د پيغبرانو د بعثت فلسفه

د پيغبرانو د بعثت فلسفه

مونږ عقيده لرو: خداي تعالی د انسان د هدايت، مطلوب کمال  او تل پاتې نيکمرغۍ ته د انسانانود رسولو لپاره پيغمبران او رسولان  راستولي دي، ځکه چې که نه يې وو راليږلي د انسان د پيدايښت هدف نه حاصليده، او

او انسانان د ګمراهۍ په ګرداب کې  پاتې کيدل او  په دې کار سره نقض عرض لازميده. (يعنې د هدف په خلاف څيز لازم راتله) «رُسُلا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا؛ پيغمبران يې (راواستول) چې زيري ورکوونکي او  ويروونکي وو،چې پر خداي د خلکو لپاره کوم حجت پاتې نه شي(او د سعادت لاره ټولو ته وښيي او پر  ټولو غاړې خلاصې شي)او خداي تعالی وسيال او حکيم دے»[1]

مونږ باوري يو چې :په هغوي کې پنځه کسان «اولولعزم» يعنې «د شريعت، آسماني کتاب او نوي دين » خاوندان وو چې لومړي  يې «نوح» بيا «ابراهيم» او «عيسی» او وروستي يې «حضرت محمد(ص)» دي.

«وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا؛ راياد کړه هغه وخت چې له پيغمبرانو مو ژمنه واخسته او (همداراز) له تا او نوح او ابراهيم او موسی او عيسی بن مريم،اومونږ له هغو ټولو پياوړي پيمان واخسته (چې د رسالت په ادا کولو او د آسماني کتابونو په خپراوي کې هڅه وکړي)[2]

«فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ؛  صبر او استقامت وکړه هغه شان چې اولوالعزم پيغمبرانو صبر او استقامت وکړ»[3]

مونږ عقيده لرو: چې د اسلام پيغمبر(ص) خاتم انبياء او د خداي تر ټولو اخري رسول دے او د هغه شريعت د نړۍ د ټولو خلکو لپاره دے او د نړې تر پايه  پورې باقي دے،يعنې د اسلام د تعليماتو معارفو او احکامو جامعيت تر دې حده دے چې د نړې تر پايه پورې په مادي او معنوي اړخونو کې دانسان ټولو اړتياوو ته مثبت ځواب ورکوي، او هر څوک چې د نوي نبوت او رسالت ادعا وکړي باطله او بې اساسه ده .

« مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا؛ محمد(ص) په تاسو کې د هيڅ يو سړے پلار  نه دے، خو دخداي رسول او د پيغمبرانو د لړۍ ختموونکے دے، خداي تعالی له  هر څه خبر دے (او هغه څه چې ضروري وو هغه ته يې  ورکړي دي.»[4]

۱۳. د الهي دينونو له پيروانو سره ګډ ژوند

سره له دې چې مونږ اسلام په دې زمانه کې د خداي يوازيني رسمي دين ګڼو خو باوري يو چې بايد د نورو آسماني دينونو له پيروانو سره ګډ سوله ايز ژوند ولرو،که هغوي په اسلامي هيوادونو کې ژوند کوي او که په نورو هيوادونو کې، مګر په هغوي کې هغه کسان  چې له اسلام او مسلمانانو سره جګړه  او نښته وغواړي: «لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ؛ خداي تعالی تاسو له هغو کسانو سره له نيکۍکولو او له هغوي سره په عدالت سره له چلند کولو نه منعې کوي چې د ين په خاطر يې له تاسو سره جګړه ونه کړه او تاسو يې له کور او وطنه ونه باسلئ، ځکه چې خداي تعالی عدالت کوونکي خوښوي.»[5]

