امامان څوک دي؟

امامان څوک دي؟

ځواب: د خداې رسول حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم په خپل ژوند کې فرمايلي وو چې له ما وروسته به دولس کسان خليفه وي چې…

 ټول به له قريشو وي او د اسلام عزت به د هغوي د خلافت په سيورې کې وي.

جابر بن سميره وايي:

سمعت رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم يقول لايزال الاسلام عزيزا الی اثناعشر خليفة ثم قال کلمة بم اسمعها فقلت لابی ما قال؟ فقال کلهم من قريش [1]

له رسول الله مبارک مې واوريدل چې وې فرمايل اسلام به په دولسو خليفه ګانو او لارښوونکو عزتمن شي بيا يې څه وويل چې ما وانه وريدل له پلاره مې پوښتنه وکړه چې څه يې وفرمايل؟ ځواب يې راکړ چې وې فرمايل: هغه ټول له قريشو دي.

د اسلام په تاريخ کې داسې دولس خليفه ګان چې د اسلام د عزت ساتونکي وي نه شو موندلې مګر هغه دولس امامان چې شيعه پرې عقيده لري ځکه هغه دولس خليفه ګان چې پيعمبر يې معرفي کوي د هغه حضرت له وفاته سملاسي وروسته د هغه حضرت خليفه ګان معرفي شول.

اوس بايد وګورو چې دغه دولس کسان کوم دي؟ که له هغوڅلورو خليفه ګانو چې داهل سنتو په اصطلاح کې خلفاي راشدين بلل کيږي تير شو نور خليفه ګان د اسلام عزت سبب نه وو، د اموي او عباسي خلفاو د ژوند تاريخ د دې خبري ګواهي ورکوي خو د شيعه دولس امامان چې ټول په خپل خپل وخت کې د تقوا او پرهيزګارۍ سمبلونه وو د خداې د رسول د سنت ساتونکي وو او د اصحابو تابعانو او راتلونکو نسلونو ورته توجه وکړه او تاريخ ليکونکي دهغوي په علم او وثاقت (باور والي) ښه ګواهي ورکوي او …..

دغه دولس امامان دا دي.

1 ــ علي بن ابي طالب

2 ــ حسن بن علي (مجتبی)

3 ــ حسين بن علي

 

4 ــ علي بن الحسين (زين العابدين)

5 ــ محمد بن علي (باقر)

6 ــ جعفر بن محمد (صادق)

7 ــ موسی بن جعفر (کاظم)

8 ــ علي بن موسی (رضا)

9 ــ محمد بن علي (تقي)

10 ــ علي بن محمد (نقي)

11 ــ حسن بن علي (عسکري)

12 ــ امام مهدي (قايم منتظر) چې اسلامي محدثانو له رسول خدا د هغه په باره کې متواتر روايتونه نقل کړي دي چې هغه مهدي موعود دے.

د دغو لويو لارښودانو او امامانو له ژونده د خبريدو له پاره چې نومونه يې هم د رسول الله مبارک له خولې راغلي دي دغو کتابونو ته مراجعه کولې شئ.

1 ــ تذکرة الخواص (تذکرة الخواص الامة)

2 ــ کفاية الاثر

3 ــ وفيات الاعيان

4 ــ اعيان الشيعه (ليک د سيد محسن امين عاملي) چې تر پورتنيو کتابونو زيات معتبر دے.

[1] . صحيح مسلم ټوک 6 2مخ چاپ مصر