د پيغمبر(ص) له خوا د ځای ناستي په توګه د علی(ع) ټاکل

د پيغمبر(ص) له خوا د ځای ناستي په توګه د علی(ع) ټاکل

پوښتنه:

ايا د پيغمبر(ص) له خوا د علي(ع) ټاکل د خليفه او ځای ناستي په توګه وو يا هغه يې د يو ښه کس په توګه وښوده.

سريزه

د امام علی(ع) د خلافت و ځای ناستي بحث د پيغمبر(ص) له وخته موجود و. هغه حضرت هيڅکله دومره مهمه مسله مبهمه نه ده پريښې؛ د هغه حضرت له وفاته وروسته له چې د خلافت او ځای ناستي مسله عملي او د اجرا مرحلې ته ورسيده، نو په دومره څرګندې خبرې کښې د ځينې عواملو په سبب اختلاف پيدا شو او د مسلمانانو تر مينځ په دې هکله بيلا بيلې عقيدې او بيلا بيلې پوښتنې پيدا شوې چې تر اوسه پورې هغه بحثونه شورو دي او په دې هکله ډېر کتابونه هم ليکلي شوي دي.

معصومو امامانو(ع) او پوهانو، د قران کريم ايتونو او د پيغمبر(ص) حديثونو او مطمئن تاريخي شهادتونو سره هيڅکله هم د دې په هکله چې څومره پوښتنې شوي دي هغه يې بې ځوابه نه دي پريښې او په ښه روښانه طريقه يې دا بحث کړےدے او له همدې سببه په دې هکله پوښتنې، نيوکې او د هغې ځوابونه په لانديني څو مخونو کښې بيانوو.

ځواب: پوښتنه يې په دوو برخو کښې ده يو دا چې د پيغمبر(ص) له خوا د علي(ع) د خليفه په توګه ټاکل او دويم دا چې د حضرت علی(ع) وړتيا چې هغه د دې مقام وړتيا لرل. د دې پوښتنې په ځواب کښې درې احتمالونه بيانيږي:

  1. دا رنګ دوه پوښتنې نه دي شوې؛
  2. د پوښتنې يوه برخه شوې ده؛
  3. پوښتنه په دواړو برخو کښې شوې ده؛

 

حقيقت دا دے چې د خدای رسول(ص) اميرالمؤمنين(ع) هم د خليفه په توګه ټاکلې او هم يې د يو وړتيا لرونکي کس په توګه ښودلےدے. نو راځئ چې په دې دواړو باندې په لنډه توګه خبرې وکړو:

الف) د امام علی(ع) د يو وړتيا لرونکي کس په توګه ښودل

امام علي(ع) يو داسې شخصيت او بيلګې لري چې نور کسان يې له لرلو بې برخې دي؛ له همدې سببه د حضرت علی(ع) له ټولو فضيلتونو او مناقبو خبريدل يوازې د خدای او د هغه د رسول لپاره ممکننه ده. لکه څه رنګ چې پيغمبر(ص) د هغه په شان کښې وفرمايل: “اے علی! بې له خدايه او ما بل څوک ستا حقيقي پيژندګلو نه لري.[1]

1. امام علی له ټولو ښه انسان

امام علي(ع) د خدای د رسول(ص) په کلام کښې له ټولو ښه انسان ښودلے شوے دے. پيغمبر(ص) وفرمايل: “علی(ع) له ټولو ښه انسان دے او څوک چې په دې کښې شک وکړي هغه کافر دے.[2]

2. امام علي(ع) له ټولو عالم کس

امام علی(ع) له ټولو عالم کس او د امت له ټولو ښه قاضي دے. د خدای رسول(ص) وفرمايل: “له وروسته زما د امت له ټولو عالم کس د ابوطالب زوې علي(ع) دے”.[3] او همدارنګ يې وفرمايل: “د ابوطالب زوې علی، له ټولو خلکو زيات په خدای په رسول باندې عالم کس دے. له ټولو زيات کلمه ويونکيو سره مينه کوي او د هغوي درناوې کوي”.[4] پيغمبر(ص) د حضرت علی(ع) د قضاوت په هکله فرمايي: “علی له ما وروسته زما د امت له ټولو ښه قاضي او ښه عالم دے.”[5]

