د انتظار نښه

د انتظار نښه

پوښتنه

په شيعو کښې د انتظار  نښه او بيلګه څه ده؟

ځواب:

اول د «نماد يا بيلګې» معنی کوو. نماد د سواد په وزن دے يعنې ظاهر شو او څرګند شو. دا ټکې د ظاهرولو او څرګندولو په معنې هم استعمال شوےدے.[1] دې ته په پام سره نماد هغه علامت او نښې ته وايي چې د يو څيز څه رنګوالې او ماهيت ښيي. لکه څه رنګ چې ټول مفهومونه لکه سياسي، ټولنيز، اخلاقي او اعتقادي هله د څرګنديدو او ظهور مرحلې ته رسي چې نښې يې څرګندې شي. نو انتظار هم په شيعو کښې د يو ارزښت لرونکي مفهوم او د ځان جوړنې او د ټولنې د اصلاح او دعا او غوښتې او همدارنګ د هغو خبرونو د عزت چې امام زمان(عج) سره نسبت لري، په توګه څرګند شوې دے، په لاندې برخه کښې په دې هکله لنډ غوندې توضيح ورکوو.

1.  د نفس اصلاح

د انتظار تر ټولو لويه نښه، تقوا او د نيکو اخلاقو لرل دي. امام باقر(ع) فرمايي: “تقوا اختيار کړئ او د انتظار دروند بار د تقوا او پرهيزګارۍ او د خدای په ډېر اطاعت او عبادت سره خپل منزل ته ورسوئ.[2]

امام زمان(عج) د غيبت په زمانه کښې خپل انتظار کوونکي نيکو اخلاقو او نيکو عملونو ته غوښتي دي: “په تاسو کښې هر يو کس بايد هغه څه وکړي چې هغه زمونږ د ملګرتيا سبب کيږي او له هر هغه څه ځان وساتي چې زمونږ د ناخوښۍ سبب کيږي، ځکه چې زمونږ حکم به ناڅاپه رارسي او بيا به په هغه زمانه کښې توبه او بيرته ستنيدل چاته څه ګټه نه ورکوي او له ګناه پښيماني به څوک زمونږ له عذابه نه شي ژغورلې.[3]

نيک اخلاق لرل، که څه هم د انتظار کوونکيو له مهمو دندو وارو دي، د انتظار له بهترينو نښو هم ګڼل شوي دي. امام صادق(ع) فرمايي: “د چا چې دا خوښه وي چې هغه دې د امام زمان(ع) په يارانو کښې وګڼل شي بايد د انتظار په زمانه کښې دې د نيکو اسلامي اخلاقو څرګندوونکے وي. داسې کس که د امام له ظهوره وړاندې مړ شي، نو د هغه جزا د هغه کسانو په شان ده چې هغه حضرت يې ليدلې وي او ورته رسيدلے وي.[4]

2.  د ټولنې اصلاح

د ټولنې اصلاح هم د انتظار له مهمو نښو ده. انتظار کوونکي د دې نه علاوه چې ځان سم کړي بايد د ټولنې د سميدو، د عدالت د راوستلو او د ظلم او زياتي د ختمولو لپاره هم هلې ځلې وکړي يعنې هغه کس چې د نړيوال اصلاح کوونکي په انتظار دے بايد هم په خپله نيک وي او هم اصلاح کوونکې وي.

د خدای رسول(ص) د امربالمعروف او نهي عن المنکر د بيانولو په وخت فرمايي: “بايد امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړئ ګني خدای به له ټولو بد او شرير کسان ستاسو په نيکو او پاکو کسان بريالي کړي او ستاسو د ښو کسانو دعا به نه قبلوي.”[5]

د حضرت مهدي(عج) رضا او خوشحالي هم په دې کښې ده چې معروف او نيکو ته بلل عملي شي او منکر او بد څيزونه پريښودلې شي. نو دې ته په پام سره منتظر کس بايد د خپلې ټولنې د اصلاح لپاره کوشش وکړي او په دې لاره کښې د خپل امام په لاره لاړ شي ځکه چې د ظهور په وخت کښې به هغه حضرت(عج) به له ټولو لوی امربالمعروف او نهي عن المنکر کوونکے وي. منتظره ټولنه هغې ټولنې ته ويل کيږي چې د حضرت مهدي(عج) خوشحالي غواړي او د هغه پيروي کوي او د خدای د حکمونو د قائمولو لپاره کوشش کوي.