مونږ عقيده لرو چې:په منطقي بحثونو سره د اسلام حقيقت او تعليمات د نړې نورو خلکو ته ښکاره او بيانولي شو، مونږ د اسلام  جاذبه دومره قوي ګڼو چې که په ښه طريقه بيان شي، زياتې ډلې ځانته متوجې کوي، په تيره بيا په نننۍ نړۍ کې چې د اسلام دپيغام د اوريدلو لپاره اوريدونکي غوږونه ډير زيات دي. په همدې دليل مونږ عقيده لرو چې بايد اسلام  په زور او د جبر او فشار له لارې په نورو ونه تپل شي: «وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاةِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ؛ د دين په قبلولو کې په چا زور نيشته ځکه چې سم له ناسم ښکاره شوي دي»[6]

مونږ عقيده لرو چې: د اسلام په جامعو اوامرو د مسلمانانو عمل کول د اسلام د معرفي کولو لپاره يو بل عامل کيدې شي نو زور او تپلو ته ضرورت نيشته.

۱۴ : په ټول عمر کې د انبياوو معصوم والے

مونږ عقيده لرو چې:ټول الهي پيغمبران معصوم دي، يعنې په ټول عمر کې (هم له نبوته مخکې  او  هم وروسته) له «خطا او تيروتنې» او «ګناه» د خداي په تاييد سره خوندي او محفوظ دي، ځکه چې که  خطا يا ګناه  وکړي د نبوت د مقام لپاره ضروري اعتماد له هغوي سلب کيږي، او خلک نه شي کولي هغوي د ځان او خداي تر مينځ ډاډ منه واسطه  وګڼي او هغوي د ژوند په ټولو اعمالو کې خپل لارښود او رهبر وټاکي.

له همدې امله مونږ باوري يو چې که دقرآن دايتونو په ځينو ظواهرو کې ځينې الهي پيغمبرانو ته د ګناه نسبت ورکړل شوي، دا «ترک اولي» ده (يعنې په دوو ښو کارونو کې يې هغه چې ښيګړه يې کمه وه انتخاب کړي دي حال دا چې غوره دا وه چې ډير ښه کار يې بايد انتخاب کړي وي) يا  په بله ژبه «حسنات الابرار سيئات المقربين؛ د نيکانو ښه کارونه (کله) د مقربانو ګناه ګڼل کيږي»[7]ځکه چې له هر چا دهغه د مقام  په اندازه هيله کيږي.

۱۵. هغوي  دخداي فرمانبرداره بندګان دي

مونږ عقيده لرو  چې :د الهي پيغمبرانو او رسولانو تر ټولو لوي وياړ دا و چې دخداي مطيع او فرمانبرداره بنده وي،له همدې امله هره ورځ په خپلو لمنځونو کې د اسلام د پيغمبر (ص) په باره کې دا جمله تکراروو: «و اشهد ان محمد عبده و رسوله؛ګواهي ورکوم  چې محمد(ص) دخداي بنده او رسول دے»

مونږ عقيده لرو چې هيڅ يو الهي پيغمبر د اولوهيت (خدايۍ) ادعا نه ده کړې او خلک يې خپل عبادت ته نه دي بللي: مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ؛ له هيڅ يو بشر سره نه ښايي چې خداي تعالی هغه ته آسماني کتاب او د نبوت حکم ورکړي، بيا هغه خلکو ته ووايي:له خدايه پرته زما عبادت کوئ»[8]

حتی حضرت عيسی هم خلک هيڅکله دځان عبادت ته نه دي بللي،او تل يې ځان د خداي مخلوق بنده او استازي ګاڼه «لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلا الْمَلائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ؛ مسيح(ع) هيڅ کله په دې ابا (شرم) نه احساسوه چې دخداي بنده دې وي، او نه د خداي مقربې پرښتې، (په  دې شرم محسوسوي چې ځانونه دخداي بندګان وګڼي) [9]

د مسيحيت ننني تاريخونه هم ګواهي ورکوي چې د «تثليث» (په دريو خدايانو د عقيدې) مسئله د مسحيت په لومړيو پيړيو کې نه وه موجوده، او دا تفکر وروسته پيدا شوے دے.