3. حق علی(ع) سره

بين اميرالمؤمنين× و حق، جدايي امکان‌پذير نيست؛ رسول خدا| فرمود: «علي با حق وحق با علي است و هرگز از هم جدا نمي‌شوند تا روز قيامت بر لب حوض [كوثر] نزد من ‌آيند.»[6]

4. قرآن با علي

د اميرالمؤمنين(ع) او د قران تر مينځ بيلتون ممکن نه دے. پيغمبر(ص) وفرمايل: “علی قران سره او قران علی سره دے او هيڅکله له يوه بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض خوا کښې ما ته راشي”.[7]

5. د علی(ع) مينه د پيژندګلو معيار او تله

د خدای د رسول(ص) له نظره د اميرالمؤمنين ملګرتيا د مؤمن او منافق د پيژنګلو معيار او تله ده. فرمايي: “اے علی! مؤمن به تا دښمن نه ګڼي او منافق به تاس سره مينه او ملګرتيا نه کوي”.[8]

6. علي(ع) په علم کښې

که څوک غواړي چې  خدای د رسول(ص) د علم ښار ته ننوځي نو بايد د اميرالمؤمنين له دروازې ننوځي. د خدای پيغمبر(ص) وفرمايل: “زۀ د علم ښار او علی يې ور دے. نو څوک چې علم غواړي بايد د هغې له دروازې راننوځي”.[9] همدارنګ يې وفرمايل: “زۀ د حکمت سرای يم او علی يې ور دے”.[10]

7. علی د فضيلتونو نچوړ

اميرالمؤمنين د ټول عالم له ادمه در خاتم پورې د فضيلتونو نچوړ دے. په وليانو کښې غوره، د رسولانو او د خدای د ټولو مخلوقاتو وارث دے.پيغمبر(ص) وفرمايل: “څوک چې وغواړي چې د ادم ته په علم کښې، نوح ته په تقوا کښې، ابراهيم ته په صبر کښې، موسی ته په هيبت کښې او عيسی ته په عبادت کښې وګوري نو بايد د ابوطالب زوي علی(ع) ته دې وګوي”.[11]

8. د حضرت علی(ع) بې شميره صفتونه

د حضرت علی(ع) صفتونه او فضيلتونه د شميرلو وړ نه دي؛ د خدای رسول(ص) وفرمايل: “که ټولې ونې قلم شي، ټول دريابونه سهي، پيريان حساب کوونکي، ټول انسانان ليکونکي شي نو بيا هم د حضرت علی(ع) د فضيلتونو د شمارلو توان نه لري”.[12]

ب) د ځای ناستي په توګه د امام علی(ع) ټاکل

پيغمبر(ص) په بيلا بيلو ځايونو کښې حضرت علی(ع) د خپل ځای ناستي په توګه ټاکلےدے چې په لنډه توګه يې بيانوو.

1. علي(ع) وارث او ځای ناستې

پيغمبر(ص) د بعث په دريم کال، د دې ايت له نازليدو وروسته { وَ أَنذِرْ عَشِيرَتَك الأَقْرَبِينَ }؛ خپل نزدې خپلوان دې وويروه[13] د عبدالمطلب اولاد چې څلويښت کسان وو راوبلل،  دويمه ورځ يې د ډوډۍ خوړلو وروسته هغوي ته وفرمايل: په تاسو کښې کوم يو کس زما ملګرتيا کوي او په ما ايمان راوړي چې له ما وروسته زما ورور او ځای ناستې شي؟ امير المؤمنين پاڅيد او ويې فرمايل: اے د خدای رسول! زۀ حاضر يم يې چې تا سره په دي لاره کښې مرسته وکړم؛ پيغمبر(ص) وفرمايل: کښينه. پيغمبر(ص) بيا خپله خبره وکړه؛ او بې له علی(ع) بل چا څه ځواب ورنه کړ؛ پيغمبر(ص) وفرمايل: کښينه. پيغمبر(ص) په دريم ځل بيا خپله خبره وکړه؛ دې ځل هم يوازې علی پاڅيده او د پيغمبر(ص) د ملګرتيا لپاره يې خپل چمتووالې يې څرګند کړي. دغه پيغمبر(ص) وفرمايل: “دا علی زما ورور، وصي، وارث او له ما وروسته په تاسو کښې زما ځای ناستې دے.[14]

