د اسلام د لومړیو وختونو د مجاهدانو نظامی خصوصیات

د اسلام د لومړیو وختونو د مجاهدانو نظامی خصوصیات

1 نظم او انضباط

نظم یعنی همغږي او فوځي ډسپلین چې د یو فوځي لپاره د روح په شان دی؛ ډسپلین تر دې حده مهم دی د چې که یو لښکر سره ډېره وسله او کسانو وي خو چې نظم يې نه وي نو هغه هیڅکله نه شي بریالی کیدی. د اسلام دین له مجاهدانو غواړي چې د دې سره سم چې خپلو ځایونو باندې ولاړتیا وښايئ د خپل مشر ټولې خبرې باید ومني او د ټولو قانونو او نظم خیال باید وساتي او په خپلو کښې له بې ځایه جنګ او بحثونو ځان وساتي.

د اسلام تاریخ مونږ ته دا ښايي چې د اسلام د لومړیو وختونو په جنګونو کښې مسلمانانو مجاهدانو په مکمل نظم او ډسپلین سره او خپل ایمان او باور سره، جنګونه ګټلي دي.

د خدای رسول(ص) او امیر المومنین(ع) به په جنګونو کښې، لایق او تکړه کسان د جنګ مشران جوړول او امنیتی مسلې، ولاړتیا، منظم شونه او د فوځیانو تیارې به يې له نظره نه وباسه، د خپلو حکمونو خیال به يې ساته او چا چې د نظم او حکم مخالفت وکړې له هغه به يې پوښتنه کوه او که ضرورت وې نو د پریډ مراسم به يې ترسره کول. او دا ټول کارونه به یو خاص نظم او ډسپلین سره کیدل. لکه د احد په جنګ کښې له جنګ شروع کیدو وړاندې د خدای رسول(ص) په خپله د جنګیالو د صفونو په جوړولو بوخت شو.

د اسلام لښکر که څه هم له بیله بیلو قبیلو جوړ شوی و، خو ډېر منظم وو. هرې قبیلې خپل یو قوماندان درلود او بیا دا ټول قوماندانان د یو مشر قوماندان لاندې وو چې هغه په خپله د الله رسول و د هغه د حکم لاندې به يې خپله ذمه ترسره کوله. د مسلمانانو به لښکر کښې هم دغه نظم او ډسپلین و چې ټول مسلمانان یې یو بل سره تړلي وو.

2 اطاعت او حکم منل

اطاعت او د خپل مشر حکم منل او د خپل پاسه کس د حکم نه سرنه غړول یو ډېر مهم څیز دی او فوځیانو مهمه ذمه ګڼل کیږي. په دې موضوع باندې په اسلامي سرچینو کښې ډېر ټینګار شوی دی او اهمیت ورکړی شوی دی. البته دا اطاعت او حکم منل هم خپل شرطونه لري چې دغه حکمونه نباید د د شرعې د منلو شو حکمونو په خلاف وي. اطاعت په بریالیتوب او ماتی کښې ډېر مهم رول لوبوي. د خپل مشر حکم منل او خپل سر کار نه کول او خپلو احساساتو او خپل د زړه غوښتو پسې نه تلل د بریالیتوب ضمانت ورکوي. او د اسلام د لومړي وختونو مجاهدان دغه صفت سره ښایسته وو. او تر دې حده هغوي د رسول الله(ص) حکمونو ته سر ټیټ کړی و چې د اطاعت یوه نمونه او بیګه ورګرځیدل. هغوي به ټول شوق او حیرانوونکي خلوص سره او له زړه نه د پیغمبر(ص) حکمونه منل او هڅه به يې کوله او یو داسې لښکر چې ورته په صحیح معنو کښې «اطاعت کوونکی» ویلی شو. د بدر په جنګ کښې ځینې اصحاب ووېرېدل؛ ځکه چې هغوي قرېش ماتی نه خوړونکي وګڼل، مقداد چې صحیح او ریښتونې مجاهد و کله چې دا حالت ولید نو ودرید او خپلو ګرمو خبرو سره په مسلمانانو کښې روح واچوه. هغه رسول الله(ص) ته داسې وویل: «ای د خدای رسوله! قسم په هغه خدای چې ته يې په حقه مبعوث کړی یې، که مونږ ته حکم راکړې نو اور ته ننوځو یا ځان د منګولانو په لمن کښې وغورځوو ستا حکم په سر سترګو منو مونږ هیڅکله تاسو ته هغه خبره نه کوو چې کومه بنی اسرائیلو موسی ته کړې وه…. ته د خپل خدای په مرستې جنګ کوه او مونږ هم درسره یو».