۱۶: معجزې او د غيبو علم

د پيغمبرانو عبوديت هيڅکله د دې خنډ نه دي چې هغوي د خداي په امر او اراده د  اوس، تير او راتلونکي وخت له پټو چارو خبر وي: «عَالِمُ الْغَيْبِ فَلا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * إِلا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا؛ خداي تعالی په غيبو خبر دي، او هيڅوک په خپلو غيبي اسرارو نه خبروي، مګر هغه رسولان چې غوره کړي يې دي.[10]

مونږ ته پته ده  چې د حضرت عيسی(ع)يوه معجزه دا وه چې خلکو ته به يې د ځينو پټو خبرو خبر ورکاوه : «وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ؛  زه تاسو  د هغه څه چې خورئ يې او  په کورونو کې يې ساتئ خبروم»[11]

رسول الله مبارک هم د الهي تعليم له لارې  ډير پټ خبرونه بيانول: «ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ؛ دا د غيبو خبرونه دي  چې تاته يې وحي کوو»[12]

نو په  دې اساس هيڅ مانع نيشته چې الهي پيغمبران د وحي له لارې  او د خداي په امر د غيبو خبر ورکړي او  که په ځينو ايتونو کې  له  پيغمبر اکرم (ص) د علم غيب نفي شوې ده : «وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ؛ زه له غيبو خبر نه يم او نه وايم چې پرښته يم»[13]مطلب ذاتي او استقلالي علم دے، نه  هغه علم چې د الهي تعليم په ذريعه حاصل شي، ځکه چې پوهيږو چې د قرآن آيتونه د يو بل تفسير کوي.

مونږ عقيده لرو چې: دغو لويو الهي پيغمبرانو خارق العاده کارونه او مهمې معجزې «باذن الله» کولې، او د خداي په امر د دغه ډول کارونو په کولو  عقيده نه شرک دے او نه د هغوي د عبوديت له مقام سره څه تضاد لري. حضرت مسيح(ع) ـ دقرآن مجيد په صراحت سره ـ د خداي په امر مړي ژوندي کول، او دخداي په اذن او اجازه به يې لاعلاجه ناروغانو ته شفا ورکوله: «وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ وَالأبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ»[14]

۱۷ : د پيغمبرانو دشفاعت مقام

مونږ عقيره لرو چې: الهي پيغمبران او تر ټولو لوړ د اسلام پيغمبر(ص) د شفاعت مقام لري او د ځينو ګناهکارانو به د خداي په نزد شفاعت کوي، خو هغه هم دخداي په اذن او اجازه: مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ؛ هيڅ شفاعت کوونکي نيشته مګر دخداي له اجازې او اذنه وروسته»[15]

«مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلا بِإِذْنِهِ؛  څوک دي چې د هغه په نزد شفاعت وکړي بې د هغه له امره»[16]

او که د قرآن په ځينو  ايتونوکې په مطلق ډول د شفاعت نفي ته اشاره شوې ده او فرمايي: «مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لا بَيْعٌ فِيهِ وَلا خُلَّةٌ وَلا شَفَاعَةٌ؛ انفاق وکړئ مخکې له دې چې هغه ورځ راورسيږي چې په هغه ورځ نه بيع شته (چې څوک د ځان لپاره سعادت او نجات واخلي) او نه دوستي (او معمولي ملګرتياوې او رفاقتونه  څه ګټه لري) او نه شفاعت»[17]

دلته مطلب استقلالي او خپلواکه او بې د خداي له امره شفاعت دي، يا دهغو کسانو په هکله دي چې د شفاعت قابليت نه لري،ځکه چې مخکې مو څو څو ځله وويل چې د قرآن ايتونه  د يو بل تفسير کوي.