2. په مدينه کښې علی(ع) د پيغمبر(ص) ځای ناستې

کله چې پيغمبر(ص) د تبوک غزوې ته تله نو په مدينه کښې يې امرالمؤمنين خپل ځای ناستې وټاکه. امام علی(ع) وفرمايل: “ايا ما د ماشومانو او ښځو تر مينځ پريږدې؟” پيغمبر(ص) وفرمايل: “ايا په دې نه يې خوښ چې ته ماته داسې شې لکه چې هارون موسی ته و، خو دا چی له ما وروسته بل پيغمبر نشته؟”[15]

3. په غدير کښې علی(ع) د پيغمبر(ص) ځای ناستې

دا ايت {الْيَوْمَ أَكْمَلْت لَكُمْ دِينَكُمْ وَ أَتمَمْت عَلَيْكُمْ نِعْمَتى وَ رَضِيت لَكُمُ الاسلَمَ دِيناً}[16] په دې ايت کښې ټول مفسران په يوه خله دي چې دا ايت د اخرني حج په موقع د پيغمبر(ص) له وفاته څو مياشتې وړاندې نازل شوے و. له دې وروسته چې کافران يې د دې دين له خرابولو ناهيلې کړو او ويې فرمايل: {الْيَوْمَ يَئس الَّذِينَ كَفَرُوا مِن دِينِكُمْ فَلا تخْشوْهُمْ وَ اخْشوْنِ }[17]؛ په دې خبرې ټينګار کوي چې نن ستاسو دين بشپړ شو او خپل نعمت مې په تاسو پوره کړ.

هغه ډېرو روايتونو ته په پام چې د دې ايت په شان نزول کښیې راغلي دي، دا روښانيږي چې د دين بشپړتيا د کافرانو ناهيلۍ سره سمه وه او دا کال د ځای ناستي په ټاکلو سره و چې پيغمبر(ص) د خدای له اړخه علی(ص) د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه؛ ځکه چې د اسلام دښمانان په تمه وو چې د پيغمبر(ص) له وفارته وروسته، دې ته په پام چې د هغه نارينه اولاد نشته، اسلام به بې له مشره پاتې شي او کمزورې به شي، خو د ځای ناستي په ټاکلو سره د اسلام دين بشپړ شو او د خدای نعمت په خلکو پوره شو.[18]

پيغمبر(ص) له اخرني حجه له راوپسيدو په وخت ټول حجيان په يو ځای کښې چې نامه يې “غدير” و جمع کړل او يوه تفصيلي خطبه يې ولوسته او علی(ع) يې د ټولو لپاره د ځای ناستي په توګه وټاکه او ټولو هغه حضرت سره بيعت هم وکړ.

علامه اميني په الغدير کتاب کښې د غدير دا حديث له 110 صحابيانو او 84 تابيعينو او 360 مشهورو پوهانو نقل کړے دے او دا يې د تاريخ له متواترو پيښو ګڼلے، داسې چې په سند کښې يې څه شک نه وي.

نور حديثونه

  1. په يو روايت کښې د اهل سنت له مشرنو لکه حمويني راغلي دي چې ابوبکر او عمر له دې وروسته چې امام علي(ع) په د مسلمانانو د مشر په توګه وټاکل شو په پيغمبره(ص) يې پوښتنه وکړه چې ايا دا ولايت يوازې علی(ع) سره خاص دے؟ پيغمبر(ص) يې په ځواب کښې وويل: “خاص دے علی سره او زما وصيانو سره د قيامت تر ورځې پورې”. پوښتنه وشوه ستا وصيانو څوک دي؟ هغه حضرت وفرمايل: “علی زما په امت کښې له ما وروسته زما ورور، وارث، ځای ناستې دے او د هر يو مؤمن ولی دے. له هغه وروسته زما زوې حسن او بيا مې حسين زوې او بيا د حسين اولاد په يوه بل پسې دي چې قران هغوي سره او هغوي قران سره دي، هيڅکله به له يوه بله نه جدا کيږي تر دې چې د ډنډ په غاړه ماته راورسي”.[19]

د دې حديث مطابق، پيغمبر(ص) د لومړي او دويم خليفه په ځواب کښې په څرګنده د حضرت علی او د امامانو(ع) د ځای ناستې خبره کړې ده.

