جنت البقیع

جنت البقیع

 

بسم الله الرحمن الرحیم

هغه مومنان چې الله تعالی ورته د جنت البقيع په قبرستان کې د سپيڅلي امامانو (علیهم السلام)  مزارونو زيارت توفيق ورکړی دی هغه بايد پوهـ شي چې  د هغو کسانو او هستيو په حرم کي ورننوځي چې هغه د الله تعالی په مخلوق د هغه ګواهان د هغه د وحي امانتداره، د هغه په پنځول شوي څيزونو د الله تعالی حجت او په ځمکه کې د هغه خليفه ګان او استازي دي

د داسې هستيو د زيارت لپاره ځي چې د الله تعالی نورونه دي او هغه دي چې د هدايت څراغونه او د تقوا او پرهيزګارۍ بيرغوال دي

لومړنۍ   امام چې دلته په جنت البقيع کې دفن دی د رسول الله  (صلی الله علیه و آله و سلم) مشر نماسې دی هغه کس چې پيغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله و سلم) هغه مباهلې لپاره وټاکه او دا يې وښايل چې دا کس الله تعالی په نږدې څومره لوړ مقام لري هغه کس چې هر دعا يې قبليده او کوم دعا يې هم نه بې له قبليدو نه پاتې کيدا. هغه د کساء د څادر څلورم کس دی هغه کسان چې الله تعالی له هغو هر ډول ناپاکي او ککړتيا لرې کړې ده او په خپله يې پاک ګرځولي دي هغه حضرت دريم کس له هغو کسانو ؤ چې د هل اتی سورت د هغو په شان کې نازل شوې ؤ هغه د جنت د ځوانانو مشر او سردار دی هغه لوړه هستي ده چې رسول الله (صلی الله علیه و آله و سلم)  د هغه په هکله داسې وفرمايل : “پروردګاره زه هغه سره مينه لرم او ته هم هغه سره او هم د هغه مينه والو سره مينه ولره”.

هو هغه کس حضرت امام حسن عليه السلام داسې کس دی چې هغه سره مينه کوونکی، د الله تعالی حبيب دی هر هغه څه چې د هغه په شان کې مو بيان کړ د هغه درياب يوه قطره او څاڅکې ده چې قران او سنت د هغه په شان کې بيان کړې دی

له امام صادق عليه السلام داسې نقل شوي دي ” حضرت امام حسين عليه السلام ابن علي عليهما السلام د هرې جمعې په مازيګر وخت د امام حسن عليه السلام د قبر زيارت به کاؤه” په داسې حال کې چې حضرت امام حسين عليه السلام (سيدالشهداء) په خپله داسې کس دی چې څوک هم د هغه حضرت د مزار زيارت وکړي داسې ده لکه چې په عرش کې يې د الله تعالی زيارت کړې وي د حضرت امام حسين عليه السلام زيارت کول د ټؤلو نبيانو، پيغمبرانو، وصيانو صديقينو او شهيدانو د زړه ارمان او حاجت دی پس هغه ځاې به څومره لوړاوې ولري چې حضرت امام حسين عليه السلام د هغه ځاې زوار وي ( لکه جنت البقيع) همدې لامله غوره ده چې څوک هم د امام حسن عليه السلام د قبر او مزار زيارت ته ورځي نو بايد بې څپلو ورشي ځکه چې هغه ځاې ډير سپيڅلې ځاې دی. (فاخلع نعلیک انـّک بالواد المقدّس طوی).