مونږ عقيده لرو چې:د شفاعت  مسئله يوه مهمه  وسيله ده د انسانانو د  تربيت او  سمې لارې ته دګناهکارانو د ستنولو لپاره او پاکۍ او تقوا ته دهڅولو او د ګناهکارانو په زړه کې دهيلې د ژوندي کولو، ځکه چې د شفاعت مسئله بې حساب او کتابه  نه ده يوازې دهغو کسانو لپاره ده چې لياقت   يې ولري، يعنې دهغوي ککړتيا په دې حد کې نه وي چې له شفيعانو سره يې خپل اړيکي بلکل شلولي وي، نو د شفاعت مسئله  ګناهکارانو ته خبر داري ورکوي چې  په ځان  پسې ټول  پلونه مه خرابوي او د ځان لپاره د ستنيدو لاره پريږدي او د شفاعت وړتيا له لاسه  مه ورکوي

۱۸. د توسل مسئله

مونږ عقيده لرو: چې د «توسل» مسئله هم د «شفاعت» دمسئلې په شان ده، دا مسئله د معنوي او مادي مشکلاتو لرونکو ته زمينه برابروي چې د اولياء الله  لمن راونيسي چې د خداي په اذن  له خدايه د هغوي د مشکلاتو حل وغواړي، يعنې له يوې خوا پخپله د خداي در ته مخه کړي او له بل پلوه دخداي وليان وسيله وګرځوي «وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَحِيمًا؛ او که هغوي هغه وخت چې په ځان يې ظلم کاوه (او ګناه يې کوله)تاته راغلي وي او له خدايه يې بخښنه غوښتې وي،او د خداي رسول(ص) هم دهغوي لپاره بخښنه غوښتې وي خداي به يې  توبه قبلوونکي او مهربان ليدلي وي.»[18]

همداراز د حضرت  يوسف(ع) په کيسه کې لولو:  چې هغوي په خپل پلار پورې متوسل شول او وې ويل: «قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ؛ اي پلاره!زمونږ لپاره له خدايه بخښنه وغواړه،ځکه چې مونږ خطاکاره وو!» بوډا پلار(يعقوب) دا وړانديز له هغوي ومانه او هغوي ته يې مثبته وعده ورکړه او وې ويل: «قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي؛ ډير زر به ستاسو لپاره د خداي له دره بخښنه وغواړم»[19] دا په دې ګواه دي چې (توسل ) په تيرو امتونو کې هم و او شته دي.

خو بايد له دغه منطقي حده مخکې لاړ نه شو او د خداي وليان په تاثير کې مستقل او د خداي له ارادې او اذنه بې نيازه ونه ګڼو ځکه چې دا د «شرک او کفر» سبب کيږي.

او همداراز نه ده پکار چې توسل د اولياء الله د عبادت په شکل کې راشي   دا هم شرک او کفر دي، ځکه چې هغوي په خپل ذات کې او د  خداي له اجازې پرته د ګټې او تاوان مالکان  نه دي: «قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلا ضَرًّا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ؛ ووايه: زه ( حتی) د ځان لپاره هم د سود اوزيان مالک نه يم مګر هغه څه چې خداي يې وغواړي»[20] او غالبا په ټولو اسلامي فرقو کې په عوامو کې ځينې کسان وي چې دتوسل په مسئله کې افراط او تفريط کوي چې بايد دغو کسانو ته هدايت او لارښوونه وشي.

۱۹ :د انبياوو د بلنې اصول يو دي

مونږ  عقيده لرو چې ټولو الهي پيغمبرانو يو هدف درلود او هغه په خداي اود قيامت په ورځې د ايمان او صحيح ديني تعليم او تعلم او په بشري ټولنو کې د اخلاقي  اصولو د تقويت له لارې د انسانانو نيکمرغي ده،او په  همدې وجه ټول پيغمبران زمونږ په نزد درانه او محترم دي دا خبره قرآن مونږ ته راښودلې ده «لا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ؛  مونږ د الهي رسولانو تر مينځ هيڅ فرق نه کوو»[21]

که څه هم د وخت په تيريدو او د لا لوړو تعليماتو د اخستلو لپاره د انسانانو په چمتووالي سره، الهي دينونه تدريجا لا کامل، او تعليمات يې لا ژور شوي دي تر دې چې د خداي تر ټولو  کامل او وروستي دين يعنې اسلام ته لمبر رسيدلے دے او دا امر راغے.: «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلامَ دِينًا؛ نن مې ستاسو دين کامل کړ او خپل نعمت مې په تاسو بشپړ کړ، او اسلام مې ستاسو لپاره د (تل پاتي) دين په توګه  ومانه»[22]