3.  دعا او راز و نياز

  1. دعاي ندبه: دا دعا په شيعو کښې د انتظار له څرګندو نښو وه او تر اوسه پورې ده. د صاحب الزمان(عج) انتظار کوونکيو په ټول تاريخ کښې د خپل زړه سوے په دې دعا سره درمل کړے دے. په حقيقت کښې دعای ندبه په نړۍ کښې د پيغمبرانو او وليانو د راتللو يو لنډ تاريخ دے؛ هغه لړۍ چې له حضرت ادمه(ع) شورو کيږي او د خدای تر اخرني حجته، حضرت مهدي(عج) به دوام لري.

کوم کس چې له دې دعا سره مينه پيدا کړي او د زړه له کومې د پيغمبر(ص) د ځای ناستو مظلوميت وپيژني، نو په زړه کښې يې د ولايت د مينې اور بليږي او د هغه ټول وجود د خدای حجت ته د اړميندو احساس کوي. د دعای ندبې لوستونکے، د هغه بدې پيښې ويښ ته رسي چې د خدای د اخريني حجت د غيبت په سبب انساني ټولنې ته راپيښه شوې ده او د هغه مصيبت د لوی والي پته ورته لګي چې د امام معصوم له وجوده د محروميدو په سبب په انسانانو نازل شوے دے. او بې له دې بله لار نه ويني چې ندبه او ژړا وکړي او په خپل بد حال باندې ژړا او فرياد وکړي.

خو دا ژړا او فرياد، په هغه ټولو کسانو باندې نيوکه ده  چې د اخرني امام د غيبت اسباب يې رامينځ ته کړي دي او دا دعا د امام (عج) بيا راتللو ته يو ډول د چمتووالي اعلان دے. دعای ندبه امام صادق(ع) خپلو ملګرو ته وښودله[6] او هغوي ته يې وفرمايل چې دا دعا په څلورو اخترونو (وړوکې او لويی اختر، د غدير او د جمعې په ورځ) لولئ. همدارنګ د امام صادق(ع) په حکم سره مونږ دا ذمه واري لرو چې د غيبت په زمانه کښې د دې دعا په وسيله امام زمان(عج) ته د زړه رازونه بيان کړو[7] او له خدايه د هغه د ظهور لپاره دعا وکړو.

  1. د هغه حضرت د سلامتۍ او په ظهور کښې د بيړې لپاره دعا: د انتظار له نښو يوه نښه د امام زمان(عج) د سلامتيا او د هغه په ظهور کښې د بيړې (تعجيل) لپاره دعا ده. امام صادق(ع) فرمايي: “کوم يو کس چې د سهار او ماسپښين له لمانځه وروسته ووايي: اے خدايه! په محمد اود هغه په کورنۍ درود ووايه او د هغوي په ظهور کښې بيړه وکړه، نو نه به مړيږي تر دې چې قائم (امام زمان) وويني.[8] د امام زمان د ظهور لپاره دعا د هغه زمانې له فتنو د ژغوريدو سبب کيږي. لکه څه رنګ چې امام حسن عسکري(ع) فرمايي: قسم په خدای! امام مهدي به داسې غيبت ولري او په هغه وخت کښې به هغه کسان له هلاکته ژغورل کيږي چې خدای هغوي د امام په قول ثابت لرلې وي او د هغه حضرت د ظهور د بيړې لپاره د دعا کولو توفيق ورکړې وي.[9] امام زمان(عج) په يو توقيع کښې اسحاق بن يعقوب ته وايي، شيعه د فرج (ظهور) لپاره دعا ته وبوله: “د ظهور د بيړې لپاره زياته دعا کوئ ځکه چې ستاسو پراخي په ظهور کښې ده”.[10]

نو دې ته په پام سره د هغه حضر ت د ظهور د بيړې لپاره دعا، که څه د هغه د حکم اطاعت دے، د خپلو کارونو د پراخۍ لاره مو هم ده. انتظار کوونکي د دې نه علاوه چې د هغه حضرت د ظهور د بيړې لپاره دعا وکړي بايد د سلامتيا لپاره يې هم دعا وکړي، ځکه چې زمونږ دعا له هغه حضرت سره د مينې نښه ده او د هغه حضرت د حق ادا کول دي[11] او د دې نه علاوه د دنيا او اخرت پکښې اتيا ګټې دي.[12]

4. د حضرت ولي عصر (عج) سره د منسوبو ځايونو درناوے

له امام زمان(عج) سره ډېر ځايونه منسوب دي چې هر يو يې نن د انتظار د نښو په شکل کښې راغلے دے. انتظار کوونکيو شيعو ته تاکيد شوے دے چې دې ځايونو ته راټول شي او په نړۍ کښې بدل حال او د هغه حضرت د اوږد غيبت په هکله له هغه حضرت سره غمرازي وکړي اود هغه حضرت د ظهور د بيړې لپاره دعا وکړي. ځينې ځايونه چې له هغه حضرت سره نسبت لري په لنډه توګه دلته بيانيږي:

  1. د كوفې جمات: د کوفې جمات يو پاک ځای او د انتظار له نښو دے. دا پاک جمات به د ظهور په وخت د امام زمان(عج) تبليغاتي مرکز وي. لکه څه رنګ چې به يوه زمانه کښې د اهلبيتو(ع) د کورنۍ مينه وال د اميرالمؤمنين وينا ته راټوليدلو او د هغه حضرت له وينا به يې ګټه اخسته، د ظهور په وخت به هم د هغه حضرت مينه وال د کوفې په لوی جمات کښې راټوليږي او د نور د اخرني امام له خبرو به ګټه اخلي. دا حقيقت د امام صادق(ع) په حديثونو کښې راغلے دے: «داسې ښکاري لکه چې قائم(عج) ته ګورم چې د کوفې په منبرناست دے او 313 ملګري يې ګير چاپير دي چې د خدای په بندګانو کښې د خدای بيرغوال او مشران دي[13]امام باقر(ع) هم دې تاريخي پيښې ته په يوه بله وينا اشاره کوي: «مهدي(عج) به كوفې ته ننوځي، درې ډلېبه چې په خپلو کښې په جنګ وي په يو صف کښې راغونډيږي. هغه به منبر ته خيژي، خطبه به لولي او خلک به يې په مينه کښې دومره ژاړي چې د هغه په خبرو به نه پوهيږي».[14]

د کوفې په جمات کښې د عبادت فضيلت: امام باقر(ع)د کوفې د جمات په فضيلت کښې فرمايي: «که چرې خلک له هغه فضيلته چې د کوفې په جمات کښې دے خبر واې، نو له ليرې ليرې به يې بارونه تړل او د هغه په لور به تلل [بيا يې وفرمايل:] په هغه جمات کښې يو فرض لمونځ کول له يو حج کولو سره سم دے او په هغې کښې يو نافله لمونځ کول له يوې عمرې سره سم دے».[15] همدرانګ يې وفرمايل: «د کوفې په جمات کښې يو فرض لمونځ د يو قبول شوي حج او يو مستحب لمونځ پکښې د يوې قبولې شوې عمرې برابر دے».[16]

  1. د سهلې جمات: دا جمات د کوفې له جمات وروسته مهم جمات دے. (په عراق کښې) دا جمات د کوفې له جماته شمال لويځ اړخ ته دے او د انتظار له نښو يوه نښه ګڼل کيږي د امام زمان(عج) د ظهور انتظار کوونکي د سهلې جمات ته چې د هغه حضرت کور دے، راځي او له خدايه د هغه حضرت د ظهور لپاره دعا کوي. د سهلې په جمات کښې يو ځای دے چې د هغه حضرت په مقام باندې مشهور دے چې په هغه ځای کښې د هغه حضرت د زيارت لوستل مناسب دي. د زيارتونو په ځينې کتابونو کښې نقل شوي دي چې ښايي په دې ځای کښې په ولاړه او د فرياد په حالت کښې زيارت وکړې شي: «سلام الله الكامل التام الشامل العام و… .»[17]

امام صادق(ع) وفرمايل: «داسې ښکاري لکه چې هغه حضرت له خپلې کورنۍ سره د سهلې په جمات کښې وينم». بيا يې وفرمايل: «يو پيغمبر هم نه دے تير شوې مګر دا چې د سهلې په جمات کښې يې لمونځ کړې دے». د هغه حضرت(ع) يو ملګري ابوبصير وويل: «آيا امام قائم(عج) به هميشه په دې جمات کښې وي؟» ويې فرمايل: «هو د سهلې جمات د امام قايم(عج) کور دے».[18]

د صالحانو، عالمانو او د هغه حضرت د شيعو چې د هغوي ديدار به يې له خدايه غوښته، طريقه دا وه چې ځينې به پکښې څلويښت شب جمعې د کوفې سهلې جمات ته راتلل او يا به د چهارشنبې په شپه د شپه روڼولو لپاره د سهلې جمات ته راتلل او خدای ته به يې ژړا او فرياد او عبادت کاوۀ چې له هغه حضرت سره ملاقات يې نصيب شي[19] او له هغه حضرت سره رازو نياز او د زړه خبرې وکړي.