دوهم امام چې په جنت البقيع کې دفن شوې دی هغه کس دی چې د نبيانو او رسولانو ميراث لرونکی او سيد الساجدين دی هغه کس چې هغه ته له الله تعالی طرفه د (زین العابدین) لقب ورسيد د خلقت او پنځولو وروستينې او اخيري هدف د الله تعالی پيژنګولي او د هغه عبادت دی «و ما خلقت الجنّ و الانس الاّ لیعبدون» ] ما جنيان ياني پيريان  او انسانان ندي پيدا کړي مګر يواځې د عبادت لپاره مې پيدا کړي دي[

او هغه کس ده چې د الله تعالی د معرفت نورونه او رڼاګانې د هغه حضرت دعاګانو مجموعي صحيفه سجاديه په وسيلې د عارفانو په زړونو وځليد د هغه د دعاګانو کتاب هغه کتاب ده چې د ال محمد عليهم السلام زبور ورته ويلې شوي دي. امام په هغه کتاب کې د جمال، کمال او جلال اسمونو او نومونو رازونه داسې بيان کړي دي چې  پرته د الله د خاص اولياؤ بل څوک د هغو په رازونو نه پوهيږي او د  الله تعالی دا خبره او قول يې روښانه کړ چې «و لله الاسماء الحسنی فادعوه بها» ]د الله تعالی نيک او ښه نومونه او اسماء دي او په هغو نومونو له الله غوښتنې وکړو[ او په هغه کتاب کې يې د مبداء او معاد د علم پردې اوچتې کړې او انسانانو ته وښودل چې څرنګه الله تعالی لوړ ذات سره نږديوالې او تقرب تر لاسه کړي او هغه هستې ده چې الله تعالی لپاره يې دومره سجدې وکړې چې ورته ذي الشفنات ] د سجدې د لګولو په ځاې ياني تندي باندې يې نښه جوړه شي[ لقب ملاو شو.

عامه ؤ له رسول الله (صلی الله علیه و آله و سلم) داسې نقل کړي دي : کله چې قيامت ورځ راورسيږي نو يو چغي وهونکې به داسې غږ وکړي چې : سيد العابدين پاڅيدل . نو قلم عاجز او بې وسه دی د داسې مقام د بيانولو نه د داسې کس مقام چې هغه د الله تعالی د عبادت کوونکو که هغه اولين دي او که اخرين دين د هغو ټؤلو مشر او سردار ګرځولې شوې ده

دريم :  هغه امام چې په جنت البقيع کې دفن دی چې د سنيانو او شيعه ؤ په نزد د علم خاوند دی او رسول الله (صلی الله علیه و آله و سلم) جابر بن عبد الله انصاري ته وفرمايل اې عبد الله ته هومره پورې ژوندې وې تر دې چې زما زوې محـمد بن علي بن حسين بن علي ابي طالب سره به ملاقات وکړې نو چې کله دې هغه وليد نو ورته زما سلام ووايه . پس څومره لوړه مرتبه درناوې لري هغه کس چې هغه ته سلام ليږي داسې کس چې الله تعالی په هغه درود او صلوات ليږي ناني پيغمبر اکرم.

په سند سره سم او معتبر روايت کې له ابو بصير داسې نقل شوي دي چې وې ويل: حضرت امام جعفر صادق عليه السلام او د هغه ګران پلار حضرت امام باقر عليه السلام ته ورغلم او هر دواړو ته مې عرض کړ چې ايا تاسو د رسول الله وارثان يئ؟ نو امام باقر عليه السلام وفرمايل هو ، بيا مې ورته وويل نو رسول الله خو د ټولو نبيانو وارث دی ځکه چې پيغمبرانو کوم علم درلود هغه نه زيات علم پيغمبر درلوده ايا تاسو هم داسې يئ؟ وې فرمايل هو نو بيا مې عرض وکړ زما اقا ايا تاسو مړي ژوندي کولې شئ او ړندو او په برص مرض او بيمارۍ کې اخته بيمار او ناروغه جوړولې شئ؟ وې فرمايل هو د الله تعالی په اذن سره بيا يې ماته داسې وفرمايل اې ابا محـمد نږدې راشه زه ورنږدې شوم نو خپل لاس يې زما په سترګو او مخ تير کړ نو سترګې مې روغې شوې نمر، اسمان او ځمکه او څۀ چې د هغو په کور کې وو ومې ليدل بيا يې وفرمايل خوښه دې نه ده چې په همدې حالت دې پريږدم چې سترګې دې روغي وي او هر څه ګوری لکه د نورو خلکو په شان او لکه څنګه چې نورو خلقو ته د قيامت په ورځ د خپلو کړو جزا رسي ته هم هغو سره شامل شی او حساب کتاب درسره وشي؟ يا نه غواړې چې هماغه مخکښنې حالت ښه ؤ چې څه دې نۀ ليدل خو نيغ به جنت ته ځې او څه حساب کتاب به درسره نه کيږي؟ ما ورته عرض کړ هماغه مخکيښنې حالت ته مو ستون کړه ابو بصير وويل چې امام باقر عليه السلام خپل لاس زما په سترګو او مخ تير کړ نو لکه څنګه چې مخکښې ؤم نو هماغه شان شوم ياني بيا ړوند شوم .