۲۰. د تيرو انبياوو خبر ورکول

مونږ عقيده لرو چې: ډيرو پيغمبرانو له ځانه د وروسته راتلونکو پيغمبرانو خبر ورکړے دے، منجمله حضرت موسی(ع) او حضرت عيسی(ع) د ا سلام د پيغمبر(ص) د راتللو څرګندې نښې وړاندې کړي دي چې اوس هم په هغوي کې  ځينې د هغوي په کتابونو کې موجودې دي: «الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإنْجِيلِ…….  أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ؛ هغوي چې د خداي د رسول، امي نبي(خو پوه او خبر) پيروي کوي، هماغه پيغمبر چې صفتونه  يې په تورات او انجيل کې  چې د هغوي په نزد دي مومي، هغوي کامياب دي»[23]

په همدې وجې تاريخ وايي: د اسلام د پيغمبر (ص) له ظهوره مخکې د يهودو يوه لويه ډله مدينې ته راغله او په بې صبرۍ سره د هغه پيغمبر د ظهور په  انتظار وو ځکه چې په خپلو کتابونو کې يې ليدلي وو چې هغه به په دغه ټاټوبي کې راڅرګنديږي.که څه هم د  دغه لمر له ختلو وروسته ځينو يې ايمان راوړ او ځينو  نورو چې خپلې ګټې يې په خطر کې ليدلې  ورسره مخالفت وکړ!

۲۱. پيغمبران او د ژوند د ټولو اړخونو اصلاح

مونږ عقيده لرو چې:الهي دينونه  چې پر پيغمبرانو نازل شوي دي ـ په تيره بيا ـ اسلام دين يوازې د  فردي ژوند په اړه  او په اخلاقي او معنوي  مسائلو پورې محدود نه  دي  بلکه د ټولو ټولنيزو اړخونو اصلاح ته هم شامليږي، حتی د ورځني ژوند لپاره ضروري ډير علمونه او پوهې هم  خلکو له هغوي زده کولې چې ځينو ته يې  په قرآن کې اشاره شوې ده.

او همداراز عقيده لرو چې:د هغوي الهي لارښوونکو يو هدف په بشري  ټولنه کې عدالت دے.«لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ؛ مونږ خپل رسولان په روښانه دلائلو سره  وليږل او له  هغوي سره مو آسماني کتاب او ميزان (له باطله د حق پيژندل او عادلانه قوانين) نازل کړل چې (دنړۍ) خلک  په عدالت قيام وکړي»[24]

۲۲. د قومي او نسلي امتيازاتو نفي

مونږ عقيده لرو چې:دخداي پيغمبران په تيره بيا د اسلام پيغمبر(ص) هيڅ ډول قومي او نسلي امتيازات او توپيرونه نه منل، بلکه ټول نسلونه، ژبې او د نړې مختلف قومونه او متلونه ټول او ټول د هغوي په نظر کې يوشان وو، قرآن ټولو انسانانو ته وايي:«يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ؛ اي خلکو مونږ تاسو له يو سړي او يوې ښځې وپنځولئ او تاسو مو قبيلې  او تپې وګرځولئ چې يو بل وپيژنئ (خو دا د امتياز او لوړاوي معيار نه دي) په تاسو کې خداي ته تر ټولو  عزتمن کس هغه دي چې زياته تقوا ولري.[25]