سعدبن معاذ (د اوس قبیلې مشر) هم پيغمبر(ص) ته مخ کړ او ويې ویل: «په هغه خدای قسم چې ته يې په حقه مبعوث کړی يې، که مونږ دریاب ته غورځوې او په خپله له مونږ وړاندې وې نو تا سره دریاب ته زو او په مونږ کښې به یو کس هم مخ نه اړوي».

3 د اطلاعاتو ساتل

په جنګونو د بریالیتوب یو لوی لامل د دښمن په هکله صحیح اطلاعات او خبرونه لاس ته راوړل د هغوي مهم ځایونه پيژندل او د خپلو اطلاعاتو ساتل دي. اسلام د فوځی اطلاعاتو څرګندول منع کړي دي او دا کار يې د نفاق نښه ګڼلې ده؛ لکه څه رنګ چې له مسلمانانو غوښتی شوي دي چې د هغه اطلاعاتو ساتنه دې وکړي کومو سره چې د مسلمانانو امنیت تړلی دی او هغه هیڅ کله څرګند نه کړي.

صحیح اطلاعات لرل او په ځیرتیا سره ورته پروګرام جوړول په دښمن باندې پټ برید کښې ډېره مرسته کوي او د اسلام په لومړيو جنګونو کښې دا حقیقت څرګند و. د اسلام لومړي مجاهدان به په پټه د دښمن په لښکر کښې ورګډ شول او د هغوي په هکله ټول اطلاعات او خبرونه به يې راوړل. عباس بن عبدالمطلب د پیغمبر(ص) تره، د مکې په مشرکانو کښې د پيغمبر(ص) له خوا ګمارلی شوی و او هم هغه د احد له جنګه وړاندې د مشرکانو د فوځیانو شمېر او د هغوي د وسلو په هکله پیغمبر(ص) ته خبر ورکړی و او د دې سبب شو چې د اسلام لښکر په ناخبرۍ کښې پاتی نه شي. او په حقیقت کښې عباس په وخت باندې د دښمن خبر راوړلو سره د دښمن پټ برید ته ماتی ورکړه.

4 فوځی تیاری

قرآن مجید د جهاد حکم سره سم د فوځي تیارۍ او د وسلو تیاري هم بیان کړې ده رسول الله به د فوځیانو زده کړې او د هغوي مشق ته خاص اهمیت ورکوه او هغوي به يې دې کار ته هڅول. غشي ویشتل، د اس سپرلي، لامبو زده کول په دې باندې پيغمبر(ص) تاکید کړی دی. د اسلام د لومړي وختونو مجاهدانو به غشی ویشتل او په اس سپرلي کول او نور فوځي مشقونه ترسره کول او خپل بدن به يې هر وخت د سختو حالاتو لپاره تیار ساته. په جنګونو کښې مناسب ټیکنیک به د دې سبب کیده چې د په وخت به د فوځیانو صحیح ملاتړ کیده او دښمن ته به یې ماتی ورکوله.

د تبوک جنګ د اسلام د مجاهدانو بدني تیاري او توان ډېرې ښې طریقې سره څرګند شو کوم تکلیفونه او مشکلات چې مسلمانانو مجاهدانو وزغمل هغه ډېر زیات وو. د اسلام فوځیانو مدینه په داسې وخت کښې پریښوده چې د میوو د پخیدو وخت و؛ د عربستان په هغه سخته ګرمۍ کښې یې هغه اوږدې لارې ووهلې او د اوږدی مودې لپاره تږي پاتی شول او دا هر څه يې وزغمل.

5 د جهاد شوق

جهاد يې خپل ټول توان د او کوشش او هڅه په دې لړ کښې وکړی چې دښمن لری کړی. د اسلام ژوند ورکونکی دین جهاد ته د مظلومانو په تیارو کښې د څراغ په نظر ګوري. او جهاد د مسلمانانو لپاره د دین په ساتلو کښې یوه مهمه ذمه واري ګڼي.

