د تاریخ سترشخصیتونه: حضرت شاه عبدالعظيم حسني (رح)

د تاریخ سترشخصیتونه: حضرت شاه عبدالعظيم حسني (رح)

 

دوي په راويانو او محققانو کښې لوئې مقام درلود او د شپږم، اوم او اتم امام ځينې لوئې اصحابان ئې ليدلي وو. او په خپله د امام جواد عليه السلام له مهمو راويانو او شاګردانو ګڼل کيږي. صاحب بن عباد وائي:

عبدالعظيم حسني په ديني چارو خبر او په مذهبي او قراني مسائلو پوره پوهه ؤ. ابو حماد رازي وائي: د امام هادي عليه السلام خدمت ته حاضر شوم او د ځينو مسئلو پوښتنه مې وکړه. کله چې د امام له خدمته رخصتيدم وې فرمايل: کله چې درته څۀ ستونزه او مشکل درپيښ شو نو له عبدالعظيم حسني پوښتنه کوه.

حضرت شاه عبد العظيم د حکومت د څارګرو تر څارنې لاندې ؤ. او له خطرې څخه د بچ کيدو لپاره ايران ته راغي او په “رۍ” ښار کښې ديره شو. دي د امامانو په زمانه کښې له باوري راويانو ګڼل کيږي. د امير المومنين حضرت علي عليه السلام د خطبو په باره کښې ئې يو کتاب ليکلي او يو بل کتاب ئې هم د “يوم و ليله” په نوم مشهور دی. ددې بزرګوار زيارت د ايران د تهران ښار په خوا کښې په “رۍ” ښار کښې دی.