امام باقر (علیه اسلام)

امام باقر (علیه اسلام)

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د سپوږميز کال د ذي الحجې اوومه نيټه د حضرت امام باقر عليه السلام د شهادت ورځ ده او د هغه پيروکار او شيعه د هغه د خدای تعالی د ولي په غم کې غمجن دي هغه حضرت په 57 سپوږميز کال د مدينې منورې په ښار کې وزيږيد او په 114 سپوږميز کال کې شهيد شو. د هغه حضرت ګرانه مور د حضرت امام حسين عليه السلام پاکه لور وه هم دې لامله هغه حضرت هم د امام حسن عليه السلام په نماسيو کې شماريږي او هم د امام حسين عليه السلام په بچيانو کې.

له امام باقر عليه السلام د علمونو او معارفو نورونه په نړی کې پراخ شو او د هغه په مناقبو او فضايلو، د هغه بزرګوار دوستان او دښمنان اعتراف کوي.

 

ځينو اهل سنتو پوهاندو هم د هغه حضرت عملي مقام ستايلی دی دومره پورې چې جوهري په صحاح اللغه کتاب کې وايي: محمد بن علی بن الحسین ابن علی ابن ابیطالب ته باقر ويلی شي ځکه چې هغه علم مات کړ دا هماغه بزرګوار امام وو چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و اله وسلم له زوکړې کلونه مخکښې د جابر بن عبد الله انصاري په ذريعه هغه ته سلام رسولی ؤ. چې وې فرمايل:

« یا جابر ؛ انک ستبقی حتی تلقی ولدی محمد ابن علی بن ابیطالب المعروف فی التورات بالباقر فإذا لقیته فأقراه منّی السلام »

ای جابره بې شکه ته به هومره پورې په دنيا کې پاتې کيږي تر څو چې زما زوی محمد بن علی بن الحسین ابن علی ابن ابیطالب چې په تورات کې په باقر نوموړی دی ورسره ملاقات وکړی پس ای جابره کله دې چې هغه وليدل نو زما سلام ورته وايا.

ابو بصير داسې فرمايي چې د حضرت امام صادق عليه السلام او د هغه پلار امام باقر عليه السلام  خدمت ته ورغلم، ورته مو وويل تاسو دوه بزرګواران د رسول الله وارثان يئ امام باقر عليه السلام وفرمايل: هو ما ورته وويل پس رسول الله هم د انبياءو (پيغمبرانو) وارث دی څه چې هغو علم لرلو نو پيغمبر اکرم هم په د هغه علم درلود نو امام وويل چې هو همداسې ده بيا ورته ما وويل ايا تاسو مړي ژوندي کولی شئ او ړنده او بيماران روغه ولی شئ؟ نو امام وويل: د خدای تعالی په اذن سره هو دا کارونه کولی شوو بيا يې وفرمايل: ای ابا محمد ما ته نږدې راشه نو خپل مبارک لاس يې د زما په سترګو او مخ راکاږه او سترګو مو ليدل شور کړ لمر اسمان زمکه کورونه او څه چې په کور کې وو ومو ليدل نو بيا امام عليه السلام وويل ايا غواړې چې همداسې بينا پاتی شی او څه چې نور خلک لري ته يې هم ولرې او د قيامت په ورځ هم د نورو خلکوپه شان ته هم محشور شی يا دا چې هماغه شان ړوند شي او نيغ جنت ته ننوځې، نو ما ورته وويل چې زړه مې غواړي چې هماغه شان ښه يم نو ابو بصيروايي : پس امام باقر عليه السلام زما په سترګو لاس راکاږل او بيا په هماغه شان ړوند شوم

د امام باقر عليه السلام د نوراني جملو او حديثونو څو حديثونه تاسو خدمت کې وړاندې کوم:

1-إنّ هذا اللسان مفتاح كلّ خير وشرّ فينبغي للمومن أن يختم علي لسانه كما يختم علي ذهبه و فضّته . { بحار الانوار ،ج 17}

بي شکه دغه ژبه د هر ښه والي او بد والي کنجې (چابي) دی پس ښه ده چې هر يو مومن د خپل ژبی خيال وساتي هماغه شان لکه چې د سرو زرو او سپينو زرو خيال ساتي.

2-.أشدّ الأعمال ثلاثه : ذكر الله علي كلّ حالّ و إنصافك من نفسك و مواساه الأخ في المال { حليه الأولياء ج 3}

له ټولو زيات سخت کارونه دری دي: په هر حإل کې د خدای تعالی په ياد کې کيدنه، انصاف له خپل ځانه شورو کړه په مال بل سره ورورولی کول.

3-إنّما شيعه عليّ (صلوات الله وسلامه عليه ) المتباذلون في ولايتنا المتحابّون في مودّتنا المتزاورون لإحياء أمرنا ، إذا غاصبوا لَم يظلموا و إذا رَضوا لم يُسرفوا ، بركه علي من جاوروا و سِلمٌ لمن خالطوا {تحف العقول}

بي شکه د علی عليه السلام شيعه هغه کسان دي چې زمونږ په دوستۍ لارې کې بخښنه  کوي او د زمونږ د مينې په وجې يو بل سره مينه کوي او د زمونږ د سنت او طريقی د ژوندي کولو لپاره د يو بل ديدار کوي هغو داسی کسان دي چې کله غوسه شي نو ظلم او زياتی نه کوي او که خوشاله شي نو اسراف نه کوي ګاونډيانو لپاره د برکت او ټولنی لپاره د ارامښت سبب ګرځي.

4.- إذا أردت أن تعلم أنّ فيك خيرا فانظر الي قلبك ؛ فإن كان يُحبَّ أهل طاعه الله ويُبغض أهل معصيته ففيك خيروالله يُحبَّك و إن كان يُبغضُ أهل طاعته و يُحبَّ أهل معصيته فليس فيك خيرٌ والله يُبغضك والمرء مع من أحبّ  { الكافي ج 3}

که وغواړې چې وګوری چې په زړه کې د خير او ښيګړه شته که نه نو خپل زړه ته وګوره که د خدای تعالی نيک بندګانو سره مينه لری او د خدای تعالی ګناه کارو سره دښمني لری نو يقين ولره چې ته د خير او ښيګړی نيت لري او خدای تعالی باندې ګران يی. او که ودې ليدل چې د خدای تعالی نيک بندګان د خپل دښمن ګاڼی او د خدای ګناهکارانو سره دې مينه ده نو پوهـ شه چې په ستا زړه کې څۀ خير نيشته او ته د خدای تعالی دښمن يی. او انسان تل خپل حقيقت سره سم چلند کوي.

5.- الصللاه عمود الدين ، مَثَلها كَمَثَل عمود الفُسطاط ف إذا ثَبَتَ العمدُ ثبت الأطنابُ والأوتادُ و إذا مال العمودُ و آنكَسَرَ لم يَثبُت وتدٌ و لا طَنَبٌ { ناسخ التواريخ ، وسائل الشيعه كتاب الصلاه}

لمونځ د دين ستنی دی، د لمونځ مقام په دين کې داسی ده لکه د خيمی او تنبو ستنی که ستنی مزبوطه وي نو ميخونه او رسۍ هم مزبوطی وي او که ستنی ماته وي نو ميخونه او رسۍ هم نه پاتی کيږي.