د تاریخ ستر شخصیتونه: حضرت سلمان محمدی

د تاریخ ستر شخصیتونه: حضرت سلمان محمدی

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

 

لوړه ونه او مزبوت هډ يې لارۀ. سر او ږيره يې سپين شوي و سپينې جامې يې اچولے وے او د يهودڼې ښځې په باغ کښې يې کار کاوۀ له ونو يې خرما(کجورې) راشوکولے او نوې ونې يې کرلے او باغ ته به يې اوبه ورکولے لږے خبرے به يې کولے او ډير طاقتور و.

يهودڼه هيڅ کله له هغه نه خپه کيده ځکه چې د هغې ايرانې مريې يو پوه اوښه سړے و دا سړے د حضرت عيسی (ع) په دين و او د هغې وخت له ډيرو ښو مومنانو ګڼل کيدۀ مسيحي راهب هغه ته ويلی و: د خدای اخرني پيغمبر ته انتظار کوه او کله چې دې هغه وليده نو بيا د هغه دين ومنه. هغه په ډيرو سختيو سره ځان له ايرانه حجاز ته رسولے و د دې لپاره چې اخرنې پيغمبر وويني.

کوم کاروان چې دې ځان سره يثرب ته راوستے ؤ هغوي خپل دا مسافر د مريي په شکل په يوې يهودڼی خرڅ کړ. دې عسايي سړي د پيغمبر(ص) ليدلو لپاره ډير مشکلات وزغمل خو د خپل مقصد په هکله يې چا سره خبرې نه کولے.

يوه ورځ کله چې دا عسايي سړے ونو ته په اوبو ورکولو لګيا و چې د خپل څښتن اواز يې واوريد چې د مدينې يو بل يهودی سره يې خبرې کولے هغوي د يو داسې سړي په هکله خبرې کولے چې نوم يې (  محمد) و او ځان ته يې د خدای اخرنې پيغمبر وے، ناڅاپه د هغه په زړه ډيره خوشحالي راغله هغه د داسې خبرې په اوريدلو سره په خپلو جامو کښې نه ځاييده هغه په دې اميد په خپل کار اخته شو چو د پيغمبر(ص) په هکله نوي خبرونه واوري. کوم تاجران چې به باغ ته د خرما اخستلو لپاره راتلل هر ځل به يې يهودی ښځې ته د محمد(ص) په هکله نوي نوي خبرونه راوړل او دې عسايي سړي به ټولې خبرې ښه په غور سره اوريدلے ټولې نښانې صحيح وې او هغه بايد زر ته زره هغې پيغمبر سره ليدل کړے وے عسايي سړي له خپل استاذه اوريدلي وو چې د اخرنۍ زمانې پيغمبر درې نښانې لري. لومړۍ دا چې صدقه نه قبلوي دويمه دا چې ډالۍ قبلوي درمه نښه د نبوت مهر دے چې د په شايې د ولو تر مينځ دے.

په ورځو کښې يوه ورځ چې د هغه څښتنه له باغه بهر تلې ؤه عسايي سړي د خرماؤ دوه لوخي چې خپله برخه يې وه  راواخستل او د پيغمبر(ص) په لور روان شو هغه بايد زر تر زره باغ ته راستون شوے وے ځکه چې که څښتنه يې پوهه شوې وه چې مريې يې بې اجازته له باغه وتلے دے نو ډيره به غصه کيده .

عسايي سړے ډير په بيړے د مدينې له کوڅو او باغونو تيريده او ډير په شوق يې قدمونه اوڅتول هغه د پيغمبر(ص) دومره تعريفونه اوريدلي وو چې د هغه ليدلو لپاره يې ګوتې شمارلے، له تاجرانو يې دا خبره اوديدلې وه چې پيغمبر(ص) د مدينې په کومه برخه کښې زيات پاتے کيږي. هغه هلته لاړ چې په هغه نښانو سره چې د اخرنی پيغمبر په هکله يې اوريدلےوے هغه سره ليدل وکړي. هغه د لږ پياده تللو نه پس يو داسې ځای ته ورسيد چې ويلي شو پيغمبر(ص) ډير هغه ځای کښې وي.