د حديث راوي علي بن حکم وايي : دا حديث مې ابن ابی عمير ته بيان کړ نو هغه وويل زه ګواهي ورکوم چې دا خبره رښتيا ده او حقه ده او د دې خبرې رښتونوالې د ورځې د رڼا په شان روښانه دی.

څلورم : امام چې په جنت البقيع کې دفن دی هغه کس دی چې شيعه او سنيانو د هغه د علم او د دعا د قبليدو په هکله اعتراف کړې دی او ورسره دا يې هم اعتراف کړې ده چې هغه د جفر علم کتاب چې د قيامت د ورځې پورې هغه علم ته محتاجه يو هغه سره دی د مالکيانو امام د هغه په هلکه داسې ويلي دي: په علم، فضيلت، پرهيزګارۍ او عبادت کې له تولو مخکښې او غوره کس زما سترګو بې له جعفر بن محمده، بل څوک ندې ليدلې. او د حنفيانو مشر کله چې له هغه پوښتنه وشوه له ټولو زيات په دين کې پوهـ او فقيه کس چې اوسه پورې دې ليدلي دي څوک دی؟ نو هغه ځواب ورکړ : چې جعفر بن محمد حال دا چې د هغه مقام له دې خبرو هم ډير زيات لوړ او عظيم دی

هغه کس دی چې په اسمان کې ميشه او اوسيدونکي مخلوق ورته صادق نوم اخلي او الله تعالی په حديث لوح کې د هغه په شان داسې فرمايي: بې شکه د جعفر مقام درناوې کوم او هغه هر هغه څيزونو سره خوشاله ؤم چې د هغه منونکو او ملګرو او مينه والو ته ډالۍ کوم.

هغه هستيانې او شخصيتونه چې سپيڅلي قبرونه يې په جنت البقيع مدينې ښار کې دي د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و اله وسلم وارثان دي او ټول هغه علمونه او نښې نخښانې چې ټولو نبيانو او رسولانو لپاره وې دوې سره هم شته د هغه کتاب علم چې هر څيز لپاره تبيان او بيانونکې او روښانونکې دی هغو سره شته دا  هغه هستيانې او بزرګوار کسان دي چې له قران جدا نه دي او قران پاک هم له هغو جلا او بيل نه دی نو بايد د علم او ايمان خاوندان د دې څلورو امامانو مزارونو او درګاه کې په تشو پخو( بې څپلو) او خشوع او خضوع او اخلاص سره او د الله تعالی د ذکر کولو سره دننه ورشي ځکه چې هغو په داسې ځاې او مقام کې دي چې الله تعالی اجازه ورکړې ده چې نوم يې پاس لاړ شي او ذکر يې وشي.

(فی بیوت اذن الله ان ترفع و یذکر فیه اسمه یسبّح له فیها بالغدوّ و الآصال رجال لا تلهیهم تجارة و لا بیع عن ذکر الله و اقام الصّلوة و ایتاء الزکوة یخافون یوماً تتقلب فیه القلوب و الابصار).