د دړدونو دوا

د دړدونو دوا

 

هغه حقيقت چې د دين د لارې د بزرګانو، د حقايقو او فضائلو د عاشقانو او په علم، عمل، معرفت او بصيرت باندې د سنبالو کسانو لخوا د زړه د بيماريو او دزړه د پاکونکې مايۍ او د هغه د ځلا لپاره وړاندې شوے او د ټولو دوستانو لپاره دے چې يو او بل ته د هغه سپارښتنه وکړی، دا دے.

 له حرامو څخه د ځان ساتل

حرام مالي هغه عنصر دے چې د ظلم  او تيري له لارې او د سود، کم خرڅونې، غلا، غصب يا قبضه اچونې، رشوت، ډاکې، ټګۍ او درغلۍاو حيلو او بهانو په شان لارو چارو څخه تر لاسه کيږي. بې له شکه له حرام خوړلو نه ډډه کول دانسان د باطني دړدونو د درمان او د دننې د پاکۍ او ځلا زمينه جوړونکي دي.

قرآني آيتونه او روايات انسان حرام مال ته له نژدې کيدو نه په کلکه منعه کوي او د هغه خوړل د باطني فساد او د زړه د تاريکۍ او هم د قبر د عذاب سبب بولي.

د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) فرمائی:

 

« رُبَّ أشْعَثَ أغْبَرَ مُشَرّد فِى الأسفَارِ مَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وغَذّى بِالحَرَامِ يَرفَعُ يَدَيهِ فَيَقُولُ : يَا رَبِّ يَا رَبِّ فَأنّى يُسْتَجَابُ لِذلِكَ ؟ ! ».

څومره ډير په سفرونو کښې در په در او خورو او دوړو وهلي پريشانه خلک چې خواړه او جامه ئې حرام دي، د خدای تعالی جل جلاله په لور دواړه لاسه پورته کوي او يا رب يا رب وائي نو په دې حرامو سره به د هغوي دعا څنګه قبوله او مستجابه شي؟

او هغه حضرت په يو بل ځاي کښي فرمائي:

 

« مَنِ اشتَرى ثَوباً بِعَشرَةِ دَراهِمَ وَفِى ثَمَنِهِ دِرهَمُ حَرَام لَمْ يَقبَلِ الله تَعالى صَلاتَهُ ماَدَامَ عَلَيْهِ مِنْهُ شَىء ».

که يو کس يوه جامه په لس درهمه واخلي او په دغه لسو درهمو کښي يو درهم حرام وي نو تر څو چې دغه حرامه جامه هغه اغوستې وي تر هغه وخته خدای تعالی (ج) د هغه لمونځ نه قبلوي.

او په يو بل ځائي کښې ئې وفرمايل:

« كُلُّ لَحم نَبَتَ مِن حَرام فَالنّارُ أولى بِهِ ».

کومه غوښه چې له حرامو نه جوړه شي په هغې اور زيات بليږي.

او له هغه حضرت څخه روايت شوي دي چې:

 

« مَنْ لَمْ يُبَالِ مِن أينَ اكتَسَبَ المَال لَم يُبالِ اللهُ مِن أينَ أدخَلَهُ النّارَ ».

کوم کس چې دا خيال نه ساتي چې له کومې لارې مال تر لاسه کوي نو خدای تعالی (ج) به هم دا خيال و نه ساتي چې هغه له کومې خوا دوزخ ته واچوي.

د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وآله وفرمائيل:

« دِرهَمٌ مِن رِبا أشَدُّ مِن ثَلاثينَ زَنْيَةً فِى الإسلامِ ».

په اسلام کښي يو درهم سود يا ربا له دريو زناګانو نه بده ده.

او هم ئې وفرمايل:

« مَن أصابَ مَالاً مِن مَأْثَم فَوَصَلَ بِهِ رَحِماً أو تَصَدَّقَ بِهِ أو أنفَقَهُ فِى سَبيلِ اللهِ جَمَعَ اللهُ لَهُ ذلِكَ جَميعاً ثُمّ قَذَفَهُ فِى النّار ».

