او په پوره توجه خداى ته متوجه کېږي. او له خدايه مرسته غواړي؛ يعنې په دغه وخت د خداى پېژندنې، خداى مننې او خداى غوښتنې فطرت سم راڅرګندېږي .
چا له يو عالمه وغوښتل، چې پلاني ته د خداى پاک لار وښيه (يعنې د خداى د وجود د ثابتولو دليل ورته بيان کړه).
عالم په ځواب کې وويل: ته کله په بيړۍ کې سپور شوى يې؟
هو!
آيا داسې شوي، چې ستاسو بېړۍ ماته شوې وي او بله بيړۍ هم نه وي او تا ته لا مبوهم نه درځي، چې ځان له ډوبېدو بچ کړې (يعنې د بچولو ظاهري وسيله نه لرې.)
هو!
نو هغه وخت، چې له هرې خوا نهيلى شوى وې؛ نو ايا په خپل زړۀ کې داسې چاته نه وې متوجه چې تاله خطره بچ کړي؟
هو، ولې نه په زړۀ کې مې داسې احساس درلود، چې داسې يو قدرت شته، چې ما بچوى او د مرګ له خطره مې ساتلى شي!
عالم ورته وويل: ((هماغه قدرت، چې ته ورته متوجې وې او په زړۀ کې دې احساس شو؛ نو هماغه خداى دى))
يعنې هماغه څوک، چې انسان ورته د اړتيا، بې وسۍ او لاچارۍ پر وخت متوجه کېږي او پام ئې ور اوړي او هماغه قدرت، چې د تکبر او غرور د پردو له لرې کېدو او د ځامنى، په خلکو د باور او په ظاهري وسايلو د تکيي او باور له پرېښودلو وروسته انسان ورته مخه کوي هماغه د نړۍ خالق، د اړتيا وو لرې کوونکى او د ښکېلو او کړېدلو انسانانو ژغورونکى خداى دى.