  1. کله چې دا ايت {يا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنوآ اَطيعُواللهَ وَاَطيعُوالرَّسُولَ وَاُولي الْأَمْرِ مِنْكُمْ}[20] نازل شو او په بې له څه شرطه د اولوالامر پيروي واجب شوه او د هغوي اطاعت او د رسول اطاعت سره يو شان وګڼل شو، جابر بن عبدالله انصاري د خدای له رسوله(ص) پوښتنه وکړه: «اولواالامر» چې اطاعت يې واجب دے کوم کسان دي؟ پيغمبر(ص) ورته په ځواب کښې وفرمايل: “اے جابره! هغه زما ځای ناستي او د مسلمانانو پيشوايان دي چې لومړې يې د ابوطالب زوې علی او له هغه وروسته حسن او ورپسې حسين او بيا علی بن حسين او بيا محمد بن علی چې په تورات کښې ورته باقر ويلې شوي دي؟ اے جابره! په راتلوونکي وخت کښې به ته هغه وګورې او کله چې يې وګورې نو زما سلام ورته ورسوه او له هغه وروسته به جعفر بن محمد او بيا موسی بن جعفر او بيا علی بن موسی او بيا محمد بن علی او بيا علی بن محمد او بيا حسن بن علی او له هغه وروسته به زما په نامه او زما په لقب، د ځمکې په مخ د خدای حجت او په بندګانو کښې د خدای باقې پاتې د حسن بن علی زوې وي…”.[21] په دې حديث کښې هم د امام علی او د امامانو(ع) خلافت او امامت بيان شوې او بيا له هغوي وروسته د يو يو امام نامه اخستې شوې ده.
  2. پيغمبر(ص) د شعبان په مشهوره خطبه کښې د اميرالمؤمنين ځای ناستې او خلافت په څرګنده بيان کړےدے: “خدای پاک زۀ او ته له يوه نوره پيدا کړو او خوښ يې کړو، بيا يې زۀ د نبوت لپاره او ته يې د امامت لپاره وټاکلې، څوک چې ستا له امامته انکار وکړي، نو هغه زما د نبوت انار کړے دے. اے علی! ته زما وصي او وارث و زما د بچو پلار او د زما د لور خاوند يې، ستا حکم زما حکم دے او ستا منع زما منعه ده. قسم مې دې په هغه خدای وي چې زۀ يې نبي او له ټولو ښه نيکي کوونکې جوړ کړے يم، بې شکه چې ته په خلکو باندې د خدای حجت يې او د خدای د رازونو امين يې او د خدای په بندګانو باندې د خدای خليفه يې”.[22]

د دې خطبې پر اساس، د حضرت علی(ع) د ځای ناستي او خلافته انکار د پيغمبر(ص) د نبوت انکار دے. د امام علی(ع) امر او نهي د پيغمبر(ص) امر او نهي دي. دا حديث هم د حضرت علی(ع) په خلافت او ځای ناستي باندې په څرګنده دلالت کوي.

نتيجه

د فريقينو په معتبرو کتابونو کښې تحيقيق او څيړنه دا ښيي چې پيغمبر(ص) اميرالمؤمنين(ع) د يو ښه او وړتيا لرونکي کس او له خپل ځانه وروسته د اسلامي امت لپاره د خليفه په توګه ټاکلےدے. د پيغمبر(ص) له خوا د مسلمانانو لپاره د امام علی(ع) د خليفه په توګه ټاکل يو منطقي کار و ځکه چې هغه کس چې د خدای له رسول(ص) وروسته يې د دې کار وړتيا لرله، هغه يوازې امام علی(ع) او د هغه پاک اولاد دي چې په بيلا بيلو وختونو کښې د پيغمبر(ص) له خوا ښودل شوي دي.

البته د خدای د رسول له خوا د امام علی(ع) د خليفه او وړتيا لرونکي کس په توګه ښودل او د هغۀ يوازيني فضيلتونه بيانول په دې معنې نه دي چې خلک هم د هغه حضرت له ټولو فضيلتونو خبر نه وو. د هغه حضرت حقيقي پيژندګلو خو يوازې د خدای اود هغه د رسول(ص) لپاره ممکنه ده. امام علی(ع) د پيغمبر(ص) په وخت کښې په خپل عمل سره په بيلا بيلو وختونو کښې ټولو ته خپله وړتيا وښودله. خو پيغمبر(ص) د دې لپاره چې مخالفانو ته د هغه په خلافت باندې د نيوکې څه ځای پاتې نه شي نو هغه يې په بيلا بيلو ځايونو کښې خلکو ته وښوده او معرفي يې کړ.

