د امام صادق (عليه السلام) ګاونډې

د امام صادق (عليه السلام) ګاونډې

 

يو سړې ديوال په ديوال د امام صادق (عليه السلام) ګاونډې و او هغه حضرت سره يې د زړه له کومې مينه او عشق کاوۀ.

يوه ورځ هغه حضرت واوريدل چې د هغه ګاونډې اراده لري چې خپل کور په سلو زرو درهمو خرڅوي،  په داسې حال کښې چې کور يې له څلويښتو زرو درهمو هم زياته بيه لرله.

امام عليه السلام هغه وغوښت او له هغه يې وپوښتل خپل کور ولې خرڅوې؟ ځواب يې ورکړ: يو اقتصاد مشکل راته مخې ته شوے دے او د دې مشکل د لېرے کولو لپاره بې د کور له خرڅولو بله چاره نه لرم.

امام  (عليه السلام) ورته وفرمايل: وايي د کور بيه دې څلويښت زره درهمه ده نو هغه ولې په سل زره  درهمه خرڅوې؟ په ژړيدلو سترګو سره يې وويل: اےد رسول الله زويه! زۀ ستاسو شيعه او عاشق يم ، د يوې لحظې لپارهه هم په دې ر اضي نه يم چې له تاسو جدا شم خو مادي مشکل د دې سبب شوےدے چې د کور خرڅ ته غاړه کيږدم  او ستاسو له خوا کوچ وکړم، زما د کور عامه بيه څلويښت زره درهمه ده او شپيته زره درهمه د دې لپاره زياتي غواړم چې دا کور ستا په ګاونډ کښې دے.

امام صادق (عليه السلام) چې اخلاق يې د خدای او د رسولانو او د خپلو پلرونو (عليهم السلام) اخلاق وو، په ځان دا واجبه ګڼله چې د مينې ځواب په مينې سره ورکړي او د دې کس په مينه قدرونه وکړي او د هَلْ جَزَاءُ الاِْحْسَانِ إِلاَّ الاِْحْسَانُ  3) (ايا د نيکۍ بدله بې له نيکۍ بل څه ده؟) قاعدې د هغه په حق کښې خيال وساتي، هغه ته يې وفرمايل: خپل کور دې په ما خرڅ کړه، هغه حضرت ته يې وويل: په ډېره مينه زۀ دا کور تاسو ته هبه کوم، خو امام عليه السلام يې په خرڅولو ټينګار کاوۀ، د کور مالک وويل: اوس چې ته يې په اخستلو ټينګار کوې نو ماته هماغه معمولي بيه چې څلويښت زره درهمه ده راکړه، امام ورته وفرمايل: په هماغه قيمت چې په نورو باندې يې خرڅوې يعنې په سل زره درهمه يې درنه اخلم، بيا يې خپل مريي ته وفرمايل:  د دې کور د مالک لپاره سل زره درهمه راوړه، مريي سل زره درهمه د کور مالک ته ورکړل، هغه چې کله وغوښتل چې د امام صادق (عليه السلام) له خوا لاړ شي، امام هغه ته وفرمايل: له دې سلو زرو درهمه نه علاوه په خپله دا کور مې هم تا ته په ملکيت کښې درکړ.

هو! انسان په له خپل باکماله او مثبت ملګري په دنيا کښې مادي او معنوي ګټه ترلاسه کوي او په اخرت کښې د هغه په خوا کښې د خدای پاک خاصو نعمتونو او فيضونو ته رسي او د بې کمال او منفي ملګري په خوا کښې خپل عمر تباه کوي او ضايع کوي يې او خپل انساني ارزښتونه له لاسه ورکوي او ځان په دنيا کښې خواروي او په اخرت کښې ځان په عذاب اخته کوي.