  1. 3. د جمکران جمات: د جمکران جمات په قم ښار کښې د کاشان په لاره کښې دے. دا لوی مقام د هغه حضرت د خاص پام وړ ځای دے. امام زمان(عج) په خپله له شيعو غوښتي دي چې دې ځای ته لاړ شي او د هغې درناو، وکړي هغه حضرت حسن بن مُثله ته وفرمايل: «خلکو ته ووايه چې دې ځای (د جمکران جمات) ته مايل شي او د هغې درناوې وکړي…» بيا د جمکران جمات د تحيت لمونځ او د امام زمان(ع) لمونځ يې هغه ته ورزده کړ او ويې فرمايل: «څوک چې دا دوه لمونځونه وکړي د هغه چا په شان دے لکه چې په کعبه کښې يې لمونځ کړےوي».[20]

له ډېره وخته د هغه حضرت منتظران او عاشقان له ټول اسلامي ايرانه او د ټولې اسلامي نړۍ د چهارشنبې په شپه، په لمدو سترګو او د اهلبيتو(ع) له مينې په ډکو زړونو سره د جمکران جمات ته راځي او هلته د جمات لمونځ او د امام زمان(ع) لمونځ ادا کوي او لاس په دعا کيږي او د هغه حضرت د غيبت د اوږد والي اود شيعو د مظلوميت او د نړۍ د بد حال په هکله ورته د زړه درد بيانوي او د اسلامي نړۍ د بد حال او مشکلاتو د حل کيدو او د بيمارانو د روغتيا لپاره له هغه حضرت سره توسل کوي اود هغه د ظهور د بيړې لپاره هغه حضرت ته دعا کوي.

  1. د صعصعه جمات: دا جمات هم د کوفې له جماتونو يو جمات شريف دے. د حضرت قايم(عج) د انتظار کوونکيو يوې ډلې هغه حضرت په دې جمات کښې وليد چې دوه رکعته لمونځ يې وکړ او دا دعا يې وکړه: «اللهم يا ذالمن السابغة والآلاء الوازعة…». له دې عمله دا معلوميږي چې دا دعا له دې جمات سره خاص ده او د دې جمات له عملونو ده، لکه د سهلې جمات د عملونو په شان او نور… خو له دې سببه چې هغه حضرت دا دعا ولوسته نو دا احتمال شته چې دا دعا د رجب د ورځو له دعاګانو وي له همدې سببه د دعاګانو په کتابونو کښې دا دعا د رجب د مياشتې په دعاګانو کښې بيان شوې ده.[21] د صعصعې جمات ته هم د هغه حضرت منتظران راځي او لاس په دعا کيږي اود خپل غايب امام په جدايۍ کښې ژړا کوي او د هغه حضرت د ظهور د بيړې لپاره دعا کوي.

د لازياتې مطالعې لپاره سرچينې

  1. علي‌اكبر مهدي‌پور، با دعاي ندبه در پگاه جمعه
  2. حسين كريمي بيدگلي، فرهنگ موعود، 223مخ

وروستے حديث

د فرج د بيړې لپاره زياته دعا کوې ځکه چې ستاسو خلاصے په فرج کښې دے.[22]

[1]. محمدحسين بن خلف تبريزي، برهان قاطع، 4ټوک ، 2167مخ.

[2]. بحارالانوار، 52ټوک، 140مخ ، 51حديث.

[3]. هماغه، 140مخ ، 15حديث.

[4]. هماغه، 140مخ ، 50حديث.

[5]. صادق احسان بخش،  آثار الصادقين، 1ټوک، 125مخ ، 22حديث.

[6]. سيدبن طاووس،  مصباح الزائر، 453مخ.

[7]. شيخ عباس قمي،  مفاتيح الجنان،‌ دعاي ندبه.

[8]. بحارالانوار،86ټوک، 77مخ، 11حديث.

[9]. لطف الله صافي ګلپايګاني،  منتخب الاثر في الامام الثاني عشر، 288مخ، 5حديث.

[10]. ابومنصورطبرسي،  الاحتجاج، 2ټوک، 545مخ.

[11]. سيد محمدتقي اصفهاني، وظيفة الامام في غيبة الامام،55 مخ.

[12]. سيد محمد تقي اصفهاني،  مكيال المكارم، ترجمه سيد مهدي حائري، 2ټوک،  71 او 72مخ.

[13]. بحارالانوار، 52ټوک، 326مخ.

[14]. ابي الحسن علي بن عيسي بن ابي الفتح الاربيلي، كشف الغمة، 2ټوک، 463مخ.

[15]. جعفر بن محمد بن قولويه، كامل الزيارات، د جواد ذهني تهراني ترجمه، 703مخ.

[16]. هماغه، 74مخ، 5حديث.

[17]. شيخ عباس قمي، مفاتيح الجنان.

[18]. بحارالانوار، 4ټوک، 436مخ.

[19]. شيخ عباس قمي،  مفاتيح الجنان.

[20]. ميرزا حسين طبرسي نوري،  نجم الثاقب، 212مخ.

[21]. ‌مفاتيح الجنان، د 6څپرکي په اخر کښې؛ حسين كريمي بيدګلي، د موعود کلتور، 222 او 223مخ.

[22]. ابومنصور طبرسي، الاحتجاج، 2ټوک، 545مخ.