د عربو ځينې سړي د پيغمبر(ص) نه راټول شوي وو. اوهغه حضرت (ص) هغوي ته خبرې کولے کله چې د حاضرو خلکو پام هغه ته شو چې په لاسو کښې يې دوه د خرما لوخي نيولي دي نو ټول ورته په کتو شو. “هغه څوک دے؟ د څه لپاره دلته راغلےدے؟ بې وطنه دے مونږ له دې وړاندې هغه دلته نه دے ليدلے” دا هغه خبرې وې چې هغوي کولے. څنګه چې د پيغبمر(ص) سترګې په هغه سړي پريوتے نو اول يې هغه ته سلام وکړ او په درناوي يې هغه ته په خيرراغلے وويل، هغه سړے چې د پيغمبر(ص) له اخلاقو خوشحاله شوے و د هغه ليدلو سره يې زړه په ارام شو. د پيغمبر(ص) د سلام ځواب يې ورکړ خو تر اوسه ورته پته نه وه چې هغه د خدای اخرنې پيغمبر دے که نه . له همدې سببه وړاندے شو او له دوو لوخو يې يو لوخې پيغمبر(ص) ته ورکړ. د خدای رسول هغه لوخې واخسته او او د اصحابو تر مينځ يې وويشه او په خپله يې ترې څه ونه خوړل بيا يې ورته بل لوخې ورکړ او ورته يې وويل: دا لوخې تاسو ته ډالۍ ده نو له دې خرما وخورئ.

نو د خدای رسول له ډالۍ شوي خرماو وخوړې او خپلو اصحابو ته يې هم ست وکړ عسايي سړی چې کله دوه نښانی صحيح وليدے نو د دريمې نښانې د معلومولو لپاره حيران پاتے شو ځکه چې پيغمبر(ص) جامی اچولے وے او د عبا لاندے يې د نبوت مهر نه شو ليدلے. د خدای رسول چې د هغه سړي له فکره خبر و وخنديد، له خپل ځايه پاڅيد د جامو پاڅنۍ برخه يې اوچته کړه او مهر نبوت چې د اوږو تر مينځ يې څرګند و هغه مسيحي سړي ته وښود. هغه چې کله دريمه نښانه وليده نو د پيغمبر(ص) په وړاندې په احترام کښيناسته د هغه حضرت لاسونه يې ښکل کړل او له ډيرې خوشحالۍ په ژاړا شو. هغه په پيغمبر(ص) او د هغه په دين ايمان راوړ، پيغمبر(ص) د هغه نوم “سلمان” کيښود، څه وخت وروسته پيغمبر(ص) هغه سره مرسته وکړه چې ځان له خپلې څښتنې ازاد کړي سلمان فارسی پيغمبر(ص) او حضرت علی (ع) سره ډيره مينه لرله او تل يې د اهلبيتو د دفاع لپاره جهاد او کوشش وکړ. هغه د هغې دواړو د نظر لاندې داسې وروزل شو چې د معنويت لويو مرتبو ته ورسيد. او پيغمبر(ص) د هغه په هکله وفرمايل: “سلمان زمونږ له اهلبيتو څخه دے”. سلمان د فارس له وطنه يو ستورے و چې د پيغمبر تر څنګ ځليده، هغه د خدای بنده په کلونو د اهلبيتو په مينه ژوندے ؤ او د هغوي په مينه کښې يې سترګې له دنيا پټې کړے.

نامه: سلمان

کنيت: اباعبدالله

د زوکړې ځای: ايران، په اصفهان کښې جی نومې کلے

د وفات کال: ٣٥هجري کال

د وفات ځای: په عراق کښې مدائن

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې:

ابن سعد، طبقات الکبری ٤ټوک، ٧٥مخ،

شرح نهج البلاغه ابن ابی الحديد، ١٨ټوک، ٣٧مخ،

يوسفی غروي، تاريخ تحقيقي اسلامي، ٣ټوک، ٢٠٩مخ.