د الله په لاره کښې د جهاد شوق له هغه لوړو ارزښتونو دی چې یواځې حقیقي مومنان دغه صفت سره ښایسته دي. ریښتوني مسلمانان د جهاد او د الله د لارې د ساتلو او دفاع لپاره په زړه کې ډېره مینه لري دهغه کسانو په مقابله کښې هسې ظاهر کښې مومنان وي او خپلې ګټې لپاره لګیا وي. او الله تعالی هم هغوي ته د لوی اجر او ثواب وعده ورکړې ده. یو له هغه اخلاقي ارزښتونو چې قرآن کریم يې د مومنانو لپاره ارزښت ګڼي هغه د الله په لاره کښې د جهاد شوق دی. او دا شوق او اراده د اسلام په لومړیو مسلمانانو کښې دومره ډېره وه چې ځینې مومنان چې کله کله به ځینې مشکلاتو له مخې له جهاده پاتی شول، ډېر به ژړیدل او خپه وو او له سترګو به يې وښکې ورېدې.

له غزوه تبوک نه وړاندې ځینې پاک زړي مسلمانان په جنګ کښې د ګډون په شوق پیغمبر(ص) ته راغلل او له دې سببه چې فقیران وو نو ورسره سپرلي نه وه، نو له پیغمبر(ص) يې وغوښتل چې سپرلي ورله ورکړي چې په دې جنګ کښې ګډون وکړي. کله چې پیغمبر(ص) هغوي ته منفی ځواب ورکړ نو دغه د جهاد عاشقان په داسې حال کښې له رسول الله(ص) ستانه شول چې ډېر زیات ژړیدل چې دا کسان د اسلام په تاریخ کښې د بکائون (ژړیدونکیو) په نامه مشهور شول.

د احد له جنګه وړاندې یو کس د عمرو بن جموح په نامه چې په یوه پښه ګډ و، د خدای رسول(ص) ته راغی او ویې ویل: «ای د خدای رسوله(ص) زما د تره زامن ما له دې سببه له جنګ منعه کوي چې زه ګډ یم خو قسم په خدای زه به په همدې ګډې پښې سره جنت کښې ګرځم»

نتیجه

د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدانو د قرآن د زده کړو مطابق خدای تعالی سره خپله اړیکه مزبوطه کړې وه دا رابطه او اړیکه چې د الله یاد سره د لمانځه، قرآن سره مینه او دعا او راز او نیاز سره او همدارنګ اخلاص او په الله باندې توکل سره قایمه شوې وه، دغې رابطې د هغوي روح ته آرامښت ورکاوه او د الله تعالی امداد به ورسره کیده. او همدې رابطې هغوي د الله تعالی دیدار ته مشتاق کړي وو او هغوي به «وجه الله» ته نظر کاوه، هغه شوق او مینه چې شورو يې له دنیا مخ اړونې سره او آخر يې شهادت غوښتی سره.

د اسلام میړنو جنګیالو له قرآنه دا زده کړي وو چې یو بل سره مینه وکړي او ورورولي او اخوت سره ژوند وکړي دغې مینې او ژور عشق پسې ایثار او فدارکاري راتله، هغه فدا کاري چې له زر او زیوره واخله تر خپل ځان قربانولو پورې رسیده.  هغوي به همدارنګ د دښمن په وړاندې ټینګ ولاړ وو او صبر او زغم يې خلکو ته وړاندی کړل، داسې میړنتیا يې وښودله چې د ویاړ او فخر وړ شوه او عزت او کرامت ته يې لوی جلال اوعظمت ورکړ.

دا هغه خصوصیات وو چې د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدانو دلودل چې ورسره هغوي ماته نه خوړونکي او تکړه شوي وو، دا خصوصیات د دې سبب شو چې هغوي لکه د ځلنده ستورو په شان په اسلام په آسمان کښې وځلیدل او رڼا يې وکړله. نو د الله په لاره کښې مجاهدانو ته دا خبره ضروري ده چې د الله د لارې د دغه مجاهدانو خصوصیاتو نه ځان خبر کړي او دغه صفتونه او خصوصیات باید ځان کښې پیدا کړي چې کوم د بریاليتوب سبب ګرځي.