کوم کس چې د حرامو او ګناه له لارې مال او دولت تر لاسه کړي او بيا په هغه مال سره صله رحم وکړي يا صدقه ورکړي يا يې د خدای (ج) په لار کښ ولګوي نو خدای پاک (ج) هغه ټول د هغه لپاره په يو ځاي کښې جمع کوي او بيا ئې په اور کښې اچوي.

حضرت امام جعفر صادق عليه السلام د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وآله نه روايت کوي چې هغه حضرت وفرمايل:

« إن أخوَفَ مَا أخَافُ عَلى أُمَّتى مِن بَعدى ، هذِهِ المَكَاسِبُ الحَرَامُ والشَّهوَةُ الخَفِيَّةِ وَالرِّبا ».

هغه تر ټولو ويرونکے څيز چې د هغه په هکله زه له ځانه وروسته د امت لپاره ويريږم حرام کسب، پټ شهوت او ربا يا سود دے.

له حضرت امام جعفر صادق عليه السلام نه په يو بل ځائي کښي فرمائي:

 

« إذَا اكتَسَبَ الرَّجُل مَالاً مِنْ غَيْرِ حِلِّهِ ثُمَّ حَجَّ فَلبّى نُودِىَ لاَ لَبّيكَ وَلاَ سَعدَيْكَ ».

کله چې انسان له حرامې لارې څخه کوم دولت تر لاسه کړي او بيا په هغه دولت باندې حج له لاړ شي او تلبيه ووائي نو ورته ځواب راځي چې نه دې حج او نور عبادت قبليږي او نه خوشبخته کيږې.

او هغه حضرت په يو بل ځائې کښي وفرمايل:

 

« كَسْبُ الحَرام يَبِينُ فِى الذُّرّيَّةِ ».

د حرام کسب آثار د انسان په نسل کښې څرګنديږي.

او له امام موسی کاظم عليه السلام نه نقل شوي دي:

 

« إِنَّ الحَرَامَ لاَ يَنمى وَإِنْ نَمى لاَ يُبارَكُ لَهُ فِيه ، ومَا أنفَقَهُ لَم يُؤجَرْ عَلَيه وَمَا خَلَّفَهُ كَانَ زَادَهُ إلَى النَّارِ ».

حرام مال نه زياتيږي او که چيرې زيات هم شي نو برکت به پکښې نه وي او هغه څه چې له حرامو څخه خيرات کړې شي کوم ثواب نه لري او هغه څه چي د حرامو لرونکے ئې له ځانه وروسته پريږدي هغه د دوزخ د اور په لور د هغه توښه ده.

د حلالو په هکله له حکيمانو او عارفانو نه روايت شوي دي:

انسان تر هغه وخته د ايمان حقيقت ته نه رسي تر څو چې پکښې دا څلور خصلتونه نه وي:

الف: واجبات د اسلام د ګران پيغمبر (ص) او د هغه حضرت د پاکو اهل بيتو عليهم السلام د سنتو په طريقه تر سره کړي.

ب: په پاکلمنۍ سره حلال رزق وخوري.

ج: له هغه څه نه چې منعه کړې شوي دي په ظاهر او باطن کښې ځان وساتي.

د: او تر مرګه پورې په دغو چارو پابند پاتې شي.

هغه کس چې غواړي د صادقانو نښې نښانې په ځان کښې راولي نو د حلالو نه پرته دې څه نه خوري او د دين له لارې پرته په بله لار دې عمل او تګ نه کوي.

کوم کس چې څلويښت ورځې شکمن رزق وخوري نو زړه ئې توريږي. د شک له يو درهم څخه تيريدل زما په نژد له يو لاک درهم صدقې ورکولو نه غوره دي.

له حرامو څخه د خدای پاک (ج) د مينه والو د پرهيز او تقوا سختي په دومره اندازه وه چې په يو روايت کښي راغلي دي: امام صادق (ع) څو ورځې د بني عباسو د يو حاکم په زندان کښې وو، يوې ښې او صالحې ميرمنې د زندان د داروغه په لاس د هغه حضرت لپاره ډوډۍ راوليږله، داروغه ډوډۍ هغه حضرت ته وړاندې کړه خو امام ددغې ډوډۍ له خوړو ډډه وکړه او وجه ئې دا وه چې ډوډۍ د ظالم او ستمکار په حکم راوړل شوې وه.