له رسول الله مبارکه په يو مشهور حديث کې راغلي دي چې د مني په ټاټوبي کې (د حج په مراسمو کې) په داسې حال کې چې په اوښ سپور و خلکو ته يې مخ  کړ  او دا وينا يې و کړه: يا ايها  الناس! الا ان ربکم واحد وَ اِنّ اباکم واحدٌ اَلا لَا فضل لِعربي علي عجمي، و لَا لِعجمي علي عربي، ولا لاسود علي احمر، ولا لاحمر علي اسود، الا بالتقوي، الا هل بلغت؟! قالوا نعم! قال ليبلغ الشاهد الغائب؛ اي خلکو  پوه شئ ستاسو خداي يو دے او پلار مو يو،نه عرب پر عجم لوړاوے لري او نه عجم پر عرب، نه تور پوستي په غنم رنګي او نه غنم رنګي په تور پوستي،مګر په تقوا سره، ايا تاسو ته مې دخداي پيغام ورساوه؟ ټولو وويل: هو! وې فرمايل: دا خبره دې حاضران غايبانو ته ورسوي.[26]

۲۳. اسلام او انساني فطرت(خټه)

مونږ عقيده لرو چې:په خداي توحيد او د انبياوو د تعليماتو په اصولو  ايمان په اجمالي  ډول په فطري توګه د هر يو انسان په خټه کې موجود دے،الهي پيغمبران دغه  پر ثمره تخمونه  خړوبوي او د هغو لخوا و شا دشرک او کفر بې کاره بوټي للون کوي: «فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ؛ دا (دخداي  خالص دين) هغه فطرت دي چې خداي  تعالی ټول انسان په  هغه پيدا کړي دي د خداي په پيدايښت کې هيڅ ډول بدلون نيشته (او دا فطرت په ټولو انسانو کې ثابت دے) دا دے کلک او استواره  دين خو  اکثره خلک نه پوهيږي»[27]

له همدې امله په تاريخ کې، انسانانو تل دين لرلے دے او د لويو مورخانو په باور  لاديني  يوه بلکل کمه او استثنايي چاره وه او حتی هغه ملتونه هم چې  د دين په خلاف تر سختو تبليغاتو لاندې وو کله يې چې ازادي لاسته راوړې ده ديندارۍ ته جاروتلي دي خو له دې انکار نه شو کولي چې د ډيرو  پخوانيو قومونو د پوهې او کلتور د سويې د ټيټ والي په وجه  ديني عقائد او اداب له چټياتو او وهمياتو سره ککړ شول او د الهي پيغمبرانو دنده دا وه چې د انسانانو  د فطرت له  هندارې د دغو خرافاتو او چټياتو زنګونه پاک کړي.

 

[1]. نساء سوره،۱۶۵ آيت
[2]. احزاب سوره ۷ ايت
[3]. احقاف سوره ۳۵ ايت
[4]. احزاب سوره ۴۰ ايت
[5]. ممتحنه سوره ۸ ايت
[6].  بقره سوره ۲۵۶ آيت
[7]. مرحوم مجلسي په بحار الانوار کې، دا  جمله له ځينو معصومينو نقل کړې ده بې له دې چې نامه يې واخلي(بحار، ۲۵ ټوک ۲۰۵ مخ)
[8]. ال عمران سوره ۷۹ آيت
[9]. نساء سوره ۱۷۲ ايت
[10]. جن سوره ۲۶ او ۲۷ ايتونه
[11]. ال عمران سوره ۴۹ ايت
[12]. يوسف سوره ۱۰۲ايت
[13].  انعام سوره ۵۰ آيت
[14]. ال عمران سوره ۴۹ آيت
[15]. يونس سوره۳ ايت
[16]. بقره سوره ۲۵۵ ايت
[17] بقره سوره ۲۵۴ آيت
[18]. نساء سوره ۶۴ آيت
[19]. يوسف سوره۹۷ او ۹۸ ايتونه
[20]. اعراف سوره ۱۸۸ آيت
[21]. بقره سوره ۲۸۵ ايت
[22]. مائده سوره ۳ ا يت
[23]. اعراف سوره ۱۵۷ ايت
[24]. حديد سوره ۲۵ ايت
[25]. حجرات سوره ۱۳ ايت
[26]. تفسير قرطبي، ۹ ټوک ۶۱۶۲مخ
[27].  روم سوره ۳۰ ايت