د لا زياتې مطالعې لپاره سرچينې

  1. عبدالصالح انتصاري، غدير خم او د اهل سنت له کتابونو د هغې د پوښتنو ځوابونه، قم، داوري خپرندوې اداره، 1381، 2،1ټوک.
  2. علامه اميني، الغدير، د محمد تقي واحدي ترجمه، قم، بنياد بعثت، 1386، 1ټوک.
  3. محمد باقر انصاري، اسرار غدير، قم، تک خپرندويه، 1427ق.

د پايې حديث

امام علي(ع): «الامامهْ نظام الأمهْ؛ امامت د امت نظام دے»[23]

[1]. محمد‌باقر مجلسي، بحارالانوار، ج39، ص84..

[2]. علاءالدين علي المتقي بن حسام الدين متقي هندي، کنزالعمال، تحقيق، شيخ بکري حياني، ج11، ص625، ح33045؛ علي بن عيسي اربلي، کشف الغمة في معرفة الأئمة، ج1، ص155.

[3].علاءالدين علي المتقي بن حسام الدين متقي هندي، همان، ص615، ح32977؛ موفق بن احمد خوارزمي، المناقب، تحقيق: شيخ مالک محمودي، ص82؛ ابراهيم بن محمد جويني حمويني، فرائد السمطين في فضائل المرتضي والبتول والسبطين ولأئمة من ذريتهم، تحقيق: محمد باقر محمودي، ج1، ص97؛ علي بن عيسي اربلي،همان، ج1، ص111.

[4]. علاء الدين بن علي متقي هندي، همان، ج11، ص625، ح32980.

[5]. محمد بن علي صدوق، الامالي،.ص440، ح20؛ موفق بن احمد خوارزمي، همان، ص81؛ ح66؛ محمدبن محمد حاکم نيشابور؛ المستدرک علي الصحيحين؛ تحقيق؛ دکتر يوسف مرعشلي؛ بيروت: دارالمعرفة، 146ق؛ ج3،ص135؛ احمد بن عبدالله طبري؛ زخائر العقبي في مناقب ذوي القربي، ص83؛ ابن سعد، الطبقات الکبري، ج2، ص338؛ علي بن عيسي اربلي، همان، ج1، ص111.

[6]. ابوالقاسم علي بن الحسن ابن عساکر، تاريخ دمشق (ترجمة الامام علي بن ابي طالب×)، تحقيق، محمد باقر محمودي، ج3، ص117؛ قاضي نورالله تستري، الصوارم المهرقة في نقد الصواعق المحرقة، تحقيق، سيد جلال الدين المحدث، ص148؛ شيخ سليمان بن ‌شيخ ‌ابراهيم قندوزي حنفي، ينابع الموة، تصحيح وتعليق: علاء الدين اعلمي، ج1، ص104.

[7]. همان؛ ج1، ص104؛ جلال الدين عبدالرحمن بن ابي‌بکر سيوطي، الجامع الصغير، ج2، ص177.

[8]. ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه، تحقيق: محمد ابوالفضل ابراهيم، ج18، ص173؛ شيخ سليمان بن شيخ ابراهيم قندوزي حنفي، همان، ج1، ص56؛ احمد بن حنبل، مسند احمد؛ ج1، ص84؛ احمد بن شعيب نسائي، سنن نسائي، ج2، ص116؛ ، سليمان بن احمد طبراني، المعجم الکبير، تحقيق: حمدي عبدالمجيد سلفي، ج2، 321؛ محمد بن عيسي ترمذي، سنن ترمذي، تحقيق: عبدالوهاب عبداللطيف؛ ج5، ص306؛ شهاب الدين ابي الفضل احمد بن علي بن حجر عسقلاني، لسان الميزان، ج2،ص446.

[9]. علاء الدين علي المتقي بن حسام الدين متقي هندي، همان، ج11، ص615، ح32979؛ شيخ سليمان بن شيخ ابراهيم قندوزي حنفي، همان، ج1، ص84؛ موفق بن احمد خوارزمي، همان، ص200؛ شيخ جعفر الغطاء کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ج1، ص11؛ محمد بن علي شيخ صدوق؛ همان؛ ص561؛ امين الاسلام فضل بن حسن طبرسي، اعلام الوري،  ص159؛ سليمان بن احمد طبراني، همان، ج11، ص55؛ شهاب الدين ابي الفضل احمد بن علي بن حجر ابن حجر عسقلاني؛ همان؛ج1، ص197؛ قاضي نورالله تستري، همان، ص132؛ جلال الدين عبدالرحمن بن ابي‌بکر سيوطي، همان، ج1، ص415؛ علي بن عيسي اربلي، همان، ص111.

[10]. متقي هندي، همان، ج11، ص600، ح32889؛ قندوزي حنفي، همان، ج1، ص84؛ ابن حجر عسقلاني، همان، ج4، ص144؛ خوارزمي، همان، ص83؛  حاکم نيشابوري، همان، ج3، ص126؛ تستري، همان، ص133؛ سيوطي، همان، ج1، ص415، ح2705؛ ترمذي، همان، ج5، ص301؛ اربلي، همان، ج1، ص111.

[11]. اربلي، همان، ج1، ص 111.

[12]. قندوزي حنفي، همان، ج1، ص144؛ ابن حجر عسقلاني، همان، ج5، ص62.

[13]. شعراء، آية 214.

[14]. براي آگاهي بيشتر نگاه کنيد به: علامة اميني، الغدير؛ محمد بن جرير طبري، تاريخ طبري، ج2، صص 62 و 63؛ علي بن ابي الکرم محمد ابن اثير، الکامل في التاريخ،  ج2، صص 41و42؛ احمد بن حنبل، همان، ج1، ص111؛ شهاب الدين بن حجر ابن حجر عسقلاني، مقدمة فتح الباري شرح صحيح بخاري، ج8، ص114؛ جارالله محمود بن عمر زمخشري خوارزمي،  الکشاف عن حقائق التنزيل و عيون الاقاويل في وجوه التأويل، ج1، ص347؛ متقي هندي، همان، ج13، ص131، ح36419؛ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي، مجمع الزوائد و منبع الفوائد، ج8، ص302؛ احمد بن عبدالله طبري، همان، ص71؛ قندوزي حنفي، همان، ج1، ص312؛ ابن ابي الحديد، همان، ج13، ص210.

تحقيق نشان مي‌دهد که حديث يوم الدار، تواتر معنوي دارد؛ چون از جهت متن در تمام منابع يکسان نيست.

[15]. احمد بن حنبل، همان، ج1، ص177؛ محمد بن اسماعيل بخاري، صحيح بخاري، ج3، ص58؛ قندوزي حنفي، همان، ج1، ص59، مسلم بن الحجاج نيشابوري،  صحيح مسلم، ج7، ص120؛ محمد بن اسحاق ابن هشام،  سيرة ابن هشام، تحقيق: محمد محي الدين عبدالحميد، ج4، ص947؛ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي، همان، ج9، ص109؛ متقي هندي، همان، ج13، ص106، ح36345؛ حاکم نيشابوري، همان، ج3، ص109؛ شمس الدين محمد بن احمد ذهبي، سيراعلام النبلاء، تحقيق: شعيب الأرنؤوط و حسين الاسد، ج1، ص142؛ سيوطي، همان، ج2، ص177؛ خوارزمي، همان، ص199؛ احمد بن عبدالله طبري،  همان، ص87؛ ترمذي، همان،  ج5، ص302؛ احمد بن‌ يحيي‌‌ بلاذري،  انساب الاشراف، ج1، ص217.

[16]. مائده، آية3.

[17]. همان.

[18]. محمد تقي مصباح يزدي، آموزش عقايد، ص312.

[19]. جويني حمويني، همان، ج2، ص66؛ ابوالمکارم سيد هاشم بن سيد سليمان بحراني، غاية المرام وحجة الخصام في تبيين الامام من طريق الخاص والعام، تحقيق: سيد علي عاشور، ج1، ص139و140.

[20]. نساء، آية 59.

[21]. سيد هاشم بن سيد سليمان بحراني، همان، ج3، ص113؛ قندوزي حنفي، همان، ج3، ص399؛ اربلي، همان، ج3، ص316؛ محمد بن حسن حرعاملي، اثباة الهداة بالنصوص والمعجزات، ج3، ص123.

[22]. قندوزي حنفي، همان،  ج1، ص63.

[23]. غررالحكم، 1095.